د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عدم تشدد پر مرکز د تشدد ډک بريد

سردار محمد همدرد 21.01.2016 12:59

د لوی افغانستان د جوړېدو او د پښتنو د يووالي ارمانجن ستر مبارز پاچاخان پر پوهنتون بريد چې له امله يې ۲۰ بې ګناه کسان چې ډېری يې محصلين وو ووژل سول او ګڼ شمېر نور پکې ژوبل سول.
د عدم تشدد د دې سرلاري ستر مبارز مبارزه هم  د تشدد په وړاندې وه، هغه د خپل ټول ژوند په مبارزه کې د ټولنيز عدالت، انصاف او برابرۍ لپاره هم ژمن و او هم يې په دې برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې، د لوی افغانستان هرې سيمې ته  يې سفرونه وکړل، له خلکو سره يې وليدل، جرګې يې جوړې کړې او د پښتنو د پوهولو هڅې يې وکړې.
په دې وروستيو کې دې ته ورته ډېرې پېښې رامنځته سوې دي او دا پېښې د ډيورڼد له پولې اغاړې او دې غاړه په پرلپسې ډول ترسره سوي دي.
اوس ستونزمنه خبره دا ده چې، د دې قربانيو قربانيان يا پښتانه دي او يا هم نور افغانان، خو حکومتونه د خپلو ناوړه موخو لپاره داسې يوه لوبه کوي چې د خپلو ناروا ګټو لپاره پر دې خاوره باندې همدغه حالات روان وساتي.
نن چې د عدم تشدد د مبارزې پر سرلاري اراوښاد پاچاخان بابا پر پوهنتون دا بريد ترسره کيږي نو دا دا مانا لري چې د عدم تشدد فکر د له منځه وړلو لپاره هڅې کيږي.
اوس چې په دې سيمه کې کوم اور بل دی دا هغه وخت مړ کېدای سي چې د عدم تشدد فکر په ټولنه کې خپور سي او انساني حقوق اجتماعي عدالت د اسلام د مبين دين په رڼا کې خلک ترې برخمن سي.
د دا ډول پېښو مخنيوی په دې توګه نه سي کېدلی چې د وخت حکومتونه يو پر بل تورونه ولګوي، بلکې دا د ټولې سيمې دولتونو لپاره له اخلاصه ډکه اراده پکار ده.
دا يو څرګند سياست ته اړتيا لري، يو د بل د کور په ورانولو هيڅکله په دې سيمه کې امن نه سي راتلی او دا هم بايد ټول ومنو څوک چې د بل کور خرابوي هغه به هيڅکله په خپل کور کې د امن خاوند نه سي.
اوس خبره دا ده دا قربانۍ خو په دې سيمه کې روانې دي، اوس چې ارزښتونه زيانمن کيږي دا ډېره خطرناکه خبره ده.
پاچاخان بابا چې د ټول انسانيت د پوهولو او د دوی لپاره د پوهې پر ګاڼه سنبالېدل يې ارمان وو، نن سره له دې چې پښتانه څوک د هغه ارمانونو پوره کېدو ته نه پرېږدي، بلکې د هغه پر نوم پوهنتون باندې بريدونه هم دا په ډاګه کوي چې زموږ دښمن يو دی او د پښتون وژنې او افغان وژنې لپاره دلته لويه لوبه روانه ده، داسې لوبه چې د پولې دواړه غاړو ته پوهنيز مرکزونه هم خوندي نه دي او بريدونه پرې کېږي.
په ټوله کې بيا خبره پښتنو ته راځي او ګوته دوی ته نيول کيږي، ځکه اور د پښتون پر کور بل دی، هغه د يو شاعر خبره دلته ښه صدق کوي چې وايي: «هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم»
ترڅو چې پښتانه يو نه سي، تر څو چې دوی د پاچاخان ارمانونه پوره نه کړي، ترڅو چې دوی زده کړې ونه کړي او خپل دښمن ته يو نه سي، ترڅو چې د نورو لاسوهنه په دې هېواد کې بنده نه کړي نو تل به د دغه ډول بريدونو ښکار يو، عام خلک به مو په وينو کې لړلي وي، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، بازارونه او مسجدونه به پر وير ځايونو بدل وي او حتی د لمونځ کولو لپاره به له ويرې مسجد ته نه سو تلی، ښوونځي او پوهنتون ته به د دښمن د بريد له ويرې د زده کړو لپاره نه سو تلی او تر دې پورې چې خپله کوټه او مېلمستون کې به له مېلمه سره هم په ډېره ويره او اندېښنه ناست يو، ځکه داسې ځای پاتې نه سو چې دښمن بريد پرې ونه کړ او روغ پاتې سو، له مذهبه تر کلتوره او له ښاره تر کليو او کورونو هر څه نا امنه سول.