د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کلیوال ملګري ټولنې د غزلستوري اروښاد صدیق پسرلي دویم تلین په ویاړ غونډه وکړه

جمیل وقار 17.01.2016 14:02

د ۱۳۹۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په شپږویشتمه نېټه کلیوال ملګري ټولنې خپله اوه شپېتمه اونیزه ناسته د غزلستوري اروښاد صدیق پسرلي دویم تلین ته ځانګړې کړې وه.
غونډه چې د غزني ښار د همت بنسټ په دفتر کې جوړه شوې وه، پیل یې قاضي محمد امین رفیقي د قرانکرم د مبارکو ایاتونو په تلاوت وکړ.
ورپسې د کلیوال ملګري ټولنې مشر عبدالمجید ژړاند دریز ته وبلل شو، نوموړي د غزل ستوري اروښاد صدیق پسرلي په ژوند، فعالیتونو، اثارو او ټولنې او هېواد ته د کړي خدمت په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي ژړاند د (سپېڅلې روح ته لپه کړې لاسونه) تر عنوان لاندې د غزل بڼ خاوند صدیق پسرلي د ژوند په ټولو اړخونو رڼا واچوله.
د مقالې په پیل کې راغلي: ((زموږ پر کاله تل د ويرونو او غمونو سلسلې دوامداره وي، زموږ د نصيب برخه تل خواره او د سر سړی مو د اجل ملکه رانه اخلي.
داسې يو څوک چې په پښتو ادب کې سپرلی راووست، له شعر سره يې ښکلا ملګرې کړه، نازکخيالي يې ورسره غاړه غړۍ او د عاطفې په مټ يې د خيالونو په ګلبڼ کې د غزل ايښودل شويو نيالګيو ته اوبه ورکړې.
د پښتو غزل که څه هم حمزه شينواري په  خپلو وينو پاللی و، خو  تا ورته بیا همدغه غزل په نازک تار د مينې او عاطفې مرغلرې وپېيلې، همدغه مرغلرې داسې وځلېدلې، چې  په ليدلو يې د هر چا زړونه يووړل.))
نوموړي اروښاد پسرلی خطاب او د مقالې په یوه برخه کې راغلي: ((ته څومره لوړ انسان وې، تا خو ښکلا پېژندله، تا خو له عاطفې سره د مينې تار غځولی و، ته خو د خيالي ښاپېرۍ ملګری او مينه وال وې.
ته خو يواځې د سندرو پاچا نه وې، تا خو  په سره غالۍ د مينې لنډې او ښکلې کيسې هم چمتو کړې، داسې هم و، دلته دې هم د خپل فکر په مراندو د لنډو کيسو په قالب کې د ژوند ارزښتونه خوندي کړل.
د زهرې منظومه دې څومره ښکلې او له سوزه ډکه سندره  ده، د مطرب لاسونه رېږدي او سيتار هم ستا دمنظومې تر اغېز لاندې راغلی دی.))
له ښاغلي ژړاند وروسته شاعر او لیکوال انعام الله ګوهر دریز ته راغی. نوموړي د اروښاد پسرلي په ژوند او شاعري هر اړخیزې خبرې وکړې.
هغه د استاد پسرلي په پېښور کې د هغه په ادبي هلو ځلو رڼآ واچوله چې استاد پسرلي سپېده مجله خپروله او بیا یې د افغان ادبي بهیر بنسټ کېښود . د نوموړي په وینا چې افغان ادبي بهیر تر یوه پوهنتونه کم نه و چې ډېر ځوانان یې وروزل.هغه وویل چې پسرلی استاد که  هغه وخت چې پسرلی استاد له وطنه لرې د هجرت په دیار کې اوسېده خو په شعرونو کې یې ځای په ځای د وطن مینه او خلک له یاده نه دي ویستلي. ورپسې ګوهر د استاد پسرلي د چاپ اثارو او شاعري په اړه خبرې وکړې.نوموړي وویل چې استاد پسرلی په پښتو کې د هندي سبک پیاوړی او وروستی شاعر دی.هغه د استاد په شاعرۍ کې په تشبیهاتو او  د سپیکټیزم په فلسفه باندې بحث وکړ او د نمونې په توګه یې د استاد ځیني بیتونه تشریح کړل. د استاد پسرلي د څلوریزو په ټولګه پسته اور باندې یې خبرې وکړې.نوموړي په خپلو کې وویل چې استاد پسرلی لکه څنګه چې یې حق و په ژوند هغسې نه دی مطالعه شوی.
ورپسې د همت بنسټ مرستیال حبیب الرحمن تاثیر دریز ته وغوښتل شو، په پېښور او کابل کې د استاد پسرلي په فعالیتونو خبرې وکړې.
هغه وویل چې استاد ګڼ شمېر ځوانان په فکري طور روزلي، چې ښه بېلګه یې تر شا د یوې علمي او فرهنګي کورنۍ پرېښودل دي.
تاثیر د خپلو خبرو په دوام کې د داستانونو د خپرونې یادونه وکړه چې د اروښاد په هڅو او منډو چاپېده. همدارنګه یې دافغان ادبي بهیر په څېر د ګڼو هغه مرکزونو یادونه وکړه چې استاد پسرلي رامنځ ته کړې او اوس هم د ځوانانو د فکري روزنې مرکزونو په توګه فعالیت کوي.
وروسته د استاد په ژوند، شاعري، فعالیتونو او اثارو ګډ بحث وشو، چې ګڼ شمېر فرهنګیانو په خبرې وکړې.
د غونډې په بله برخه کې د استاد پسرلي په یاد مشاعره وشوه، چې حکمت ارین، انعام الله ګوهر، سلیم جلالزي، بلهار جلالزي، مجید ژړاند، نقیب یون او یو شمېر نورو په کې شعرونه ولوستل.
د غونډې د دریز چارې جمیل وقار په مخ وړې.
غونډه چې ماسپښین په دوه بجې پیل شوې وه، مازیګر په څلور نیمې بجې د بلهار جلالزي له لورې د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.