د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتولیدي دایرې بـنسـټونـه او د تولید د تـنـظیمولو مېتودونه

ډاکترمحمدنواب ویساند 09.01.2016 15:03

لیکوال : پ . ولادیمیر ګروڅینوف ــ د اقتصادي علومو ډاکتر ، پروفیسور .

د ژباړن یو څو مخکنۍ یادونې : د ملي اقتصاد اړوند په هر یوه څانګه کې موخو ته د رسېدو لپاره له ځانګړو اړینو میتودونو او پرنسیپونو څخه د کار اخستل په لارو چارو ټینګار شوی دی . که مونږ په تېرو څو لسیزو کې یواځې د تولیدي اقتصاد مربوط بهیر ته یوه ځغلنده کتنه وکړو و به وینو ، چې د هېواد یو زیات شمېر اقتصادي واحدونه ، چې د غېر معیاري کړو وړو ، نا سم منجمټ او د تخنیکي اسنادو له مخې درښتیني سنجول شوی لګښت ( نورم ) د نه مراعات کولو له کبله د اړوندو مصنوعاتو د تمام شدد قیمت په لوړېدو یې د سیالۍ وړتیا له لاسه ورکړې او په ټپه درول شوي او په پایله کې ډیرۍ متشبثین د ګټې وټې په بهیر کې د غېر پیشبیني شوو ستونزو د زېږېدو له امله ناهیلي او له کارڅخه لاس په سر شوي دي . که چېرې تولیدي واحدونه د مالي کال په اوږدو کې د تولیدي بهیر اړوند شاخصونه په بشپړ او هر اړخیز ډول د هر یو ځانګړي تکنالوژیکي پروسس پر مهال په ځیر سره په پام کې و نه نیسي او د تولید په هر پړاو کې یې د اړوند عواملو لګښت د پتېیل شوي نورم سره همغږي نه کړي او همدارنګه په یو ځانګړي تولید کې د تولیدي عواملو کچه ، د تکنالوژیکي پروسې دوام اود تخصص او مهارت له مخې د بشري ځواک وړتیا تثبیت نه کړلای شي ، ددې وېره به وي ، چې په تولید کې د پلان شوي کار ونډه د تر سره شوي کار ( سړی / ساعت ، سړی / ورځ ) سره اړخ و نه لګوي . او په پایله کې د تر لاسه شوي مصنوعات د لوړ لګښت له کبله د سیالۍ جوګه نشي . په اقتصاد پوهنه کې لکه څنګه ، چې د مخه هم یادونه وشوه ، د تولید د غوره او معقولو لارو چارو د ښه سمبالو لپاره خورا زیات شاخصونه په ګوته شوي ، چې د بریالیتوب د چانس د ډېرېدو لپاره یې د یو غوره شاخص په توګه د تولید ګردۍ هم په پام کې نیول شوې ده . د یو شمېر ځانګړو تدابیرو د نیولو په ترڅ کې د تولیدي ګردۍ د رالنډېدو له لارې د لګښت راکمیدل ، ما (ژباړن ) ته هغه مهال چې د هېواد په بیلابیلو تولیدي تصدیو کې په کار بوخت وم ، پوره جوته شوې ده ، نو به بې ځایه نه وي ، چې د روسي ژبې څخه ددغه پورتنی سرلیک لاندې ځیني اړین ټکي د تولیدي چارو د هغه کاروباریانو سره ، چې هم د پانګونې د مخه د تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو پر مهال او هم د تولید په بهیر کې د لګښت د راکمولو په موخه د تکنالوژیکي ځانګړتیاوو د په پام کې نیولو له لارې د یوې ښې پایلې په لټه کې وي ، شریک کړم .

Основы производственного цикла и методы организации производства
داهم د پورتني سرلیک اړوند متن ژباړه :
د تصدۍ د بریالي فعالیت د تر سره کولو اړین شرایط د هغې تولیدي او تنظیمي معقول جوړښت جوړېدل دي ، چې تولیدي دایره ــ یو ددغه غوره شاخصونو څخه ده . دغه دایره د تولیدي فعالیت د ډېرو برخو د سنجش پیلامه ده . د هغې پر بنسټ تولیدي ځواک ( ظرفیت ) ، د محصول د چالانولو نېټه د هغې د تولیدولو د نېټې په پام کې نیولو سره ټاکل کیږي ، د نابشپړ یا نیمکاره تولید کچه تعینیږي ، نور پلاني ــ تولیدي محاسبې ) شمېر شمېرنې ) تر سره کیږي . د تولیدي پروسس د تنظیمولو کاریدونکي میتودونه (چې وروسته به راشي . ژ ) کولای شو په درې ډوله وویشو .
تولیدی پروسس د اومو موادو څخه د پخو محصولاتو د تر لاسه کولو لپاره د موسسې د کارکوونکو د هدف پېیلو کړنو( اقداماتو ) مجموعه وړاندې کوي . د تولیدي پروسس د جوړښت بنسټیزې اجزاوې، ( برخې ) چې د تولید ځانګړنې تعینوي :
• مسلکي روزل شوی پرسونل ;
• د کار وسایل ( ماشینونه ، تجهیزات ، ودانۍ او داسې نور ) ;
• د کار موضوع ( اومه مواد،توکي ، نیمکاره مواد) ;
• انرژي ( برېښنائي ، حرارتي ، میخانیکي ، روښنایوي ، عضلوي ) ;
• مالومات ( علمي ــ تخنیکي ، سوداګریز ، عملیاتي ــ تولیدي ، حقوقي ، ټولنیز ــ سیاسي ) .
د کلنۍ له مخې ، تولیدي دایره په تولید کې د اومو موادو او توکو د چالانېدو د شېبې نه نیولې بیا د محصولاتو تر بشپړ تیاریدو پورې د وخت پړاو ته ویل کیږي . تولیدي دوران ( دایره ) کې اساسي او کمکي کړنې او د محصولاتو د تیارولو د بهیر دمې شاملې دي .
د بنسټیزو عملیو د اجرا کولو وخت تکنالوژیکي دایره ( ګردۍ ) جوړوي او وخت تعینوي ، چې په لړ کې یې د کار په موضوع باندې نېغ په نېغه خپله د کار ګر له خوا ، یا هم د ماشین او میکانیزم په واسطه ، چې د همدوئ له خوا اداره کیږي ، اغېز اچوي ، خو د طبیعي تکنالوژیکي پروسس وخت ( د چاپیریال په آزاده هوا کې وچول یا د ګرم تولید سړول ، د ځینو توکو تومنه ( خمیره ) کول ) د وګړو او ماشین د ګډون پرته تر سره کیږي .
د تولید د ګردۍ د اوږدوالي محاسبه ( Tc ) په لاندې فارمول سره تر سره کیږي :
Tc = To + Tb +Tn
دلته ، To ــــ د بنسټیزو عملیو د تر سره کولو وخت ، Tb ـــ د کمکي عملیو د اجرا کولو وخت ، Tn ـــ د دمـو وخت .
د تولید دوران د اوږدوالي رالنډول ــــ په موسساتو کې د تشدیدیت او د ګټورتوب لوړېدل یو د غوره منابعو څخه بلل کیږي . څومره ، چې تولیدي پروسه ژر تر سره کیږي ( لنډه تولیدي ګردۍ ) ، هومره د موسسې تولیدي پوتنشل ښه استعمالیږي ، د کار لوړ تولیدي ځواک ، د نیمکاره یا نا بشپړه تولید ټیټه کچه ،د محصولاتو د تمام شد قیمت کموالی .
د تولید د دایرې اوږوالی د کالیود جوړولو له پیچلتیا او سختۍ ، د اساسي او کمکی عملیو له تخنیکي او تکنالوژیکي ، میکانیزه او اوتوماتیزه سطحې ، د موسسې د کار له رژیم ، په موادو او نیمکاره موادو باندې پرته د دمې د کار ځای د تامینولو له سازماندهي ، او همدارنګه د نورمال فعالیت لپاره د ټولو اړتیاوو ( انرژي، الات ، اسباب او داسې نور ) د پوره کولو پورې تړلی دی .
د تولیدي دایرې دوام ( اوږدوالی ) تر زیاته بریده د کړنو د اړیکو د ډول او د یوکار ځای څخه و بل کار ځای ته د موادو د ورکولو (لېږد ) له طریقو څخه معلومیږي .
د عملیو ( کړنو ) درې ډوله ترکیبونه شتون لري :
• یو پر بلپسې ( نوبتي )
• مـــوازي
• موازي ــ نوبتي
د یوې ډلې ( ګروپ ) تولیداتو د برخو تولیدول په نوبتي حرکت سره په هر یو راتلوونکي عملیه کې د تولید چارې ، په تېرو عملیو کې د ټولې ډلې د تولید د چارو د تر ختمولو وروسته پیلیږي .
په موازي جریان سره د تولید د برخو ( اجزاوو ) انتقال راتلونکې عملې ته په جداګانه ( دانګيز یا ټوپیز ) صورت یا د ډله ییز ( د نیمکاره موادو یوه ډله ) حمل ونقل له لارې راسآ د تېرې عملې د تر سره کولو وروسته ، تر سره کیږي .
د موازي لارې د عملیو وړاندې کول یو ډېر لنډ تولیدي دوران تأمینوي . ولې د ځانګړو عملیو تر منځ دوام د نه یو شاني والي له کبله په بېلابېلو عملیو کې په دې سره د کارګرانو او ماشینو په کار کې وقفه رامنځ ته کیږي . دا ددې مانا لري ، چې د هغوی موازي ترکیب ( اړېکې ) همیشه معقول نه ګنل کیږي . په دې صورت کې ښایي د عملیو موازي ــ نوبتي ترکیب زیات اغېزمن وي .
د یوې عملې نه بلې عملې ته په موازي ــ یو بل پسې ( نوبتي ) ډول بهیر یا حرکت کې د تولید ټوټې ( پرزې ) په ډله یا ګروپي توګه حمل ونقل ، دانګي یا وړاندې کیږي . په دې سره د شاوخوا یا نژدې کړنود تر سره کولو د وخت یوه برخه سره دارنګه ګډیږي ، چې د تولید ټول ګروپ ( پارټي ) په هر عملیه کې د دمې ( وقفې ) پرته تیاریږي ( د بشپړولو کار پرې کیږي ) . د عملیو په دې ډول یوځای کیدو سره د تولید د دایرې وخت د موازي په نسبت زیات ، خو د پر له پسې ( نوبتي ) په نسبت خورا کم دی .
د تولید د پروسس ( بهیر ) کاریدونکي سازماني میتودونه لکه څنګه چې د مخه ورته اشاره شوې وه ، کولای شو په درې ډولونو وویشو :
۱ . لینیز تولید (in-line ) ؛
۲ . ډله ییز ( partionnye ) ؛
۳ . یواځینیز ( تنهائي یا مجرد ) (single ) ؛
لمړی . د لینیز تولیدد میتود ځانګړنې :
• په عملیو باندې د تولید د پروسس ژور ویشل ،
• د یوې ټاکلې عملې د تر سره کولو لپاره د کار روښانه تخصصي ځای ،
• په ټول کار ځای کې د عملیو موازي اجرا کول ،
• د تکنالوژیکي پروسس د بهیر له مخې د ماشینونو ځای پر ځای کول ( نصبول ) ،
د تولیدي پروسس د بې دمې (پرلپسې) فعالیت د سطحې لوړوالی ، چې د لیک ( خط ) د برابروالي یا لنډوالي د عملیو د دوام ( (Tact تول ( تال ) د تامینولو سره تر لاسه کیدونکی دی . Tact ــ دا د تولید په لیکه کې د دوو سره نژدې محصول د وخت واټن د تولید د پیل ( یا پای ) تر منځ ته ویل کیږي . د تکت عکس رقم ته د تولید د لیکې ( Rhythm ) ویل کیږي
د عملیو ( کړنو ) تر منځ د کار د موضوع د لیږد لپاره د ځانګړي ترانسپورت شتون .
د لینیز تولید اساسي جوړښتي واحد د لیکې لین دی . لیک لېن د کار ځای د امتداد ټولګه ده ، چې د تکنالوژیکي پروسې له مخې ځای پر ځای ، د ورپورې اړوندو کړنو د تر سره کولو لپاره بیل او د یو بل پورې د عملیو تر منځ د ځانګړو تراسپورتي وسایلو له لارې تړل شوي وي . د بهیر ( جریان ) په شرایطو کې زیاتره وخت د چلونې مختلف النوع ترانسپورتي وسایل ـــ متحرکه پټۍ (تسمه ) ( conveyors ) کارول کیږي . په ځغلنده پټۍ باندې تکنالوژیکې عملې د محصولاتو د دوامداره حرکت پر مهال تر سره کیږي . خو ټکاني (پولسي ) پټۍ په ټکاني ( پولسي ) ډول کار سره پټۍ د عملې داجرا په وخت کې درول کیږي .
د تولید خط ( Production Line ) خورا زیات ډولونه لري او دکتلي ( کتله یي) ( Mass Production ) تولید لپاره مشخص وي . دې ډول د تولید خط په خوراکي او سپکو صنایعو ، ماشین جوړونې ، فلز کاریو او نور سکټورونو کې پراختیا موندلې ده .
د تولید د پروسس د سیده یا مستقیم جریان د طریقې تنظیم د لوړ ګټورتوب ښکارندوی ، چې د تولید د تنظیم د ټولو پرنسیپونو د لوړې کچې استعمال تامینوي .
او مؤثریت یې ،
• د محصولاتو د جوړولو پر مهال د دمــو د راکمولو ، د تولید د پروسس د مکانیزه کولو ، د کار ځای په تخصيصي کولو ، د کار تولیدي ځواک ( سړي سر تولید ) په لوړولو ؛
• د دوراني پانګې چټک دوران د تولید د دوران ( دایرې ) په رالنډولو ؛
• اود تـمام شـد قـیـمت د راټـیټــولو،
او داسې نورو په پایله کې راڅرګندیږي .
د تولید د پروسس خطي تنظیم په ورته وخت نیمګړتیاوې هم لري :
• په روانه ( متحرکه ) پټۍ (تسمه ) باندې یو نواخته او یوشان کار د کارګرانو د رضایت د راکمېدو سبب کیږي او د کدرونو د ناسوبۍ د زیاتیدو باعث ګرځي ؛
• محصول باید په بشپړ ډول تولید ته تیار وي ، دا ځکه چې د هغې هر رنګه بندش « tweaking » د ټولې پټلۍ ( نوار ) د ودرېدو غوښتنه کوي ؛
• ټوله پټۍ لیک ( خط ) کېدای شی د یوې پرزې د ماتېدو یا د یو کارګر د وتلو سره ودرول شي .
دوهم . د تولید د تنظیمولو ډلــه ییـزه طـریقـه دا لاندې ځانګړتیاوې لري :
• په ډله ییز ډول د محصولاتو تولید په لاره اچول یا چالانول ؛
• په ورته وخت کې د بیلابیلومحصولاتو پروسس ؛
• کار ځای ته د څو عملیو ( کړنو ) تر سره کول په غاړه کیږي ؛
• د تخصیصي ماشینونو سره یو ځای د عمومي تجهیزاتو پراخه کارونه ؛
• د لوړ مسلک او پراخه تخصص لرونکو کدرونو کارول ؛
• په ګروپ باندې د مشابه ماشینو له مخې د زیاتره تجهیزاتو ځای پر ځای کول .
دهر څه نه زیات د ډله ییز و طریقو تنظیم په سریالي او مکرو سریالي تولید ، د ګڼشمېریز ( کتله یې) او غټ ګڼشمېریز تولید د تدارکاتو په څانګو کې چې لوړ ظرفیت لرونکي تجهیزات لري او د باند (عبور یا ایله کونې ) پراخوالي دخپل لوړ ظرفیت په وړتیا سره ورپسې څانګو (شعبو ) ته چې د مربوطه ماشینو او ترانسپورتي وسایلو نه کار اخلي ، پراختیا موندلې .
دریم . د تولید د تنظیمولو په یواځینیز ( مجرد ) (single ) میتود سره په یو ټاکلې وخت کې د یو ځانګړي او یا نه د غټ تکراریدونکي ګروپ(party ) محصول تیارول شامل دي . هغه د بېساري ( فوق العاده ) پیچلي ماشینونو ( د فابریکو ماشینونه ، توربینونه او داسې نورو ) د تیارولو ، دازمایښتي تولید او د یو خاص ډول ترمیم د اجرا کولو لپاره د ځانګړو تجهیزاتود تولیدولو او داسې نورو لپاره پکاریږي .
د یواځینیز (مجرد) تولید د تنظیم د طریقي ځانګړې ځانګړتیاوې :
• د محصولاتو غټ نه تکراریدونکی نومونه (nomenclature )؛
• د عمومي ماشین الاتو او ځانګړو وسایلو کارول ؛
• په ګروپ باندې د ورته ( مشابه ) ماشینونو ځای پر ځای کول ( نصبول ) ؛
• د لوړې تکنالوژۍ وده او پراختیا ؛
• د لوړ مهارت او پراخه تخصص سره د کارګرانو نه ګټه پورته کول ؛
• د کار د پاملرنې وړ برخه د لاسي کار په کارولو سره ؛
• د مادي ــ تخنیکي تامیناتو د تنظیمولو پیچلی سستم ، د نا بشپړ تولید د غټو زېرمو جوړونکی او همدارنګه په زېرمتونو کې ؛
• د تیرو مشخصاتو د پایلو په توګه ، په تولید او پلور کې د محصولاتو لوړ لګښت ، د دوراني وسایلو ( پانګې ) د دوران او د تجهیزاتو د کارونې د کچې ټیټوالی .
د ستندرد وده ، د ټوټو او پارچو ( parts and assemblies ) یوالی ، په پروسس کولو کې دګروپي طریقو رواجول د تولید دتنظیم او ګټورتیا د لوړېدو یواځنۍ طریقې بلل کیږی .
په پای کې یو ځل بیا د ژباړن یوه لنډه یادونه : د پوهنتونونو زده کړیالانو ته د زده کړې پر مهال باید په تولیدی فابرېکو د پرکتیک کولو زمینه برابره او د اړوندو استادانو له خوا ورته د تولید په هر پړاو کې د کار دسم سمبالولو په موخه دکار د نورم او نورماتیف د جوړولو لارې چارې وښودل شي ، تر څو د تحصیلي موسسو نه د فراغت وروسته د کار کولو پر وخت د کوموځانګړو ستونزو پرته تولیدي چارې پر مخ بوځي .
http://www.elitarium.ru/2009/07/09/metody_organizacii_proizvodstva.html اخـځ :