د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

پوهنمل محمد وارث 09.01.2016 15:03

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ژوند د مرګ يو پيلامه ده که پوهيږې
تيريدونکې يو څپه ده که پوهيږې

هيچا راز د ژوندانه موندلې ندې
دا مغلقه فلسفه ده که پوهيږې

که دولت دې لکه غرونه سيوري وکا
دا بې سوده يو تحفه ده که پوهيږې

زندګي يواځې زهد او تقوی نده
انسانيت سره يی ريښه ده که پوهيږې

هرنفس د مرګ مزه څکي ( وارثه )
دا مزه ډيره ترخه ده که پوهيږې