د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د همت غږ

توریالی ملیار 05.01.2016 12:51

د وردګو په میرو کې یو سړی و تش یې لاس و خو په زړه کی لوی زمری و
نه یې خپله وه جونګړه نه یې کور و نه په تن هغسې پټ نه په نس موړ و
واړه عمر په پردیو مزدوریو لاس تڼاکې، شونډې وچې کار یې زور و
څو اولاده یوه میرمن په زاړه کور کې اوسېدل د غریبۍ په څومره شور کې
نیمه خونه یې لیمڅي باندې وه پټه نوره لوڅه خو موښلې وه په خټه
یو تنور یې و په منځ کې چت یې تور و دیوالوکې یې هم رنګ د تورو زور و
ګرد چاپېره به را تاو تر تناره وو په ډوډۍ، توتو، او چای سره ماړه وو
د سهار ډوډۍ سهار په لاس ورتلله د بیګا ډوډۍ یې وچه خرپولوه
په دا دومره تنګدستۍ او بې کورۍ کې بې پروا و په دا هسې غریبۍ کې
نه تسلیم و زمانې، نه ظلم زور ته نه یې سترګې وې نیولې د چا لور ته
یوه ورځ سړې سیلۍ د توپان شور و سپنې واورې بادېدلې نغری سوړ و
دې میرو ته و ورغلي کومکونه غریبانو ته ډوډۍ او ډک بکسونه
ښې کمپلې، اوړه، وریجې او غوړي و څه بوره، مالګه او دال یو څه لرګي و
غریبان او خانان واړه تر ې چاپېر وو ځينې شاته ځينې وړاندې ښه ور تیر و
سړي هم زوړ بالاپوش په اوږو خور کړ هم رومال یې تر غوږو ستوني چاپېر کړ
په ټوټه ټوټه کلوشو کې یې پښې کړې غټو چاودو یې کلوشې تکې سرې کړې
ور روان شو چې څه واخلي له ورغلو مرسته واخلي و بچو ته له ښاغلو
خو اوږد لیست و لیکل شوی او تور شوی دی به پکې و مګر بیا و لیرې شوی
کومکونه چلیدل او وړل غریبو مګر خپل کاله ته نه دې بد نصیبو
کومکونه د خانانو ښو بنګلو ته رسیدل په منډو منډو دروازوته
سړي غږ وکړ وې ای غریبو واورئ دغه مرستې زموږ نه دي له دې واوړئ
کومکونه د هغو چې خدای ورکړي په موږ څه چې خدای په دوی دي لورولي
تاسې زغلوی بوجۍ بو تل ټیمان د خانانو دروازو ته په یو ان
سړی راغی او له خلکو را جدا شو له خپل خدای سره په جنګ او په ژړا شو
ولاړ جومات ته وې له خدای سره غږېږم که مې وا نه وري خبر ترې خپه کېږم
وې ای خدایه زما خدایه زه خو ستایم هم کوم دې عبادت او هم دې ستایم
ستا په لاس کې قدرتونه د هر څه دي هم کولی شې هغه چې ستا په زړه دي
ولې موږ ته دې پام نشته زموږ نه یې ته کولی شې هرڅه په هر ځای ته یې
زه له تا نه ګیله من یم زما خدایه موږه ولې نا امید یو له هر ځایه
په جومات کې ملا پروت و په خوبونو د دنیا له غم بیغم و له چرتونو
د کور برخه یې هم کړې وه خانانو مرستندویه کاتبانو مامورانو
یو ځل پورته شو ملا وې ای کافره مسلمان شه ګنې وژنم دې حاضره
دا خبرې دي چې ته کړې خپل الله ته کفر نور څه دی احمقه ژاړې چا ته
زه چې دوست یمه د خدای خدای دي راکړي دښمنۍ کې هېچا ندي پیدا کړي
ته پدې خبرو وچ کافر محلد شوې همدا اوس د مرګ لایق او لوی کاذب شوې
سړي وې، ملا مومن یم مسلمان یم ایماندار یې په کتاب او پاک قر آن یم
که د مرستو ونډه نه وی ستا دېره کې بیا کافر، و مرستندوی پدې پېره کې
مګر اوس ځکه کافر تاته ښکاریږم چې خپل رب ته له تنګسۍ څخه ژیږم
ګوره زما حق یې خوړلی ظالمانو دې لوټمارو دروغجنو دلالانو
را ته ووایه ملا ته یې هم مل یې له هغمدغو لوټمارانو سره تل یې
ملا وې دا دوزخونه ټول د چادي ته به پکې وې سرې لمبې یې واړه ستا دي
ته کافر اوس د امام هم حقارت کړې هم له کفره په اسلام کې جسارت کړې
ته قابل یې د سنګسار چې سم مردار شې چې شې پټ په خړو تیږو یا په دار شې
تېریدل میاشتې کلونه ژوند روان و څوک غریب و په نس وږي څوک خانان و
د سړي زامن واړه، په مزدورۍ شول بیا روان له خپل دیاره په دوړۍ شول
و احتیاج واړه واړه د پردي خپل کړل کارونه یې زما اوستا و د بل
پدې ترځ کې ښځه مړه د دې سړي شوه او ماتم یې په کاله کې دوه چندي شوه
چې څو ورځې شولې تېرې وې زه ولاړم او له خانه، مې بخشش ښځې ته غواړم
خان یې ولید په سلام شو وي ای خانه زه بخشش غواړم میرمنې ته له تانه
ډېر وخت توت یې ټولول ستا د باغ ګوتي مبادا کله بی وړی وی څو موټي
زه بخشش له تانه غواړم زما خانه ګوره خوري څومره وګړي ستا له خوانه
خان را تاو شو وی غریبه زما واوره بخشش کړم خو کوټه بوټی ماته را وړه
که نه خوري له حقه زما به تیندکونه د لوی ګورز درانه او ګرم ګوزارونه
چې جزا د عمل حق وي دا به کیږي هیڅ حرام د چا په کور نه حلالیږي
غریب وې ای حرام خوره کبرجنه خبر کړې تیره او تیزه زهر جنه
تا خوړلي دي حقوق د غریبانو د بې کوره بې روزګاره نا توانو
د بخشش غوښتل له تا نه دي لازمه په زړه سخته، حرامخوره او ظالمه

توریالی ملیار ۲۰۱۱ د اکټوبر ۱۲