د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

پوهنمل محمد وارث 04.01.2016 12:30

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

چې مې تکل د سفر کړی ستنيدلی نشم
اختيار زما له واکه تللی ستنیدلی نشم

چی جنازه می پورته کيږي اوښکې تويې نکړۍ
الله(ج) رحمت راباندی کړی ستنيدلی نشم

ما تمامي عمر ددې ورځ انتظار ايستلی
اوس يی دی وخت رارسيدلی ستنيدلی نشم

څه چې ازل کې ليکل شوي کلک ايمان پرې لره
اوس فرشتو يمه بيولی ستنيدلی نشم

مورې دعا کې مې هير نکړې زما برخه کوه
ما ته يی محل نوی جوړ کړی ستندلی نشم