د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کال بدل سو ایمان بدل کړه!‏

محمود نظری 03.01.2016 13:29

‏***‏
دمسلمانانو رښتیا مه منه
دکافرانو افترامه منه
دشیطان دي زره څه منې؟
د سیاستوالو انډا و منه
انډا( هغه هګۍ چې سراو چک یې دواړه مات وی )‏
‏***‏
درواغ نه ویل چا په رضا پخوا
اوس څوک نه وایي رښتیا په رضا
که سیاستوال بدل نه کړي دا دود ‏
له ولسه به ورکه سي خبره رښتیا
‏***‏
پخوا وه درواغ په څلور مذهبه ناروا
‏ نن څلورو سیاستوالو کړې ده دا روا
‏ اوس هیڅ څوک بې درواغه څه نه وایي
‏ ځکه وریجو غوښو ځای نیولی د ښوروا
‏***‏
هرواکمن د هغه له ادکۍ پیژنه
په واک کې یې په اینکۍ پیژنه
دباډیګاردانو په کچه هم مالومیږي
هرواکمن دهغه له ډاګ لکۍ پيژنه
‏***‏