د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ای د ځان پــــــــــه غم كې مړه

محمدالله ساپی 03.01.2016 13:29

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ای د ځان پــــــــــه غم كې مړه د دنيا نــــه ځان خبر كړه
د خپل ځـــــان غم خو دې وكړ لږ آشنا نه ځان خبر كړه
ای پښتـــــــــونه ته ښه ځير شه ښئ دې وغړوه سترګې
ددښــــــــــــــــمن د نيرګونو او ريا نـــــــــــه ځان خـــبر كړه
مــــــــــا او تـــــــا وربانـــدې وژني خپله لرى لرى ګرځي
پـــــــــه جنت يې مــــــــه تير وځــــه د ملا نه ځان خبر كړه
بل ته ستا لاس اوږد نشو هر څوك ستا په سر راخيږي
څــــــه ســــــــبب دى خداى لپاره دې معما نه ځان خبر كړه
د انګريز هيبت خلاص نه وي چې سور روس دې كور ته راشي
نن هــــــــــــم وينو كې لمبيږې د سبا نـــــــــــه ځان خبر كړه
ټول وطن يې درتــه لوټ كړ ته لا اوس هم پرې غوليږې
ددې ځنـــــــــو د ظلمونو اود غلا نـــــــــه ځـــــان خبر كړه
چې پښتــــون يې زما ورور يې لږمې خواته رانژدې شه
د ساپي د ارمـــــــــــــــــــانو نـــــو او وينا نه ځان خبر كړه