د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جرمني اود افغان کډوالو بهیر

نصیرستوری 02.01.2016 12:25

دوچلانډ جرمني یا المان:  
 بونډیس ریپبلیک دوچلانډ Bundesrepublik Deutschland دالمان  یا د جرمني فیډرالي (اتحادي) جمهوریت په منځنۍ اروپا  کې پروت هیواد دی، چې ختیځ ته ئې پولینډ اود چېک جمهوریت، لودیځ ته ئې فرانسه، بلجيم، لوګزمبورګ او هالنډ، سویل ته ئې اتریش اوسویس، شمال ته ئې شمالي سمندر، ډنمارک او د بالټیک سمندر پراته دي.
د جرمني فیډرالي جمهوریت د UN ، OECD، NATO، G7 او د  G2 غړیتوب لري. د EPA ،ISGH اوداروپامرکزي بانک مرکزونه هم په جرمني کې دی.دنړۍ څلورم  صادرونکې او واردونکی هیواد دی.
 برلین Berlin، برانډینبورګ Brandenburg، برېمن Bremen، بايرنBayern، باډن ورټم ،بېرګ Baden-Württemberg،هامبورګHamburg، هیسن،Hessen
 میکلینبورګ-فورپومرن Mecklenburg-Vorpommern، نيدرزاکسن Niedersachsen  ، نورد راين-ویسټ فالن،Nordrhein-Westfalen، راين لانډ-فالزRheinland-Pfalz،تورينګنThüringen، زارلانډ Saarland، زاکسنSachsen، زاکسن-انهالټ Sachsen-Anhalt  اوشلیسويګ-هولشټاينSchleswig-Holstein، په نامه شپاړس ایالتونه (سوبې) او83 میلونه وګړي( نفوس) لري.
لومړنۍ نړیواله جګړه، چې څلورکاله ئې دوام وکړ، میلونونو انسانانواو نژدې 1773700 جرمنیانو پکې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ، د1918ع کال دنوامبرپه 11 مه نېټه د لینن سره د اوربند او سولې دیو تړون په لاسلیک کولو سره پائې ته ورسیده او بیا په دویېمې نړیوالې جګړې (1945 ـ 1939) کې د اډولف هیټلراودملاتړو (جاپان او ایټالیا) دپوځونودماتې وروسته امريکا، پخوانی شوروي اتحاد، فرانسې، او بریتانیا  جرمني  ونیوه اوپه څلورو برخو ئې وویشه.
په 1949 ع کال کې لودیځوهیوادونو(لودیځ بلاک) د کمونیزم د پراختیا له ویرې جرمني له پخواني شوروي اتحاد(ختیځ بلاک) سره په ختیځ اولودیځ  وویشه، چې له دریو برخو ئې لودیځ  جرمني اوله یوې برخې ئې ختیځ جرمني جوړکړ، لودیځ جرمني دبن ښار اوختیځ جرمني برلین ښارناستون (پایتخت/مرکز/پلازمېنه)  وټاکل او په 1961 ع کال کې د ختیځ جرمني له خوا د برلین دیوال جوړشو.
 داچې دجرمنیانو ویش دښکیلاکي ځواکونو له خوا شوی ؤ، نو د لودیځ جرمني دا پوره باور ؤ، چې دا قوم په زور دوه ټوټې شوی،چې قانوني حیثیت نه لري او چې وخت راشي، نوخامخا به یو ځای کیږي، نوله همدې امله ئې  په پارلمان کې دختیځ جرمني لپاره خالي کرسۍ  هم پریښودې وې.
 کله چې د وارسا تړون غړو د 1989 ع کال د جولاې میاشت کې په بخاریست کې غونډه وکړه او میخایل ګورباچوف د برژینیف دنظرئې (ډوکتورین) د لغوه کیدو اعلان وکړ، په دې سره د سوسیالیستي ورونو هیوادونو پر وړاندې د پخوانی شوروي اتحاد د یرغل حق لغوه شو،چې له دې وروسته به د مسکوملاتړي (متحدین) د خپلو ملي مسایلو د حل لارې چارې پخپله لټوي، چې په دې سره د جرمنیانو د بیا یو کیدو لپاره لاره لنډه شوه او دنوامبر د نهمې او لسمې نېټې ترمنځ شپه کې یوازې په 48 ساعتونو کې دپخواني ختیځ جرمني (ډي ډي ار) په زرګونو وګړي لودیځ برلین او د جرمني فډرالي جمهوریت ته په پښو، بایسکلونواو ګاډو(موټرو) کې سپاره ورغلل،(4) چې د 1989 م کال د نوامبرمیاشتې په 9 مه نېټه 40 کاله وروسته جرمنیان بیا یو شول او جرمني  فیډرالي (اتحادي) جمهوریت خپل ناستون (پایتخت/مرکز/پلازمېنه)  بیرته دبرلین ښار وټاکه، د اکتوبر دریېمه (3 مه) نېټه ئې د جرمنیانو د یووالي د ورځې  په نوم ونوموله او د پرمختګ پر لور ئې چټک ګامونه واخستل، د ژوند ژواک په هر برخه کې  بیرته یوستر قوت شو.
جرمنیانو خو40 څلویښت  کاله پس بیرته خپل یووالی لاس ته راوړ، خوله بده مرغه122 کاله کیږي، چې دپښتنو وجود، خاوره او ولس دانګریزانو له خوا په زور څلورټوټې شوی اولا تراوسه همداسې په څلور ټوټوکې ټوک ټوک پروت دی، له بده مرغه دافغانستان د واکدارانو له خوا چې ډیرې ښې ښې موقع په لاس ورغلې وې د پښتون قام اوخاورې د بیرته یو ځای کولو هڅه ونه شوه، نه ئې پارلمان کې ورته خالي څوکۍ پریښودې او نه ئې د اساسي قانون په کورنی سیاست کې ځای ورکړ، بلکه  د کرښې اخوا پښتانه او د پښتنو خاوره ئې د اساسي قانون په بهرني سیاست پورې وتړله، خو له نیکه مرغه  پښتون ولس او په ځانګړې ډول د پښتنو ځوان کول (نسل) رابیداره شوی، سیاسي شعور او احساس ئې وده کړې او که خدای کول نو دا تار په تار وجود به بیرته سره راټول کړي او د پښتون ستر ملت بدمرغیو ته به د پای ټکی کیښودل شي.
د افغانستان اوجرمني اړيکي:
 د جرمني دلومړي وزیر بيسمارک (1) په وخت کې دافغانستان او جرمني د ملګرتیا اړیکې  پیل شوې دي. دې اړیکو داميرحبيب الله خان ( 1916ع کال ) په وخت کې  وده وکړه او د افغانستان او جرمني ترمینځ د دوستۍ تړون لاسليک شو.
دامیرامان الله خان په وخت کې د افغانانواو انګریزانو د دريېمي جګړې وروسته (1919ع کال) چې انګریزانو (پیرنګیانو) د افغانستان خپلواکي په رسميت وپيژندله، دافغانستان اوجرمني دوستۍ نوره وده وموندله.(2)
په 1923ع کال کې په افغانستان کې د جرمني  سفارت  پرانيستل شو اوپه 1924ع کال کې  په کابل کې د جرمني ژبي يوه لېسه ( دنجات لیسه ) جوړه شوه.
 امیر امان الله خان  د لومړۍ نړیوالې جګړې ورورسته  په 1927ع کال  داکتوبر په مياشت کې اروپا ته سفر وکړ اود 1928ع کال د فرورۍ  په مياشت کې جرمني ته ورسېد، چې برلين ته د امیر امان الله خان  راتګ د افغانستان او جرمني اړيکې لاپسې غښتلې کړې.
له 1936ع څخه تر1941ع کال پورې د جرمني په مرسته په پل خمري کي د برېښنا د توليد فابريکه او دغه راز په چک وردګ کې د برېښنا  د تولید فابريکه او په 1937ع کال کې دميخانيک يوه لېسه جوړه شوه.
د 1938 ع  کال د جون په مياشت کې نژدې 80 تنه جرمني مسلکي کارپوهان هم په 24 برخو کې په افغانستان کې په کاروګومارل شول.
په 1939 ع  کال کې ئې افغانستان ته 50 ميليونه مارکه د سیمينټو، شکرې (بورې) او اورلګيت د توليد د پروژو په پار(خاطر) د لسو کلونو لپاره په کريډيت ورکړل.
د دویېمي نړیوالي جګړې (1939-1945 ) وروسته  د محمد ظاهر شاه په وخت کې د جرمني هوخست او بايرين درمل جوړولو کمپنیو (شرکتونو) په کابل کې څانګي پرانيستلې، په دغه وخت کې د زيمنیس کمپنۍ له خوا هم په سروبي کې د برېښنا د توليد فابريکه او د اوبو ډیم جوړ شول.
 د 1979ع کال د لومړیو پوري  ئې د افغانستان د پراختيا او ابادۍ له پاره 700 ميليونه مارکه مرستي وکړې.
په افغانستان باندې د روسي پوځونو د یرغل وروسته ئې خپل چارندتیا، کارونه او فعالتونه ودرول. دطالبانو د حکومت د نسکورېدو وروسته د2001 ع کال د ډسمبر په مياشت کي جرمني يو وار بيا  په کابل کې خپل سفارت پرانیست اودامريکا په مشرتوب د ناټو په چوکاټ کې ئې افغانستان ته 5000 پوځیان (عسکر) هم ولېږل،چې په کندوز، بدخشان، بغلان، بلخ او کابل کې ځای پرځای شوي ؤاو د 2014 ع کال وروسته ئې د خپلو پوځیانو شمیر 980 کسانو ته راټیټ کړ.
د 2012 ع کال د مۍ د مياشتي پر 16 مه نېټه  دښاغلي  حامد کرزي په وخت کې دافغانستان اوجرمني ترمینځ  د دوه اړخيزو مرستو(همکاریو) تړون لاسليک شو.
جرمني له افغانستان سره پر نورو مرستو سربيره په 2014 ع کال کې  پریکړه وکړه، چې له افغانستان سره به تر 2016 ع کال تر پاې پوري هر کال 430 ميليونه يورو پراختيايي مرستي وکړي او دا لړۍ به نوره هم وغځوي.
د کډوالۍ بهیر:
اوس مهال  په جرمني کې  نژدې شپاړس میلونه بهرني کډوال میشت دي،چې له نیمائي زیات ئې د جرمني تابعت  تر لاسه کړی دی .
له افغانانواو اروپایانو سربیره عربان، روسیان ،ایرانیان،  کوردان،هندوستانیان، پاکستانیان، سریلانکایان، پلستینیان، افریقایان، مراکویان، چینایان او کڼ شمیرنور په بیلابیلو وختونو کې جرمني ته راکډوال شوي دي.
د جرمنې د کډوالو د اړوند دوتر(دفتر) د خبر پر بنسټ د 2015 کال د جنورۍ میاشت څخه تر ډیسمبر میاشتې پائې پورې لس لکه (یومیلون) نوې تازه دمه بهرني کډوال په جرمني کې راجسترد شوي دی.
د دویېمې نړیوالې جګړې وروسته د میلمنو کارګرانو په نامه ایټالویان، هسپانویان، ترکیان، یونانیان او نور د جرمني دابادۍ په پار(خاطر) د کارله پاره راوغوښتل شول، چې اوس دجرمني په اقتصاد کې د یادونې وړ ونډه لرې او په تیره بیا  د ترکيي وګړي د نورو سوداګریزو بوختیاوو ترڅنګ د خوراکي توکو په سوداګرۍ کې غټ لاس لري. ګڼ شمیر کولتوري او خیریه ټولنې هم لرې او د ترکیې د کولتور وزارت د سرپرستۍ لاندې بې شمیره جوماتونه لري چې ملا امام ئې ددریو کالو له پاره د ترکيې د کولتور وزارت له خوا ټاکل  کیږي.
  دا چې جرمني یو ډیموکراټ، خپلواک، حقوقي او ټولنیز هیواد دي، نو که چیرې کډوال وغواړي د جرمني د بهرنیانود قانون په کړۍ  کې دننه د خپل دین، مذهب، رسم و رواج او کولتور پالنه اوساتنه کولی شي، ټولنې اوغیر سیاسي سازمانونه جوړولي شي اودغه راز په ښاروالیو کې د بهرنیانو د جرګه ګۍ (اوسلینډر بائې رات) لپاره خپل کاندیدان د ازادو ټاکنو له لارې نومولی او ټاکلی شي.  
هغه کډوال چې د جرمني تابعت لري، کولی شي، چې د جرمني دیو ګوند غړیتوب ترلاسه کړي اود ښاروالۍ جرګه ګۍ، ولایتي جرګې او ولسي جرګې ته ځان کاندید کړي او په ټاکنو کې برخه واخلي.
افغاني کډوال:
په 1922ع کال کې په لومړی ځل 40 تنه افغان زده کونکي جرمني ته د لوړو زده کړو له پاره ولېږل شول. چې دغه لړۍ دوام وموند اود 1950ع څخه تر1978ع کلونو پورې ډیرافغاني سوداګراوګڼ شمیر نور زده کوونکي هم دلوړو زده کړولپاره په سکالرشیپ  جرمني ته راغلل، چې پرافغانستان دپخواني شوروي اتحاد د پوځي يرغل (1979ع کال)  وروسته ډیره کی ئې په جرمني کې پاتې اومیشت شول.  
 د 1979 ع کال را پدېخوا د اسلامي ډلو ټپلوغړو، د 1992 ع کال وروسته د پخواني روس پلوه رژیم غړو او لوړ پوړو چارواکو ځانونه جرمني ته رارسولي. دطالبانو د نظام (1994ع کال) راپدېخوا تر 2000 ع کال پائې پورې په جرمني کې د افغانستان دوګړو شمیر 80000 اتیا  زره ته ورسید، چې نژدې دټولو سیاسې پناه  منل شوې او ډیره کي ئې (ډبل نیشنیلیټي) یانې دافغانستان سره سره د جرمني تابعت  هم ترلاسه کړی دی.
د 2001 ع کال نه تر 2015 ع کال د ډیسمبر میاشتې تر پائې  پورې په جرمني کې  د افغانستان دوګړو شمیر نزدې  یو سل اوشپیته زرو 160000  ته رسیدلی، چې پینځه څلویښت زره  45000  د2015 له لومړیو څخه تر سپټمبر  پورې او د سپټمبر 2015 څخه وروسته نور 35000 پنځه دیرش زره افغان کډوال، چې ډیر ئې تنکي ځوانان دي راغلي دي.  
د «‌ویلټ ام زونټاګ» جرمني  ورځپاڼي د خبر له مخی هره میاشت د سلو زرو نه  زیات افغانان خپل ټاټوبی پرېږدي.د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM)  د خبر پر بنسټ په 2015 ع کال د جنورۍ نه د ډیسمبر تر پاې پورې دوه سوه زره دافغانستان وګړي د اروپا 27 هیوادونو ته راکډوال شوي دی دا په داسي حال کې چې ډیرئې د کار له پاره  ایران، پاکستان او عربي اماراتو ته هم ځي،  د کډوالۍ دا لړۍ لا روانه ده او په لس ګونو زره نور افغانان  هم هڅه کوي چې اروپا او په ځانګړې  توګه جرمني ته ځانونه ورسوي.
په جرمني کې د افغانستان په اړه د تحلیلګرانو ډلې همکار مدیر توماس روټیګ وائې چې  په  ټول افغانستان کې وضعیت یو ډول خراب نه دی، خو په ټول هیواد کې داسې یو ځای نه شته چې هلته بشپړ امنیت وي، هغه له دویچه ویلې المان غږ راډیو سره په مرکه کې وویل: له یو کال راایسې حاکم حکومت هغسې چې ترې تمه کیده  ولس لپاره څه نه دې کړي او ولس ئې نا امیده کړی دی.  نوموړي  وویل چې پر جګړې او ادارې فساد سربیره له پخوا څخه په میراث پاته شوي ویجاړۍ او بې روزګاري هم د خراب اقتصادي وضعیت لاملونه دي. اقتصاد په خوځښت (حرکت)  کې نه دی راغلی او هغه څه چې دلته موږ ته د کډوالۍ  په هکله وړاندي کیږي، په واقعیت کې په افغانستان کې  هغسې نه ده، څوک چې پيسې لري هغه راوځي.(4

ستونزې، ربړي او کړاوونه:
هغه افغانان چې اوسمهال په ډیرو سختو او مرګونې لارو، په ډیر لګښت سره اروپا او په ځانګړي توګه جرمني ته ځانونه رسوي ، پکار ده چې لومړی ډیر فکر او غور وکړي. خو که چا ته ووائې چې  دلته ستونزې ډیرې دي، نو بیا هغوۍ داسې فکر کوي، چې  پر مونږئې پیرزو نه شته. په جرمني کې  شرایط اوحالات هغه رنګه نه دي کوم چې دوۍ فکر کوي. دا سمه ده چې دلته امن شته ، انسان ته د انسان په سترګه کتل کیږي، روغتیائې بېمه کیږي، که څوک د کار کولو توان نه لرې او یا ورته کار نه پیداکیږي د اړونده ادارو له خوا ورسره دومره مرسته کیږي چې ژوند پرې وکړي، خو ددې اسانتیاو سره سره دلته هم د یو لړ کولتوري، ټولنیزو او نورو ستونزو او کړاوونو سره مخ کیږي.
د بیلګې په توګه:
 1 - داچې په جرمني کې د سیاسي او یا ټولنیزې پناه غوښتلو لړۍ کړکیچنه او له ستونزو ډکه ده، نوکډوال باید د نوم لیکنې نه وروسته د پناه غوښتنه وکړي اود کډوالو لپاره ټاکل شوې استوګنځای/ پنډغالي (کیمپ) کې ترهغه ووسیږی ترڅو چې دپناه غوښتنلیک ئې تر کارلاندی وي که هغه  ښځه وي که نر، که ځوان وي که زوړ، له کورنۍ سره وي یا یوازې، ټولوته په داسی یو کیمپ کې ځای ورکول کیږي چې، هلته د نورو هیوادونو کډوال هم وسيږي .
که څوک کورنۍ والا وي پر کورنۍ يوه کوټه ورکوي چي هلته هغوۍ د ټولي کورنۍ دغړو سره یوځای په يوه کوټه کي وسيږي، که کډوال یوګړی (لونډ/ مجرد) وي، نو بیا یې د نورو یوګړو(لونډانو/ مجردينو) سره په يوه کوټه کي اچوي، ښځینه او نارينه  یوګړي (لونډان/ مجردين) په بیله خونه (کوټه) کي وسیږي.
دافغانانوسره یو ځای افريقايان، پنجابیان، هندوستانیان، سريلانکایان، پلسطینیان، پولینډیان او د نورې ختیځي اروپا اوسیدونکو ته هم ځای ورکول کيږي چې ددوۍ د ټولو پخلنځی، تشناب، لمباځی او دهليزونه ګډ وي، که نر وي که ښځه، که ځوان وي که زوړ او که یواځي وي يا نورڅوک ورسره وي، اړ (مجبور) دی، چې هم دې ټاکل شوي  کیمپ (لاګر/هایم)  کې ووسیږي .
داسي دليلونه چې « زه په ژبه نه پوهيږم ، د نورو قومونو او نورو هیواودونو له کډوالو سره چليدای نه شم اويا زه ښځه یم څنګه یوازي په بيګانه کورکې دپرديونارينه وو سره ژوند وکړم » او دې ته ورته ګڼ شمیرنورې ستونزې شته، چې نه اوريدل کيږي او نه پرې غورکيږي، چې داحالت د افغانانواو په ځانګړي توګه د پښتنو له پاره ډیر ستونزمن، له کړاونو ډک او د ذهني، ساوالو او رواني  ربړو څخه خالي نه دی.
2-  هغه تازه راغلي افغان کډوال چې په جرمني کې خپلوان او دوستان لري اوپه کیمپونو کي ځای په ځای شي نو بيا ئې دغه خپلوان اودوستان د کډوالو ادارې ته د تبديلۍ  غوښتنه او وړاندیزونه  کوي. هغوی غواړي چې دا نوی راغلی خپلوان  یا دوست  خپل اوسيدني ځای ته تبديل کړي، دا د تبد يلۍ  لړۍ له يوې خوا ډیر زیات وخت په بر کي نيسي  او له بلې خوا د بیلابیلو ادارو هوکړې (موافقې) ته اړتيا  لري، د بیلګې په توګه په پوليسوکې د بهرنیانواداره، د کډوالود چارواداره، کډوالو داوسیدنې د ځای مرسته کونکي اداره (سوسیال) او د وړاندیز ورکونکي د اوسیدنې د ځای مرسته کونکې اداره (سوسيال) باید د کډوال  په تبديلۍ باندي  هوکړه (موافقه) وکړي. تر ټولو مهم د وړاندیز ورکونکي د اوسیدنې دځای د سوسیال هوکړه (موافقه) ده، هغه نه یواځي مهمه ده، بلکه  ستونزمنه هم ده، ځکه دهيڅ  ښاراو ځای دسوسیال اداره نه غواړي چې خپل اقتصادي بار نور هم دروند کړي. دا اداره هغه وخت هوکړه (موافقه) کوي چې کډوال ډیر زوړ او يا ناروغ وي اود خپلوان مرستې ته اړ وي. (5)
 3 - هغه افغانان چې  زده کړي ئې نه وي کړي او یا ئې په مرکه ( انټریویو) کې ځانونه بې سواده (انپړ) ښودلي وي نو دلته د ډیرو ستونرو سره مخ کیږي. د منلو (قبلیدو) چانس ئې ډیر کم وي او که چیرې ئې پناه ومنل شي نو په راتلونکي کې د بې سوادۍ له امله د کډوالۍ د ډیرو حقوقو څخه بې برخې پاتې کیږې.
 4- د خپل کولتورنه دپردي کیدو ویره
کله چې  تیمور شاه د پارسي قزلباشانو څخه د سورو یوه دولس زره کسیزه اضافي ډله راوستله نو د دربار واګې ئې د ایرانیانو (پارسیانو) لاس کې ورغلې. د دربار په وجود کې د افغانانو (پښتنو) دخپلې ژبې او کولتورڅخه د پردي کیدلو لړۍ پیل شوه.
د ظاهر شاه د حکومت په وخت کې په پارسي ژبه د «دري» نوم  کیښودل شو. پښتو ئې تش په نامه ملي او رسمي ژبه کړه. د درباراوحکومت ژبه ئې پارسي وه،  پښتو دربار ته دننه نه شوه.  ټولې سرکاري او رسمي چارې په پارسي چلیدلې، چې په خپل هیواد کې د خپل کولتور څخه دپردي کیدو دا لړۍ  د ظاهر شاه په وخت کې  تر ټولو لوړ پړاو ته ورسیده او ګړندۍ مخ پرو وړاندې لاړه، چې تر ننه پورې دوام لري.
خو په پردي وطن کې د خپلې ژبې او کولتور څخه پردي کیدنه، لکه په خپل وطن کې د ښکیلاکي مناسباتو له امله نه رامینځ ته کیږي. دلته لومړی ډله ایزاخلاقي زه (وجدان)، چې د پښتنو دغټې کورنۍ محصول دی د ځانګړي اخلاقي زه (وجدان)، چې د لودیځ د کوچنۍ کورنۍ محصول دی په مقابله کې راځي او ورو  ورو  یوګړی اخلاقي زه(وجدان) په ډله ایز اخلاقي زه (وجدان) غالیبیږي او په دې توګه د خپل کولتوراو ژبې څخه د پردي کیدلو لړۍ پیل کیږي.
 هغه کسان چې د پیژند(هویت) د کړکیچ سره مخامخ دي او شلخی ذهن لري ژر یوګړی (انفرادي) اخلاقي زه (وجدان)  پیدا کوي او دخپل کولتور او ژبې نه د پردي کیدلو په لور روان شي. که څه هم په ډله ایز اخلاقي زه (وجدان) د یوګړي اخلاقي زه (وجدان) غلبه څه اسان کار نه دی، خو بیا هم دا په دې پورې اړه لري، چې سړی ځانته او که د کورنۍ د غړو سره پردي  هیواد ته کډوال شوی دی، په کوم حالت کې دی او کوم شرایط ورته په پردي هیواد کې د خپلې ژبې او کولتور د ژغورنې له پاره شته دی (6)
 د خپل کولتور، ژبې او دین د ساتلو،پاللواو ودې په پار (خاطر)  باید سړي  چارند (فعال) پاتې شي ، خو دا د کډوال د احساس او شعور پورې اړه لري، چې خپل هیواد، ولس، کولتور، مذهب، دین او ژبې ته څومره ارزښت ورکوي، چارند او فعال پاتې کیږي او که نه؟ که چیرې  فعال  پاتې کیدل غواړي نو د جرمني حکومت له خوا ورسره مرسته هم کیږي او ددې سره سره  په جرمني کې د خپلې ژبې، کولتور، دین اومذهب د پالنې، ژغورنې او ودې له پاره د بیلابیلو لارو ډیره شونتیا( امکانات) شته دی  د بیلګې په توګه د خپلو هیوادوالو او‍‍‍خپلوانو سره راشه درشه، په غونډو، سیمینارونو، کولتوري ماښامیو،اخترونو، غم او ښادۍ کې برخه اخستل او ګډون کول، په جرمني کې د پښتنو/افغانانو له خوا په جوړو شوو بیلابیلو کولتوري ټولنو او ډلو کې غړیتوب تر لاسه کول ترڅوپه پردي وطن کې هم دخپل وطن د ابادۍ او سوکالۍ لپاره لاس په کار شي چې له یوې خوا به په پردیسۍ کې خپل راتلونکی نسل له پردي توبه وژغوري او بلې خوا به ئې د خپل هیواد سره اړیکې ساتلې  پاتې شي.
د پناه غوښتنې بهیر ( پروسه) :
کډوال یا پناه غوښتونکی کولی شي، چې د پناه غوښتنې په مرکزکې دنوم لیکنې (رجستریشن) سره سم د سیاسي پناه غوښتنه وکړي. د اړوندې ادارې له خوا ئې  لومړنې مالومات لکه نوم، زیږیدو نېټه، زیږیدو ځای، پیژند(هویت)، جرمنې ته درارسیدلو نیټه او نورې ځانګړنې  لیکل کیږي د نوم لیکنې د لومړنی بهیر وروسته پناه غوښتونکی د کډوالو له پاره ټاکل شوي استوګنځای/ پنډغالی (کیمپ/لاګر/هایم ) ته لیږل کیږي.(2)   
دافغانستان دوګړو د پناه غوښتنلیک تردوه کلونو او یا هم تر هغه ډیر وخت برکې نیسي. د هر پناه غوښتونکي دوسیه یو ځانګړی کس څیړي، نو له همدې امله د دې امکان شته چې د یوې کورنۍ د څو تنو غړو غوښتنلیکونه په یوه وخت کې ونه څیړل شي.
هغه کسان چې په  مرکه (انټرویو) کې دا ثابته کړای شي چې په خپل هیواد کې یې د جګړې له کبله ژوند په خطر کې دی او یا ورسره د سیاسي، مذهبي او قومي  تړاونو له کبله  توپیري (تبعیضي ) چلن کیږي،  نو په جرمني کې دپاتې کیدود لڼد مهاله (موقتې) اجازې ترلاسه کولو ډیرچانس لري. دروغتیایي ستونزو له امله هم کیدای شي، چې جرمني کې پاتې شي. د بیلګې په توګه که یو کس د شکر مرض ولري او په خپل هیواد کې یې د درملنې شونتیا (امکانات) نه وي نو هر وخت چې دغه ناروغي له منځه ولاړه، نو دغه کس بیرته خپل هیواد ته لیږل کیږي.
که د یو کډوال پناه ومنل شي او یا دا چې د پناه غوښتنې شرایط پوره کړي، نو کډوال ته په جرمني کې د لږ تر لږه دریو3 کلونو لپاره د پاتې کیدو اجازه ورکول کیږي اود دریو کلونو ورسته دایمې (اونبیفرستیت)  ویزه ورکول کیږي.
 مرکه (انټرویو/ تپوسونه او ځوابونه):
 کډوال سره د اړوندې محکمې له خوا مرکه (انټرویو) کیږي، د پیژند (هویت) ثبوت اود نورو اړینو پوښتنو تر څنګ دخپل هیواد دپریښودو سببونه (علتونه) پوښتي او دا پوښتنې او ځوابونه د یو پروتوکول په بڼه لیکل کیږي، د مرکې په پائې کې ورته یو ځل لوستل کیږي، چې که کومه خبره ترې پاتې وي او یاپکې څه سمونه غواړي نو کولی شي چې زیاتونه، کمه وونه او سمه وونه پکې وکړي.
هغو کسانو ته چې په جرمني ژبه خبرې نه شي کولای، د اړوندې محکمې له خوا ورته یو ژباړونکی ګومارل کیږي.(5)
تر ټولو اړینه داده چې  ژباړونکی باید  د افغان کډوال په  مورنۍ ژبه او جرمنې ژبه  پوره برلاسی وي، تر څو دمرکې  ورکولو په وخت کې په ژباړه کې ستونزې رامخ ته نه شي. کله کله د یوې بلې ژبې ژباړونکی وائې چې زه  په پښتو ژبه پوهیږم ، چې په حقیقت کې هغه په پښتو ژبه سم نه پوهیږي او د ژباړې په وخت کې ډیرې تیروتنې کوي، چې د پناه غوښتونکي د  « رد» کیدو سبب کرځي، نو له داسې ژباړن څخه ډډه کول پکار دي، قاضي یا اړند دوتر (دفتر) ته ویلی شي، چې دا ژباړن زما په ژبه سم نه پوهیږي نو قاضي د کډوال د مورنۍ ژبې  ژباړن راغواړي او یوځل بیا د مرکې (انټرویو/ تپوسونه او ځوابونه)  نېټه ورکوي.  
که چیرې د پناه غوښتونکي پناه په لومړۍ محکمه (عدالت) کې ومنل شي، نو بیا دا پریکړه  بیرته د بهرنیانو اړوندې ادارې ته لیږل کیږې، دوه او یا څلور ونۍ (یوه میاشت) وخت ورکول کیږي، ترڅو اړونده اداره دپناه غوښتونکې د دلایلو پر بنسټ پریکړه وکړي، چې دمحکمې پریکړه ومنل شي او که نه؟ په دواړو حالتونو کې پناغوښتونکی ته لیکلی خبر ورکول کیږي، (چې دې حالت ته افغانان دوېیمه قبولي یا دوېیم لیک هم وائې) د « نه یا رد» په حالت کې که پنا غوښتونکی  وغواړي، نو کولی شي، چې لوړې محکمې ته اپیل وکړي. لوړه محکمه د پناه غوښتونکی دوسیه څیړي او که لازم ئې وګڼل یو ځل بیا ئې مرکه (انټرویو) اخلي او یا ئې بې له انټرویو د نویو دلایلو پربنسټ چې د پناه غوښتونکي  له خوا پخپله او یا د وکیل (قانونپوه) له خوا ورته وړاندې شوي وي پریکړه کوي، د سیاسي او یا ټولنیزې پناه د منلو (قبولو) په حالت کې که دا محکمه  وغواړي نو کولی شي، چې د بهرنیانو اړوندې ادارې ته  دعوې حق ورنه کړي.
که چیرې  پناه غوښتونکی د ټولو محکمو له لورې رد شي او دلایل ئې ونه منل شې نو په دې حالت کې پناه غوښتونکی کولی شي،چې بیرته د نویو شرایطو او نویو دلایلو سره د سرنه بیا پناه ورکړي،چې دا پروسه بیرته له سره لکه څنګه چې پورته په ګوته شوي تکراریږي. دا ټوله پروسه له میاشتو نیولي ترکلونو پورې وخت نیسي.  
که د پناه غوښتونکو اړونده مرکزي اداره دکډوال د  پیژند(هویت) په اړه اړنګ بړنګ ( شک) ولري، او یا ېې په بل هیواد کې پناه غوښتونلیک ورکړی وي اوپه جرمنې کې د پاتې کیدو قانع کوونکي دلایل ونه لري  نو بیرته هم هغه هیواد ته لیږل کیږي، چې په کوم کې ئې په لومړي ځل پناه ورکړي وي. د «ډوبلین د هوکړه لیک» له مخې  هر هغه کډوال چې جرمني ته د کوم بل اروپائي هیواد  له لارې راغلی وي، بیرته همغه هیواد ته لیږل کیږي.
سیاسي پناه:
 د جرمني د اساسي قانون د 16 §  شپاړسمې مادې (ارټیکل)  له مخې هر هغه  څوک چي په خپل هیواد کې د قانوني حکومت، له خوا ترسیاسي څار(تعقيب) لاندې وي په جرمني کي سیاسي  پناه اخستلی شي .لکه څنګه چې پورته ورته اشاره وشوه  هغه افغانان چې د روس پلوه حکومت (1979-1992) په وخت کې، د ملایانو د رژیم (1992 ـ 1996) په وخت کې او دطالبانوپه دوره (1996 ـ 2001) کي  جرمني ته راغلي ؤ او دا ئې په زبات(ثبوت) رسولې وه، چې د حکومت او یا حکومت ته ورته نظام او سیسټم له خوا د سیاسي چارندتیاو( فعالیتونو) له امله د څار(تعقیب) لاندې و، د بندیتوب اومرګ د ویرې اوخطر سره مخ واو که بیرته افغانستان ته ولیږل شي ژوند ئې په خطر کې دي  د جرمني د اساسي قانون د شپاړسمي مادې څخه ئې ګټه پورته کړې، سیاسي پناه ئې د 16§ مې مادې پربنسټ منل  شوې  او ډیره کی ئې د وخت په تیریدو سره د جرمني نیشنیلټي (تابیعت) لاس ته هم راوړی دی.
داچې د امریکائي پوځونو اود ملاتړو له خوا په 2001 ع کال کې د طالبانو د نسکوریدو وروسته د افغانستان دحکومت/ دولت له خوا څوک دسياسي هلو ځلو له امله نه څارل (تعقیب) کیږي، نو ځکه نن ورځ په جرمني کې افغاني پناغوښتونکي د دغې شپاړسمې مادې پر بنسټ سیاسي پناه نه شي تر لاسه کولای اوپه سلو کي ۹۹ رد کيږي. په  داسي حال کې چي افغانان د طالبانو، داعشیانو ، جنګسالارانو، پخوانیو جنګي ډلو ټپلو، شورای نظار، حزب اسلامي ، شمالي ټلوالې د ظلم او وحشت له ویرې اود خپل مینځي تربګنیو او بې کاریو له امله خپل هیواد پریښودوته اړ شوي.
دجرمني په راینلانډ فالڅ  ايالت کي د پناه غوښتني پلوي سازمان ويلي دي چي اوس مهال په رسمي توګه په دغه هيواد کي نزدې 4000 افغان کډوال د بيرته ايستلو له ګواښ سره مخامخ دی. دډیسمبرد میاشتې په پیل کې د جرمني د مرکزي حکومت او ایالتونو د کورني چارو وزیرانو پر دې تفاهم سره کړی ؤ، چې له جرمني څخه د افغانستان  نا قبول پناه غوښتونکي به د افغانستان داسې ځای ته ولیږي، چې هلته امنیت خوندي وي.  دتاند د18 ډیسمبر2015 نېټې د خبر له مخې څه دپاسه 320 افغانان کډوالو چې منګونه (عمرونه) ئې د 15 او 25 کلونو تر مینځ دي په خپله خوښه خپل هیواد ته دبیرته تللو غوښتنه کړې ده. په برلین ، بون او مونشن کې ئې د افغانستان سفارت او کونسلګریو ته د پاسپورتونو ترلاسه کولو له پاره غوښتنلیکونه ورکړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د اد ارې ترمخه دغو کډوالو يورپ ته د رسېدو لپاره خپل ژوند ځکه په خطر کې اچولی او په سمندر ورغلي ، چې ځان د جنګونو، تشدد، سياسي زور زياتې او معاشي ستونزو نه بچ کړي.
 ټولنیزه (اجتماعي) پناه:
دا چې نن سبا د بهرنیانو د قانون د 16 §مې مادې پر بنسټ  په سلو کې د 99 افغانانو سیاسي پناه نه منل کیږي او رد کیږي، نو د بهرنیانو د قانون د 25 §مې مادې پربنسټ  چې څو بندونه لري د انساني همدردۍ له مخې د کډوال  په  ټولنیزې (اجتماعي) پناه غور کیږي او که چیرې ئې غوښتنلیک او دلایل د بهرنیانود 25§ مې مادې سره سمون ونه کړي او پناه غوښتونکی (کډوال) ثبوت کړي او یا د باور وړ دلايل وړاندي کړي نو د ده پرغوښتنلیک د بهرنیانو د قانون د 60 §مې مادی اول بند سره سم پریکړه کيږي . د دې مادې لمړی بند وايي چي که د پناه غوښتونکي ژوند د هغه په وطن کي په ټولیزه(عمومي) بڼه له خطر سره مخامخ وي، اجازه نشته چی وطن ته په زور(اجباري)  ولیږل شي . دداسي پریکړې په وخت کي د بهرنیانو اداره اړ(مجبوره) ده، چې  پناه غوښتونکي (کډوال) ته په جرمني کي د اوسیدني اجازه ورکړي.
په داسي حالت کي پناه غوښتونکی (کډوال) دخپل هیواد له سفارت اویا کونسلګرۍ نه افغاني پاسپورت تر لاسه کوي، چي پر هغه باندي جرمني دوه کلنه د اوسيدني ويزه (اجازه) ورکوي .
که چیرې د پناه غوښتونکی (کډوال) غوښتنه او دلائل د بهرنیانو د قانون د 60 § مادي پرلمړي بند برابر نه شي، نو بیا دده غوښتنه د همدغې 60§ مې مادې تر6 او یا 7 بند لاندي راځي (نظر په دلائلو) . ددغو بندونو په اساس پناه غوښتونکی (کډوال) ته په  لنډ مهال (موُقت) ډول د اوسيدني اجازه ورکول کيدای شي . ددی اجازې د ورکولو په وخت کي افغاني پاسپورت ته ضرورت نشته . پناه غوښتونکی (کډوال) ته پر يوکاغذ باندي چې په جرمني کي د « ډولډونګ» په نامه ياديږي، د لنډمهالې (موقتي) اوسيدني اجازه ورکول کيږي . دا اجازه ويزه نه ده  او موده يې تر شپږ مياشتو پورې وي. که په دا شپږو میاشتو کي د پناه غوښتونکی په هیواد کي داسي بدلونونه راشي چي د پناه غوښتونکی (کډوال) ژوند ته کوم خطر متوجه نه وي نو بیا پناه غوښتونکی (کډوال) اړکيږي،چې له جرمني نه ووزي او خپل وطن ته ستون شي او که يي شرايط د پخوا په شان وي او بدلون ئې نه وي کړي نو بیا دده داوسیدني اجازه  اوږدیږي (تمديد کیږي) اوترهغه وخته چې د پناه غوښتونکی (کډوال) په وطن کي داسی بدلون نه وي راغلی، چی ژوند ئې له خطره ووزي، ترهغه وخته پوري د اوسيدني د اجازې اوږدیدنه دوام لري (5)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1 ـ  «لومړني ویلهلم (کایزر ویلهلم 1)  په 1862 ع کال کې  اوتو فون بیسمارک (Otto von Bismarck) د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه»
2-  له بده مرغه د امیر امان الله خان په وخت کې  په 1919 ع کال کې  پیرنګیانو د لوې پښتنوخوا (ستراحمدشا بابا افغانستان) خپلواکي نه، بلکه دنیم افغانستان  خپلواکي ئې په رسمیت وپیژندله.
3 ـ  په پنډ غالی (کیمپ) کې خوراک، څښاک، د اوسیدو اسانتیاوي او یوه څه اندازه د جب خرڅ هم ورکوي  او د کار کولو اجازه نه لري او که ددغه ښار څخه بل ښار ته د څه کار او یا خپلوانو لیدلو لپاره ځي نو د اړوندو پولسو څخه به لیکلې اجازه اخلې، (خو په دې وروستیو کې د کډوالو په قانون کې یو لړ بدلونونه راغلي چې په دې هکله ئې کډوالو ته د تلو راتلو، کار کولو اود ژبې د زده کولو اسانتیاوې برابرې کړي دي ) .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
احستونځي:
4 ـ www.dw.de
 5 ـhttp://www.tolafghanistan.com/afghanische-fl%C3%BCchtlinge/  
6- ژبساپوهنه