د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امینواسیدونه

حیات االله ناصري طوطاخیل 31.12.2015 12:36

سریزه
هل یستوی الذین یعلمون والذین لایعلمون) الایه سورة زمر( ژباړه : ایا برابر دي هغه خلک چی علم لري اوهغه چی علم نه لري . څـرګنده ده چی د یوي ټولنی پرمختګ اوانکشـاف د علم او پوهی په رڼاکی شونی دی. که په یـــوه ټولنه کی علم او پوهه نه وی نو پرمختګ به یی د ډيروغټوستونزو سره مخ شی په کومه ټولـنه کی چی ښوونه او روزنه وجــوولری نوهغه ټولنه کــولای شي چی ډير ژر د پرمخــتګ پـــه لور ګامونه اوچت کړي، د ښوونی او روزنی مسئلی ته ځکه ډیره توجــه په کارده چی د ښوونـې او روزنې په برکت هـر کاراسـانه کیږي. د هــــــمدې ښوونې او روزنې په واسطه خلک خپله ټولنـه او خپل هیواد د پر مختللو هیوادونو په قطـار کې دروي. د یادونې وړ ده چې ښوونه او روزنه درسي موادو او وسایلو ته اړتـیا لري، ځکـه چې علمي اثار، کتابونه او رسالی د ښوونې او روزنې د مهمو توکو څخه شمیرل کیږي .
که دغـــه علمـــــي آثار او کتـابونه د مسلکي اوعلمي کادرونو په مټ ټولنې ته وړاندی شي، نو د ټولنی د پرمختګ په لاره کی ډیره مؤثره تمامیدای شي. له دې امله ماته هم د پکتیا پوهنتون د ښــوونی او روزنی پوهنځي د کیمیا د څانـګې له خوا د ((امینواسیدونه )) ترسرلیک لاندې د مونوګراف د لیکلومسؤلیت راته وســـپارل شــو. ما دا پورتنی موضوع چی ډیره پیچلی ده څه اړخونه ترڅیړني لاندي نیولي، او د معتبرو داخلی او خارجي کتابونو څخه مې موضوع د برابرولو لپاره معلومات راټول کړل. هغه په دې معنی چی ما اول امــینواسیدونه تشـــریح کړي اوبیا مې د امینواسیدونو نوم ایښــــودنه او د هغي طبقه بندي، اساسي امینواسیدونه ، استحصال او تعاملات وڅیړل. که څه هم دا زما لمړی ځـل دی چی په یوه علمي موضـوع چی څه پیچلی کار هم دی کارکوم خو بیا هم ما ترخـپلې وسـې پورې هـڅه کړې چې موضوع په منظم او ارتباطي ډول ولیکم. ددی موضـوع د مطالعی په وخــــت کی که کومه خـالیګاه محترمو لوستونکـوته په نظر ورغله د کیمیا څانګې ته دې خپل جوړونکی پیشنهاد ولیکي.

په درنښت

د امینواسیدونو تاریخچه
لومــړني څو امــینواسیدونه په دې وروستـیو کښې په نولســمه پیړۍ کښې کشـف شـول. په 1806 م کال کښــې فرانســوي کیــمیاپوهــانو لویس نیکـولس (Louis Nicolas) او پیـري جــین (Pierre Jean) لـه اســپراګس ( یو ډول سابه دي) څخــه یو مـرکب لاسته راوړ چــې هغــه یـې د اســپراجـین په نوم یاد کړ. Cystine لومړنی امینواسید وو چې په 1810 م کال کښې کشف شو.د Cysteine مونومیر تر 1884 م کـال پورې کشـف شــوی نه وو. Glycine او Leucine پـه 1820 م کــال کښې کــشف شــو. الانین یو غیـرضـروري امـینواســید دی چـې د لومـړي ځــل لپـاره پــــه 1879 م کـال کـښې وپیژندل شـو. د شـل معمـولي امیـنواسیدونو څخه تر ټـولو اخر Thrreonine د ویلیم کومنګ روز (William Cumming Rose) لخـوا په 1935 م کـال کښې کشـف شو. نومـوړي عالم اساسي امینواسیدونه تشخیص کړل. همدا رنګه نوموړي عالم د ښې ودې لپاره د ورځنی اندازه وټاکله.
د امـینواسـید اصطلاح په انګلیسي ژبه کـښې د لومـوي ځـل لپـاره په 1898 م کـال کښـې استـعمال شوه.
د پروتیـن څخـه د انـزایمي هضـم او تـیزابي هـایدرولیز په واسـطه امیـنواسـیدونه لاسته راوړل کیدل. په 1902 م کـال کـښې ایمیل فشر (Emil Fischer) او فرانز هوفمیسټر (Franz Hofmeister) پیشنهاد وکـړ چې د یوه امینواسید د امیني ګروپ او د بل امینواسـید د کاربوکـسیل ګروپ تر منـځ رابطه پیپتایدي رابطه وبلله چې د نوموړو رابطو په نتیجه کښې امینواسیدونه سره یوځای کیږي او پروتین جوړوي.







د امینواسیدونو طبقه بندي
امینواسیدونه په محلولونو کښې د تعامل له مخې په لاندې دریو ډلو ویشل شوي دي:
الف : خنثی امینواسیدونه
ب : اسیدي امینواسیدونه
ج : قلوي امینواسیدونه
الف : خنثی امینواسیدونه : د امیــنو اســیدونو په دې ډله کـښې ګڼ شمیر امینواسـیدونه راځي. دغه امــینواسیدونه بیا په اروماتیک، الیفاتیـک، سلفر لرونکو امینواسیـدونو او د هتروسکلیک امینواسیدونو په ډلو ویشل کیږي.

الیفاتیک امینواسیدونه : په دې ډله کښې لاندې امینوسیدونه شامل دي.
۱ : ګلایسین ۲ : الانین ۳ : والین ۴ : لیوسین ۵ : ایزولیوسین ۶ : سیرین ۷ : تریونین
اروماتیک امینواسیدونه : په دې ګروپ کښې لاندې امینواسیدونه پکښې شامل دي.
۱ : فینایل الانین (Phenylalanine) ۲ : تایروسین (Tyrosine)
هتروسایکلیک امینو اسیدونه : په دې ګروپ کښې لاندې امینواسیدونه شامل دي.
۱ : ټریپټوفان ۲ : هیسټیدین ۳ : پرولین ۴ : هایدروکسی پرولین
سلفر لرونکي امینو اسیدونه : په دې ګروپ کښې لاندې امینواسیدونه شامل دي.
۱ : سیسټین ۲ : میتیونین

ب : اسیدي امینواسیدونه : د امینواسیدونو په دې ډله کښې هر امیـنواسید دوه د کاربوکـسیل ګروپونه او یو د امین ګروپ لري. لکه :
۱ : اسپارټیک اسید ۲ : ګلوټامیک اسید

ج : قلوي امینواسیدونه : د امینواسیدونو په دې ډله کښې هر امینواسید دوه د امین ګروپونه او یو د کاربوکسیل ګروپ لري. لکه :
۱ : ارجینین ۲ : لایسین ۳ : اسپراجینین

Standard Amino acids په لاندې ډلو باندې ویشل شوي دي:
الف : ضــروري امیــنواسیـدونه یا Essential Amino Acids : پــه دې ډله کــښې هــغه امینواسیدونه راځي چې جوړیدنه یې په بدن کښې ناشونې ده. یعنې باید د غذایی رژیم له لارې واخیستل شي. دغه امینواسیدونه غذایی ارزښت لري، چې په لاندې ډول دي:
۱ : والین ۲ : لیوسین ۳ : ایزولیوسین ۴ : فینایل الانین ۵ : تریونین ۶ : میتیونین ۷ : ټریپتوفان ۸ : لایسین
ب : غیرضروري امــینواسیدونه یا Non-Essential Amino Acids : د دې امینواسیدونو جوړیدل په بدن کښې ترسره کیږي. یعنې که غذايي رژیم له لارې وانخیستل شې د ضروري امینواسیدونو څخه جوړیږي.
ج : Semi Essential Amino Acid : په دې ګروپ کښــې شامل امیــنواسیدونه د Growth Promotin Factor په نوم یادیږي. د ودې او نمو په حالت کښې د دې امـینواســــیدونو جوړیدنه په کافي اندازه صورت نه نیسي. په دې ډله کښې ارجینین او هیســټیډین شامل دي. دا امینواســـیدونه د کوچنـیانو د ودې، حاملګي او د شــیدو ورکولو په وخـت کښــې د اړینو امینواســیدونو کچې یا ځــای ته رسیږي.
د پروټینونو شل معیاری امینواسیدونه: د پروټـینونو شل الفاء معیاری امینواسیدونه وجود لري چې تقریبا په ټــولو پــروتیـنونو کښې وجود لري. معیاری امینواسیدونه له یو بل سره د څنګ ځنځیر (R) له امله چې الفاء کاربن پورې وصل وي توپـیر کــیدای شي ټــول معیاری امینواسیدونه L-amino acids دي چې په جدول کښې ښودل شــوي دي، د جانبي ځنځیر د توپیر له امله امینواسیدونه په لاندې ګروپونو ویشل کیږي.




د امینواسیدونو ساختمان او وظایف
امینواسیدونه هغه الیفاتیکي یا اروماتیکي کاربوکسیلیک اســیدونه دي چې کم تر کمه د α ،β ، ϒ یا p ,o او m په موقیعت کې د امــینو(Amino) یو ګــروپ ولري. پروټینونه په حـــیواناتو کې بنیادی عضــوي مالیکولونه دي او نظر د ټولو حجراتو جوړښت او فعـالیت ته ډیر اهم کردار ترسره کوي. پروټینونه د الفا امینواسیدونو بایو پـولیمیرونه دي له همدې امله یې نــوم هم امـیني ګروپ لرونکـي الفا کاربن پورې تـړاو لري چې کاربونیل ګروپ پورې وصل وي. ټول فـزیکي او کـــیمیاوي خواص د پروټـینونو په مربوطــه امـــینواســـیدونو پورې اړه لري، او د پروټین جــوړونکي امینواسـیدونو واحدونه له یو بل سره د امایدي رابطــې په واسـطه وصل وي چې پیـپتاید رابطـې بلل کـیږي،په لاندې شـکل کې د امیـنو اسـید او پروټین عمومي جوړښت لیدل کیږي.

په امــینواســـیدونو کـښې مرکـزي اتوم الــفاء کــاربن وي، او په هـغه پـورې یو د کاربوکـسیل ګروپ، یو امیـنی ګـروپ او په څـنګ کـښې (R) یوه جانبي مـعوضه په ګـوته کوي. د ګلایسین څخـه پرته د پروټین د امینواسیدو الفاء کاربن څلور مختلفې معویضې لري.


د دغــه غیــرمتناظر (asymetric) کــاربن له سـبـبه دغـــه امــینواســیدونه فــعال نــوري(chiral) دي.
له همــدې امله د هــیندارې د عکس جوړښت لري. د مـثال په توګه الفـاء امینواسید الانین د R او یا د S-Enantiomer چې فعال نوري دي په لاندې ډول دي.



دا چې د امینواســید اصطلاح همــیشه د الفــا امینو کــاربوکسلیک اسید (α-amino carboxylic acid) لپــاره استعمالیږي نو تر ټــولو ســاده امینواسید د امینواسیتیک اسید دی چې ګلایسین بلل کیږي. نور عام امینواسیدونه د څنګ ځنځیرونه لري چې د R په سمبول ښودل کیږي او د الفاء کاربن سره د معویضې په توګه وصل شوی وي. د مثال په توګه الانین هغه امینواسید دی چې د میتایل ګروپ لري.

د ګلایسین نه علاوه نور ټول امینواسیدونه کایرل chiral جوړښت لري ، په ټولو کایرل امینواسیدونو کې کایرل مرکز د asymmetric α- carbon اتوم دی.
کایرل مرکز : هغه د کاربن اتوم چې څلور مختلف ګروپونه ورپورې وصل وي.

توجه : پرولین د نورومعیاری امینواسیدونو څخه مختلف دی.
د پرولیــن امــینوګروپ په حلقه کښې د الــفاء کاربن ســره وصـل دی ، دغه حلقوي جوړښت د پیپتایدونو لرونکي پرولین ته اضافي قوي والی ورکوي یعنی کلکوالی او سختی ورکوي.


د ځینو امینواسیدونو ساختمانونه او وظایف په لاندې ډول دي:
Tryptophane : نومــوړی یو ضــروري امیــنواسید دی چې په هضمي سیستم کښې د پروټینو د هضم څخــه د پرولایتیک انزایم په وسیله لاسته راځي. عضویت نوموړی امینواسید نشي جوړولی. د نورمال او ښــه خوب دپاره اړین دی. د دې لپــاره چې مــونږ ارام او ښــه خوب ولرو نو باید د شپې له خوا 5-HTP واخلو. د دې په خوړلو سره عادت کیدل نه رامنځته کیږي.

Alanine : الانین د عضلاتو، دمــاغ او مرکزي عصــبي سیــستم د پاره د انرژي یواځینی سرچینه ده او همــدا رنګه د ژغورندویه سیـستم قوت د انــتي باډی د جـوړیدو پر بنــسټ زیاتوي. د وینې د ګلوکوز کچه نورمــال ســاتي. هــغه ناروغان چې په شــکر ناروغي اخته وي او انسولین په درملنه کښې اخلي. نوموړو ناروغانو ته د الانین ورکول د شپې له خوا پکښې Hypoglycemia څخه یې مخنیوی کیږي.

Serine: د دې امــینواسید د (OH) ګــروپ د کاربوهایدریتو یا د فاسفیت له ګروپ سره د هایدروجن په اړیکه کښې برخه اخلي. په انزایمونو کښې د فعالونکې برخې په توګه عمل کوي.

Leucine : دا هم یو ضــروری امــینواسید دی . عضــویت نشــي کولی چې د نورو موادو څخه یې جوړ کړي. د وینــې په دوران د قــندونو مقدار منظم ساتي. د پوستکي عضلاتو، هډوکو او اسکلیتي عضلاتو په وده او ترمیم کښې مهمه دنده ترسره کوي.

Histidine : د ځــینو ناروغیو درمـلنه کښې وربانــدې څیړنی ســرته رســیدلی دي لکه Rheumatiod arthritis ناروغانو ته د ورځې شپږ ګرامه ورکړل شوی دي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده .

Cystien : د دې امینواسید د سلفاهایدریل ګروپ ډیر ارزښت لري ځکه چې د ډیرو انزایمونو په جوړښت کې برخه اخلي.




د امینواسیدونو فزیکي خواص
(۱) امینو اسیدونه بی رنګه کرستالي مواد دي چې خوږ خوند لري او په لوړه درجه د حرارت کښې ویلی او تجزیه کیږي.
(۲) امیـــنواســـیدونه په عمــــومي تـــوګه له 200 C0 څــخه لوړې د ویلــې کیـــدو لوړې نقـــطې لري.
(۳) امـــینواسیدونه نــسبت ساده امــــینونو او ســـاده تیـزابــونو ته لوی ډایــــي پول مومنټونه ( µ ) لري.
(۴) امـــینواســیدونه له زیاتو کاربوکســیلیک تیزابو څـخه کم تیـــزابي او له زیاتو امینونو څخه کم قلویت لري. په حقیقت کښې امینواسید د مالیکول تیزابي برخه-NH+3 دی نه د –COOH ګروپ دی. او بنیادي برخه یې د –COO- ګروپ دی نه د یو ازاد –NH2 ګروپ دی.
(۵) په قطبي حلوونکو لکه اوبو کښې حلیږي او په عضوي حلوونکو لکه ایتر، ایتانول او بنزین کښې نه حلیږي.
(۶) د ګلایسین څخه علاوه نور ټول امینواسیدونه د کایرل کاربن په لرلو سره نوري فعالیت لري.

(۷) اوبلن محلولونه یې خنثی وي، او د اخلي مالګې یا zwitterion جوړوي.
لکه څنګه چې امینواسیدونه تیزابي(-NH+3) او قلوی(-COO-) ګروپونو لرونکي دي نو دوی امفوتریک (هم تیزابي او هم قلوي خواص لري) دي. د امینواسید غوره والی د هغه د محلول مربوطه PH پورې اړه لري. تیزابي محلول کښې د –COO- ګروپ ازاد –COOH ته پروتونیتید شوی او ټول مالیکول مثبت چارج لري ، لکه څنګه چې PH یې لوړ شوی –COOH خپل پروتون تقریبا په PH2 کښې له لاسه ورکوي ، چې دغه نقـطه PKa1 د تیــزابو د تجزیې لومــړنی ثابـت بلل کیږي. PH چـې زیات لوړ شي د –NH+3 ګروپ تقریبا خپل پروتون په PH9 یا PH10 کښې له لاسه ورکوي، دغه نقطه یعنې PKa2 د تیزابو د تجزیې دوهمي ثابت بلل کیږي، په دغه PH کښې مالیکول منفي چارج اختیاروي.
په لاندې جــدول کښې منحني خط تیتریشن ښيي، له لاندې چــپې خوا څخه شروع کیږي چې هلته ګلایسین په مکــمله توګه کــتیوني حالــت لري. القــلی په ورو ورو اضــافه شوی او PH یې یاداشت شوی دی. په PH 2,3 کښې نیم کتیوني حالت یې په zwitterion حالت بدل شوی دی. په PH6,0 کښې ټول ګلایسین په zwitterion حالت بدل شوی دی. په PH9,0 کښې نیم zwitterion يې په قلوي حالت بدل شوی دی. له دغه ګراف نه مونږ ته ښکاری چې له PH 2,3 څخه ښکته ګلایسین په زیاته اندازه کتیوني حالت لري. او پــه zwitterionic حــالت کښــې د PH 2,3 او PH 9,6 تر مــنځ زیــاتره د inionic حــالت لري. د محلول دPH په تغیر سره مونږ د مالیکول چارج کنترول کولای شو.


د امینواسیدونو کیمیاوي خواص
الفاء امینواسیدونه په لاندې ډول تعاملات ترسره کوي.
د مالګې او کامپلکس جوړیدل:
امینواسیدونه د Ampholyte په توګه هم د تیزابو او هم د قلوی سره مالګې جوړوي.


قــلوي امیــنواسیدونه چې دری فعاله ګروپونه لري لکه : Lysine ، Histidine او Cysteine د القلي په څیر کــم ، اما د ثابتــو هــایدروکــلورایدو په شــان ډیر زیــات خــرڅیږي. Glutamic acid زیاتــره د Glutamate ( د سودیم مالګه ) په څیر په سوداګری کښې معامله کیږي.
که د امــینواسید اوبلن محلول ته د مسواکساید ( Copper(II)-oxide) سره تودوخه ورکړل شی نو ابي کرستلي رنګه د کامپلیکس مالګه حاصلیږي.

د کاربوکسیل ګروپ ایستریفیکیشن:
کله چې زیات مقدار الکولو او تیزابي کتلست (اکثرا ګازي HCl ) سره تعامل وکړي نو امینواسیدونه هم د مونو فنکشنل کاربوکسـیلیک اسیدونو په شان esterified کیږي. په دغه تیزابي حـالت کښـې امیني ګروپ د پروتونیتید شوی بڼه (NH+3) لري. نو د ایسـتریفـیکیشــن ډول بــرخه نه اخــلي. لاندې مثال د امینواسید ایستریفیکیشن تشریح کوي.

د امــینواسیدو ایـسترونه اکثـــره وخـت د ساتونکو مشتقاتو په ډول د کاربوکسیل ګروپ د تعامل د مخنیوي لپاره استعمالیږي.میتایل، ایتایل او بنزایل ایسترونه ډیر عام محفوظ ساتونکي ګروپونه دي.
مایع اسید ایستر هایدرولایز کوي او ازاد امینواسید تولیدوي.

بــنزایل ایســترونه د مـحفـوظ ســاتونکو ګروپــونو په ډول خـاص اهمیـت لري. ځـکه چـې دوی د تــیزابي هایدرولایز یا د خنثی hydrogenolysis ( د هایدروجن په علاوه کولو سره ماتول ) په واسطه لرې کیدای شي. کتلستي هایدروجنـیشن بنزایل ایســتر سره بیــلوي د بنــزایل ګــروپ په تــولوین بدلوي او غیرمحفوظ امینواسید پریږدي.


د امینوګروپ اسایلیشن(د امایدونو جوړیدل)
لکــه څــنګه الـکول په امــینواســیدونو کښې کــاربوکسیـل ګروپ ایستري کوي ، همدا شان اسایل کوونکی عامل هـم امیــني ګروپ په امــاید بدلوي. د امیني ګروپ اسایلیشن اکثره د هغه د نیوکلوفیلي تعاملاتو د مخ نیوي په خاطر ترسره کیږي. اسید کلورایدونه او انهایدرایدونه د اسایلیشن لپاره په پراخه توګه استعمالیږي. بــنزایل کــلوروفـورمیټ ( Benzyl chloroformate ) امیــني ګروپ اسایلیټ acylate ) ( کــوي او د benzyloxycarbonyl مشتق جوړوي. چې اکثره د پیپتاید په ترکیب کښې د محفوظ ساتونکي ګروپ په ډول استعمالیږي.


د N-benzyloxycarbonyl امــیني ګـروپ د نــیم کاربمــیټ ایـستر (urethane) امــاید په شـان محفوظ شــوی، چـی هغــه د نـورو امایدونو په نسبت په اسانۍ سره هایدرولایز کیږي. برسیره پردې د urethane نیمه ایستر یو بنزایل ایستر دی چې هغه hydrogenolysis تر سره کوي.
د N-benzyloxycarbonyl امــینواســید کــتلستي hydrogenolysis یـو غــیرثابت carbamic acid جوړوي، چې هغه ډیر ژر ډی کاربوکسیلیټ decarboxylate کیږي او یو غیرمحفوظ امینواسید جوړوي.

له Ninhydrin سره د امینواسید تعامل :
کله چــې Ninhydrin له یوه امیـنواسید سره تعامل وکړي نو محصول یې یو بنفش رنګه ثابت ریزونانس انیــون دی، چــې Ruheman’s purple بلـل کـیږي. امـینواسید د څنګ ځنځیر د الدیهاید په څیر له لاسه ورکوي.



پیپتایدي جوړښت:
د امــینواسیدو ډیر مهم تعامل د پیپتایدي رابطو جــوړول دي. امینونه او اسیدونه متراکم کیدای شي ، د اوبو په خارجولو سره امایدونه جوړوي. په صنعتي پروسو کښې زیاتره په ساده ډول د امایدونو د جوړولو لپاره اسید او اماید سره ګډوي بیا یې مخلوط ته حرارت ورکول کیږي او اوبه ترې خارجوي.


د امینواسیدونو نوم ایښودنه
امینواسیدونه د الیفاتیکي تعویض شوو امینوکاربوکسیلیک اسیدونو په شان نومول کیږي. او هغه کاربني ځنـځیر چـې د) ( NH2 ګــروپ ورپــوري وصــل وي د α ، β او ϒ په واســطه مشــخص کــیږي.
د مثال په توګه :

د ایوپاک نوم ایښودنه کې په کوم کاربن چې د د NH2 ګروپ وصل وي نو موقیعت یې په کاربنو باندې د شمیرې وهلو په واسطه مشخص کیږي. هــغه کاربن چې د کاربوکـسیل ګروپ پـوري وصـل وي لومړی شمیره اخلي. په همدې ډول α-aminopropionic acid د 2-aminopropionic acid په ډول نومول کیږي.


دامینواسیدونو استحصال
پخــوا وخـتو کښــی امینـواسیدونه په زیاتــه اندازه دطبیعی موادو څـخه لاسـته راوړل کیدل، داځکه چی د طبیعی مــوادو څخه د امـــــینواسیدونو جدا کیدل ډیر ارزان تمامیدل. په اوســني وخــت کښــی هم ځــینی امینواسیدونه لکه cystine Histidine او Leucine دطبیعی موادوڅخه حاصلیږي. ددی ترڅنګ په صنعت کښـــی هـم په زیاته پیمانه دمثال په توګه L-Glutamic acid دAcrylnitril څخه حاصلیږي. حاصــل شــوي امینواسیدونه د حیـواناتو د خـوراک او د انسانانو د خوراکي موادو په توګه او همدا رنګه په صنعت کښې دواګانو او نورو کیمیاوی مرکباتو د جوړولو لپاره استعمالیږي.

په عمومي ډول د امینواسید د جوړیدو طریقې په دریو برخو ویشل کیږي:
1. د پروتین هایدرولیزات څخه د طبیعي امینواسیدو اکسترکشن (Extraction) .
2. د تحمض (fermentation) په واسطه د امینواسیدو حاصلیدل. د میکروبیولوژي میتود په واسطه په کال کښې نږدې Mononatrium-L-glotamat, 200000T جوړیږي.
3. د کیمیاوي تعاملاتو په واسطه.



د امینواسیدونو د استحصال مهم میتودونه په لاندې توګه ذکر کیږي.
د شتریکر میتود په واسطه د امینواسید استحصال:
د امیــنواسید د استــحصال لومــړنی استحصال په 1850 م کال په جرمني کښې د Adolph Streacker لابــراتوار کښې ترســره شــو. ستــریکر اسیـت الدیهاید د امــونیا او HCN مـایع محلول ته ورعلاوه کړ. محصول یې α-amino propionitrile وو چې هغه یې هایدرولیز کړ او recemic alanine یې لاسته راوړ.

د ستریکر د استحصال میکانیزم په لاندې ډول دی:
اوله مرحله: الدیهاید له امونیا سره تعامل کوی او imine جوړوي.

دوهمه مرحله: سیاناید ایون په imine باندې حمله کوي.



په یوه بیله مرحله کښې α-amino nitrile هایدرولیز کیږي او یو امینواسید جوړوي.

د بوخرر میتود په واسطه د امینواسید استحصال:
ددې طریقې له مخې لومــړی الدیهاید د HCN او امـونیم کاربونات (NH4)2CO3 سره په ثابت او کرستلي Hydantoin مشتقاتو بدلیږي،چې د هغې د القلي د هایدرولیز څخه د فشار لاندې د تودوخې په لوړو درجو کښې امینواسید حاصلیږي.


په صنعت کښې D,L-Methionine د Acrolein څخه لاس ته راوړل کیږي، او مخکښې له هغې چې په ریسمات (Recemat) جدا شي د غذایي موادو او د حیواناتو د خوراک په توګه ورڅخه ګته اخیستل کیږي.



د الفاء هلوجن کاربوکسیلیک اسید د امینیشن څخه د امینواسید استحصال:
1858 م کال راپدیخوا د Glycinde استحصال لپاره ددې میتود څخه کار اخیستل کیږي. د کلوراسیتیک اسید او امونیا د تعامل څخه Glycine لاسته راځي.

دغــه مـــیتود دβ-Hydroxy-α-amino acid د اســتحصال لـپـاره هــم استــعماــلیـږي، دا ځــکه چــې α-Brom-β-hydroxy-carboxylic acid په اسانۍ سره د هیپوبرومایډ(HOBr) او α,β غیرمشبوع کاربوکسیلیک اسید د جمعي تعامل څخه لاسته راځي.

له N-Acylaminomalonic acid diesret څخه د الفاء امینواسید استحصال:
N-Acylaminomalonic acid diesret په اســانۍ سره الکایلـیشن کیــږي او د فعالو دوه ګونو اړیکو سره هم جمعي تعامل کوي. وروسـته د Acyl او Ester ګروپونه د تیزابو په واسطه هایدرولایز کیږي او ډی کاربوکسیلیشن په واسطه جدا کیږي.



له ایرلین مایر سنتیز په واسطه د امینواسید استحصال:
ارومــاتیکی الدیــهایدونه په ښــه تـــوګــــه د Azlaconen (Erlenmyere,1893) , Hydantoinen ، Dioxopipezinen او Thiohydantoinen د فعال میتلین ګروپونو سره تعامل کوی.
په دغه تعــامل کـښې اسیتیک اسید انهایدراید د محلل په توګه او سودیم اسیتات د قلوي کتالیزاتور په حیث استعمالیږي.

د تعامل میخانیکیت په لاندې ډول دی:

له α-oxoacid څخه د امینواسید استحصال:
امــینواسیدونه د α-oxoacid څـخه د امین د ګروپ د انتقال په واسطه د انزایم سره (transaminase) حاصلیږي.


د ارجاعی امینیشن په واسطه د امینواسید استحصال:
د کیــتونونو او الدیهایدونو ارجاعي امینیشن د امینونو د استحصال لـپاره یو په زړه پورې میتود دی ‎. دغه امینواسیدونه هم جــوړوی. کــله چې الفاء کــیتو اسید له امونیا سره تعامل وکړي، کیتون تعامل کوي او یو imine جوړوي. Imine د هایدروجن او پلادیم کتلست په واسطه په اماین ارجاع کیږي. په دغې پروسه کښې کاربوکسیلیک اسید نه ارجاع کیږي.

کــله چــې الفاء کیتواسید له امونیا او هایدروجن سره د پلادیم کتلست په جودیت کښې تعامل وکړي نو دغه مــکمل پروســه په یوه مرحــله کښې تر سره کیږي. محـصول یېracemic α-amino acid دی. لاندې تعامل د racemic phenylalanine له 3-phenyl-2-oxopropanoic acid څخه ښيي.


مـــونږ ارجاعي امینیشن استحصال یوه بیولوژیکي پروسه بللی شو ځکه چې دغه د امینواسیدو بیولوژیکي استحـصال ته ورته ده . بیولوژیکي استحصال د α-ketoglutaric acid له ارجاعي امینیشن سره شروع کیـږي، چې د امونیم ایـون د aminating agent په تـوګه استـعمالیږي، او NADH د ارجـاعي عامل په تــوګه اســتعمالیږي.د دغــه انــزایم په واسطـه کتــلایز شوي تعامل محــصول د Glutamic acid خالص L enantiomerدی.

امیــنواســیدونو لپاره بیــولوژيکي ترکیب کښــې L-glutamic acid د امیــني ګــروپ سـرچینې په توګه اســـــتعمالیږي. لکــه په یــو تعــامل کښــې د امینــي ګــروپ انتـــقال له یــو مالیکــول نه بـل مالــیکول ته tranisamination بلل کیږي، او هغه انزایم چې دغه تعامل کـــتلایز کوي transaminase بلل کیږي.
د مــثال په تــوګــه په لانــدې تــعامل کښــې د aspartic acid بیــولوژیــکي ترکیــب ښــودل کــیږي، او glutamic acid د نایتروجن د سرچینې په توګــه استــعمالیږي. دلــته بیا د انزایم په واسطه کتلایز شوی بیولوژیکي ترکیب محصول خالص L enantiomer دی.


د امینواسیدونو طبعي منابع
اساسی امینواسیدونه چې د انسان په وجود کښې نه جوړیږي او باید له خوړو څـخه واخیستل شي. دغه ډول امینواسیدونه په مکمل پروتینونو کښې وجود لري، چې طبعي منابع یې غوښه، ماهي، شــیدې او هګی دي. هغه پروتینونه چې د یو یا څو اساسي امینواسیدونو ځانګړی کمــښت لري نامکمل پروتــین بلل کیږي. کــه چیـرې د یو انـسان په غذا کښــې پروتـین په زیاته اندازه د د یـوې نامـکمل سرچینې څخه واخـیستل شي نو د انسان د پروټین مقدارپه ټاکلی انــدازه د انــسان په وجود کـــښې د کمو امینواسیدونو په واسطه جوړیږي. نبــاتي پروټــینونه عموما نامکــمل دي ، وریجې، جـوار، او غــنم د لایسین Lysine کمښت لري. وریجې د threonine کــمښت او جـوار د Tryptophan کمښت لري. لوبـیا نخــود او د لوبـیا کـــورنۍ زیــــات مکــمل پروتینــونه لــري لیــکن دوی بیـــا د methionine کمښــت لري. د نبــاتي پروټــینونو کمــښت د نورو نباتي پروتینونو څخه تکمیلیږي. برسیره پر معیاری امینواسیدونو نور امینواسـیدونه هم په پروټینونو کې پـیدا کیږي د مثال په توګه 4-hydroxy proline او 5-hydroxy lysine د هایدروکسیـل لرونکي معــیاري امینواســیدونو قسمونه دي،چې دغه کم پیدا امینواسیدونه rare amino acids) ( بلل کیږي، اګر چې په عامه توګه په کولاجن کې پیدا کیږي. له دغـــو امینواســیدونو څخه په طــبعت په کـمه اندازه د ډي انانــتیومرونو D enantiomers په حالت پـیدا کیږي. د مثال په توګه D-glutamic acid چې د زیاترو بکتریاوو په حـجروی دیـوال کښې پیدا کیږي، او D-serine چې د ځـــــمکې په چنجیو کښې پیــدا کیږي. بعضې امینواسیدونه الفاء امینواسیدونه نه دي لکه: γ-Aminobutyric acid (GABA) چــې په دمــاغو کــښې عــصبي انتــفالونکی اخــذې کـښې دی، او β-alanine د ویتامین Panthothenic acid معوضه ده. نـباتات او کوچـــني ذره بـیني ژونــدي موجـودات Microorganism (الجي) او خـالص میکروبونه (Bactrian) په دې قـادر دي چې د CO2 , H2O , NH4 , NO3 , N2 او SO2 څخه امینواسیدونه جوړ کړي. حیــوانات برعکــس نشي کولای چې ټـــول 20 الفا امینواسیدونه په خپله سنتیز ( جوړ) کړي، نو له همــدې کبله پروټین لرونکو خــوراکي موادو ته ضرورت لري. په وجود کښې پروتین په دوامداره توګه د Endo او Exopeptidasen په واسطـه په امینواسیدو باندې جدا کیږي. امیـنواسید په وجــود کــښې نه یــوازې د انرژي منــبع په تو ګه اهمیت لري چې د پروتیــني خوراکي موادو څــخه حاصـلیږي ، د پیـپـتید هورمونو او انزایمونو او همدارنګه د نورو مرکباتو د سنتیز اساس جوړوي.

د امینواسید استعمال
امیــنواســیدونه په مختلفو مواردو کښې استعمالیږي. په صنعت کښې د مختلفو موخو لپاره کارول کیږي. زیاتره د حــیواناتو په خــوراکونو کښې استعمالیږي. په دغو خوراکونو سویبین (Soybeans) کښې چې اساسی امینواسیدونه لکه لایسین، میتــیونین، تریونـین او ټریــپټوفان چــې د دې ډول خوراکي توکو کښې ځانګړی اهمـیت لري. په خـوراکي صنعت کښـې زیاتره مصرف کـیدونکی امینواسیدونه په خاصه توګه لکه ګلوټامیک اسید چې د په خوراکي توکو کښې د خوند د ښه والي او خوشبو لپاره استعمالیږي. Aspartame(aspartyl-phenylalanine-1-methyl ester د ټـــیټې کچې مصــنوعي خــوند لپـاره استعمالیږي. په ذراعت کــښې امینواسیدونه په نبــاتاتو کښې د منرالونو د تشخیص لپاره استعمالیږي. په همــدې منــظور امینواســیدونه په نباتاتو کــښې د منــرالونو د کمښت د مخنیوي لپاره استعمالیږي. د دې ترڅنــګ امینــواسیدونه په طبــابت، ارایش او نورو ځـــایونو کښــې اسـتعماليږي. په انسانانو کښې غیر پروتــیني امیــنواسیــدونه هم اهمیت لري. لکه په میتابولیزم کښې چې Gama amino butyric acid (GABA) د نیوروټرانسمټر په بایو سنتیز کښې استعمالیږي.



پایله
امینواسیدونه د هغو ډیرو مهــمو او مغلقو مرکبونو جوړونکی واحدونه بلل کیږي چې پروټینونه بلل کیږي. نو له همدې امله ضــروري ده چـې د امـینواسیدونو جـوړښـت په باره کـښې مکـمل معلومـات ترلاسه شي. امینواسیدونه هغه بې رنګه کرستالي مواد دي چې خوږ خوند لري. الیفاتیکي یا اروماتیکي کـاربوکـسیلیک اســـیدونه دی چې کم تر کمه د α ،β ، ϒ یا p ,o او m په موقیــعت کــې د امـینو(Amino) یو ګروپ ولري. پروټینونه د الفا امینواسیدونو بایو پولیمیرونه دي. په حیواناتو کې بنیادی عضوي مالــیکولونه دي، او نظر د ټولو حجراتو جوړښت او فعالیت ته ډیر اهم کردار ترسره کوي. د پروټینونو شــــل الفاء معیاری امینواسیدونه دي، چې تقریبا په ټولو پروتینونو کښې وجود لري. هغه امینواسیدونه چې پروتینونه جـوړوي تفریبا نیم یې د انسان په وجود کښې جوړیږي، نور امینواسیدونه یې اساسي امینواسیدونه بـــلل کیږي، چې باید له غذاوو څخه واخیستل شي. لس اساسي امینواسیدونه وجود لري.
په عمومي ډول د امینواسید د جوړیدو طریقې په دریو برخو ویشل کیږي:
1. د پروتین هایدرولیزات څخه د طبیعي امینواسیدو اکسترکشن (Extraction) .
2. د تحمض (fermentation) په واسطه د امینواسیدو حاصلیدل. د میکروبیولوژي میتود په واسطه په کال کښې نږدې Mononatrium-L-glotamat, 200000T جوړیږي.
3. د کیمیاوي تعاملاتو په واسطه.
هغـه پروټینونه چې ټول اساسی امینواسیدونه یې تولیدوي او تناسب یې د انسان د غذا ضرورت پوره کوي مکــمل پروتین بــلل کیږي. هره ورځ یو بالغ انسان تقریبا 50g مکمل پروټین ته اړتیا لري. هغه پروتینونه چې د یو یا څو اساسي امینواسیدونو ځانګړی کمښت لري نامکمل پروتین بلل کیږي. نباتات او کوچني ذره بیني ژونــدي موجودات په دې قادر دي چې امـینواســیدونه جوړ کړي. حیوانات برعکس نشي کولای چې ټول 20 الفا امینواسیدونه په خپله سنتیز ( جوړ) کړي.



وړاندیزونه

1- ټولو څخه مخکي باید د پکتیا پوهنتون کي سولیزه فضا د زده کړي لپاره مساعده شي او د زده کړي لپاره هغه وسایل چي نننی نړۍ یې استعمالوي ورته مساعده شي.

2- بایــد په پوهنــتون کې لابــرتوار، کــتابتون او انټرنیـټ سهولتونو ته لا زیاته پراختیا ور کړل شي.
3- پدي باندي بايد ځان پوه کړو چي يو انسان په ورځ کې څومره پروتین ته اړتيا لري، ترڅو وکولای شو خپل صحت سالم وساتو.

4- په عمومي ډول پروتینونه د هډوکو، پوستکي او عضلاتو مهمه برخه جوړه وي نو باید په هکله یې بې غوره پاتې نشو.

5- مــونږ کولای شــو چې د خپلو کرنیزو پیداوارو او حیواني محـصولاتو څخه پروتین تر لاسه کړو.










اخذ لیکونه
1. احمدزي، خان محمد،(1390) ه ش، طبي بيوشيمي، کابل طبي پوهنتون، وزارت تحصيلات عالي
2. افغان،انځرګل،(1393)ه ش، امینواسیدونه، لیکچر نوټ، پکتیاپوهنتون
3. حکیمی،محمد غوث،( 1387) ه ش، عمومي عضوي کیمیا، انتشارات سعید
4. عظيمي، محمدعظيم، (1392) ه ش، د طبي بيوشيمي اساسات، مومند خپروندويه ټولنه
5. نهالګر،شیرمحمد،(1385) ه ش، عمومي عضوی کیمیا،میهن خپروندیه ټولنه
6. ولیزي،ګل حسن،(1391) ه ش، عضوی کیمیا الیفاتیک برخه، جرمن اکادمیک اکسچینج سروس
7. ولیزي،ګل حسن،(1386) ه ش، عضوي کیمیا، د ښوونکو د روزنی لوي ریاست
8. هیله من،فرمان الله،(1387) ه ش، عضوی کیمیا الیفاتیک برخه،
9. Bahul, Arun,( 2006) Organic chemistry, Panjab university,Chandigarh