د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر محمداشرف غني ته سرخلاصی ليک!

ع، ابراهيمي 30.12.2015 13:50

ښاغلی ولسمشره پدې هیله چې څو دقيقې دې لنډې ليکنې ته ورکړې او تر پايه يې ولولې

تاسو تر ټاکنو مخکې په خپلو مبارزو کې ولس ته زښتې زياتې ژمنې ورکړې وې، زه پدې پوهېږم چې تاسو ته به حتماً خپلې کړې ژمنې په ياد وي خو د پلي کېدو چل يې در څخه حیر شوی دی.

ولسمشره! ستاسو ژمنو، ملنګۍ، خاکسارۍ او خبرو څخه هر افغان په ناستو، مجالسو، رسنيو او ټولنیزو شبکو کې کلک ملاتړ کړی دی، تر کلیو، بانډو او ليرې پرتو سيمو پورې يې ستاسو ژمنې ورسولې او همداء لامل وه چې نن تاسو د ارګ په څوکۍ ناست یاست.

تاسو د ملت سره ژمنه کړې وه، چې چاپلوسان به له منځه وړئ، ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو لپاره به کاري چوکاټ برابروئ، ولايتونو ته به حق ورکوئ، هېڅ افغان به د بل افغان څخه لوړ او ټيټ نه ګڼئ، او لوړه مو کړې وه چې تاسو به د اساسي قانون هره ماده پلي کوئ او نورې ډېرې ژمنې وې چې ټولې د ملت په غوږونو کې اوس هم انګازې کوي.

تاسو د يو کال څخه زیات وخت کېږي چې ولسمشر ياست، د هېواد په ډېری سيمو کې جنګ روان دی، لسګونه ولسوالۍ سقوط دی او د څو ورځو لپاره خو د ټول افغانستان کندو (کندوز) سقوط کړی و، ولسي جرګې کمېشنکاران، دلالان او لنډغر د پخوا څخه ډېر په دبدبه کې دي چې تاسو يې هم تر تاثير لاندې راغلي ياست، عدليي او قضايي ارګانونه د پخواء په شان په بډې اخيستو کې غرق دي، تر اوسه د اساسي قانون يوه ماده هم نده پلې شوې بلکه لسګونه مادې يې تر پښو لاندې شوي دي، ولس له تاسو څخه فاصله اخيستې، محدوده برخه کې دولت حاکم دی، په ځينو سيمو کې د اسلامي دولت ډله (داعش)، په ځينو کې يې وسلوال طالبان او په ځینو کې شخصي مليشې مسلطې دي.

تاسو د ملت سره ژمنه کړې وه، چې تاسو به په فرهنګي، اجتماعي، اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او نورو برخو کې ځانګړي پلانونه ولرئ مګر د يو کال او درې مياشتو په تېرېدو نه خو داسې څه تر سترګو شول او نه هم دا هیله لرو چې ترسره به شي.

ولسمشره له تاسو څخه پیرسيداحمدګيلاني، حضرت صبغت الله مجددي، سيدکريم خليلي، ډاکټرانورالحق احدی، دوی د دوی تر څنګ نورو ډېرو مشرانو د خپلو ګوندو په شمول له تاسو څخه ملاتړ اعلان کړل، دوی او د دوی تر څنګ ټولو افغانانو هيله درلوده چې ستاسو په مشرۍ به په هېواد کې سراسري سوله راشي، اقتصادي پروژې به پلي شي، د قانون حاکميت به تر کلیو او بانډو ورسېږي او په ټوله کې به د يو ښکلي او ارامه هېواد لرونکي وسو، مګر څه شول، چې دوی ټولو له تاسو څخه فاصله واخيسته؟

ځکه چې ستاسو شاوخواء څخه مشخص کسان راټول شوي دي، دوی د ارګ په امکاناتو يو شمېر فیسبوکي فعالان، ليکوالان او شننونکي پيدا کړي کړي چې د دوی په خوښه ليکنې، پوسټونه او تحليلونه کوي، د همدوئ په مرسته پورته ياد شوي  مشران او هغه څوک چې تاسو ته ژمن ول هغوئ يې له تاسو څخه ليرې کړل، د هغوئ په خلاف يې خبرې وکړې او دوی ټول يې په هغه څه کولو پيښمان کړل کوم يې چې ستاسو لپاره ترسره کړي وه، دا ډله هغه یوه ده چې د سياسي شعور نلرلو ترڅنګ يې تحليل ډېر کمزوری او یوازې ددې هیله لري چې پيسې ترلاسه کړي، تاسو ژمنه کړې وه، چې د چاپلوسانوټغر به ټولوئ مګر اوس داسې ښکاري چې هغه څوک چې تاسو ته ډېره چاپلوسي کوي هغوئ ورځ تر بلې لوړو پوستونو ته رسېږي.

ولسمشره! ارګ د ټولو هېوادوالو کور دی نه د يو څو مشخصو اشخاصو، د همدې مشخصو اشخاصو له لوري د ټولو افغانانو عزت خاورو سره خاورې شو.

قدرمنه! که غواړې چې خپل ځان، هېواد او هېوادوال له ستونزو څخه خلاص کړئ نو تر هر څه دمخه په خپل کاري ټيم باندی د نظر تجديد وکړئ، د خپلو نږدې اشخاصو په کړنو باندې ځغلنده نظر تېر کړئ او معلومات تر لاسه کړئ چې دوی هغه څه چې تاسو ته ښايي هماغه کوي کنه؟

زموږ په اند تاسو بايد په ټولو چارو کې که هغه ټولنيز، سياسي، اقتصادي، سياسي او نورې دي يو په کار پوهه ټيم ولرئ هغه ټيم چې تاسو، ولس او نظام ته وفادار وي نه داسې څوک چې يوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره فکر کوي.

تاسو په غیر قانوني ډول د ولسي جرګې کاري دوره تمديد کړه، مګر همداء جرګه چې کاري دوره يې پای ته رسېدلی او ستاسو د يو فرمان له مخې کار کوي ستاسو ۸ پرلپسې تقنيني فرمانونه يې رد کړل، پدې هیله چې تاسو د ولسي جرګې غړو لپاره کاري چوکاټ برابر کړئ.

ولسمشره د افغانستان په تاريخ کې به دومره ځوانان له هېواد څخه په تېښته نه وي بريالي شوي لکه څومره خوانان چې ستاسو په ۱۵مياشتنۍ دوره کې له هېواده وتښتېدل، ځني يې د لارو سختيو وخوړل او ځنی نور يې بيا د سيندونو او بحرونو کبانو نوشی جان کړل.

ولسمشره! هیله درڅخه لرو چې کړې ژمنې دې په پوره امانتدارۍ، ايمان او کلک هوډ سره پلي کړئ، د هېوادوالو مات زړونه ټکور کړئ او بيرته په ولس کې خپل ځای پيدا کړئ.

په درنښت