د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دټاپي پروژې اهميت اومخکې پراته خنډونه

ملاعبدالسلام ضعیف 19.12.2015 17:00

بسم الله الرحمن الرحیم

دټاپي پروژه اویاپه بل عبارت  د سرو زرو کرښه (ګولډن لاین ) دافغانستان اوسيمې له پاره خورا لوی اهمیت لري، ددې پروژې دپېل خبرې  ۲۱ يو ويشت کاله وړاندي په ۱۹۹۴ ز کال کې پېل سوي دي چې تراوسه یې دعمل جامه نه ده اغوستي، هغه حساسیتونه او رقابتونه چې په سېمیېز او نړیواله توګه موجود وه ، اوس هم موجود دي  د دې پروژې  د خنډ اوځنډ سبب سوې وه، په ۱۹۹۶ ز کال کې ددې پروژې له پاره درې اړخیز مجلسونه پېل سوه، په ترکمنستان، پاکستان، ختيځ اولویديځ امریکاکې د دې پروژې داقتصادي اوتخنیکي کارله پاره پروګرامونه جوړسول، خو بیا هم کوم لیکلی قرارداد نوو سوی،  یوازي په هغه وخت کې دارجنټاین یوې کمپني بريډاس په ترکمنستان کې دتفحصاتو او اوبوڅه داخلي صادراتوپېل کړی و، دسېمې دسټلايټ اوسیزميک سروي ښودلي وه  چې دافغانستان په شمول داسېمه دطبيعي معادنو په ځانګړي توګه دنفتو اوګازوڅخه ډکه سېمه ده،  همداوجه وه چې  د لویوهیوادونو رقابتونه همدې سېمې ته راورسیدل  او د همدې موخي لاس ته راوړني په خاطر يې د خپل برخلیک له پاره ګړندۍ هڅې پېل سوې

امريکاچې په دې وخت کې دروسانو دخطرناکې امپراطورۍ دماتيدوله کبله یوقطبي قوت پاته سو هرڅه يې دځان بلل،  پاکستان هم دامريکاسره ترډیره همږغی و، ایران  بیا ډیري هلي ځلې کولي چې دداخلي صادراتوپه ليږد سره د همدې لاري داپروژه په خپل کنټرول کې راولي،  داچې دامريکا اونوري نړۍ دایران سره کومه ستونزه وه، همدارنګه  د ترکمستان نه لیوالتیا ددې عامل سوه چې داسي  لویه پروژه تر ډیره د ایران په خاوره کې  ممکنه نه وه، نو د افغانستان په بې ثباتي کې هغوی دخنډ اوځنډ له پاره پوره رول ولوباوه، چې تر ډیره ددې پروژې دځنډیدو سبب جوړسو، ترکمنستان هم دخپلې نوي واکمنۍ اودنړیوال رقابت دضربې څخه د ځان دساتلوپه خاطرتراوسه پوري ډیره حکیمانه حوصله وکړه.

په ۱۹۹۸ ز کال کې امريکابې له لاسلیک سوی قرارداد څخه په کابل اواسلام اباد کې دیونیکال کمپنی دفترونه پرانستل ، همدارنګه هغوی دکندهارپه ولایت کې دکابل بولدک دوه لارې سره نږدې د کمپونډسېمه کې عملی اوتدريبي هڅې پېل کړي،  ډیری هغه امريکایې افغانان چې بیادامریکایې اشغال سره دامریکاله خوا په حکومت باندې هم واکمن سوه ددغي کمپنی مامورین اومعاش خواره و، خودامریکادزور او زر سره سره دوی بیا هم  د دغې پروژې په بشپړخپلولوکې ناکام سول اوتراوسه پوري هم داکارپه عملي ډول سره پېل نه سو.

په ۱۹۹۹ ز کال کې هغه وخت  چې زه دمعادن اوصنائع وزارت معین وم موږ په عشق ابادکې ددې پروژې په اړه مجلس درلودی، درې ورځي موږ د دروهیوادونو استازو خپلمنځې  او دارنګه دهغوکمپنیو د استازو سره مجلسونه درلودل چې په دغه پروژه کې یې داشتراک لیوالتیالرله، که څه هم تردې وړاندې یوځل ماپه دې اړه سفرکړی و او د دې پروژې اړوند  ډیرو نورو مسؤلینوهم سفرونه اومجلسونه کړي و، مګر زموږ د ۱۹۹۹ کال ناسته وروستۍ وه، د دې مجلس په دویمه ورځ دیونیکال کمپنۍ په رول باندې ډیري خبرې وسوې،  پاکستان په دې باندې زیات ټینګار کاوه چې داپروژه باید یونیکال مخته یوسي،  ترکمنستا دیونیکال سره لیوالتیانه ښودله اودبريډاس کمپنۍ ته یې تریونیکال ترجیح ورکوله، موږ په اوله مرحله کې دپاکستان لوری ونیو، د شپې له پاره دترکمنستان ترکمن باشي یوازي موږ ته یوخاص دعوت راکړ، دډوډۍ دخوړلوپه وخت کې هغه دافغانانو داحسان د یادونې سربیره درې مهمې خبرې  موږ ته وکړي، تر ډيره داهغه اسرار وه چې هغوی په عام مجلس کې نه سوویلای.

لومړی:  هغه وویل چې موږ دافغانانو داحسان پوروړي یو، دا چې ترکمنستان ازادۍ واخستله، او موږ به کله هم ددې بدله ورنکړای سو، هغه وویل زماله خوابه  د تحفې په توګه  دوه کاره افغانانو ته خامخا کیږي ، اول  داچې زه به ترهغه ځايه چې وتوانیږم دافغانستان ځينوسېموته برق ورکوم او دابه زماتحفه وي.

دوېم : که دغه دټاپي پروژه هرڅومره هم وځنډیږي دابه اخیر دافغانستان له لاري کیږي که څه هم ځينې هیوادونه داکارنه غواړي.

درېم :  هغه وویل تاسوته به داحساسیت معلوميږي اویانه؟ خوموږ ته پوره معلوميږي هغه داچې موږ یوکوچنی اوبې دفاع هیواد یو، تراوسه هم موږ دروسانو ترتاثیر اونفوذ لاندې یو،  روسان په هیڅ قیمت نه غواړي چې دامريکا پښې دي همدې منطقې ته راداخلي سي، نوکه تاسوهم دپاکستان غوندي دیونیکال غوښتونکي سئ بیاموږ ته داپه ګټه ده چې داپروژه وځنډیږي،  ځکه چې زموږ بقا اوامنیت زموږ ملي موضوع ده، په سبا ورځ موږ هم  دترکمنستان  وړاندیز تایدکړ او د بريډاس دکمپنۍ سره مو یو تفاهم لیک یا Memorandum  هم لاسلیک کړ،کوم چې امریکایان یې په غصه کړه.

له دي وروسته په لږ وخت کې امريکایانو په کابل کې خپل دفتربندکړ، یونیکال په کندهارکې فعالیت په ټپه  ودراوه او د ملګرو ملتونو دلارې یې په افغانستان باندې اقتصادي بندیزونه ولګول ، بهانه چې هرڅه وه خواصلاستونزه دهم دې ځایه پېل سوه.

کله چې امریکاپه ګران هیواد باندې یرغل وکړ، داسلامي امارت نظام یې راوپرځاوه،  تر ډیره یې ددغه کمپنۍ کارکونکي او ورسره دهغوموسيسو کارکونکي چې دوی یې په یوه اوبل نامه استخدام کړي وه د حکومت  په رائس کې نصب کړل ، خوبیاهم دهغوی په څوارلس کلنه واکمنۍ کې خپل مقصد ته په مستقیم ډول ونه رسیدل،کیدای سي چې د امریکا ومنفي نتيجي ته  تر رسیدلو وروسته دهغوی دریځ داسي معلومیږي چې بدل کړی به يې وي چې امريکایې کمپنۍ دي مستقیما خپله داکار وکړای سي، اوس دوېم لاس کمپنۍ په مستقیم ډول میدان ته راځي چې کیدلای سي په غیرمستقیم ډول امریکایې کمپنۍ هم خپل حضور وساتي او یاپه دوېمه مرحله کې بیرته خپل حضورثابت کړي.

داسي معلومیږي امریکایان  دچین سره هم دیوه نړیوال اوسیمییزقوت په توګه تفاهم ته رسیدلي دي، همدارنګه به د پروژې په تخنیکي برخه کې جاپان او په سرمایه ګذاري کې ناروي هیوادونه هم مستقیماراښکیل سي، په دې توګه به  ناروي اوجاپان په مستقیمه توګه تر یو وخته  د امریکا غیرمستقیم انډول  د چین سره وساتي، په دې توګه به د روسانو حساسیت هم یوډول په نظرکې نیول سوی وي، کوم چې تر ډیره د امریکا خپل چاروکو یا  Selfish  سترګي سوزي.

دافغانستان رول

افغانستان په دې پروژه کې که وغواړي کلیدي رول اداکولای سي او دا به دافغانستان په تاریخ کې کیدای سي اول ځل وي چې دیوه داسي اقتصادي پلان نېمه کوربه توب کوې چې دنړۍ د ډیرو هیوادونو منافع  یو له بل  سره تړي، داهغه څه دي چې دیوه دوامداره سولې پېل کیدلای سي، ددې  زرینې اواقتصادي  پروژې او موخې څخه افغانستان څومهمي استفادې کولای سي.

لومړی : ددې پروژې څخه په شمال اوجنوب غرب کې دخپلوطبعي زیرمو صادرات په اسانه سره کولای سي اوموږ ددې له پاره کافي اولویې زیرمې په هیواد کې دننه لرو.

دوېم : ددې پروژې  دلاري افغانستا ن خپل صنعت ته وده ورکولای سي همدارنګه دسیمنټوفابریکې له همدې ګازه پوره استفاده کولای سې.

درېم : دهیواد ډیرخلک اووړي کمپنۍ په کار اچولای سي چې دابه دخلکوپه اقتصادي وضعیت کې پوره مرسته وکړي.

څلورم:  هغه بند، تړلی او ولاړ ترانسپورټ تر ډیره  په کار اچولای سي چې دترانزيټ سربیره نور تجارت ته هم  وده ورکولای سي.

پنځم :  دافغاني تجارانو دتجارت پوره  انډول به  دشرقي ګاونډي تجارانو سره وساتل سي تر څوپه بې ځایه بهانو داجناسو اوتجارت مخه نیول بند سي، او افغاني تجارانو ته د موانعو په ایجاد خورا لوی تاوانونه  رسيږي.

شپږم : د دولت په عوایدوکې به دنورو ټکسونوسربیره هرکال یوازي دګازو د صادراتو له کبله څلورسوه ملیونه  امریکايې ډالره اضافه کیږي.

تردې ټولومهم هغه رقیب هیوادونه سره تړلای سي چې په سېمه کې لکه لیوان شاپه شاسره بیدیږي اوتر ډیره د دې رسۍ کیلي به دافغانستان سره وي اوداسي نور....

سوله اوامنیت

که په افغانستان کې سوله اوثبات وای نوداپروژه به شل کاله مخکي عملا پېل او یا ممکن بشپړه وای، خودسولې او ډاډ دنشتوالي له کبله  تر اوسه پوري دا پروژه وځنډول سوه، که بیا هم سوله رانه سي  نو داګټوره ، ډیره مهمه او په نړیواله کچه اقتصادي پروژه به هم داسي دخبرو ترحده پاته سي، ځکه امریکایانو هره ممکنه لاره وازمویله خو هدف ته ونه رسیدل، زور، زر،  چلبازي، فشارونه اوفزيکي اومعنوي  رشوتونه خوباالاخره هغوی هم دخپلي سرټمبګۍ لاره بدله کړه.

ددې پروژې امنیت نه دکابل بې واکه او بلواکه اداره ساتلای سي ځکه چې هغوی تراوسه دخپل ځان ساتنه نسي کولای،اونه یې طالبان ساتلی سي ځکه چې هغوی دقرار اوفرار په درشل کې وي،  په یوه معین ځای باندې استقامت نسي کولای، اونه یې خارجي یرغلګر ساتلای سي ځکه هغوی هم ټولي ممکنه لاري وازمویلي مګر یواځي خپلې ککري یې پکښي وخوړلي.

داپروژه یوازي په یوه ملي تفاهم اوتوافق سره ساتل کیدلای سي همدارنګه کیدلای سي چې په حکیمانه توګه دسولې له پاره همداپروژه  دسولې دپېل استفاده ورڅخه  وسي، اوس داپه کار ده چې په سړو مغزو سره مدبرانه فکر  وسي چې دازرین فرصت دلاسه ورنکړل سي  اودا دهیوادوالو راټوکیدلي هیلې په ناهیلي سره بدلي نه سي.

احتیاط اونه لیدونکي خنډونه

مهم خنډونه سیاسي حساسیتونه دي چې افغانان باید هغه په ډیره ځیرکتیاسره په نظرکې ونیسي، هغه کمپنۍ اوهیوادونه چې د اړونده پروژې په اړه دهغوی مستقیم حضور حساسیتونه پار وي په نښه  اومخه یې په حکیمانه توګه ونیول سي، د دې سره سره چې امريکا د چین، جاپان اوځيني نورو هیوادونوسره یوه تفاهم ته رسيدلي خو بیا هم غواړي چې دځينې بانکونو دلاري خپلې کمپنۍ سېمې ته داخلي کړي د ADB بانک په بودجه  سره د Chevron او Exxon   کمپنۍ دیونیکال په عوض داخلې سي چې دابه  روسانو ته کله  هم  د منلونه وي.

کابل اداره بایدد دې  پروژې څخه دسولې له پاره دیوه ښه چانس په توګه  صادقانه ګټه واخلي،  همدارنګه د ملي بنسټ په بنیاد یوه افغان شموله هماهنګي او همکاري رامنځ ته کړي، طالبان جمع  هر منتقد اومبارز  باید ددې  پروژې په  بشپړیدو کې د امنیت او ډاډ په اړه  همکاري وکړي  ترڅودا زرین فرصت بیا ټکنی نه سي.

 ټول افغانان بایدپه یوه بې طرفانه دریځ سره  د کابل په  اداره باندې فشار  راوړي چې د حقیقي سولې له پاره صادقانه  او عملي ګامونه واخلي، نور دا د چل او فریب نه ډک غولونکي کاذب شعارونه په حقیقت سره بدل کړي

دیوه سرلوړي خپلواک هیوادپه هیله