د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

ولی تیمور 17.12.2015 13:26

شـو مـازیـګـر د یـار دیـدن تـه خـامخـا ورزمـه
شـومـه ملنـګ ګـرېـوان شـلیـدلی په ژړا ورزمه

د ژونـدانـه هـره شـیبـه می لیونتوب کې تېر شو
پـه لـیــونتـوب کـې لـیــونـۍ او پـه نسـا ورزمـه

کشتی د مینی می د غم سیلاب کی ګیر پاتې دی
که لاس یې راکړي لږ کـرم وکړي پرما ورزمه

یمـه غـریب ځـکــه اشـنا لـمــا تـوبـې کـوي تـل
هغه چې هر څومره بېزار دی زه به بیا ورزمه

د یار کوڅې او د هغـې د دروازې نـه زار شـم
تیـموره راشــه نـن رقــیب نـه پټ پنــا ورزمـه