د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د نوو او معاصرو پیړیو تاریخ پاتې پوښتنې او ځوابونه

ثناءالله صالحي 12.12.2015 14:53

۵۱ پوښتنه: ولې نایب السطنه نصرالله خان بغیر له مقاومت څخه د خپل مقام نه استعفا ورکړه؟
۵۱ پوښتنې ځواب: نایب السطنه نصرالله خان چې په پیل کې د دربار له محافظه کارانو ملاتړڅخه برخورداره وؤ، وروسته د امان الله خان له تبلیغاتو او اقداماتو د روشنفکرانو له ملاتړ څخه ، ځوانان او د دربار پټ حزب څخه برخورداره وؤ، همدارنګه اردو او خزانه يې په لاس کې وه، بناً نصرالله له جلال آباد څخه کابل ته لاړو او خپله استعفا يې امیر ته وړاندې کړه.
۵۲ پوښتنه: امان الله خان د سلطنت له اعلان څخه وروسته په کومو اقداماتو لاس پورې کړو؟
۵۲ پوښتنې ځواب: په لومړي سر کې د مخالفینو په تصفیه کولو يې اقدام وکړو. کرنیل شاه علي رضا د قاتل په عنوان اعدام کړو او نصرالله خان يې په عمري بند باندې محکوم کړو، محمد نادر د ۲۱ تنو نورو سره خوشی کړای شو.
۵۳ پوښتنه: د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د روسیې او انګلیس ترمنځ متارکې په افغانستان او ایران څه اغیزې لرلې؟
۵۳ پوښتنې ځواب: د روسیې او انګلیس متارکې لامل د دواړو هیوادونو له المان څخه مشترک ډار وو، د متارکې اغیزې دا وې چې د نفوذو سیمې يې وټاکلې ( د ایران شمال روسیه ، د ایران جنوب انګلیس او مرکز بیطرف وه) په ایران او افغانستان کې، د شوروي او انګلیس ترمنځ د ګډوډیو راپورته کیدل وروسته د ۱۹۱۷م کال کمونستي انقلاب څخه، روسيې د کمونستي ايدئولوژی سره د امپریالیستۍ ضد تبلیغاتو باندې لاس پورې کړو. په داسې حال کې چې د نوې امپراطورۍ پراختیا په سمرقند، بخارا او پنجده يې اقدام کولو، د هندي او ترکيې مبارزینو راِغونډیدل په کابل کې، کابل د استعمارضد سیاسي فعالیتونو په مرکز باندې بدلیدل.
۵۴ پوښتنه: امان الله د استقلال د جنګ نه وړاندې د افغانستان ديپلوماتيک اقدامات شرحه کړۍ؟
۵۴ پوښتنې ځواب: امان الله خان په داسې شرایطو کې چې انګریز په جنګ کې ښکېل او د نړۍ وضعيت ستونزمن ؤ، امان الله خان د هيواد دخپلواکۍ اعلان کوي، وايسراې هند ته د نصرالله استعفا خط ليږي او بخارا، سمرقند او تهران ته نماينده ګان د سفيرانو په توګه استوي.
۵۵ پوښتنه: د راولپنډۍ په تړون کې انګریزانو د سولې شرایط تشریح کړۍ؟
۵۵ پوښتنې ځواب: افغانستان ته د وسلې واردولو منع، د هند مرستې قطع کول، د ډيورنډ بيا تصديق او په طورخم کې انګریز په خوښه سرحد ټاکل.
د افغانی هيئت شرایط: افغانستان د خپلواکۍ بشبړ تصديق، خارجي هيوادونو سره روابطو برقرارولو خپلواکي، د ډيورنډ خط تعديل په داسې طريقه چې سرحد ازاد وي او د وزیرستان سيمه افغانستان ته وسپارل شي.
۵۶ پوښتنه: افغانستان د راولپنډۍ تړون په اساس څه ترلاسه او څه دلاسه ورکړل؟
۵۶ پوښتنې ځواب: افغانستان کامله ازادي ترلاسه کړه اما د سرحدي سيمود ملکيت نه بېرته وګرځېده.
۵۷ پوښتنه: دافغانستان او روسیې د اړيکوخرابوالي علتونه څه وه؟
۵۷ پوښتنې ځواب: دافغانستان غوښتنه د پنجدې، خيوه اوبخارا، د شوروي ملاتړ د حزب فيض الله نه اود نوي لاس پوڅي حکومت تأسيس لپاره د بخارا نيول، د افغانستان دولت د بخارا امیر نه ملاتړ وکړو او محدود نظامیان يې ولېږل خو د بخارا امير ماتې وخوړه افغانستان ته راغی څو کاله وروسته اسير او اعدام شو اما مبارزه يې دوام لري د هغې ډلې نه ابراهيم په لقي مشهور ؤ چې ټول عمر يې د شوروي سره په مبارزه تېر کړو.
۵۸ پوښتنه: بخارا نوي حکومت دغوښتنې په اساس افغانستان روابطو قايمولو لپاره ولې مثبت ځواب ورنه کړه ؟
۵۸ پوښتنې ځواب: افغانستان د روسیې ملګرتیا ته ژمن ؤ اوغوښتل يې چې روسيه به د همکارۍ په بدل کې بخارا، سمرقند او پنجدې سيمې په بيرته ورکولو کې مرسته وکړي نو ځکه يې د بخارا امير ته مثبت ځواب ورنه کړه.
۵۹ پوښتنه: د امان الله اصلاحات د فرهنګ اومعارف په لړ کې توضيح کړۍ؟
۵۹ پوښتنې ځواب: مطبوعاتو د نظامنامې په نافذولو سره نوي مطبوعاتو په کارپيل وکړو چې عبارت د انیس، اتحاد مشرقي، ستاره افغان، اتحاد اسلام بیدار، ارشادالنسوان، اتحاد، ابلاغ، اخبارحقیقت، نسیم سحر، نوروز، مجله معارف، مجله اردو، آیینه عرفان، اصلاح او نورې وې.
دا جراید دملي احساساتو او خپلواکۍ غوښتنې بيانونکي وه اوخپل نشرات يې دغربي نړۍ د بدلونونو په اړه هم خپرول او هم يې خپل انتقادات دټولنې دستونزو په زمینه کې په محتاطانه ډول مطرح کول. په ۱۹۲۶م کال کې لومړی ځل راډيوي خپرونې او دستگاه خلکو ته معرفی شوه. امان الله خان د پاچاهۍ په پيل کې په ښاراو ولایتونو کي يوتعداد مکتبونه تاسیس شول. وزارت معارف دمنظم تشکیل نظر په احتیاج دهماغه وخت کار پيل وکړه او وړيا معارف يې د وطن اولاد لپاره اعلان کړو. دفرانسې په مرسته داستقلال لېسه او نجات (امانی) دآلمان په مرسته په کابل کې تأسیس شوې .دې دوره کې يوتعداد افغاني شاگردان تحصیل لپاره اسيایي او اروپایي ملکونو ته ولېږل شول د مکتبونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې.
۶۰پوښتنه: ملکې ثریا ددې اصلاحاتو په مخ وړلو کې څه نقش لره؟
۶۰ پوښتنې ځواب: ملکه ثريا د افغانستان په تاريخ کې یوه روښانفکره ښځه وه لس کاله ډير په جرأت او نه ستړيا مکتب ته تلله او خپلواکۍ نه د دفاع لپاره يې خدمتونه کړي دي او د ټولې شرقي دنيا دښځو لپاره يوه نمونه وه په شل کلنۍ کې سياست پېل کړی د منورو ښځو په مرسته اوملکه ثريا په رهبرۍ دښځو لپاره مستوراتو ښوونځی پرانستل شو همدارنګه د مستوراتو روغتون جوړشو اود ښځو د حجاب لیرې کولو کې يې مهم نقش ولوبولو.
۶۱پوښتنه : محمود طرزي د امان الله خان د اصلاحاتو په پالیسۍ طرح کولو کې څه نقش درلود؟
۶۱پوښتنې ځواب: دا چې محمود طرزی دربار ته نژدې، پوه ،تجربه کار سياستوال او مفکر و نو د امان الله خان په دوره کې علمي، فرهنګي اوپه ډيموکراسۍ راوستلو کې ډېر رول ولوباوه، بهرني روابط، علمي خدمات او فرهنګي کارونه يې ترسره کړه چې ښه بېلګه يې د سراج الاخبار فکري جريده وه.
۶۲پوښتنه : د امان الله خان شخصيت د هغه دپلار دشخصيت سره مقايسه کړۍ؟
۶۲پوښتنې ځواب : حبيب الله په خپل ۱۸کلن حکومت کې ثابت شخصيت نه درلودلو، لومړی يو دينداره، مبلغ، مذهبی، بيا ورسته ديموکرات، اصلاح طلب و، مشروطه غوښتونکي يې اعدام، بې ګناه خلک يې بنديان کړه نوموړی مطلقه واکمن ؤ خو امان الله خان په نفس اعتماد لرلو، صبرناک، وطن دوست، دیموکرات او فعال سړی ؤ.
۶۳پوښتنه : د کلکاني نظامي سابقه او خشونت کارۍ په اړه څه معلومات لرۍ:
۶۳پوښتنې ځواب : د ۱۹۲۰- ۱۹۲۲ کلونوکې د امان الله خان په نمونه یي قطعې کې عسکر و، چې د ترکیې صاحب منصبانو په واسطه تشکيل شوې وه خدمت کاوه. د عسکرۍ په موده کې دغلا په تور ونيول شو او بندي شو. په ۱۹۲۴م کال کې دوه تنه لاره وهونکي ووژل د هغوۍ ټوپکې يې دولت ته وسپارلې اما دتقدير په ځای د عسکري خدمت نه د تېښتې په جرم زنداني شو دې کار په غصه کړو او د زندان نه يې تیښته وکړه او د حکومت په ضد يې پاڅون پيل کړو.
۶۴پوښتنه : حبیب الله کلکاني د ځوانۍ خصلتونه تشريح کړۍ؟
۶۴پوښتنې ځواب : حبيب الله کلکاني د رشوت خورو او غني کسانو څخه غلا کوله او د فقيرانو او بې اسرې خلکو سره يې همدردي لرله، د ښځو به يې احترام کولو اوهيڅ وخت يې د خلکو د ناموس بې احترامي نه کوله.
۶۵پوښتنه : د امان الله خان او کلکاني د مناسباتو خرابوالي علتونه روښانه کړۍ ؟
۶۵پوښتنې ځواب: امان الله تليفوني خبرو په اورېدو سره چې رئيس تنظيمه ته يې ويلې و: د شينوارو ګډوډۍ پاې ته رسولو نه وروسته به د حبيب الله کلکاني حساب ته ورسيږي.
- په امان الله يې اعتماد نه لره، په ځانګړي ډول له زندان څخه د هغه د همکارانو د خلاصون په اړه.
- امان الله ته د نژدي والي مخنیوي، د نادرشاه او د هغه د ملګرو له لورې د سولې موافقه لاسليک کول.
- د مشکل اصلي علت په خپله شاه او ریئس تنظيمه ؤ چې په پيل کې یې حبیب الله تجهيز او تمويل کړ.
۶۶پوښتنه : حبیب الله کلکاني د پاچاهي په اعلان کې ځکه د امان الله شاهي غُنډ وبخښه ددې ځوانمردانه کار علت څه وو؟
۶۶پوښتنې ځواب : دغه غُنډ عسکرچې زياتره يې کندهاريان وه دده په وړاندې په ميړانه جنګيدلي وه، غیرتي او نمک حلاله يې ورته ويلي وه نو بخښنه يې ورته وکړه او ټول يې ازاد کړل .
۶۷پوښتنه : د امان الله خان له کورنۍ اوله نورو زندانيانو سره يې څه رويه وکړه؟
۶۷پوښتنې ځواب: امان الله خان د کورنۍ غړي چې زياتره يې ماشومان او ښځې وې په نرمۍ رويه وکړه او اجازه يې ورکړه چې کولی شی په کابل کې دده د حمايت لاندې ژوند وکړی او يا خپلوانو خواته ته لاړشی. د امان الله خان خان طرفدارانو ته یې وه چنده تنخوا ورکړه، کوم کسان چې کندهار ته تلل هغوی ته یې دلارې کرایه هم ورکړه.
۶۸پوښتنه : دوه مختلفو ډلو نومونه ياد کړۍ چې حبيب الله کلکاني په حکومت کې شاملې وې او اختلافات يې شرحه کړۍ؟
۶۸پوښتنې ځواب : حبيب الله په دوره کې دوه مختلفې ډلې د کلکاني ملګري او او زيات تعداد د سابقه حکومت مقامات و چې يو د بل سره په رقابت کې و،په دويمه ډله کې د افغان او انګریز دجګړې مخکښ (پېشوا) مير مسجدي خان د لمسو نه درې ورونه ، شېرجان د دربار وزير، عطاءالحق خارجه وزيراو فرقه مشر محمد صديق خان د جنوبي سمت تنظيمه رئیس حضور درلود چې اصلاح غوښتونکي وه. دواړه ډلې د يو بل سره رقيبان وه د اصلاح غوښتونکو ډلې به چې اصلاحات راوستل( خصوصا هغه وخت، چې د دويمې ډلې اصلاحاتو به د امان الله خان د اصلاحاتو سره مشابهت درلود) بلې ډلې د کلکاني طرفدارانو لخوا به ورته غير اسلامي ويل کيدل.
۶۹پوښتنه : هغه مهم افراد چې د حبيب الله کلکاني په واسطه اعدام شول نومونه يې واخلۍ، ددې افرادو او هغه کسان چې په بند باندې محکوم شول محاکمه يې څنګه وه؟
۶۹پوښتنې ځواب : لومړي ځل حبيب الله کلکاني د امان الله خان د حکومت مقاماتو حبس او اعدام ونه کړه کله چې د نوي حکومت په ضد تبليغات واوريدل نو د امان الله خان دوه ورونه عبدالمجيد او حيات الله د يو شمير نورو کسانو سره د حکومت په خلاف د جرم په دسيسه کې اعدام شول خو د سابقه حکومت ډېر تعداد خلک لکه وکيل محمدولي خان، ميرهاشم خان، وزيرماليه، عبدالهادي داوي تجارت وزيراو نور لومړی زنداني شول او محکمه بې له شواهدو او اسنادو ترسره شوه.
۷۰پوښتنه : د مشرقي والي علي احمد خان څوځل د پاچاهۍ اعلان وکړو ددې جاه طلب شخص په اړه څه معلومات لرۍ؟
۷۰پوښتنې ځواب : د امان الله خان د استعفا سره د علي احمد خان چې د مشرقي د شورش ختمولو لپاره د امان الله خان لخوا لاړ و، د پاچاهۍ اعلان وکړو او په ۱۹۲۹م کال د جنورۍ په ۲۰ نقيب صاحب اود چهارباغ حضرت چې بانفوذه روحانيون وه دپاچاهۍ پګړې ورته په سرکړه، خو په مشرقي کې د حبيب الله کلکاني يو تعداد طرفدارانو هغه په شراب څښلو بدنام کړو اوڅو بوتله شراب يې د خيمې نه راوويستل پدې ډول يې د پاچاهۍ نه لرې کړو.علي احمد خان يو ځل بيا د پاچاهۍ اعلان وکړو خو ډیر ژر د حبيب الله کلکاني د قواو له لورې يې ماتې وخوړه په دريم ځل د پاچاهۍ ته د رسېدو په موخه د فرصت نه د استفادې په موخه د همفريز نه مرسته وغوښته خو هغه مثبت ځواب ور نکړه.
۷۱پوښتنه : د کابل او ولاياتو روحانيونو د امان الله خان د پاچاهۍ په نسکورولو او د اصلاحاتو سره په مقابله کې څه نقش يې ولوباوه؟
۷۱پوښتنې ځواب : د علي احمد پرسر د پاچاهۍ پګړۍ د حضرت صیب چهارباغ، په پکتيا کې د نقيب د ګيلاني پلاراو شيخ المشايخ د شور بازار د ده پرخلاف راپورته شول.
۷۲پوښتنه : د امان الله خان پر وړاندې د پاڅون د ګډوډۍ نه وروسته مشرقي وضعيت څنګه و؟
۷۲پوښتنې ځواب: د امان الله خان په وړاندې د پاڅون څخه وروسته د مشرقي وضيعت ډېر خراب وو، د امان الله خان ماڼيو ته يې په جلال اباد کې اور ورته کړ، امان الله خان په شينوارو کې د دوو کسان ترمنځ د شخړې په وخت کې د ظالم ملاتړ وکړ دا کار ددې سبب شو چې شینوارو پاڅون وکړو.
۷۳پوښتنه : دغلجيو او سليمانخيلو قبيلوسردارانو د کندهار نه تر غزني پورې د امان الله خان لښکر د حرکت په وړاندې د خنډونو په ايجادولو کې څه رول لرلو؟
۷۳پوښتنې ځواب: امان الله خان چې د نوي لس زره کسيز لښکر سره د کابل په لور حرکت وکړ، غلجيانو د غزني او قلات ترمنځ چې د امان الله خان سره يې مخالفت درلودو لارې ته راووتل خو په دې وخت کې زر کسيزه هزاره لښکر د امان الله خان په ملاتړ هم راووتل چې له جاغوري منطقې څخه يې تير کړي او په دې سره يې د امان الله خان له لښکر سره مرسته وکړه.
۷۴پوښتنه : په غزني او مزار کې د امان الله خان د قواوو په ملاتړ کې د هزاره خلکو نقش شرحه کړۍ؟
۷۴پوښتنې ځواب : د هزاره وو نقش د امان الله خان څخه په غزني کې دا وو چې زر کسه په جاغوري کې د امان الله خان استقبال ته راووتل او د مقر په يوه مهمه نقطه کې ځای ونيو او د امان الله خان له لښکر سره يې مرسته وکړه چې د کابل په لورحرکت ته ادامه ورکړي.
۷۵پوښتنه : اشرف اغا څوک ؤ او د کندهار خلکو په تحريک کې د امان الله خان د ملاتړ په موخه څه نقش ترسره کړو؟
۷۵پوښتنې ځواب : اشرف آغا د کندهار يو روحاني شخصيت ؤ، چې د خلکو زيات ملاتړ يې درلودلو د امان الله خان ملاتړ يې وکړو او د امان الله خان لپاره يې خلک منظمول.
۷۶پوښتنه : ولې غلام نبي خان او شجاع الدوله په مزار او هرات کې ونه توانېده چې حبيب الله کلکاني د قواوو په وړاندې مقاومت وکړي؟
۷۶پوښتنې ځواب:غلام نبي خان او شجاع الدوله روسي عسکرو او جنګي الوتکو په ملاتړ د کلکاني د عسکرو په وړاندې سخت وجنګيدل او د کلکاني لښکر يې له ماتي سره مخ کړخو وروسته روسي فوځونه بيرته ستانه شول او بلې خوا ته دافغانستان څخه د امان الله خان د وتلو څخه خبر شول، د کلکاني د عسکرو په وړاندې يې روحيه ماته شوه، بله مسئله چې کله دوی د کلکاني قواوو ته ماتې ورکړه نو د هرات پرلور روان شول مخکې له دې چې هرات ته ورسیږي نو د هرات خلک یې د دوی په مقابل کې هڅولي وو او بل د هرات په اردو کې شخړه وشوه چې ډېر کسان په کې ووژل شول.
۷۷پوښتنه : د همفريز او نورو انګریزي مقاماتو سره د نادر خان اړیکې شرحه کړۍ، همدا ډول روښانه کړۍ چې آيا د نادر خان نهایي موخه په افغانستان کې د انګریزانو د موخو سره سازګار وو يا دا چې ترمنځ يې ډیر توپیرونه لرل؟
۷۷پوښتنې ځواب: نادرخان همفريز ته وويل، چې انګریزان د افغانستان حکومت لپاره څوک غواړي؟ همفريز وويل هرڅوک چې افغانستان کې يو پايدار حکومت راولي نو له دې خبرې څخه نادرخان خوشحاله شو. د امان الله خان له استعفا وروسته نادرخان او دوو ورونو یې له فرانسې سفارت څخه ویزه واخیسته او بمبيي ته لاړل انګریزانو ته یې وویل چې د انګریزانو د سیاست پلوي دي؛ خو په دې شرط چې د افغانستان خپلواکي له منځه لاړه نه شي. انګریزانو ته نادرخان ډاډ ورکړی ؤ چې کومه غوښتنه امان الله خان کړې چې کندهار ته دې راشي هغه مې ونه منله له هغه به هیڅ ډول ملاتړ ونه کړم.
۷۸پوښتنه : د نادرخان په وخت کې د دولت د خزانې وضعيت څه ډول ؤ ؟
۷۸پوښتنې ځواب : يوه برخه خزانه او نور مالونه امان الله خان د ځان سره کندهار ته يوړل. يوه برخه حبيب الله کلکاني کوهدامن ته يوړل او هغه چې پاتې ول هغه د نادرخان طرفدارانو قومي خلکو چورکړل.
۷۹پوښتنه : عبدالرحيم خان د چا نايب سالار و او په اداره کې يې څه تحول ايجاد کړ؟
۷۹پوښتنې ځواب: عبدالرحيم خان په هرات کې د کلکاني نايب سالار و، چې هلته يې ښه اداره تشکيل کړې وه، هملته پاتې شو او د نادرشاه سره يې بيعت وکړ. د هرات نيمه خپلواکه اداره تر دوه کاله پورې د همده سره وه او بيآ د نادرخان په وسيله دې ولايت ته نوی نايب الحکومه وټاکل شو.
۸۰ پوښتنه : د نادرخان کابينه تشريح کړئ او د کلکاني د کابينې سره يې پرتله کړئ؟
۸۰ پوښتنې ځواب: د وزارتونو رياست يې په خپله واخیست، محمد هاشم خان صدراعظم، شامحمود خان حربيه وزير ؤ دوه کسان د امان الله خان د کابينې څخه وو، فيض محمد خان خارجه وزير،علي محمد خان د پوهنې وزير، فضل عمرمجددي عدليه وزير، محمد ګل خان مومند داخله وزير. په دې کابينه کې دنورو قومونو استازي نه وه. د دواړو د کابينې کسان د نژدې کسانو او کورنۍ څخه وه.
۸۱ پوښتنه : د نادرخان په خپله لس فقره يي ابلاغيه کې د امان الله خان کوم اصلاحي پروګرامونه لغوه کړل؟
۸۱ پوښتنې ځواب : په دې ابلاغيه کې يې د دولت د خط مشي په عنوان اساسي قانون او نور ټول قوانين چې د امان الله خان د اصلاحاتو وه د بطلان خط کش کړ. د محاکمو اداره يې ديني عالمانو ته وسپارله. داحتساب اداره يې د فقې د احکامو نه د نظارت او تطبيق په موخه دویم ځل تأسيس کړه، ښځې يې په حجاب مکلفې کړې.
۸۲ پوښتنه : د نادرخان په اساسي قانون کې قدرت د چا په انحصار کې ؤ؟
۸۲ پوښتنې ځواب : نادرخان چې لويه جرګه راوغوښته د هغه لس فقره يي ابلاغيه د نهمې مادې په اساس په (۱۱۰) مادو کې د هېواد اساسي قانون تصويب کړ. د خپلې پاچاهۍ تائيد يې وکړ، د ديني عالمانو او پاچا ترمنځ د قدرت تقيسم که څه هم په ظاهري ډول په هېواد کې د مشروطه نظام غوښتونکی و.
۸۳ پوښتنه : د نادرخان د ملي شور او مشرانو مجلس صلاحيتونه او ترکيب واضيح کړئ؟
۸۳ پوښتنې ځواب: ملي شورا چې په ۱۹۳۰م کال کې دايره شوه، غړي يې د قبائیلو مشران او نورو قومونو نه په کابل کې دايره شوه. ددې شورا غړي (۱۰۵) کسان وو او په (۱۱۰) مادو کې يې اساسي قانون تصويب کړ. د نادرخان د پاچاهۍ تائيد و، ملي شورا د يو مشورتي مجلس شکل درلود. نادرخان د ملي شورا څخه وروسته د مشرانو مجلس(مجلس اعيان) چې د (۲۷) کسانو څخه جوړ ؤ په خپله غوښتنه يې تأسيس کړو.
په ۱۹۳۲م کال کې يې يو بل مجلس چې له هر ولایت څخه دوه کسان او دوه کسان يې له کابل څخه خپله تعين کړل. د دې مجلس زيات کسان د ده له کسانو څخه وه.
۸۴ پوښتنه : حکومت د کوهدامن د خلکو پاڅون د چا په وسيله وځپلو؟
۸۴ پوښتنې ځواب : د جنوبي قومونو په وسيله.
۸۵ پوښتنه : ابراهيم بيګ څرنګه د ماتې سره مخ شو؟
۸۵ پوښتنې ځواب: په ۱۹۳۱م کال کې د ماورالنهر مجاهدينو د ابراهيم بیګ په مشرۍ د شوروي سره په جګړه اخته و او نادرخان د شاه محمود(حربيه وزير) قطغن ته وليږه. نادرخان د قبايلو په مرسته ابراهيم بیګ او کسان يې مجبور کړل، چې له امو نه تير شي او د هغې په تعقيب ابراهیم بیګ د شوروي په واسطه ونيول شو او اعدام شو.
۸۶ پوښتنه : د نادرخان، محمد ولي خان او طرزي د اختلافونو ريښه شرحه کړئ؟
۸۶ پوښتنې ځواب : د امان الله خان د حکومت په وخت کې چې نادرخان د حربيه وزير ؤ، د طرزي او محمد ولي خان روشنفکران او د اماني حکومت بانفوذه کسان وه اختلاف پيدا کړ. د هغه ملاتړ د انګریز ضد قبایلي خلکو څخه امان الله خان دې ته مجبور کړ، چې محمد ولي خان د حربيه وزير وټاکي، چې دا عمل د نادرخان د کينې لامل شو. د روشنفکرانو ملاتړ د محمد ولي خان سره ؤ اود محافظه کارو ملاتړ د نادر خان سره وو.
۸۷ پوښتنه : دمحمد ولي خان د محاکمې په اړه څه پوهيږئ او ولې يې د محمود سامي سره یوځای اعدام کړو؟
۸۷ پوښتنې ځواب: د اصلاح په ورځپاڼه کې محمد ولي خان او محمود سامي د ملي خيانت په تور د نيولو امر نشر شو. محمود سامي يې د محمد ولي خان سره ځکه يوځای اعدام کړ، چې هغه نفرت چې خلکو د محمود سامي څخه درلوده، محمد ولي خان ته سرايت وکړي. د حبيب الله سره د همکارۍ په تورد غلو په نيولو کې غفلت، د سلطنت لاسته راوړل او داسې نور.
۸۸ پوښتنه : د غلام نبي خان چرخي د قتل صحنه په څو جملو کې وليکئ؟
۸۸ پوښتنې ځواب : له هغه وروسته چې چرخي د نادرخان د دولت سره د همکارۍ وړانديز قبول نه کړ، نادرخان هغه په دلکشا ماڼۍ کې په وحشيانه شکل د زينې په وړاندې د ټوپک په قنداغونو د ارګ د يومحافظ لخوا په بې رحمانه ډول ووژل شو.
۸۹ پوښتنه : سيد کمال څوک و او ولې د نادرخان ورور محمد عزيزخان ترور کړ؟
۸۹ پوښتنې ځواب : سيد کمال په برلين کې افغاني محصل و چې خپلې زده کړې يې پوره کړې وې او د نادر شاه ورور محمد عزيز خان يې وواژه، علت يې د انګریز نفوذ په افغانستان کې، د امان الله خان طرفدارې ځکه چې هغه دامان الله خان د لورې زده کړو ته استول شوی ؤ او د نادر خان سختګیره حکومت او ديکتاتورۍ له امله يې دغه عمل سرته ورسو.
۹۰ پوښتنه : د نادرشاه د ترور صحنه توضيح کړئ؟
۹۰ پوښتنې ځواب : په ۱۹۳۳م کال کې د دلکشاه ماڼۍ په چمن کې چې يو کال مخکې غلام نبي خان چرخي د قنداغونو په وسيله ووژل شو، د معارف شاګردانو ته د انعامونو د ویشلو محفل ته شاه د ماسپښين درې بجو څخه وروسته راغی، چې د استقبال له دويم صف څخه يو اولس کلن ځوان چې د نجات لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی وو په تفنګچې باندې يې ترور کړو.
۹۱ پوښتنه : د نادرخان فرهنګي او اقتصادي چارې شرحه کړئ؟
۹۱ پوښتنې ځواب: جمعیت العلماء اسلام او دارالعلوم يې تأسیس کړل، کوم مکتبونه چې تړل شوي وه بېرته پرانیستل شول، په ولایاتو کې یې ښوونځي تأسیس کړل، طبي مؤسسه یې په په کابل کې تأسیس کړه، ۵۰۰ جریبه ځمکه چې په علي آباد کې وه پوهنتون او روغتون ته وقف کړه، ښځو ته یې د تعلیم زمینه برابره کړه، په مستورات کې د قابلګۍ کورس جوړ کړ، کومې کارخانې چې په ټپه ولاړې وې بېرته فعالې کړې، اولین بانک یې د پنځو میلیونو افغانیو په سرمايې فعال کړ.
دملي اقتصاد په برخه کې چې سقاوي انقلاب په دوران کې ددولت ټولې منقولې دارايي ګانې له منځه تللې وې، ارګ چور او دولتي ادارات وران شوي وو. بیا د هیواد پالو افغانانو په لاس په پښو ودریدل. د هیواد چارې په هیواد مین ځوانانو، عملي اقتصاد پوهانو، لکه عبدالمجید زابلي او همکارانو ته چې ملي هیوادپال تاجران وو وسپارل شو. زابلي او همکارانو يې په لنډه موده کې ملي بانک او د افغانستان بانک جوړ او په خپل اعتبار يې د تجارانو اعتماد جلب، تجارتي شرکتونه يې تأسیس اود هیواد دصنعتي کیدو بنسټونه يې کېښودل. اعلیحضرت محمد نادرخان له معارف نظام سره مینه لرله او د هغوې دتشویق لپاره يې په خپله په خپل لاس انعامات ورکول.
۹۲ پوښتنه : د نادرخان شخصيت د عبدالرحمن خان سره پرتله کړئ؟
۹۲ پوښتنې ځواب : دواړه واک غوښتونکي او د هغه کسانو په وړاندې يې ظالمانه چلند کاوه، چې د دوی سره يې د واک د شريکيدلو امکان موجود ؤ او يا د يو ډول اصلاحاتو غوښتونکي وه. نادرخان چې کله پاچا شو د امان الله خان په اصلاحاتو يې د بطلان کرښه راکاږله او امير عبدالرحمن خان هم د امير شېرعلي خان د کابينې تشکيلات ونه منل؛ ځکه د دولت په مهمو کارونو کې يې په چا باور نه کاوه، نو ادارې يې داسې جوړې کړې چې په مستقيم ډول يې د نظرلاندې وې. په عين حال کې صدراعظم، حربيه، داخله او خارجه وزير هم و. نادرخان هم وزارتونه خپلو او خپلوانو ته ورکړل.
۹۳ پوښتنه : شورویانو د داود خان د کودتا په اجراکولو کې څه رول ولوباوه؟
۹۳ پوښتنې ځواب: که څه هم شوروی اتحاد د نوموړي کودتا د تنظیم او د اجرا په اړه انکار وکړخو یو افغان افسر په قول چې دین محمد نومیده د احمدشاه مسعود ورور ؤ له کودتا څخه تقریباً یوه اونۍ مخکې (۱۳۵۲هـ.ش یا د ۱۹۷۳م کال) د چنګاَښ په ۱۶ (یا د جولای په ۹) نېټه د شوروی اتحاد ۱۲۰ تنه ټانکستان له ۵۲۶ روسي ټانکونو څخه په ګټه اخیستو سره کابل ښار ته راننوتي وو. چې ټانکونه یې د جمهوري ریاست او د کابل راډیو پر لورې سوق کړل.
فرهنګ په خپل کتاب”افغانستان در پنج قرن اخیر“ کې وایي چې کله دی د پراګ په ښار کې د افغانستان سفیر و، په کابل کې د امریکا د سفیر، نیومن، د ترور له نقشې څخه خبر شو او دغه قضیه یې له موسی شفیق چې د بهرنیو چارو وزیر و، شریکه کړه او په دې توګه یې ددغې طرحې او نقشې له اجرا څخه مخنیوی وکړ.
کودتا په نقشه کې خلق ګوند د غړو لکه محمد رفیع، محمد اسلم وطنجارعبدالحمید محتاط او د عبدالقادر پیلوټ ګډون ؤ، ددغه ګوندمشر، ببرک کارمل چې کی. جې. بې عامل و،بل پیاوړئ دلیل د شورویانو جدول په دغه کودتا کې و.
فرهنګ په خپل نوموړي کتاب کې د تایمز له مجلې څخه د (۱۹۸۲م کال د نوامبر د میاشتې په ۲۲ ګڼه) له ولادیمیر کازیچین څخه نقل قول کوی چې د حکومت سلوتنو لوړو پوړو کارکوونکو او د خلق د ډموکراتیک ګوند غړي (چې په خلق او پرچم ډلو پورې اړوند وو) چې د شورویانو د استخباراتو د دستګاه په خدمت کې وو.
۹۴ پوښتنه : افغانستان په اردو کې د شورویانو نفوذ په اړه د دولت ناخبرتیا او د نه مخنیوی لاملونه کوم وو؟
۹۴ پوښتنې ځواب : پر سردار محمد داوود خان باندې ډېر زیات اعتماد لرل. د همداسې د سایسو د مخنیوی لپاره د حکومت یا مقاماتو محافظه کاري د سردار محمد داود خان او شاهي د نورو خانه داني غړیو له خوا. له دسیسه کارانو سره د استخباراتو همکارۍ .
۹۵ پوښتنه : له کودتا څخه مخکې چنګاښ په ۲۵ نېټه ترسره شو، دکودتاچیانو کړنې اواقدامونه توضیح کړئ؟
۹۵ پوښتنې ځواب : د هغه مقاومت فلج کول چې انګېرل کېده ځینې افراد به ښايې د کودتا د اجرأ د مخنیوي لامل شي. مخابراتي دستګاو لکه راډیو، تلویزیون او نورو مهمو ولایاتو کې د کودتاچیانو کامل او ژر تر ژره تسلط. د کابل او نورو مهمو ولایاتو د مهمو مشرانو او قوماندانانو توقیف او تر نظارت نیول. د عبدالقدیر نورستاني په نوم د پولیسو قوماندان په ارګ کې مقررول.
۹۶ پوښتنه : ولی ظاهرشاه بې له کوم مقاومت او سیاسي شخصیتونو سره د مشورې پر بنسټ له روم څخه استعفا ورکړه او داود خان حکومت یې تأیید کړو؟
۹۶ پوښتنې ځواب: په روم کې د نور احمد اعتمادي په ډېر اصرار سره د محمدظاهر شاه استعفا وروسته له هغه چې ظاهر شاه له کودتا څخه خبر شو د ایټالیا له سویلي سیمې څخه روم ته راغی او د افغانستان په سفارت کې ځای پر ځای شو. ظاهر شاه استعفا ورکړه او په عوض کې سردار محمد داود خان د شاه ولي خان له زوی سردار ولي پرته د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړه چې روم ته لاړه شي.
۹۷ پوښتنه : ولې د خلق د ډیموکراتیک ګوند غړي په ځانګړی ډول د پرچم ډله د دواد خان له کودتا څخه ښه هرکلی وکړ؟
۹۷ پوښتنې ځواب: ځکه چې، اردو، چپګرا غړو، طرفدارانو او د ملت نورو افرادو چې د شاهي نظام له بیکاره ګۍ څخه په تنګ شوي وه د کودتا څخه یې ملاتړ وکړو. همدارنګه له سردار محمد داود خان سره د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم د ډلې نږدیوالی د محمدظاهر شاه د سلطنت پر ضد د هغه د کودتا لامل شو.
۹۸ پوښتنه : د سردار محمد دواد خان د کابینی د ترکیب په اړه په څه پوهیږئ؟
۹۸ پوښتنې ځواب: د چنګاښ په ۲۵ نېټه د دولت د رئیس او د صدر اعظم په توګه د سردارمحمد داود خان ټاکل. د زمري په ۱۱ نېټه د کابینې د غړیو تأیید. شپږ تنه غیر سازماني کسان، داود خان، دکتورعبدالحمید، انجینر فایق، دکتور وردګ، دکتور نوین او دکتور سکندر. پنځه تنه هغه کسان چې د پرچم له ډلې سره یې تړاو درلود: سید عبدالاله، فیض محمد، انجنیر عبدالحمید محتاط، باختري، وفادار.
حسن شرق او نعمت الله پژواک چې په لومړي سرکې په خپلواک او آزاد نظر خلک برېښېدل، په پایله کې د پرچم له ډلې او شورویانو سره د هغوی هم تړون ښکاره شو. دا هم معلومه شوه چې جلالر هم د پرچم د ډلې له پلویانو څخه ده.
۹۹ پوښتنه : د هغې پردې ترشا طرحه چې د پرچم د ډلې لخوا د دواد خان د حکومت د اړولو لپاره په نظر کې نیولې شوې وه، تشریح کړئ؟
۹۹ پوښتنې ځواب: د خلق او پرچم د ډلی طرحه او نقشه:
د سردار محمد داود په ذریعه په لومړي پړاو کې د اسلامې ډلو له منځه وړل.
په دوېم پړاو کې په اردو کې نفوذ کول، د سردار داود له منځه وړل او د قدرت غصبول.
۱۰۰ پوښتنه : ولې پرچمیانو محمد هاشم میوندوال شکنجه کړ او بیا یې ووژلو؟
۱۰۰ پوښتنې ځواب: د میوندوال د وژلو لاملونه عبارت دي، د داود خان له کودتا څخه مخکې د ظاهر شاه د شاهی نظام پرزول او صمد غوث په ادعا پاکستان په دغه دسیسه کې رول درلود، خو په دغه مورد کې کوم سند موجود نه دی. غیرې دولتي او غیرې پرچمي عناصر داسې ادعا کوي چې د هغو د نیولو دسیسه د پرچم د ډلې له خوا البته د سردار داود خان په ملاتړ طرحه شوې وه.
د فرهنګ په وینا د ظاهر شاه د سلطنت د پرزولو طرح د محمد هاشم میوندوال په ذهن کې موجوده وه او دغه موضوع یې له هغه (فرهنګ) سره په یوګوسلاویا کې چې دی هلته سفیر و شریکه او طرحه کړې وه. فرهنګ ددغې خبرې اترې په ترڅ کې د مشروطه شاهۍ له پیاوړتیا څخه خپل ملاتړ ښودلی و نه د میوندوال له طرحې څخه. څرنګه چې په نظر کې نیول شوي و چې د داود خان په نظام کې په واشنګټن کې د سفیر په حیث مقرر شي، پرچمیانو نه غوښتل چې نوی حکومت له غرب سره نژدی اړیکې ولري نوهغه یې له منځه یووړ. د فرهنګ په وینا د هاشم میوندوال وژنه د سردار داود خان له اجازې څخه پرته د پرچمیانو د عناصرو له خوا سرته ورسېده، خو د هغه ځان وژنه د داود له خوا تأیید شوه او ددې مطلب د زیات تأیید لپاره یې د یو شمېر نورو کسانو د اعدام فرمان هم صادر کړ.
۱۰۱ پوښتنه : د داود خان د حکومت د تش په نامه مرکزي کمیټې رول د نورو مهمو مقامونو او حکومتي حساسو چارو په اړه تشریح کړئ.
۱۰۱ پوښتنې ځواب : د مرکز کمیټې له خوا د ۱۳۴۳هـ.ش کال اساسي قانون له لغوه کولو څخه وروسته دغه احکام اعلان شول، مرکزي کمیټي ته د پخوانۍ مقننې قوې د واک تفویض او د مخلوع پاچا صلاحیتونه مرکزي کمیټې ته.
۱۰۲ پوښتنه : د سردار محمد داود خان د بحراني خبرو اترو په اړه له بریژنیف سره کومې وې؟
۱۰۲ پوښتنې ځواب : کرملین محمد داود خان ته د دوستانه سفر لپاره مسکو ته بلنه ورکړه کله چي لاړو نو په دويمه ورځ : لئونید بریژنف رئیس خبرې کولې داود ته يې مخ کړو وې ويل چې ناټو کارکونکي د ملل متحد په مرستندويه پروژو کې زيات شوي دي دا زمونږ لپاره خطردی افغانستان باید دا کم کړي داود دې خبرې اورېدلو سره په قهرشو بریژنف ته يې وویل څه چې تا وويل د افغانستان کې ښکاره مداخله ده ميز يې پرېخود د وتلو دروازې ته لاړ بريژنف هم ورپسې ورغی داود ته يې وويل تا زما د ملاقات غوښتنه کړې وه ته يې وخت وټاکه داود وويل نور ملاقات ته اړتيا نشته اطاق يې پرېښود او افغانستان ته راغی. داود خان د کیڼ اړخو او ښي اړخو ډلو له زیاتوالي تنګ شوی وو اوغوښتل یې یوه بله لاره او ملګری پیداکړي ولې مسکو درست ځواب ورنه کړ چې په دې توګه داود خان ملاقات ختم کړو او له اسلامي هېوادونو سره یې د ملګرتیا لاره غوره کړه چې په دې ترڅ کې د ایران پاچا دوه میلیونه ډالرو ژمنه وکړه.
۱۰۳ پوښتنه : سردار محمد داود خان په خپلو آخرنیو هڅو کې په افغانستان د شورویانو د نفوذ د کمښت په اړه په کومو اقداماتو او کړنو لاس پورې کړ او ولې ناکام شو؟
۱۰۳ پوښتنې ځواب : محمد داود خان د خلقيانو او پرچميانو په نيولو لاس پورې کړو، اسلامي اوعربي هيوادونو سره يې اړيکې ونيولې او اړیکې يې ورسره ټينګې کړې خو پدې ناکام شو چې خلقيانو د موقع نه ګټې اخستنې سره دولت په سياسي او نظامي ادارو کې نفوذ کړی وو او مخکې نه يې د داود د لرې کولو منظم پلان جوړ کړی وو ترڅنګ يې دفاع وزير حيدر رسولي هم داود ته احوال نه ورکولو له دې امله د داود هڅو او د هغه سره د مرستې مخه ډب شوه.
۱۰۴ پوښتنه : له هغو ملي او پیاوړو شخصیتونو څخه نوم واخلئ چې د پرچم د ډلې له خوا د سردار داود خان په فرمان شکنجه او اعدام شول؟
۱۰۴ پوښتنې ځواب : خان محمد خان وزیز، هاشم میوند وال، عبدالرازق خان او نور ۴۵ کسان اعدام او په شهادت ورسېدل.
۱۰۵ پوښتنه : سره له دې چې داود خان له لویو اشتباهاتو سره مخامخ شو او کمزوری رهبري یې درلوده، خو ولی بیاهم د خلکو په منځ کې زیات محبوبیت لري؟
۱۰۵ پوښتنې ځواب : په اقتصادي برخه کې یی ځانګړی سیاست درلود د بېلګې په توګه پنځه او لس کلن پلانونه، د وطن پالنې روحیه، چې بېلګه یې د ډیورند د کرښې بیا لاسته راوړل بللی شو، په خارجي او دا خلي برخو کې ځانګړي سیاست په واسطه د خلکو په منځ کې زیات محبوبیت لري.
۱۰۶ پوښتنه : د داود خان او کمونیستانو د کودتاګانو توپیرونه توضیح کړئ؟
۱۰۶ پوښتنې ځواب :
• د دواد خان د سپینې کودتا خلاف، دغه کودتا عمداً په وینو لړلۍ او جنایتکارانه شکل یې درلود او د هيواد تاریخ ته یې د عامه قتل او وژنو او د بشري ضد جنایتونو بڼه ورکړه.
• د دغه خوځښت مجریان خلقیان، پرچمیان او نظامیان او د شورویانو استخباراتي اعمال وو.
• د سردار داود خان د کودتا په خلاف، د ثور د کودتا مجریانو داسې دنده درلوده چې خپل مخالفین جسماً نابود کړي.
• ددغې کودتا اکثر کسان داسې افراد وو چې د داود خان د ۱۳۷۳هـ.ش کال په کودتا کې یې کلیدي رول درلود. عبدالقادر پیلوټ، اسلم وطنجار، اسدالله سروري، ګلاب زوی، شیرجان مزدوریار، سید داود تړون او داسې نور.
• ټول هغه کسان چې په دې کودتا کې یې لاس درلود په شوروي اتحاد کې یې تحصیل کړی و او د خلق د دیموکراتیک ګوند د خلق او پرچم په ډلو پورې یې تړاو درلودل. باید ووایو چې عبدالقادر پیلوټ د هوایي ځواکونو د رهبر، رفیع او وطنجار د زرهدار د ځواکونو د سوق ورکوونکو رول په کودتا کې لوبولو.
۱۰۷ پوښتنه : د کمونیستي کودتا په اړه د شورویانو نظامي رول تشریح کړئ؟
۱۰۷ پوښتنې ځواب : د ثور په کودتا کې د شوروي رول په لاندې ډول دی.
• د ف لبیب په قول د کودتا دستور په کابل کې د شوروی په سفارت کې برابر شو او د یو صاحب منصب په ذریعه چې سورګل نومیدو حفیظ الله امین ته ولیږل شو.
• فرهنګ د دکتور ش.ن حق شناس په قول وايي چې روسی جټ الوتکو د تاشکند له هوايي میدان څخه والوتلې او جمهوري ارګ یې د شپې تر دریو بجو په تکرار سره بمباران کړ.
• سید قاسم رشتیا وايي چې مسکو څو میاشت مخکې د کودتا طرحه کړي وه او د هغه د تطبیق لپاره یې یو پلان جوړ کړی و.
• کلایب نایر هندوستاني ورځ پاڼه لیکونکی وايي چې د کابل ځینو اوسيدونکو په خپلو سترګو روسي افراد د کابل په ښار کې لیدلي وو.
• ببرک کارمل په یوه مرکه کې د هند یو ورځ پاڼه لیکونکي ته ویلي وو چې ”انقلاب د روسانو غوښتنه وه “.
شوروي ورځ پاڼه لیکونکی، کازیجکین چې د کې. جې. بې مخکنی مامور و د نیویارک ټایمز ورځ پاڼې (د ۱۹۸۲م کال د نوامبر د میاشتی ۲۲ نېټې) ته ویلي وه چې د خلق د دیموکراتیک ګوند د خلق او پرچم د ځینو رهبرانو د پوښتنې په ځواب کې چې د شوروي له سفارت څخه یې په کابل کړې وې، د کودتا د وقوع په اړه یې ویلی وو چې دوی له دغسې حرکت څخه ملاتړ کوي.
۱۰۸ پوښتنه : د خلق او پرچم د ډلو د نظر اختلاف د هغه سلوک په اړه چې د کودتا په جریان کې له داود خان سره وشو تشریح کړئ؟
۱۰۸ پوښتنې ځواب : د داود خان د مرګ او ژوند په اړه د خلقیانو او پرچمیانو مخالفت:
• د سهار له څلورو بجو څخه وروسته کله چې د ارګ د مدافعانو مقاومت ختم شو سردارمحمد داود د کودتا له دوه رهبرانو سره له اسلم وطنجار او عبدالقادرپیلوټ سره د مذاکرې غوښتونکی شو.
• د خلق د دیموکراتیک ګوند په مرکزي کمیټه کې، ببرک کارمل او د هغه د پرچم ډلې پلویانو ومنله، ځکه چې هغوی غوښتل چې د داودخان په نوم قدرت او ځواک غصب کړي.
• خو د خلقیانو مشرانو د داود خان وړاندیز رد کړ او د هغه د نیولو دستور یې ورکړ. فرهنګ د ف.لبیب له قوله چې د حادثې جریان یې د امام الدین له خولې نه چې د ټانک یو صاحب منصب و داسې وایي چې له کودتا څخه یوه اونې وروسته یې خپلو دوستانو ته داسې ویلي وو چې: ”زما زره پوش د ارګ د شرقی دروازې مخکې د آماده باش په حالت کې ولاړ و. سهار د ثور په ۸ نيټه کله چې د ګارد قطعات یو له بل پسې له سپینو بیرغونو سره خپله تسلیمی اعلانوله، ماته امر وشو چې داود خان ونیسم. که څه هم مخکې داود خان له مونږ سره په اړیکه کې و او غوښتنه یې کړې وه چې د کودتاچیانو له رهبرانو سره خبرې اترې وکړي او مرکزي کمیټې هم قبوله کړې وه او پرېکړه یې کړې وه چې دغه کار باید وشي پرما باندې امر وشو چې ارګ ته داخل شم“.
کله چې ارګ ته ننوتو د ماشینګنو پراګنده ټکونه اورېدل کېده. د ارګ په دننه کې چې له لومړني کس سره می کتنه وکړه هغه ګل آقا وو. زه پوهېدم چې ګل آقا زمونږ سړی دی. ګل آقا له ما سره جوخت روان شو او زه یې هغه اتاق ته یوړوم چې داود خان پکې ناست وو. کله چې د خپلو امنیتي افرادو او د ګل آقا سره هغه اطاق ته ورننوتو ومولیدل چې داود خان له ۱۰ نورو کسانو چې پلویان او د کورنۍ غړي یې وو، مسلح منتظر وو. له ځان سره می وویل چې زما ژوندی پاتې کتل محال دي، په دغه وخت کې ګل آقا داود خان ته رسم تعظیم وکړ او ویې ویل: کودتا یې افراد غواړي چې له تاسو سره ملاقت وکړی. داود له ټولو نه مخکی ولاړ وو. ماهم په لوړ آواز وویل ”د خلق د یموکراتیک ګوند په امر تاسو خپل سلاح پر ځمکه کېږدئ او تسلیم شي“. داود ځواب ورکړو، کمونیستانو او د هغوی مزدورانو ته نه تسلیمیږم. په ډېر سرعت یې زما خوا ته فیر وکړ. زه په نور شي پوه نه شوم. یوازې دومره مې په یاد ده چې یو جناحي فیر مې وکړو او وروسته بېهوشه شوم. کله چې مې سترګې لوڅې کړې ومې لیدل چې په شفاخانه کې وم. د فرهنګ په وینا دغه یو جامع بیان دی چې هغه ته په دغه اړه رسېدلی دی.
۱۰۹ پوښتنه : ولی سردار داودخان ونه غوښتل چې د کودتا په بهیر کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له ارګ نه ووځي؟
۱۰۹ پوښتنې ځواب: ویل کیږي چې داود خان د دوو لاملونو پر بنسټ ونشو کړای چې له ارګ څخه ووځي: (۱) د هغه د کورنۍ غړي د ارګ په داخل کې وو. (۲) کله چې یې له ارګ څخه یې د وتلو هوډ وکړو د هغه پر حامل موټر باندې د مرمۍ فیر وشو او هغه مجبور شو چې له ارګ څخه د وتلو له قصد څخه منصرف شي.
۱۱۰ پوښتنه : د خلق ډیموکراتیک ګوند حکومت د کابینې ترکیب توضیح کړئ؟
۱۱۰ پوښتنې ځواب : د ثور د کودتا د کابینې ترکیب:
• د کابینې شمېر ۲۱ تنه
• د خلق د ډلې شمېر په کابینه کې ۱۲
• د پرچم ډلې شمېر په کابینه کې ۹ تنه
نور محمد تره کي دری دندې ځانته نیولی وې: (انقلابي شورا ریاست، د وزیرانو شورا ریاست او د حزب د منشی توب مقام) که څه هم ببرک کارمل د دغو دریو مقامونو اول مرستیال و، خو حفیظ الله امین په ډېرې بیړې سره دغه قدرت او واک ترلاسه کړ او کارمل ته یې تشریفاتي مقام درلود او د دغو درو واړو ډلو ترمنځ اختلاف ډېر شدت پیدا کړو.
۱۱۱ پوښتنه : له کمونیستي کودتا څخه وروسته حفیظ الله امین د خپل قدرت د پیاوړتیا لپاره اقدام وکړو. دغه اقدام څه ډول و او څه بڼه یې درلوده؟
۱۱۱ پوښتنې ځواب:
• تره کي له شورويانو څخه د ویرې او د حفیظ الله امین د قدرت د زیاتوالي له امله د پرچمیانو له کلیدي عناصرو سره یې د چلند په برخه کې له تعلل څخه کار اخیست.
• حفیظ الله امین غوښتل چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او د خلق دموکراتیک ګوند له پرچمیانو څخه تصفیه کړي چې قدرت او ځواک ځانته انحصار کړي.
• د کشمکش په پای کې د امین په بریالیتوب تمام شو او تره کې یې مجبور کړ چې د ۱۹۷۸م کال د نوامبر په رپوټ کې د پرچم د مرکزی کمیټې غړي د هغو شپږو تنو غړیو په ګډون چې په بهرنيو هيوادونو کې سفیران وو د رژیم د نسکورولو د طراحانو په عنوان، معرفی کړي او له ګوند څخه یې د ویستلو غوښتنه وکړي.
۱۱۲ پوښتنه : داسې ویل کیږي چې ببرک کارمل او د پرچم د ډلې نور مشران د حفیظ الله امین د چپه کولو لپاره یوه طرحه جوړه کړې وه. حفیظ الله امین له دغې طرحې څخه د خپل ځان په ګټه څرنګه ګټه پورته کړه؟
۱۱۲ پوښتنې ځواب: امين ددې نه په استفادې سره ددوۍ لوړ پوړې خلک بهرنيو هيوادونو ته په سفارتونو ولېږل او او ټيت پوړي يې بنديان کړل ځانته يې مخه خلاصه کړه.
۱۱۳ پوښتنه : ولې د تره کي او حفیظ الله امین د ځمکې د اصلاحاتو نظام ناکام شو؟
۱۱۳ پوښتنې ځواب :
• له بایر ځمکو څخه د ګټې د پورته کولو په برخه کې د علمي او ګټورې طرحې نشتون.
• د خلکو او حکومت ترمنځ د وساطت لپاره د قومي مشرانو، اربابانو او نورو بانفوذو اشخاصو رول له منځه وړل .
• د مرکز او اطراف ترمنځ ، د بزګرانو او د حکومت د اعمالو ترمنځ د تضاد تشدیدول.
• د حاکم ګوند په ګټه د ځمکو اصلاحاتو د پروګرام سیاسي کول.
۱۱۴ پوښتنه : آیا په هرات کې د حوت (کب)میاشتې د ۲۴مې نیټې پاڅون ددغه ډول خشونت رامنځته کوونکو اصلاحاتو پرخلاف د خلکو عکس العمل و؟
۱۱۴ پوښتنې ځواب : کله چې په هرات کې د ځمکني اصلاحاتو برنامه اعلان شوه نو دیني علماو خلک د دوی پر ضد تحريک کړل، پدې ترڅ کې د دولت په نيولو لاس پورې کړه، ۶۰ تنه يې زندانيان او له منځه یې وېوړه، پدې کارسره د خلکو قهر راوپارېده په کلو ولسواليو کې حکومت سره مقابله پيل کړه دا ددې باعث شو چې د حوت په ۲۴ نېټه د هرات خلکو پاڅون پيل کړو.
۱۱۵ پوښتنه : د کمونیستي نظام پر ضد د خلکو مقاومت په لومړي سرکې په څو بعدونو کې فعالیت کاوه؟.
۱۱۵پوښتنې ځواب : دغه مقاومت په دریو بعدونو کې ښکاره شو:
• په پاکستان او ایران کې د کمونیستي نظام پرضد د بهرنیو سازمانونو مسلحانه او تبلیغاتي مقاومت .
• د هیواد په داخل کې چریکي مبارزه.
• د هیواد په داخل او بهر کې د خلقیانو پر ضد د روشنفکرانو قلمي او روحانیونو مبارزه .