د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له باران سره خبرې

محمد طاهر کاڼی 11.12.2015 11:30

پرون ووتم له کوره
د ماښام کلي ته څېرمه
ماذديگر د دغې سيمې
له سړک نه وو تېر شوی
همدا لږه شېبه مخکې
لمر په ښکلي زرين کټ کې
د اسمان د لويې خونې
يوه کونج کې کرار څملاست
خړه کۍ غوندې بړستن يې
پر خپل سر باندې راکش کړه.
زه لا ويښ وم، گرزېدمه
د ماښام د کلي لور ته
په ورو ورو نږدې کېدمه
چې ناڅاپه د دې سيمې
د باران د سړو څاڅکو
يو استازي رااوږده کړل
خپل لانده ساړه لاسونه
ويل یې ستړی مه شې وروره!
ما د خيال د څو شېبو پر
اوږه کېښوول لاسونه
سړې گوتې د لاسونو
مې روغبړ ته ورنږدې کړې
ما ويل ستړی مه شې گرانه!
او روغبړ مو سره وکړ.
وې لاسونه دې ساړه دي
ما ويل څه وکړم، ته وورې
وې د زړه خبره وکړه
ما ويل زړه خو مې ښه تود دی
ويل يې بيا چيرته روان يې،
د فکرونو د نړۍ يو
وفاداره لارویه!؟
بيا يې چيرته، کومې خواته
د دې يون پر اوږده لاره
پر خوځون باندې راغلی؟
ما ويل يمه راوتلی
چې يو لنډ غوندې چکر شم.
ويل يې هر ځلي دې وینم
د دې سیمې، پر دې لاره
د سوچونو د بگۍ اس
دې ورو ورو غوندې تېرېږي.
پام کوه، مخ کې دې ډنډ دی
چې پايڅې دې لندې نه شي
ما ويل وينم يې، مننه.
ويل يې هاغه ځنگل وینې
ها چې اوس يې ټولې پاڼې
زېړې شوې او سرې شوې؟
ما ويل هو، ښکلی انځور دی
د موسم انځورگري ده
ښه رنگونه کارېدلي.
ده ويل زما هم ډېر خوښيږي
زه يې اوس پر خپلو لاسو
پرې مينځم چې ښه تازه شي.
ويل يې تا خو لا چترۍ هم
ده له ځان سره اخيستې
زه خو هر ځلي چې وورم
نو چترۍ وي رانه هېره.
ما ويل زه که وورېدلای
ما به هم وه هېره کړې.
ما ويل منی ښه موسم دی
خو څړمونی مې تر ټولو
موسمونو ډېر خوښيږي.
ده ويل دا خبره ما هم
دا شېبه درته کوله
خو ته لږ شوې رانه مخکې.
ما ويل خير دی پروا نه کا
کله زه لږ مخکې شوی
کله ته لږ مخکې شوی
ښه خبره خو يې دا ده
چې موږ دواړو په خپل منځ کې
همغږي ده پيدا کړې.
ده ويل کړله مې پوښتنه
رښتيا، نوم دې راته وايه
څه نومېږې لارويه؟
ما ويل نوم خو مې ژوندون دی
د پايښت غبرگونی ورور يم
او تلپاتې ښکلا ستايم.
وې خبرې خو دې سمې
د شاعر راته ښکاره شوې.
ما ويل هو، يو انځورگر يم
چې قلم مې د هستۍ د
پرښتې د یو انځور پر
رسمولو مين شوی.
وې ارمان دې راته وایه
ما ويل يو ارمان مې دا دی
چې د پنځ ستره زانگو وي
تل په امن کې ساتلې
او د خپل اولاد له لاسه
په لمبو کې ايره نه شي.
بل ارمان لرم په زړه کې
چې هېواد پرسر يو چتر
مې د سولې ودريږي.
بل ارمان مې گوره دا دی
چې وگړي د نړۍ مې
کرکه لرې کړي له زړونو
مينه مېشته کي پر زړونو
په خپل منځ کې د تلپاتې
همغږۍ د زرين څلي
د بنسټ ډبره کېږدي.
ما ويل غواړم چې نړۍ کې
لمر راوخېژي د سولې.
ده ويل زه د سبا ورځې
د رڼا څرکونه وینم
چې له لري راروان دي.
ما ويل څومره بختور يې
چې رحمت درسره مل دی!؟
ده ويل ته هم راسره يې
دواړه گډ سره روان يو
گوره، لارې ته دې پام دی
چې راومې رسولې؟
ما ويل هو، ډېره مننه
بدرگه دې کړم تر کوره
ځه ورځه، په خدای دې سپارم.
ده ويل تا نه هم مننه
چې د زړه خواله مو وکړل.
زه راننوتم کورته
باران ولاړ پر خپله مخه.

روسيه - وولگينسکي
د ۱۳۹۴ ل کال د لړم ۲۵
د ۲۰۱۵ ز کال د نوامبر ۱۶