د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

عبدالله حبیبزی 08.12.2015 12:07

د ښکلو پــــــام سړى د کــــــــاره باسي
بيــــــــــــــا تل مدام سړى د کاره باسي

بعضـــــي خومينه نه کړي وخت تيره وي
بعضــــــــي ګل فام سړى له کاره باسي

چې پکې غــــــــــــاړه اوخـولګۍ نه وي نو
تش په سلام ســـــــــــــړى له کاره باسي

چې وعـــــــــــــــــــده وکړي مازيګر د راتلو
بيا ترماښـــــــــــــــــام سړى له کارباسي

هـــــسې د عــــــــــمرسرخوږى جوړوي
چې شي ناکام ســــړى له کاره باسي

ډير ګنهګار يمه د خــــــــداى حبيب زى
د ميوجام ســـــــــــــړى له کاره باسي

عبدالله حبيب زى