د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملا اختر محمد منصور د زخمي کیدو او مرګ خبر؛ تر شا يې اهداف

نظرمحمد مطمئن 05.12.2015 11:41

د سولې دښمنان هر ځل د سولې د خبرو د مخنیوي له پاره نوي نوي پلانونه عملي کوي، په پاریس کې د اشرف غني او نوازشریف ناسته چې د چین، پاکستان او افغان حکومت به د سولې د خبرو د بیا پېل له پاره په ګډه هڅې کوي، له هغه یوه ورځ وروسته په کابل کې د دولتي ورځپاڼې له خوا د طالبانو پر مشر  په پاکستان کې د هغه د یو قومندان له خو ډزې، دهغه زخمي کېدل او وروسته یې د مرګ خبرونه د کورنیو او بهرنیو رسنیو سرلیکونه جوړ کړل.

ارګ لا هم چوپه خوله دی، هدف مې د ولسمشر د ویندویانو دفتر دی، ولي د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند بیا په تکرار سره د ملااخترمحمد منصور د زخمي کېدو اوس دادی دهغه د مرګ خبر ورکوي، دا ډول د اجرایه ریاست له خوا هم اعلاميه خپره شوې او د ملااخترمحمد منصور زخمي کيدل يې تاید کړي دي.

ولس پوهیږي چې د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم پر سوله جنګ ته ترجیح ورکوي، دا ډول د اجرایه ریاست اړوند هم ویل کیږي چې تر سولې جګړې ته يې لیوالتیا ډیره ده.

د ملااخترمحمد منصور د زخمي کیدو او مرګ خبر

پژواک اژانس  د کومې بهرنۍ رسنۍ په حواله لیکلي چې د طالبانو د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا امیرخان متقي د ملااخترمحمد منصور زخمي کیدل او له سختو ټپونو څخه د هغه مرګ تاید کړی دی. بیا وروسته کاږي چې طالبان د ملااخترمحمد منصور مرګ نه تایدوي.

دلته يې ملاامیرخان متقي له طالبانو څخه جلا کړی، یعني هغه طالب نه دی، خو همدا کورنۍ رسنۍ دي چې بیا وایې متقي د طالبانو د رهبري شورا غړي او د فرهنګي کمیسون مشر دی.

عجیبه ده، ذبیح الله مجاهد د فرهنګي کمیسون غړی دی، او د ښاغلي متقي تر مستقیمې لارښوونې لاندي کار کوي، مګر زموږ کورنۍ رسنۍ مجاهد د طالبانو ویاند ګڼي او وایې چې طالبان  ( مجاهد) داخبره نه مني، خو متقي چې د همدي کمیسون مشر دی دهغه له خولې بیا لیکې چې د خپل مشر مرګ تایدوي، په دي معنی چې د کمیسون مشر او د کمیسون غړی مجاهد په یو نظر نه دي او مخالف نظرونه لري.

طالبانو اعلامیه خپره کړه چې ښاغلي متقي له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي له کومي رسنۍ سره مرکه نه ده کړي، کله چې طالبانو ملااخترمحمد منصور خپل مشر وټاکی، د اسوشیټ پریس یو راپور کې دهغه په نوم مرکه هم خپره شوه، چې اصلا ملااخترمحمد منصور له دوی سره مرکه نه وه کړه کوم جعلي نفر د هغه په نوم دوی پيداکړی و، اوس هم ممکن داسي وي چې ځینو ځانګړو کړیو د متقي په نوم کوم بل چاته دنده ورکړي وي چې رسنیو سره دهغه په نوم خبره وکړي.

د ازادۍ راډیو سره بیا د محب الله په نوم یو تن دومره ناخبره ده چې وايې دا د نوي کلي پېښه رښتیا ده، دومره هم نه دی خبر چې رسنیو کچلاغ یاد کړی، نوی کلی د کوټې د ښار اړوند سېمه ده او کچلاغ له کوټې وتلي سېمه ده، بل ځای وايې چې دا زموږ استخدام شوې کسان و، حال داچې طالب خپلو ملګرو ته استخدام شوې نفر نه وايې، دا ډول هغه وايې زه د پلاني  مشر قومندان یم، په داسي حال کې چې طالبان ځانته د قومندان نوم نه یادوي،  وايې زه د پلاني ملګري او د ډلګۍ یا د خپلو ملګرو مسؤل یم.

داهم سوال دی چې ولي د ولسمشر د ویندویانو د دفتر پر ځای داځل د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند داخبره رسنیو سره کوي؟ سمه ده چې ولسمشر له هیواده د باندي په سفر دي، مګر د ویندویانو ډله خو يې  باید خپل مسؤلیت وپېژني.

د مشرانو مرګ ستونزه حل کولای شي؟

پاکستان معامله کوونکی هیواد دی، کله چې روسان ووتل او د نجیب حکومت له سقوط سره مخ کیدونکی وو، موږ ولیدل چې د مجاهدینو ډیری مشهور او تکړه قومندانان په کوټه او پېښور کې په نښه او ووژل شول، هغه وخت کې هم نني نواز شریف د پاکستان لومړی وزیر وو،  دا ډول پاکستان وکولای شول چې ځینې قومندانان د ګوندونو له مشرانو څخه یاغیان او مخامخ له هغوی سره معامله وکړي، اوس به هم پاکستان دا هڅه خامخا کوي چې په طالبانو کې درز او د طالبانو ځینې قومندانان په پیسو واخلي.

که د مشرانو په مرګ او ژوبله ستونزه حل کیدای نو په تیرو ۳۷ کلونو کې به دا خبره یوطرفه شوی وای، مګر هر مشر چې وژل شوی ډیر وخت یې ځای ناستي مهم رول او کردار لوبولی دی.

په ډ‌یرو سختو شرایطو کې د طالبانو دوه مهم مشران ملاعبیدالله اخند او ملا برادر اخند او ورسره په سلګونو نور لوی او واړه قومندانان پاکستان زندان ته واچول، تر دي چې د طالبانو ځینې مشران د پاکستان زندانو کې د شکنجې له کبله خپل ژوند دلاسه ورکړ، او ځینو یې عصبي تکلیف پيداکړ، مګر نه طالبان کمزوري شول او نه هم د پاکستان او افغان حکومت غوښتنو ته تسلیم شول.

ملامحمد عمر مجاهد چې د طالبانو د وحدت سمبول ګڼل کیدی، دهغه د مرګ نه وروسته پاکستان او افغان حکومت په ګډه هڅه روانه کړه چې طالبان ټوټه ټوټه شي، مګر ولیدل شول چې تر څو میاشتو هڅو وروسته پاک – افغان  حکومت وتوانیدل چې څو تنه تطمیع کړي او هغوی د بېلوالي اعلان وکړی پداسي حال کې هغه نومونه چې په لومړيو وختونو کې یې د طالبانو د مشر ملااخترمحمد منصور سره د اختلاف خبره کیده تر ډیره هغه په دي نوي بېله شوې ډله کې ونه لیدل شول.

ملامحمد حسن رحماني، ملا عبدالجلیل اخند، ملاعبدالرزاق اخند، ملا عبدالقیوم ذاکر، ملا محمد صادق اخند، مولوي محمد یعقوب د ملامحمد عمر مجاهد ځوی، ملاعبدالمنان د ملامحمد عمر مجاهد ورور، ملا محمد عباس اخند، سید محمد  طيب آغا او ګڼ داسي نومونه یادیدل چې دوی به بله ډله اعلان کړي.

ولیدل شول چې له یادو د طالبانو مشرانو څخه یوه هم د مخالفت اعلان ونه کړ، ځينې يې په کور کیناستل او ځینو له ملااخترمحمد منصور سره ملګرتیا وکړه.

د ملا اختر محمد منصور د زخمي کیدو او مرګ خبر؛ تر شا يې اهداف

۱ – داچې افغان حکومت د خپلو امنيتي ځواکونو مورال لوړ کړي، او په تیرو څو میاشتو کې پر خپلو ناکامیو پرده واچوي.

۲ – داچې د طالبانو تر منځ اختلاف د عام ولس په ذهن کې د یقین تر حد پوري ورسوي، او دغه اختلاف هومره لوی وښيې چې د طالبانو مشرانو باندي حملو تر حده خبره ورسیده

۳ – داچې ځینو هغو طالبانو ته پېغام ورکړي چې هغوی په یو او بل نوم خفه شوې او یا خو يې له ځینو کړیو سره اړیکې جوړې کړي چې هغوی کولای شي د طالبانو مشر تر برید لاندي راولي

۴ – داچې د طالبانو څخه د رسنیو په زور بېله شوې ډله قوي وښيې او په ټیټ پوړو طالبانو کې تشویشونه ایجاد کړي.

۵ – داچې نړیوالو ته پېغام ورکړي چې د طالبانو مشران اوس هم په پاکستان کې دي او نړیوال د افغان حکومت ځینې خبرو ته غوږ کیږدي.

۶ – داچې افغان حکومت په دي ډول پېغام سره له پاکستان څخه د ورته عمل غوښتنه کوي چې طالب مشران که دپاکستان په خاوره کې وي هغوی باید ترور شي.

۷ – ممکن  افغان حکومت  د پاکستان په خوښه دا خبر نشر کړی وي ، اوس به پاکستان ته ښه بهانه جوړه شي چې هر طالب وځپي، او وایې چې ټوله نړۍ پر موږ بې باوره کیږي چې طالب د پاکستان په خاوره کې دی.

۸ – داچې د ولسي جرګې لومړي مرستیال په امنیت شورا تور لګولي چې داعش ددوی له خوا جوړ او تقویه کیږي، تر څو ددي خبرې څخه د رسنیو مخ بل لور او د ولس ذهن هم ورڅخه واړوي.

۹ – داچې د طالبانو مشران مرکو کولو ته اړ ایستل شي او بیا يې له همدې لاري ځایونه پیداشي، امکان لري چې ملا اخترمحمد منصور کوم نامعلوم ځای کې اوس اوسيږي.

۱۰ – د طالبانو د مشر پر حثیت باندي ضربه واردل،  دا فوق العاده مهمه خبره ده هغه چې پخوا یې تصور هم نه شوای کیدای چې د طالبانو په مشر به خپل قومندان ډزې کوي، په طالبانو کې د دغسي روحیې د پيداکولو په موخه.

۱۱- د بهرنیانو د شتون او پاتې کیدو په موخه کورنۍ جګړې ته لابي کول، تر څو د داخلي جنګونو روحیه قوي شي.

۱۲ – په دومره زور او ځواک سره د رسنیو له خوا دغه ډول خبرونه نشرول، حتمي ده چې پر طالبانو د خلکو او ولس باور کموي، او عام ولس به فکر کوي چې طالبان هم د خپلو ګټو له پاره جګړه کوي، د واک پر سر یو بل وژني، لکه پخواني مجاهدین دوی هم انحراف کوونکي دي.

۱۳ – امریکا، ناټو او نړیوالو ته به افغان حکومت په دي ډول ښيې چې په افغانستان کې خپل شتون قوي کړي، د طالبانو ځپلو ته زور ورکړي، ځکه طالبان ډلې ډلې ، ويشل شوي او کمزوري شوي، لکه چې یو امریکايې چارواکي ویلي چې د افغانستان جګړه اوس هم ګټل کيدای شي.

۱۴ – ممکن د ژمي موسم په رارسیدو به افغان حکومت پلان لري چې پر طالبانو بریدونه وکړي، ځکه مخکې وختونو کې طالبان په ژمي کې خپلو کورونو ته تلل، داځل ویل کیږي چې هغوی به د نیول شوو سېمو د ساتنې له پاره پاتې شي، ددي خبر په نشر کیدو به حکومت غوښتل چې د اردو تعارضي مورال لوړ او د طالبانو د فاعي مورال  کمزوری کړي.

ورته ناسم خبرونه او د سولې چانس له لاسه ورکول

امریکايې څیړونکې وایې چې د اسامه بن لادن او ملامحمد عمر مجاهد مرګ د لویدیځ له پاره نوري ستونزې پيداکړي، په کار وه چې هغوی ژوندي نیول شوې وای، هغه چې امریکا او ناټو ونه توانېدل، ځکه دهغوی مرګ د هغوی پلویان لا پياوړي کړل.

که ملااخترمحمد منصور وژل کیږي، ممکن ستونزه نوره هم پېچلې شي، او بیا به د سولې خبرې پېل کېدل اسانه هم نه وي.

نور وختونه هم ډیر ځله ناسم خبرونه خپاره شوي چې د رسنیو او افغان حکومت حیثیت ته يې صدمه رسولي، که دغه ډول خبرونه په دومره پلان شوې رسنیز قوت سره نشر کیږي، ممکن د افغان ولس باور بیا په رسنیو او حکومت نور هم  کم شي.

نږدي وختونو کې د طالبانو د کندز د والي د مرګ خبر خپور شو، مګر هغه ژوندي وو، کلونه وړاندي وویل شول چې طالبانو په سنګین کې ۱۷ هلوکان چې د واده په خوشالي کې يې ګډا کوله له هغوی څخه يې سرونه پري کړی، چې هغه خبر په بشپړ ډول دروغ ثابت شو، د طالبانو د څو ډلو او ویش خبره چې حقاني شبکه جلا ده، مګر هغسي نه وه، داچې د طالبانو د قطر دفتر واک نه لري او د طالبانو استازي نه دي، مګر دقطر دفتر له لوري د بوبریګیډال تبادله چې په بدل کې یې ۵ لوړپوړي طالبان له ګوانتانامو څخه راخلاص شول، داچې طالبانو په جاپان کې له افغان دولت سره مخامخ خبرې کړي، هلته چې زه هم موجود وم، هیڅ داسي څه نه وو شوې، او ناسم خبر وو، داچې ملا امیر خان  متقي، ذبیح الله مجاهد، عبدالحی مطمئن نیول په بېلابېلو وختونو کې خبر ورکول شوی، داچې د ملااخترمحمد منصور په نوم کرزي ارګ ته کوم کس میلمه او پیسې يې هم ورکړي وي او بالاخره د استاد ربانی وژنه هم د نامعلوم طالب استازي له خوا.

څوځله د ذبیح الله مجاهد له ایميل څخه استخباراتي کړیو ګټه پورته کړي، او موده وړاندي دهغه ټویټر پاڼه هم بلاک شوه.

اوس که د ملااخترمحمد د زخمي کیدو او مرګ خبره کیږي او بیا د ملا امیر خان متقي له خوا د مرکې خبره کيږي، نو څومره به باور پري وشي؟

په دي هیله چې نور د جګړې پر اور پټرول ونه شيندل شي، د رښتونې سولې له پاره پلانونه په کار واچول شي، د طالبانو په وېش کې نه د طالب، نه د افغان حکومت، نه د پاکستان، نه د هند، نه د امریکا او نه هم د افغان ولس ګټه ده، د سولې له پاره د طالب متحد صف نن ورځ تر هرڅه لویه اړتیا ده.

افغان حکومت که د سولې له پاره ژمن نه وي، اراده نه لري، خپل ولس ته دي پرته له ويري ووايې چې د پردیو له پاره جګړې ته دوام ورکوي، طالب که د سولې له پاره چمتو نه وي افغان ولس ته دي واضح ووايې چې انحصاري حکومت بیا ځل غواړي.

که داځل هم موږ چانس له لاسه ورکوو، ځينې خواوي پر جګړه اصرار کوي، د هغې تېروتنې تکرار دی چې اسلامي حزب د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال وکړه، او د هغه وخت د حکومت هغه تیروتنه ده چې ډاکټر نجیب الله بالاخره د عبدالرشید دوستم له خوا د ملګرو ملتونو دفتر کې پناه واخیسته، او د واک د سولئیز انتقال مخه ونیول شوه چې دادی موږ لا هم ۲۳ نور کلونه په جګړه کې پاتې شو.

که د ولسمشر غني حکومت او د طالبانو بریدونه د ډاکټر نجیب الله دحکومت او مجاهدینو د بریدونو سره پرتله شي، کټ مټ تکرار دی، امید دی چې طالب او غني يې له پخوانیو تیروتنو څخه  زده کړي، بیا ځل هغه ډول خونړی تکرار ونه شي.