د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هلمند کی د شاتو نندارتون

بریالی هلمند 02.12.2015 11:18

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په هلمند کی نن دسه شنبه په ورځ دقوس دمیاشتی پر لسمه  دبُست خصوصي پوهنتون له خوا دهلمندي شاتو نندارتون جوړسو .
دالومړۍ ځل دی چي یو پوهنتون دبزګرانو سره دبازار موندني په برخه کي مرستي ته را دانګي
‍په دې نندارتون دهلمندي بزګرانو په لاس دشاتو د مچیو څخه تولید سوي خالص شات نندارې ته کښیښودل سوي وه، چي په خورا جم وجوش سره دنندارتون دګډونوالو له خوا ۲۴۵ کیلو شات وپېرل سول،          په نندارتون کي دهلمند ولایت دولتي مسئولینو ، دبُست خصوصي پوهنتون استادانو او محصلینو ، مدني فعالینو ،درسنیو استازو او عامو خلکو برخه اخستي وه .
دشاتو دمچیو روزل د کارډ اف (دزراعت د ودي او دکلیو د هر اړخیزي پراختیا دپروګرام )  په مرسته دبزګرانو سره په سهامي ډول ددوه کالو راپه دې خوا رواج سوي دي، دکارډ اف مؤسسې مسئول بریالی «هلمند»  رسنیو ته وویل:
 (( یوازي په تیرکال کي دهلمندي بزګرانو له خو ا ۱۳۰۰۰ کیلو شات راټول سوي دي، چي دا ډیر لوی شمیر دی، هغه زیاته کړه چی دشاتو داوسنیو تولیداتو دپلورلو لپاره دوی کومه ستونزه پروړاندی نلري ،مګر ددې لپاره چی دشاتو تولید په هلمند کی لاهم زیات پرمختګ وکي نو لازمه ده چی دشاتو لپاره د پلورلو دښه بازار پیداکولو موخه داسي نندارتونونه جوړ سي ، هغه دبُست خصوصي پوهنتون دادارې څخه مننه وکړه چي ددې نندارتون مالي لګښت یی په خپله غاړه واخیستی))
دشاتو دتولید دې دوه کلني تجریبي دا وښودل چي په هلمند کي دشاتو  تو لید ښه راتلونکی لري ، او د اقتصاد دودي لپاره یوه ښه ذریعه کیدای سی. ددې نندارتون په آړه دبُست خصوصي پوهنتون په استازیتوب ددې پوهنتون استاد او  دعلمي او څیړنیز مرکز مشر محمد هاشم «نوراني» وویل :
( موږ ددې نندارتون دجوړولوڅخه دوه موخي درلودې، یوه داچی دخپلو علمي او اکاډمیکو خدمتونو ترڅنګه دبزګرانو د محصولاتو لپاره یو ښه بازار پیداکړو او دوهم داچي دبُست پوهنتو ن داقتصاد پوهنځۍ محصلینو ته دبازار موندني په برخه کي عملي زده کړه ورکړو، هغه دنورو بنسټونو او مؤسساتو څخه وغوښتل داچي دهیواد ستونزي زیاتی دي او ډیر کار ته اړتیا لري نو یوازي دي په خپلو چارو پوري خپل فعالیتونه نه محدودوي او هڅه دي وکړي چی دهیواد د اړتیاسره سم نور قدمونه هم واخلي)


بُست پوهنتون ددې سره سره چي په هلمند کي علمي خدمت کوي، او دهیواد په سطحه یی د خصوصي پوهنتونونو او مؤسساتو په لیکه کي لومړۍ درجه خپله کړي ده ، او په دې نژدې ورځو کي دلوړو زړه کړو له خوا دمؤسسې څخه په پوهنتون هم واوښتی، دادی دهیواد دزراعت او اقتصاد دپرمختګ په موخه یی هم خپل رسالت دټولني پر وړاندي اداکړ ، دبُست پوهنتون مؤسس ښاغلي احمد جان پوپل دبزګرانو سره ژمنه وکړه چي په نژدې راتلونکي که به دکندهار په ولایت کي هم دهملندي شاتو نندارتو په خپل مالي لګښت ورته جوړ کړي.
ددې پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ریس شاولي سلطان ګډونوالو ته وویل چی هلمند پخوا دغنمو دګدام لقب خپل کړی وو، که چیري دشاتو تولید ته زیاته توجه وسي نو هلمند کولای سي چي د شاتو دکان لقب هم ترلاسه کړي.
دشاتو ټولوونکو  دکارډ اف دمؤسسې او دبُست خصوصي پوهنتون څخه مننه وکړه چی دهغوي لپاره یی داسی ارزښتناکه زمینه برابره کړه ، او دنندارتون پایله یی دځان لپاره  ګټوره وبلل.