د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عزت او ذلت معیار

قاضی طارق 26.11.2015 12:16

په تېر پسې .....

څښتن تعالی چې په دې دنیا کې څومره سرونه پېدا کړی دی نو هغومره په کې فکرونه هم دی ، د هرې موضوع په اړه څوک یو شان فکر او تحلیل کوی څوک بل شان ، چاته یو څه ښه ښکاری چاته بل څه ، هر څوک په خپل ژوند کې عزت لټوی ، سرلوړی غواړی ، کوښښ کوی چې هر څوک یې درناوی وکړی ، خو د انسان په وجود کې چې کله معنوی ارزښتونه له منځه ولاړ شی او د مادیاتو په ډنډ کې ور ډوب شی ، نو فکر یې هم مادی شی ، ارزښتونه ورته هم مادی شی ، عزت او ذلت ، ښه او بد بیا ټول د مادیاتو په تله تلی ، خپل ځان او بل هر څوک ور ته هغه وخت دعزت څښتن ښکاری چې مال او دنیا و لری ، نوکران او چاکران ولری ، په لوړو ماڼیو کې ژوند وکړی او لوکس موټر یې تر پښو لاندې وی ، او که مال و نه لری نو هم خپل ځان او هم نور ور ته خوار او ذلیل ښکاری ، قران کریم په دې لاندې مبارک ایت کې یو مادی انسان انځور کړ دې فرمایې :

{ فَأَمَّا الْإِنْسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ } الفجر :۱۵.

نوهرچه انسان ، کله چې و ازمویو په راحت سره رب د هغه ، نو اکرام او عزت وکړی د انسان په مال سره او نعمت ور کړی هغه ته ، نو وایې : زما رب زما اکرام اوعزت وکړ .

{وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ } الفجر : ۱۶ .

خو كله چې و ازموی هغه لره (په فقر سره ) نو تنګ کړی په هغه باندې رزق د هغه نو بیا وایې : رب زما ذلیل او سپک کړم زه .

تفسیرخازن په دې مقام کې لیکلی دی :

وایې چې دغه مبارک ایت دامیه بن خلف په حق کې نازل شوېدې اوڅوک وایې چې مراد له انسان څخه کوم معین شخص نه دې بلکه مراد ترې جنس کافر دې ، ځکه چې د هغه په وړاندې د عزت او ذلت معیار او ملاک د مال او دنیا کثرت او قلت دې ، نوڅښتن تعالی په دغسی خلکو رد کوی چې فکر کوی پراخی د رزق اكرام اوعزت دې ، او فقر او تنګې د رزق اهانت او ذلت دې ، نو څښتن تعالی فرمایې چې خبره دغسې نه ده ، یعنی بډاینه سبب د اکرام ،او فقرسبب د اهانت او ذلت نه دې ، عزت او ذلت د رزق د وسعت او قلت په محور نه څرخېږی ، ځکه چې غنا او فقر دواړه د الله په حکمت بنا دې او هر چاته د الله له لورې د ازموینې لپاره اندازه او ټاکل کېږی ، په کافر انسان د رزق پراخې د دې کبله نه راولی چې هغه ګوندې د الله په وړاندې دعزت څښتن دې ، دغه راز په یو مؤمن بنده د رزق تنګی له دې کبله نه ده چې هغه ګویا د الله په وړاندې عزت نه لری ، بلکه دا دواړه د یو ځانګړی اللهی حکمت په اساس ترسره کیږی .

حقیقت دا دې چې د الله په وړاندې د عزت څښتن هغه انسان دې چې په الله ایمان لری او طاعت یې کوی او خوار او ذلیل انسان د خدای په وړاندې هغه دې چې د هغه له اوامرو نه سرکشی کوی ، كله انسان ته د مال ډېره پراخې د امتحان لپاره راولی چې وګورې چې شکر کوی که کفر ؟
او کله په کوم انسان ډېره تنګې راولی چې وګوری چې صبر کوی که یو خوا بل خوا منډی را منډې او ناری سورې وهی .

تفسیر ابن کثیرهم په دې اړه ورته نظرلیکلې فرمایې :

کله چې د ازموینی لپاره انسان ته د رزق پراخی راشی نو هغه بیا عقیده کوی چې دا نعمت یا دا پراخه مال زما لپاره ډیر اکرام او اعزاز دې ، خوحقیقت داسې نه دې بلکه دا یو امتحان او ابتلا ده ، همدغسې په بل اړخ کې چې کله د امتحان او ابتلا لپاره د رزق تنګی راولی نوعقیده کوی چې دا زما لپاره د الله له لورې لوی اهانت دې ، پاک الله د انسان د دې عقیدې رد کوی چې حقیقت دغسې نه دې ، الله د یو چا سره مینه لری او مال هم ورکوی ، د بل چا سره مینه نه لری خو بیا هم مال ورکوی ، دغه راز د یو چا سره ښه مینه لری خو تنګی هم ور باندې راولی او یا کله تنګې راولی په چا باندې مینه ورسره لری کنه ، په دواړو حالاتو کې دار و مدار او معیار دعزت او ذلت د الله طاعت دې څوک چې غنی دې په کار دا ده چې د الله شکر اداء کړی او که فقیر وی نو صبر دې وکړی .

لنډه دا چې بنی ادم د راحت په وخت کې شکر او د زحمت په وخت کې صبر نه کوی ، د مال کثرت عزت ګڼی او فقر د ځان لپاره ذلت او اهانت ، په داسې حال کې چې دار ومدار د عزت او ذلت د مال په کثرت او قلت پورې هېڅ اړه نه لری او دغه د یو مادی انسان فکر دې .

یوه خورا مهمه خبره باید له یاده و نه باسو او هغه دا چې ډېرځله لیدل کېږی چې یو فاسق ، فاجر او داسې بد بخته انسان ته چې د سر نه تر پښو پورې په ګناهونو او رزالتونو کې ښخ دې ، لاسونه یې ترڅنکلو پورې د بې ګناه انسانانو په پاکو وینو سره وې ، د ناروا کارونو د کولو نه کرکه نه لری ، وطن فروشی ، ملی خیانتونه ، او د اغیارو په اشارو کښیناستل او پاڅیدل ورته عار نه ښکارې ، د اغیارو د خوشحالولو لپاره د خپل مسلمان ورور د حیا اوعزت په لوټولو باندې ویاړ او افتخارکوی ، خو د دې ټولو ناوړو اعمالو سره بیا هم ترقی کوی او مخ په وړاندې ځی ، نو ایا دا پرمختګ د دِغه انسان عزت دې ؟

نه هېڅکله نه ، دا په حقیقت کې د الله جل جلاله له لورې دغه انسان ته یو مهلت ورکول دې چې ورو ورو یې هلاکت ته و رسوی .
د یو چا ورو ورو او په تدریج سره پړاو په پړاو پورته کولو او بیا سخت نیولو ته استدراج وایې .
یو چا ته دومره مهلت ور کړی چې کوم فرعون ، هامان او نمرود ترې جوړ شی سرکشی او طوغیان یې تر دې حده زیات شی چې د خدای مخلوق د ځان مخلوق و ګڼی ، خو نا څاپه د کومې خوا نه کوم موسی یا کوم په پښو شل ماشې ورته را پېدا شی او ټول غرور او شان او شوکت یې له منځه یوسی .
د الله جل جلاله له لورې د بنده د استدراج معنی دا ده چې : هر کله چې بنده یوه نوی ګناه ګوی نو الله هم یو نوې نعمت ورکوی او استغفار ترې هیروی یعنی په ګناه باندې بخښنه غوښتل ترینه هیروی .
نوعلماء دا وایې چې کله چې د ګناه با وجود چاته نعمتونه راځی هغه عزت او پر مختګ نه بلکې استدراج دې ، او کله چې یو چاته نعمتونه د طاعاتو سره راځی نو دا د الله د لورې یو نعمت ، کمک او مرسته ده په طاعت کولو سره .
و صدق رسول الله صلىالله عليه وسلم قال : ( إذا رأيت الله يعطي العبد من الدنيا على معاصيه ما يحب فإنما هو استدراج ) ثم تلا : { فلما نسوا ما ذكروا به أخذناهم بغتة فإذا هم مبلسون} رواه ابن جرير ، وابن أبي حاتم ) .
ابن جریر او ابن ابی حاتم روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی : کله چې ته الله ګورې چې یو بنده ته د هغه د ګناهونو سره سره بیا هم د هغه د خوښې دنیا ورکوی ، نو په یقین سره همدغه استدراج دې ... د دې نه وروسته رسول الله دغه مبارک ایت تلاوت کړ { فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى إِذَا فَرِحُواْ بِمَا أُوتُواْ أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ } الانعام : ۴۴ .

ژباړه : پس کله چې هیر کړ دوئ هغه شئ چې پند ور کړ شوې وو دوئ ته په هغه سره نو و پرانیست مونږ پر دوئ باندې ورونه (لارې ) د هر قسم نعمت ، ترهغه پورې کله چې خوشحاله شئ دوئ پر هغو شیانو چې ورکړې شوې وو دوئ ته ( له نعمتونو) نو ونیول مونږ دوئ نا څاپه په دې وخت کې دوئ نا امېده شی .
یعنی دا کوم صحت ،عافیت ،بډاینه ، مال او دولت چې ور کړ شویدې نو ور باندې ناز کوی ، غرور او فخر ور باندې شروع کړی ، نو نا څاپه یې الله ونیسی او دا داسې په قوت سره نیول دی چې خورا درد ناک او هیڅ خلاصې ترې بیا نه لری .

{إن أخذه أليم شديد} [هود: ۲۰۱ .

په انسانانو كي خو داسي ده چي كه چيرته يو نوكر د كوم خان حكم ونه مني نو سمدستي يي د خپلي نوكري نه و باسي او كه كوم مامور د خپل آمر امر و نه مني نو د قهراوغضب سره يو ځاي يي له وظيفي نه ګوښه كوي .
خو څښتن تعالي خورا مهربان باچا دي چي د سركشي او ګناه په كولو په هيچا رزق نه بندوي او له خپلي مځكي نه يي نه شړي سركشانو ته لا پسي مهلت ور كوي او د استدراج په ډول يي قوت او قدرت ورو ورو نور هم زياتوي ، ډير تحمل لري او د هر چا د ګناه په وړاندي بېړنې او چټك عكس العمل نه ښكاره كوي او هر څه په خپل مناسب وخت تر سره كوي لكه چي فرمايي چي :

{وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوا مَا تَرَكَ عَلَى ظَهْرِهَا مِن دَابَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِ بَصِيرًا} فاطرايه :۴۵

ژباړه : كه چيرته ونيسي الله خلك په سبب د هغو ګناهونو چي كړي يي دي نو نه به وو پاتي شوي په سر د دي ځمكي د هيڅ خوځيدونكي نه ، لكن وروسته كوي دوي يوي نيټي معلومي ته ، نو كله چي راشي نيټه د دوي ( نو بيا مخكي او وورسته كيداي نه شي) نو بيشكه چي الله دي د خپلو بندګانو ښه ليدونكي .