د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد پوهاند میرحسین شاه د پوهې او صمیمیت جاویدان مشال

پوهنمله رحیمه 23.11.2015 12:49

۹۰ کاله ویاړلی ژوند

-----------------------------------
افغانستان  له شکه پرته په تیرو څلورو لسیزو کې  دتاریخ له سختو آزموینو ، هسکواوټیټو سره مخامخ شو، ټولې مادي ، معنوی او انساني شتمۍ او ارزښتونه یې له سخت کړکیچ او تالان سره مخامخ شوې  چی له بده مرغه لړۍ یې تراوسه هم پای ته نه ده رسیدلي ،  څلویښت کاله مخکنۍ افغانستان ، یادونه او انځورونه ، چی دهرچا په وړاندې ږدې ، باور یی نه کیږي چي افغانستان به په خپل ټول تاریخ کې د تمدن او ترقۍ مخ هم په سترګو لیدلي وي  او یا به دغه تصویرونه او یادونه  دافغانستان وي، ان چی زموږ خپل اوسني نسل په ډیرو وختو کې داسې فکر کوي چی ګواکي افغانستان  متمدن ژوند د امریکایی پوځیانو له ورتګ او یرغله  وروسته  پیژندلی او دغه هیواد د دوی له برکته دخپل تاریخ په اوږدوکې  نوی  دترقۍ او پرمختګ بهیرته  وردننه شوي دی ، په داسې حال کې چی رښتیا داسې نه دي ،  زه فکر کی چی افغانستان دخپل تاریخ په اوږدو کې کله هم دداسې بدو او ناوړو شپو شاهد نه و لکه چی نن دغه هیواد ته وردغاړې شوې دي .  افغانستان ددویمي نړیوالې جګړې له درنو او بدمرغو شپو ورځو وروسته په ډیره چټکتیا سره د پوهي او فرهنګ لوړو پوړیو ته د نوي او عصري پوهنې په برکت د پرمختګ په لور په ډیره چټکتیا سره د اعلحضرت محمد ظاهرشاه په دوره کې  دیوشمیر روڼ اندو او په خارج کي تحصیل کړیو خوانو کادرونو د نویو هڅو په ترڅ کې داسې ګامونه پورته کړل چی  د افغانستان دپرمختګ په لور یې د تکامل او تحول بهیر پیاوړی کړ ، دلومړي ځل لپاره ددغه هیوادوخلکو مکتب وپیژاند .  دلوړو زده کړو په برخه کې افغانستان نوي بریالیتوبونه تر لاسه کړل چی  دا ټول دهیواد دیوشمیر هیواد پالو منورینو د هلو ځلو محصول وو ،  کابل پوهنتون یي ترټولو روښانه او رغنده مرکزو چي  ددغه مرکز له لوی هستیو څخه  یو هم  دژبو او ادبیاتو د پوهنځي د تاریخ استاد  میرحسین شاه خان و ، چی نوم او هلې ځلي یې د افغانستان دلوړو ښوونو او روزنو په تاریخ کې نه هیرودنکې دي ،  استاد ترهغه مهاله چی زه دده شاګرده شوم ( ۱۳۵۶)  په لسګونو ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي او روزلي وو ، خو تردغه دمه هم ده سره له دې چی  تریوه لسیزه زیات د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي ریس و ، په علمي ، او  تحقیقی برخه کې هم دځانګړي سبک او ځانګړي پوهې صلاحیت درلود اوزموږ په ډیرو ښو استادانو کې یې  نوم راته . ما نه یوازې  داچی په لیسانس دوره کې دده د شاګردۍ ویاړ درلود، کله چي کابل پوهنتون دلومړي ځل لپاره په  (۱۳۶۶ ) کال دتاریخ څانګې  ما ستري پروګرام پیل کړ، زه  سره له دی چي دتاریخ څانګی استاده وم ،بیامي هم دخپل دغه مهربانه استاد  تر سیوري او لارښونې لاندې په خپلو ماستري زده کړو باندې پیل وکړ او دده تر لارښونه لاندې مې  په خپل  ماستري  تیسس  ( علامه حبیبی او دهغه تاریخي آثار ) باندې کار پیل او په څه کم دریو کالو کې مې د دفاع لپاره تیارکړ.  زما دتیسس د سرلیک په وړاندې یو شمیر نظرونه راپورته شول ،  یو شمیر لا داهم راته ویل چی د استاد حبیبی له نامه څخه علامه  کلیمه لرې کړه ، خو ما نه غوښتل او زما آره غوښتنه هم داوه چی باید تر همدغه  سرلیک لاندې وي ، له استاد سره مې مشوره وکړه او په دغه اړه مې خپل دلایل ورته وویل ، ده زما دنظر په ځواب کې  په ډیره مهربانۍ راته وویل چی ، دا ستاحق دی ، زه هم درسره موافق یم ټول هغه پوهان چی  موږ له پخوا  دهغو له نومونو سره  (علامه ) لیکو ، هلته معیار یوازې او یوازې دهغوی علمي آثار اونظر یات وو ، ځکه نو استاد حبیبی د افغانستان دیوه با صلاحیته مورخ او لیکوا ل په توګه ددې وړ دی چي په دغه ویاړسره یاد شي ځکه چي د علامه توب لپاره نه پخوا او نه هم اوس داسی کومه موسسه شته چي باید دا لقب له هغه ځایه چاته ومنل او یا ورکړشي . ما خپل اثر ولیکه او په هم هغه شان مې ددغه لوی او محترم استاد تر دوه کلنې لارښونې لاندې بشپړکړ.


استاد کهزاد ، استاد رشاد ، استاد میرحسین شاه اودنظام او لیا سجاده نشین  - نوي ډیلی هند
استاد میرحسین شاه آثار دهندوستان او سیمې په تاریخ  کې د یوه مطرح افغان محقق په توګه د پاملرنې وړ دي ، په څلویښتمو او پنځوسمو کې کالو کې دده علمي مقالۍ  هغه چی دهغه مهال په نامتو مجلو ،  آریانا، ادب ، وږمه او نورو کې چا پ شوې ، هغه څه دي چې اوس هم  زموږ لپاره دتاریخي څیړنو په برخه کې د معتبرو ماخذونه ځای او اهیمت لري او ان  چی د افغانستان او سیمې دتاریخي تحقیقاتو په برخه کې  معتبرماخذ بلل کیږی ، تاریخ په خپل ذات کې یو جالب علم دی ، دده لیکنو او لارښونو موږ ته ددغه جالب علم په برخه کې  تل نوښت او حقایق راسپړل او دهغو علمي چاڼ او تحلیل را زده کړی دی . استاد له هغو مورخینو څخه دی چی تاریخي حقایق  له جعلیاتو او تعصباتو څخه په لوړه کچه او سویه تشریح او تحلیلوي ، همداوه  او ده چی دده لیکنې به هروخت او په هرډول شرایطو کې  دتاریخ له رښتني او واقعی بهیر سره مرسته کوي . هغه  چي کوم څه  تراوسه ویلي او تشریح کړي ، هغه  دده د ځانګړې پراخ نظرۍ او علمي صلاحیت په ترڅ کې ویل شوی او ترسره شوي دي . ما کلونه له خپلې کورنې سره  په هندوستان کې تیرکړل، د هندو ستان د زیاترو آرشیفونو اسناد مې ولیدل ، دغه اسناد د افغانستان ډیرو لیکوالو نه دي لیدلي اوله هغو څخه یې ډیره ګټه نه ده اخیستي، خو استاد میرحسین شاه یوازني څوک و چي ددغو اسنادو یوه برخه يې لیدلي او دده ویاړلي نوم ددغو اسناد په پاڼوباندې لیکل شوي پاتی دی  چی داپه خپله د تاریخي حقایقو دموندلوپه خاطردده له  لویو اوعلمي هڅو څخه ده.  
استاد میرحسین شاه د هندوستان په علمي او ادبي ټولنو اوپوهنتوکې  دیوه با صلاحیه عالم ځای دځان کړي دی،  زه چي دهندوستان هرپوهنتون او علمي ټولنې ته تللې یم او هلته مې ګډون په کې کړي ، دده نوم  مي دهندوستاني پوهانو په منځ کې یو آشنا نوم موندلی  دی ، ځکه خو تراوسه هلته په درنښت سره یادیږي اوله آِثاروڅخه یې په خپل څیړنو کې یادونه او اخیستنه کوي . دعلي ګړ، جامعی ملیې ، ډیلي  پوهنتون له مجربو استادانو ، دهندوستاني لیکوالو او شاعرانو څخه مې د استاد نوم په درنښت سره اوریدلی دی .او دده له علمي شخصیت سره ټول اشناوو .
لنډه داچی دتاریخ د یوې شاګردې په توګه باید ووایم چې ما که په دغه برخه لږاو یا ډیرڅه ترسره کړي هغه ټول داستاد د لورینې او پوهې محصول دي او ځان دده دمستقیمه لارښونې پوروړی ګڼم ، داچي حالاتو او حوادثو د زماني له بدمرغیو سره ښکیل کړو ، او له خپل وطن او ځالې بي ځالي او بې وطنه شوو  په ډیرې خواشیني سره بایدووایم چی ومو نه شوای کولای چی د خپلو دغو استادانو په پلومو پلونه ایښی وای ، همداده چی تل به  ځان دوطن او خلکو دتاریخ پوروړي بولو ، خو یوازنۍ هیله چی باید زموږ نوي  نسلونه پرهغه تسل وکړي  داده چی موږ ته  زموږ پخوانیو لکه استاد میرحسین شاه  دومره څه را پریښې ، دومره څراغونه یې راته لګولي چي د هغو په څارلو سره به وکولای شو چي  ځان دتاریخ له بی لاریو وساتواو ترسرمنزله  پرې ورسیږو  .
استاد میرحسین شاه  ته  له لوی خدایه د لااوږده عمر په هیله
پوهنمله رحیمه  ددښووني او روزني او ننګرهار پوهنتونود تاریخ پخوانۍ  استاده
ادمنتون   کاناډا