د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملا عبدالسلام ضعيف کتاب له ۵ نړۍ بدلوونکو کتابونو څخه ونومول شو

سباوون سعيد 23.11.2015 12:46

د اکسفورډ پوهنتون سره د تړلي خپرنخونې، Oxford University Press (OUP)، پنځه هغه کتابونه نومولې چې وايي نړۍ ته يې تغيير ورکړ. د ۲۰۱۵ کال د پوهنتون د انتشاراتو اوونۍ او د اکاډميک کتاب اوونۍ په مناسبت، د اکسفورډ پوهنتون خپرنخونې د روان کال په نومبر کې د هرسټ خپروونکو Hurst Publishers له لورې د پنځه تر ټولو اغېزبښونکو کتابونو نوملړ خپور کړ. دا هغه کتابونه دي چې د OUP په ارزونه يې د نړۍ په معاصرو تاريخي پېښو تر ټولو ډېر اغېز ښندلی، او يا د همدومره اغېز د ښندلو وړتيا لري. هرسټ خپروونکي په لندن کې مېشت مشهور کتاب خپرنځی دی چې د اسلامي نړۍ او منځني ختیځ اړوند موضوعاتو په اړه علمي کتابونه خپروي. دا خپرنځی د OUP پارټنر دی. له همدې لامله يې د هرسټ څخه د خپرو شويو کتابونو له منځه د پنځه نړۍ بدلوونکو کتابونو ارزونه په غاړه اخيستې ده.

 

د هغه راپور له مخې چې د اکسفورډ پوهنتون پريس OUP لخوا خپور شوی، د ملا عبد السلام ضعيف کتاب ((له طالبانو سره زما ژوند)) يو له دغو پنځو نړۍ بدلوونکو کتابونو څخه دی. دا کتاب په انګرېزي کې د My Life with the Taliban تر عنوان لاندې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کې د هرسټ خپروونکو لخوا چاپ شو.

 

راپور ليکي چې د ملا عبد السلام ضعيف کتاب د طالبانو د تحريک په اړه يو کمېساری اثر دی، چې د دې غورځنګ د افکارو په اړه ارزښمن معلومات وړاندې کوي. راپور زياتوی چې د دې کتاب له برکته د نړۍ پاليسي جوړوونکو او اکاډميک څېړونکو لپاره ښايي د لومړي ځل لپاره دا روښانه شوه چې طالب مشرانو که څومره د اسلامپالنې انګېزه درلوده، هغومره يې د وطنپالنې انګېزه هم د فکر بنسټيزه برخه وه.

بشپړ راپور دلته لوستلی شئ.

 د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د يو افغان له لورې ليکل شوی کتاب په لویدیځ کې په دې کچه د سپارښت شويو کتابونو په نوملړ کې راځي. مخکې هم البته د فيکشن يا تخيل په بنا لیکل شويو کتابونو د شهرت نړيوالو ليستونو ته لاره موندلې وه، خو د جدي او سياسي اثارو په لړ کې، دا لومړی ځل دی چې د اکسفورډ يونيورسيټي پرس په څېر د يو معتبرې اکاډميکې مرجع لخوا د يو کتاب هومره لوړه ستاينه کېږي.


ملا عبد السلام ضعيف له دې کتاب سربيره دوه نور کتابونه، د ګوانتنامو انځور او  د بنسټیزوستونزو حل لارې ، خپاره کړي دي. او لږ تر لږه يو بل کتاب يې خپراوي ته نژدې دی.

دا هم د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ښايي لاهم اکثره خلک ((له طالبانو سره زما ژوند)) کتاب څخه خبر نه وي. دا کتاب د نړۍ په مختلفو پنځلس ژبو هم ژباړل شوی دی، او په څېړنيزو مرکزونو او بهرنيو پوهنتونو کې د افغانستان او طالبانو د پېژندنې په برخه کې ترې د يو کره سرچينې په توګه استفاده کېږي.