د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي ویښتیا د وخت مهمه اړتیا

عبدالغني (هاشمي) 17.11.2015 11:15

کله چې د خپل هېواد تاریخ لولو، ګورو چې ښکېلاک ګرو په ځانګړي ډول انګرېزانو زموږ د هېواد د نیولو او د خپلې امپراطورۍ د یوه جز ګرځولو په موخه، پر وسله والو جګړو سربېره له بېلابېلو استخباراتي تاکتیکونو او پلانونو کار اخستی او دغو استخباراتي پلانونو آن د جګړو په پرتله هم ډېر اغېز کړی، چې د غازي امان الله خان د دولت پرزول یې جوته بېلګه ده.
ښکېلاک ګر تل د « بېل یې کړه؛ اېل یې کړه» یا هم «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» تر ښکېلاک ګرو شعارونو لاندې د هېوادونو د وګړو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي او له دغو اختلافاتو نه د ځان په ګټه کار اخلي. دا چې زموږ هېواد له بېلابېلو قومونو او د بېلابېلو مذهبونو لرونکو وګړو څخه جوړ شوی، نو د ښکېلاکګرو لپاره پکې د لاسوهنې زمینه هم ډېره برابره وه او ده. خو له پخوانیو دورو سره د اوسنۍ دورې جوت توپیر دادی، چې هغه مهال زموږ د هېواد ټول وګړي که هغه په هر قوم، ژبې یا مذهب پورې تړاو درلود، د ملي مسایلو پروړاندې واحد دریځ درلود او د پردیو یرغلګرو پروړاندې په متحدانه او یو موټي توګه له خپل هېواد څخه دفاع کوله، خو له بده مرغه، اوسمهال د هېواد په دغو ډېرو سختو، حساسو او خطرناکو شرایطو کې ښکلېلاک ګرو زموږ هېوداوال په بېلابېلو نومونو سره بېل کړي او د قوم، ژبې، سیمې، مذهب او... په نامه یې سره ویشلي او په خپلو منځونو کې یې سره اچولي دي.
له دې سره چې زموږ د هېواد خلک د نورو هېوادونو د وګړو په پرتله د تېرو تاریخي ترخو تجربو له مخې دا مسله په ښه توګه درک کولی شي، خو له بده مرغه ښکېلاک ګر د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په خاطر په دې برخه کې له داسې نوو تاکتیکونو او داسې نوو وسیلو کار اخلي، چې لږ وګړي یې د درک او پوهېدنې وړتیا لري او اکثریت وګړي د دغو شومو او کرغېړنو اهدافو د پلي کولو او په لوی لاس د خپل هېواد او هېوادوالو د بربادۍ او تباهۍ لامل ګرځي.
په اوسني وخت کې زموږ تر ټولو ستره بدمرغي داده، چې له یوې خوا په وروستیو لسیزو کې په هېواد کې د کورنیو جګړو له کبله زموږ هېوادوالو ته د زده کړې زمینه برابره نه شوه، که برابره هم شوه، نو په ډېره ټیټه کچه وه، ځکه نو سیاسي او ټولنیز درک او شعور خپلې تر ټولو ټیېټې کچې ته راکښته شو، له بل لوري نورو، په ځانګړي ډول ګاوندیو هېوادونو ته زموږ د هېوادوالو مهاجرتونو، پردیو ته له هغوی څخه په بېلابېلو ډولونو د خپلو اهدافو په ګټه اود هغوی خپل هېواد پرضد د ناوړه ګټه اخستنې پراخ امکانات په لاس ورغلل. د دولت په مشرتابه کې د پردیو د لاسپوڅو شتون او د هغوی په وجود کې د پردیو ښکېلاکګرو پلانونو پلي کېدل، کمزورې حکومتولي، اداري فساد، د ملي احساس کموالي او دې ته ورته نور ستر او کوچني مسایل اوسمهال زموږ هېواد او هېوادوال له سختو ستونزو او مرګوني خطرونو سره مخ کړي دي.
بله بدبختي داده، چې اوسمهال ښکېلاکګر د خپلو امکاناتو په مرسته، سربېره پردې چې زموږ د حکومتونو جوړښت، سیاستونه او پالیسۍ داسې تنظیموي، چې زموږ په هېواد او سیمه کې ددوی پلانونو او سټراټیژیکو اهدافو ته یې ګټه ورسېږي، ښکېلاکګر او زموږ د هېواد دښمنان په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو زموږ د هېواد د بېلابېلو قومونو او بېلابېلو مذاهبو لرونکو او بېلابېلو ژبو ویونکو وګړو په منځ کې ځينې داسې اغېز ښندونکي کسان د ځان په ګته استخدام کړي او پراخ امکانات یې ورته په واک کې ورکړي، چې کولای شي د پراخو تبلیغاتو او نورو پلانونو له لارې زموږ د ټیټ شعور لرونکو هېوادوالو یا هم متعصبو کم شعوره سیاستوالو ترمنځ د اختلاف اور ته په پراخه توګه لمن ووهي او زموږ واحد ملت په بېلابېلو نومونو سره ووېشي او له یول بل سره یې په بېلابېلو اختلافاتو، آن وسله والو نښتو ښکېل کړي.
حل لاره
دپورته یادو شوو لاملونو او د هېواد تاریخي بهیرونو، په ځانګړي ډول وروستیو څلورو لسیزو ترخو تجربو ته په کتو، زه په دې اند یم، چې له دغو سترو بدمرغیو څخه د وتلو یوازینۍ لار د هېواد د ملي مسایلو په اړه زموږ د هېوادوالو ملي ویښتیا ملي، ملتیا او ملي دریځ خپلول دي.
دا کار څرنګه عملي کېدای شي:
دا جوته خبره ده، چې زموږ د هېواد کورني او بهرني دښمنان تل ملي خوځښتونه ځپي او د پیاوړتیا مخه یې نیسي، ځکه دوی پوهېږي، چې ددوی د شومو او کرغېړنو پلانونو مخنیوی یوازې او یوازې له همدې لارې کېدای شي او بس. خو زه د تېرو تاریخي سیاسي تجربو او په وروستۍ لسیزه کې د خپلو مدني فعالیتونو له مخې په بشپړ باور سره ویلی شم، چې زموږ د هېواد په ټولو قومونو او د بېلابېلو ژبو ویونکو او بېلابېلو مذاهبو پالونکو کې تر متعصبو کسانو د ملي فکر پیاوړي شخصیتونه په مراتبو ډېر دي، چې که سره یو او منسجم شي، نو بیا هم په بشپړ باور سره هېواد له دې حالت څخه ژغورلی شي.
 په زابل کې د داعش ځواکونو له خوا زموږ د اوو تنو هزاره هېوادوالو د سرونو بې رحمانه پرې کولو په غبرګون زموږ د ټولو قومونو او بېلابېلو ژبو ویونکو او بېلابېلو مذاهبو پالونکو هېوادوالو ګډ او متحدانه پراخ او بې ساری غبرګون ددې مسلې جوته بېلګه ده، چې موږ کولی شو د هېواد ملي مصالحو او د هېوادوالو د فاع په لار کې سره ملي دریځ خپل کړو او ملي متحدانه اقدام وکړو.
 زه په دې اند یم چې په بېلابېلو قومونو او مذاهبو لارویانو کې د پیاوړو او اثرګذارو ملي شخصیتونو له خوا باید ملي خوځښت پیل او په ملي کچه ورته پراختیا ورکړ شي، چې په دې توګه زما د خپلو تجربو له مخې ډېری وګړي به په خپله خوښه په دې خوځښت کې برخه واخلي او تر ښندنو پورې به حاضر شي، بیا نو دا خوځښت سالمې رهبرۍ ته اړتیا لري، چې څرنګه پکې د پردیو لاسوهنو مخه ونیول شي، څرنګه د خلکو ملي شعور لوړ شي او څرنګه هېواد ملي بریا، رښتینې خپلواکۍ او د پرمختګ، هوسایېنې، سوکالۍ او نېکمرغۍ لوړو پوړیو ته ورسوي.
اوسمهال زما په اند د هېواد ژغورني لپاره یوازې همداسې یوه ملي حرکت ته جدي اړتیا ده، هیله من یو زموږ ملي شخصیتونه)د دولت په دننه او بهر) په دې اړه فکر وکړي او د یوه منظم پلان له مخې یې د پلي کولو لپاره عملي اقدامات پیل او دا ملي خوځښت بریالیتوب ته ورسوي.