د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له جهانی تر کلیوال افغان شاعرانو څخه یوه سوله ییزه هیله

افغان تحرک 17.11.2015 11:12

څنګه د افغان سوله مسطور کړو
تول میډیا سوله ییزه انځور کړو

د بین الافغانی سوله او یو عادلانه افغانی پخلاینې ته د رسېدو لپاره مونږ د څښتن تعالی مرسته او متنوعو ابتکاراتو ته اړتیا لرو!

له جهانی تر کلیوال افغان محترمو شاعرانو څخه هیله او توقع کیږی چه لطفا هر یو خپل خپل سپیڅلی احساس وړاندی کړی. همداسی چه زمونږ ملی سیاستپوهان، ملی حقوقپوهان، ملی ټولنپوهان، ملی اقتصاد پوهان، ملی دولتپوهان، ملی حکومتپوهان، نورو پوهان او علما او قومی مشران ددې له پاره چې دوامداره بین الافغانی سولې ته ورسېږو باید په ژوره توګه د جګړې او شخړې عوامل تحلیل اوکره پاملرنه ور ته وکړی او سولیزی لاری وړاندی وکړی، بی ځایه نه ښکاری چه زمونږ محترمو شاعرانو د مناسبو سولیزو لارو چارو د ودې لپاره خپل افغانی سولیزه شاعرانه تخیلات لطفا په کار اچوی.

بین الافغانی سوله مینځ ته راوړل او افغانی پخلاینې نه یوازی نه د زمونږ محترم او معظم ملی شاعران او دنورو پوهانو عالمانو مسولیت او وظیفه، بلکه د مونږ تولو افغانانو مسولیت او وظیفه، د ګران افغانستان دولت او حکومت مسولیت او وظیفه، د دوستو هیوادونو مسولیت او وظیفه او هم د ملل متحد مسولیت او وظیفه هم محسوبیږی، چه هر یو باید خپل مسولیت او وظیفه په ښه توګه تر سره کړو!

زمونږ په افغانی ټولنه کې زمونږ محترم او معظم ملی شاعران هم د سولیزه ذهنیتونه د وده په ساحه کی ستر نقش لری.

د بین الافغانی سولی، ثبات، قانونت، ترقی او رفاه په هیله