د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افضل خان لالا او اعظم خان ماما اينډکمپنۍ

خپلواک 17.11.2015 12:10

په نړۍ کې سترقوتونه اومقتدر قومونه خپل افتخارات اوسیاسي دريځونه له خپله سټيجه دخپلوفکري اوتاريخي ارزښتونو په دايره کې پخپله خوښه ټاکې، خوغلام ولسونه بيا ددې واک اوځواک نلري، بلکې دچا له خوا چې یرغمل شوی وي، هغوي ددوي لپاره سياسي مسيرټاکي اوپردوي يې تپي.
يوه سليزه وړاندي موږ يوخپلواک ولس و؛ سیاسي اوديني قيادت موهم خپلواک و، زموږ پرخاوره پرله پسي انګلیسي يرغلونه روان وو، هرافغان چې ددغه يرغل په وړاندي کومه کارنامه کوله هغه ورته ملي افتخار و؛ هغه ته القاب ورکول کيدل او هغوي ترننه په تاريخ کې وياړمن ياديږي، خوديوې سليزي په تيريدو نن دلته هرڅه برعکس دي، ځکه موږ يوپرمختللي ازاد اوخپلواک ملت او ولس پاتي نه يو.
دروسي اوامريکايي دواړو یرغلونو غلامان راباندي په ګډه حکومت کوي، له همدي امله مقتدره فضا د فوځي ډګرترڅنګ په سیاسي اوتبليغاتي ډګرونو کې هم د پردو په واک کې ده اود ولس خپله ژبه ګنډلې ده.
که دغو یرغلچيانو هرڅه ښه وګڼل هغه ښه دي، که يې بد وګڼل هغه بد دي، بس همدا ورځنی معیار باله شي.
دامريکا دفوځي حضور په لومړيوکې زلمی خليل زاد په کابل کې ظاهرا د امريکا سفير و، خوکار او اختیاريې د ويټامن کل و.
يوچا دهیواد د پیاوړي فرهنګي شخصیت، مورخ، عالم اواکاډومیسن، مرحوم پوهاند علامه رشاد بابا کورته خليل زاد د بابا دناروغۍ دعیادت په پلمه بولی و، رشاد بابا خليل زادته په خبروکې ويلي و: چې امريکا په وچ فوځي زور زموږ پرخاوره، ولس اوهيواد یرغل راوړی، خلیل زاد خفه ترې پاڅيدلی و، اودغه تمه اواراده يې ناکامه شوې وه چې له بابا نه د يرغل دتايد ټاپه ترلاسه کړې.
څو ورځې وروسته علامه بابا له دونيا وکوچيد، کرزي په دې بهانه چې په واتيکان کې دپاپ جانپال جنازې ته تياری نیسي، دعلامه رشاد په جنازه اوفاتحه کې له ګډون نه ډډه وکړه، څه وخت وروسته يوفرهنګي سلاکار ورياده کړې وه ، کرزي ورته د خليل زاد کیسه دلیل ګرځولې و.
داځکه چې کرزی هم د خليل زاد په څير دامريکا دکیمپ ډيوډ په استخباراتي ځاله کې تربیه شوی وفادار مامور و، نو دهغه لپاره هره هغه څيره افتخار نشواي کيد ای، چې دامريکايي ګټو مخالف نظر ولري.

افضل خان لا لا دپاکستاني فوځ اوپنجاپیانو افتخار دی که زموږ؟
-------------------------------
په دوه زره لس اونهو ميلادی کلونو کې د سوات په دره کې له پاکستاني فوځ سره دافضل خان لالا دمرستي اوهمکاري په بدل کې دپاکستان د هغه وخت فوځي مشرجنرال پرويزکياني افضل خان لالاته هغه القاب ورکړل، کوم چې دکشمیرپه جنګ کې دپاکستان فوځي جنرالانوته ورکول کيږي، دوخت صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په هغه دولتي غونډه کې چې دافضل خان لالا په ویاړجوړه شوې وه افضل خان لالا ته دغازي لقب ورکړ!
دا څه نادري اوپټې خبرې نه دي، دا ټول جریانات په انځوريز ډول اوس هم دهغه وخت په پاکستاني اخباراتوکې موندل کیږي اوپه انټرنيټ کې هم ښايې ډیره برخه وموندل شي.
د سوات په مټه کې ديوه سپین ږيري بابا داخبره مي تراوسه په دماغ کې ګرځي چې زما يوه دوست ته يې په زړغونې لهجه ويلي و:
چې "دعزت زموارمي افضل خان نیشنلی ده، زما کورخو ده پنجابیانوته په ګوته کړی"
ددې بابا بیچاره درې زامن اودوه پیغلي لورګاني پنجابي عسکرو له ځانه وړې وې، زامن يې درې ورځې ورسته راخوشي کړي وو، خولورګانې يې دوه هفتې له ځان سره ساتلې اودخپل هوس ښکار کړې وې.
داسي په زرګونو پیښې هلته شوې دي، چې په بدل کې يې دافتخار پکړۍ افضل خان لا لا ته ور په سرشوې وه.
ددې جرياناتو په اړه پاکستاني ميډیا تراوسه خاموشه ده اودفوځ له خوا په سوات کې د خبري کوریج او رپوټنګ اجازه هم يواځي هغه ژورنالست ته ورکول کیږي، چې له فوځ او استخباراتو سره اړیکه ولري.
دبشري حقوقو يوې پاکستانۍ فعالې اغلې جنجوعه ته تیرکال له همدې امله دمرګ ګواښونه وشول، چې غوښتل يې له همدي پیښو څه ناڅه پرده پورته کړي ، دغې میرمني نړيوالې ميډیاته ویلې و، چې په دې اړه يې دتفتیش هڅه کوله چې ديوې خفیه ادارې له خوا ورته تليفون وشو اوپه مرګ وګواښل شوه، هغې داهم ويلي و، چې ددغو پیښو يولوی شمېرشکایت کوونکې ژوندي تري تم دي، چې په دې کې عمرخوړلي سپين ږیري اوسپین سرې هم دی.
دحيرانتيا وړ خبره ده، چې دپاکستان ټول هيوادته ديوې میرمنې عافیه صديقي په اړه چې دامريکا په زندان کې اسيره ده، پیغور ورکول کيږي، خو افضل خان لالا ته دخپل کلي سوات دزرګونو پښتنو پیغلو دبي عفتي پيغور ورنه کول شو، چې دده په سرپرستي اوهمکاري کې پنجابيانو بې پته کړې اولايې بې پته کوي.
همدا اوس هم دسوات درې دريالس نیم سوه پښتنې ميندي اوخويندي دپاکستاني فوځ په زندانوکي په ډیره ناوړه توګه ساتل کيږي.
يوه اونې وشوه چې زموږ ميډیا ناخبرو افغانانو ته افضل خان لالا ديوه ملي افتخا په بڼه ځلوي او يو شمېردولتي کړۍ پري محفلونه جوړوي ، خو تراوسه دا پوښتنه چا ونکړه چې دا زموږ ملي افتخار دی او که دپنجاب ملي افتخار؟
تاته يې څه وکړل اوهغوي ته څه وکړل؟
هغه دپښتنو پرحریم دمتجاوز پنجاب لپاره ښکاره فاتح دی، نوبيا يې ته په کوم حثيت خپل افتخار اوخپل اتل ګڼې؟!
حقيقت دادي، چې دا دعام افغان لپاره هيڅ ملي او دافتخار وړ څېره نه ده، بلکې د نړيوال یرغل اوسميز تربور لپاره فخر دی اوزموږ لپار عار اوشرم دی.
له همدې امله خويې ديرغل چوپړيان په خپلوکې فخرګڼې ،ځکه دغلام لپاره هرهغه څه سپین دي چې باداريې سپين ګڼی اوهرهغه څه توردي چې بادار يې تورګڼي.
-------------------------------
داعظم خان ماما دایزي لوډ اوافغان ضد حکومت پنځه کلنه دوره:

څو میاشتې وړاندي دپښتونپال ګوند يوه بله مشهوره څېره، دګوند دمشر اسفنديار ولي ناسکه ماما اعظم خان هوتي هم مړ شو، ماغوښتل دهغه په اړه خپل تاثرات اومعلومات هم پرخپل وخت قلمبند کړم، خو وخت رانه تير شو، اوس دا زما لپاره بیا يو فرصت دی چې له موضوع سره دزور تړاو په موخه دهغه دشخصيت او دنشنل عوامي ګوند دپنځه کلنې دورې په اړه څه ولیکم:
دپښتونخوا د مردان دبارهوتي کلي اوسيدونکی اعظم خان هوتي چې څو مياشتې وړاندي دستوني اوسپږمو دسرطان له امله وفات شو، دخان عبدالولي خان دتاسیس شوي ګوند نیشنل عوامي پارټۍ يوه با اثره اومشهوره څېره وه.
اعظم خان هوتي هغه وخت هم پر دغه ګوند پوره اغيز لاره، چې دګوند د يوه مهم غړي او دعبدلولي خان داوښي په توګه پیږندل کيده، خو هغه وخت لا ډيرزيات اغيزناک شو، چې کله دپاکستان د دوه زره اتم کال د ټولټاکنوپه پايله کې دپښتونخوا ايالتي حکومت دنیشنل عوامي ګوند په برخه شو اود ايالت دوزیر اعلي څوکۍ د اعظم خان هوتي زوي اميرحيدر خان هوتي ته ورکول شوه، ددې کار دوه لاملونه وو، يوداچې دګوند مشراسفنديار ولي غوښتل چې خپله ناسکه موراودګوند پخوانۍ مشره اغلې بيګم نسیم ولي اودهغې پلويان په دې اقدام خوشحاله کړي، ترڅو د وراره پر وزارت ترور هم ځان په واک کې شريک احساس کړي.
دوهم لامل يې دا و، چې اول کې اسفنديارولي غوښتل د بلور خاندان نه چې دغفارخان کورنۍ تاریخی ملګري دي، څوک وزيراعلی غوره کړي، خو څرنګه چې نیشنل ګوند اړ و چې له خپل متحد پیپلزګوند سره په ګډه کابينه جوړه کړې اودبلور کورنۍ دپیپلز ګوند ديوه مهم غړې پرقتل تورنه وه، نوپیپلز ګوند د بلور کورنۍ وزارت اعلی ونه مانه، اسفنديار مجبوره شو چې د دوهم درجه ملګري اعظم خان هوتي زوی غوره کړي، دريم لامل دا و، چې معمولا د وزارت اعلی څوکۍ ته په ټاکلوکې دپاکستان دخفيه کړيو رضایت هم ضروري وي ، دغو ادارو غوښتل چې دنورو مشهورو نیشنليانو پرځای له ملی اوتاريخي آند نه عاري ځوان امیر حيدرخان وزير اعلی شي.
امیر حيدرخان وزير اعلی و، خو پلاريې ورباندي زيات اغیز لاره، په خلاص مټ يې دزوی واک او اختيار کارول.
اعظم خان هوتي له پخوا نه هم دګوند له دننه اودباندي په مالي چاروکې ښه نوم نه لاره، خو د زوي له وزارت نه وروسته دهغه مالي فساد او شوکې دسیمې په کچه دهغه د ژوند ورستي يادګار وګرځيد.
دهغه خور بيګم نسيم ولي خان دپاکستان دجيو تلويزون سره پخپلو خبروکې د ورور پر مالي بدعنواني اعتراف وکړ اودخپل وراره وزارت يې هم دخپل ګوند اشتباه وګڼله، اغلې بيګم نسيم ولي دجيو تلويزون دجرګه په نامه خپرونه کې په رسا ټکوکي وويل: ورور مي په مالي بدعنواني کې ترستوني ککړ و، اودا دهغه داسي يو عادت و، چې نه دخور په مال بند و، نه د ورور، نه دښځي اونه ه دزوي ، له ټولويې غلا کوله.
هغې زياته کړه زه د وراره د وزارت مخالفه وم، ځکه چې ورورمي ورنه دغلا او اداري فساد کارواخيست.
د دې ګوند دحکومت په دوهم کال دپښتونخوا په ليرې اونږدې سیموکې د دې حکومت لپاره دایزي لوډ اصطلاح مشهوره شوه، چې ددې اصطلاح لامل داعظم خان هوتي دایزي پیسه اداري سستم و.
هغه د پښتونخوا ايالت په يوشمېر برخوکې څه خلګ ټاکلي و، چې له خلګوبه يې دکارونو په بدل کې رشوت د ایزي پیسه سستم له لاري ترلاسه کاوه، په پاکستان کې دایزي پيسه سستم له لاري هرډول پیسې له بانکي حساب اودشخص له پیژندنې پرته يوبل ته انتقاليدای شي، په دې کې ليږونکي او ترلاسه کوونکی، بدل نوم اوبدله تذکره هم کارولي شي، چې بيايي قانوني اداري هم نشي پیژندای.
دغه کار دنیشنليانو دحکومت يوه پیژندنه وه اوپه هره اداره کې دغه طريقه عامه وه، خو ويل کيږي چې اصلي پیلوونکي يې د وزير اعلی پلار اعظم خان هوتي و.
زه د ددغه ګوند دایالتي حکومت په دوهم کال دمردان ښارګوټي ته تللی وم، هلته مي په ښارکې پولیس وليدل چې رکشې يې درولې اوځینې ډريوران يې بنديانول، له چا مې پوښتنه وکړه چې داڅه خبره ده، هغوي راته وويل چې رکښه وانان پرخپلو رکشو دایزي لوډ توري لیکي اوپه دې سره حکومت ته پیغور ورکوي اوکله ناکله په ښارکې دایزي لوډ ناري هم وهي، ماته داخبره اول ټوکه ښکاره شوه، خوڅو قدمه وړاندي مي ديوې رکشي پرشا لیکل شوی مزاحيه بیت ولوست، چې ليکلي و:
بابا ته ايزي لوډ، بي بي له لګ اچار= خپله خاوره خپل اختيار.
واه واه واه اسفنديار .
دلته رکشه وان نیشنليانو ته په پیغورکې دهغوي همیشني شعار "خپله خاوره خپل اختيار" وريادوي او بيا د ايزي لوډ پیغور ورکوي، دلته په بيت کې د بابا له کلمې نه موخه اعظم خان هوتي دی!
دغو ولسي جزباتو د دوه زره ديارلس کال په ټاکنوکې په رښتینې بڼه ځان راڅرګندکړ، چې له امله يې دپښتنو دسوبې په کم و زيات اويا څوکيو کې دغه ګوند يوازي درې څوکۍ خپلې کړې اوهغه يو درجن معلومي څوکۍ يې هم خپلې نه کړای شوای، چې دپاکستان له جوړيدو ورسته کله هم چا له دغه ګوند نه نه وې ګټلې.
-------------------------------
دپښتو اوپښتنو سره مينه!
له پښتو سره مينه معنا له پښتنو سره مينه ، دپښتنو ټاټوبی افغانستان دي، نوله پښتنو سره مينه له افغانستان او افغانانو سره دمینې په معنا ده.
دغه ګوند دواکمني په دوره کې له افغان مهاجرینو سره ډير دښمنانه او له کرکې ډکه رويه وکړه، پولیسو ته وزير اعلی دمهاجرینو دهرډل کړولو امر کړی و، پر کاروباري افغانانو يې پټې پيسې ايښې وي، چې وربه يې نکړي نو خطرناکې ستونځې يې ورته جوړولې، په همدې دوره کې دپیښور په رينګ روډ يو افغان زلمي چې پوليسو ته يې پیسې نه ورکولې پوليسو په رڼا ورځ په مخامخ ډزو وواژه .
دهغه وخت ناخوالې چې افغانانو ته اوس هم وريادې کړې، نو اوس يې هم ستوني ځيږ شي؛ افغانانوته دچارواکو اوعامو خلګو مخامخ ښکنځل هم په همدې دوره کې پیل شول، د وزيراعلي يوه بيان مي دورځپاڼې پر تندي پرخپلو سترګو ليدلی، چې ويلي و: افغان مهاجر يو ګند دی، ترڅو چې دا ګند په دي ملک وي، داملک نه جوړيږي!
ددې ګوند اکثره فعال غړي له خپلې حکومتي دورې نه وروسته ډير زيات شتمن شوي دي، بیګم نسیم ولي خان په يوه تلویزوني مرکه کې دخپل ناسکه زوي او دګوند دمشر اسفنديار ولي هغه جايداد ته هم اشاره کړې چې له حکومتي دورې وروسته يې ترلاسه کړی.
ددې ګوند دچارواکو دزيات شتمن کيدلو لامل دادی، چې دوي له بډو او رشوت نه علاوه له څو متضادو خواوو نه پټې پیسې ترلاسه کولې:
دوي د پاکستان له فوځ اوخفیه ادارې نه دسوات په جګړو کې دجاسوسي اوهمکاري په بدل کې جلا پیسې ترلاسه کولې؛ دهمدې جګړې پرسريې دامريکا له سفارت نه جلا پیسې ترلاسه کولې؛ د کابل د حکومت په توسط يې دهندوستان له استخباراتو جلا پیسې ترلاسه کولې.
يوځل چې د پاچاخان په اړه په اړه په کابل کې کانفرانس جوړشوی و، ددې ګوند مشران کابل ته تللی و، هلته دهند داستخباراتو له خوا يوه زياته اندازه پیسې دحامدکرزي دفرهنګي سلاکارزلمي هيوادمل په لاس ورکول شوې وې.
تاریخ ثابته کړې چې داخلګ دپیسو په بدل کې هرچاته وفادار دی اوپه حقيقت کې هیچاته هم وفادار نه دي.
دوي له عام پښتون او افغان سره هيڅ مينه اوتړون نلري، بلکې دپردو په غوښتنه پښتون ته هرډول زيان اړوي.
په دوه زره شپږم کال کې ددغه ګوند يو ناراضه غړي فريد توپان دخيبر له پښتو ژبې تلويزون سره په خبروکې پردې خبره اعتراف وکړ، چې پرافغانستان دروسانو ديرغل په دوره کې اعظم خان هوتي دافغانستان دهغه وخت له کمونيستي حکومته پیسې ترلاسه کولې، په بدل کې يې دافغان مهاجرينو په کیمپونوکې چاودنې کولې.
دعدم تشدد دعوه کوونکو دروسانو دپیسو په بدل کې دخپلو پښتنو، بې وزله ، مهاجرو اومسافرو افغانانو ویني بهولې، هغه افغانان چې دخپل سراوعزت دساتنې لپاره يې د دوي لمن ته فنا راوړې وه.
ددې ګوند مشران اکثره فيوډالان دي، دوي دعام پښتون دسوکالي سره دلچسپي نلري، بلکې غواړي دپښتونپالني په سمبوليکو شعارونو سياست وکړي او پیسې ترلاسه کړي.
په عمل کې دعام پښتون ولس پرضد دنړۍ له هره استعمار سره عملا درېدلې دي، که څوک داسي فکر کوي چې دغه ګوند به په جغرافیايي ډول دپښتنو ازادي ته عملي کار وکړي، نو دا يوه لويه اشتباه ده، ځکه چې په عمل کې ثابته شوه، چې هغوي دمال او واک په بدل کې دپنجاب هرډول غلامي منلې اوبيا به يې مني، زما لپاره نه ملي وياړ ګرځېدای شي اونه ملي ګټه رارسوي، بلکې هرافتخار اوخدمت يې له پنجاب سره شريک دی، زموږ نه تشه مالي ګټه پورته کولای شي.
ددغه ګوند پرغړو لګښتونه فایده نلري، دغه لګښت بايد په بله ملي پروژه وشي، دلته يې ضايع کول بې کاره دي.