د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډګر سرتیری

توریالی ملیار 17.11.2015 12:09

جګړه ډيره سخته وه خو سرتیري وارخطا نه وو، د جګړې په ډګر او د مرمیو په باران کې یې هم کله - کله ټوکې او سندرې تر خولو وتلې، سرتیرو ساعتونه ساعتونه جګړه وکړه خو مات نه شول د ازادۍ لپاره یې خپل ټټرونه سرو مرمیو ته سپر کړي وو- له ټولې سیمې د باروتو بویونه پورته کېدل، لوخړو ان ورېځو ته غیږې ورکړې وې، په خړه ځمکه او تیږو کې زرګونه پوچ کارتوس پراته وو ډز ډوز لږ کم شو او وسله والو دنګو غرونو ته د تېښتې پنا یوړه.

سرتیري له سیمې مخ پر وړاندې روان شول، او په خړ او خاورین سړک یې مزل پیل کړ، نیم ساعت وروسته یو درم، شو لمبه شوه، لوړخړې شوې، خاورې وسپنې او تیږې باد باد شول او د شنو ونو څانګې په خړو خاورو خړې پړې او سورۍ سورۍ شوې،
د خاورو، لمبو او لوخړو منځ کې څو سرتیري ټپيان او په وینو کې لت پت وو، سرو وینو یې ځا ځای په مخونو او جامو خړې دوړې لیرې کولې او پر ځمکه یې خړې خاورې لندولې، له دې سره په سرتیرو برید خښ شو او جګړې یو ځل بیا زور ونیو، مخابره چي خپل قوماندان ته مخابره وکړه:

قوماندان صاحب موټر په ماین والوت!
کوم موټر؟
ډاډسن!! سرتیري ټپيان دي او حالت یې ښه نه دی!!
اممممممممم سخت ټپيان دي؟
بلې بلې وسله والو حمله هم وکړه او سخت جنګ روان دی!!
څه شیبه دواړه چپ وو قوماندان د ډزو غږونه او مخابره چي د ماشومانو او میرمنو غږنه اورېدل:
یوه میرمن: په داسې وخت کې ټکه را ولویږي چې موږ په میله کې وو!!
یوه بله میرمن: نو ټکه خو پر موږ نه ده را لوېدلې؟؟
لومړۍ میرمن: همدا یې لوېدل دي چې د غم زیری یې را باندې وکړ، عسکر د څه لپاره دي خو جنګ دې ورسره وکړي!
یو ماشوم: پلاره ته ورنه شې موږ نن ورځ همدلته تیروو!!
هوټلي: نور څه پکار نه دي؟
د قوماندان ماشومان: ماته ایکسریم راوړه، ماته جوس، ماته شیریخ... ماته نور کباب... مام ته....
مخابره کې د قوماندان غږ داسې واورېدل شو:
چپ بې ادبو زه مخابره کې لګیا یم هلته څه حال دی او دلته تاسې څه کوی...
اورې خیبر ۲ خیبر ۲
بلې اورم
زه لیرې یم بس تاسې هملته څه چاره وکړئ!!

له هغې خوا یو واخ غږ پورته شو او بیا مخابرې کار ونه کړ.

د قوماندان ډریور خپل خړ رنجر ایله پاک مینځلی و، شنه سیوري کې یوې خوا ته کښیناست، ډوډۍ تیاره وه.