د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

محبوب شمال 17.11.2015 12:07

دعشق طوطى مى سره منګول دزړه په سرنيولى*

ځکه مى لاس دپاکى مينى پاس په سرنيولى*
    
 خمار د تورو سترګو د وږ مى دسباراشى*

ساقى په سپينو لاسو ډک جامونه تر سحر نيولى*

اوښکه اوښکه شوم دشمعى سرو لمبو کى*

دخيرات لاس  مى په لورى ددلبر نيولى*

چه دعشق سيلى دستا له لورى راغله*

طو طيانو ځکه بړبوکۍ ته مات وزر نيولى*

نورمي دصبرکاروان ستړى شوګيرونه شولو*

دجرس چيغو او فرياد زړه ته خنجر نيولى*

ستا دعشق په سرولمبو کى ئي جلوه ليدلى*

حلقه په غاړه ده (شمال)دتوبو درنيولى*