د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د « سي. آې. أې. د حقایـقـو د کـتاب» څـیـړنه

ډاکټر رحمت ربی زیرکیا ر 14.11.2015 19:50

د « سي. آې. أې. د حقایـقـو د کـتاب» څـیـړنه ۲۰۱۲-۱۹۸۱
د پښتون- دښمنې د سیسې څـڼـډې
Analysis of “CIA World Factbook” 1981-2012: Dimensions of anti-Pashtun Conspiracy

لیکوال: ډاکټر رحمت ربی زیرکیا ر، خپلواک څیـړونکی، امریکا
 HYPERLINK "mailto:zirakyar1234@yahoo.com" zirakyar1234@yahoo.com


سي. آې. أې. ته د ځیرکیار وړانـدیـز: ۱۱ نومبر۲۰۱۵=۲۰لړم/عقـرب ۱۳۹۴

ما ځیرکیارپه پورتني سرلیک څیـړنه تقریبَا دوه نیم کالونه وړاندې د ۲۰۱۳د اپریل په ۶ (وری ۱۳۹۲= جماد لاولی ۱۴۳۴) په اِیـنـټـرنیټ کې خپره کړې وه. بیا مې دغه څیـړنه د امریکې یو سناټـور ته ولیـږله چې له ډیر وخت راهیسې مې ورسره په امریکا کې د ټولنیزعدالت په اړ لیکلي تماسونه نیولي وو. دغه شان ما له دغه سناټور نه لیکلې هیله کړې وه چې د خپل دفتر له لارې زما پورتنۍ څیـړنه  د امریکې د ولسمشر بارک اوباما، د سي. آې. أې. او د امریکې د نورو استخباراتي سازمانونو سره شریکه کړي – د دې لپاره چې د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې د امریکې د حکومت له خوا د پښـتنو په ضـد  بـې عدالتي او جمعي جزا په بل مخ واړوي. ما  نـن (۶ نـومبر۲۰۱۵= ۱۵ لـړم ۱۳۹۴=۲۳ محـرم ۱۴۳۷)  د  سي. آې. أې. د احصائیو پاس ذکر شوی کتاب(سي. آې. أې. وَرلـډ فَـکـټ بُوک)  بیا ولوست، او هلته مې  په افغانستان کې د قـومي احصائیو په عوض دا «یادښت» ولوست: «نوټ: په افغانستان کې د قـومونو د احصائیـو د حساسې موضوع په اړه او سني احصائـیوي اطلاعات نشته، او د نظر پلټنې لپاره د جواب ورکوونکو په کوچنیو سمپَلونو(نمونو) اتکا د قومي احصائیو د معلـوماتو لپاره ډاډ وړ لار نه ده.» اوس نو بایـد زه ځیرکیار دا موضوع راوسپـړم
  د لوستونکـو بـاید دیـته پام وي چې سي. آې. أې.(  د امریکې مرکزي استخباراتو) د افغانستان د قومي جوړښت په اړه د ۱۹۹۲ له جولای (چنګاښ ۱۳۷۱لمریز=محرم ۱۴۱۳) راهیسې د پښتنو او د هغوی د ژبې احصائیې ډېـرې ټـیـټې ښودلې وې. د سي. آې. أې. دا پـریکړه چې لومړی( په ۱۹۹۲ جولای/چنګاښ۱۳۷۱کې) د پښتنو قـومي احصائیې ډیرې ټـیټې و ښئ او بیا پخپله د پښتنو په  شمول  د ټولو قـومي احصائیو له ښودلونه ډډه وکړي، دوه نتیجې لري: لومړی دا چې دټولو قومي احصائیو نه ډډه کول، په افغانستان کې د قـومي احصائیو په اړه زما ځیرکیار د ذکرشوې  څیـړنې (اپریل ۲۰۱۳= وری۱۳۹۲) حقانیت  غښتلی کوي. دوهم دا چې سي. آې. أې. د نړۍ د واقعیتونو په کلني کتاب کې په څنګن (ضمني) ډول  د ۱۹۹۲ زییز له جولای راهیسې په افغانستان کې د قـومي احصائیو دروغ مني، هغـسې دروغ  چې د پښـتون – افغان مـلت د راتـلونکی لپاره جـدي عـواقـب لـري
په افغانستان کې د ژبو احصائیې په غیر عادلانه ډول د پخوا په شان  د سي. آې أې. د واقعیتونو په کتاب کې همغه شان ښودل شوې دي لکه د  ۱۹۹۲زییز له جولای(چنګاښ ۱۳۷۱لمریز) راهیسې چې ښودل شوې وې! په دې موضوع کې سي. آې. أې. پاتی راغلې ده چې خپل منطق تعـقـیب کړي، او په افغانستان کې د قـومې شمیرنو په څیـر یې باطلې وګـڼـي. که د سي. آې أې. د دریځ له مخې، واقعاَ « د نظر پلټې لپاره د جواب ورکوونکو په کوچنیو سمـپَـلونو (نمونو) اتکا د قـومي احصائیو لپاره ډاډ وړ لار نه ده» ، نو بیا خـو به د ژبو ښودل شوې احصائې بل شی نه وي خو دا چې د جواب ورکوونکو په شخصي او ذهني معلوماتو ولاړې وي! که سي. آې. أې. غواړي چې واقعاَ ناپیـیلې وي، نو باید چې په افغانستان کې د ژبو ذکر شوې احصائیې  د خپلو حقایقـو په کتاب کې ( سي. آې. أې. وَرلـډ فیکـټ بوک) کې خپرې نـکـړي.
 
ســريــزه

دا زموږ قسمت دی چې په وينو کې مزل وهو
يو قدرت چې ووهو، بيا بل وهو، بيا بل وهــو

پورتنی پښتو بيت په شمال کې د امو او په سوېل کې د اباسين تر منځ د غځېدلي لرغوني پښتون ملت قسمت ته ګوته نيسي او د تاريخ په اوږدو کې د سوداګرۍ او اشغال لارې منعکسوي. د پخواني وریـښمستان او د اوسني پايپ لاينستان تر منځ جګړه اوس د پښتون برخليک ټاکي.     پښتانه د سمسمکي (مساوات- طلبه) شعور اود پاڅونیز کولتور زبرځواک څښـتنان دي .دوی  د د د دغه ظرفیت په مټ د پوځي زبر ځواکونو سره په  جګړه کې ښکېل دي چې د دوی خپلواکۍ  فطري انساني غوښتنه په ډاګه کوي. د امريکا پخواني ولسمشر رونالډ رېګن (۱۹۸۸-۱۹۸۰) د پخواني شوروي اتحاد د «شيطاني امپراتورۍ» پر ضد افغان پـاڅون ته د « ازادۍ لپاره د تر ټولو لوړ انساني الهام بخښونکي خوځښت » نوم ورکړ. همدارنګه ریګن  پخواني مجاهدين د امریکې «د بنسټ ایښودونکو پلرونو د معنوي سيالانو » په توګه وستايل. خو دسپتمبر د ۱۱مې تراژيدۍ په پايله کې، په افغانستان کې روانه جګړه تر ډېره بريده دافغان وګړو د بشري حقونو د تامین په بهانه پلې شوې ده ، په دې نامه چې غیر- پښتانه د طالبانو له واک او پښتون اکثريت څخه ازاد کړي. د سپتمبر د ۱۱ مې له ناورين څخه شاوخوا ۹ کاله پخوا « د سي. آی. أې د حقايقو کتاب »(د بشـپـړ شوواستخباراتو يو ډول ) په افغانستان کې داکثریتي پښتنو احصاييې راکمې کړې. زه به په لاندې  شننه کې  د دغې ستراتیجې جرړو ته ورننوځم.

زه له هریو ډاکټر داود ميره کي او ډاکټر زمان ستانيزي نه ډېر منندوی يم چې زما څخه یې  د دې ليکنې په اومه مسوده کې خپل وړاندیزونه اوسموونکې نیوکې ونه سپمولې

نـنـتوځ

د پښتنو خپلواکي- طلبه او مساوات- طلبه فطرت د پښتون ملت لپاره داسې پايلې لرلې چې مخه يې نشوای نيول کېدای. د دوی په خودارادیت ولاړې روحیې د تېر وخت له  استعماري  ځواکونو او د نن ورځې له زبر ځواکونو سره ټکر خوړلی دی
د افغانستان په دننه کې او د برتانيې د تپل شوې ډيورنډ‌ کرښې ( ۱۸۹۳) ها خوا په اوسني برتانوي پاکستان او هند کې پرته شاوخوا ځمکه کې نږدې ۶۰ ميليونه پښتون توکم هغه ځواک دی چې تل يې نړيوال ځواکونه له ځايي او سيمه ييزو اجنډاو سره ویرولی دي
په پایله کې د پښتنو غلیمانو د  ځايي لـږکیانو د کارولو له لارېپښتنو ته دسيسې جوړې کړې دي. په شلمه پـیړۍ کې چې پاچا امان الله خان (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) واک ته ورسېد، برتانيې پـړپـړه(دسیسه) جوړه کړه او د تاجک اقليت يو داړه مار( بچه سقاو ) يې د دې لپاره وکاراوه چې خپلواکه پښتنه واکمني له منځه يوسي او په اغېزمنه توګه هغه امیدونه او پلانونه شـڼډ کړي چې  وروستـه پاتی افغانستان یې د پرمختګ په لار سـیخولی شو
څه د پاسه شپیته کاله وروسته په ۱۹۹۲زییز کال کې، افغانستان يوه بله سقاوي وليدله (په افغانستان کې سقاوي  د بشپړې ګډوډۍ او بې نظمۍ په معنا ده): د شوروي پلوي حکومت له پاي ته رسېدو وروسته ، د شمالي ټلوالې افغان لږه کيو د دروغ جوړونې د يوه ناوړه کمپاين په پيلولو په بیـړه لاس پورې کړ. د مسعود ـــ رباني رژيم د ملګرو ملتونو انتقالي پلان له منځه ويوړ او يوه انارشي يې منځته راوړه.   دا د بې نظمۍ او بې قانونۍ يو داسې حکومت وچې د سمسور افغان په کتاب کې «دويمه سقاوي» وبلل شوه. د مسعود- رباني رژیم ته له شوروي اتحاده يوه پښتون ضد رهبري په ميراث ورپاتې شوه چې له احمد شاه مسعود سره يې د سولې يو جوړ جاړی درلود( وګورئ، ريچارډسن). کېدای شي  چې مسعود به د ۱۹۸۰ کلونو په مهال د شوروي نیواک  پرمهال د پښتانه توکم د کمزوري کولو  هڅه کړې وي.  په پای کې کله چې په ۱۹۹۲ کې برهان الدين رباني او د هغه شاګرد کوماندان احمد شاه مسعود وا ک ته ورسېدل، په رسمي ډیریو(دوسیو) کې د پښتون ولس د توکميزې نقشې د بنسټيز بدلون لپاره يو ډېر بې وجدانه او بدنېتی کمپاين پيل شو
د دغه بدنیتي او کرکجن کمپاين لپاره دولتي ميکانيزم وکارول شو او په هغه کې یې د پښتنواحصایٔیې  راټیټې کړې او زرترزره یې  د(سي. آی. أې د حقايقو د کتاب ) په ګډون له نړيوالو ادارو سره شريکې کړي. د دغه  پښتون دښمنه پلان موخه داوه چې په هر ډول راتلونکي جيو پوليټکي وېش او معامله کې د افغان اقليتونو دريځ پیاوړی کړي. په پای کې ، د ۲۰۰۱ م کال په اکتوبر کې ، کله چې امريکا پرافغانستان بريد وکړ،  د شمالي ټلوالې غړو چې  د تاجکانو د تیر حکومت(۱۹۹۶-۱۹۹۲) ناستنان (وارثان)وو ، د امريکا لېوالتيا ته خدمت وکړ او هغه مصنوعي احصاييې يې وکارولې چې اکثریت پښتون قوم اقلیت ته راټیټ کړي  او خپله قضیه پرې جوړه کړي
د نولسمې زییزې  پیـړۍ  مسلمان، متنفذ او ښکېلاک -ضد عالم  سيد جمال الدين افغان ، پخپل کتاب ( تتمة البيان فی التاريخ الافغان) کې دې ته پام اړولی و چې پښتانه د افغان ټولنيز جوړښت يو برلاسی عنصر دی ( پوهاند صديق الله رښتين ، نوې څېړنې، پېښور پښتونخوا، ۱۹۷۹، ۹۸ مخ)/ ( د افغانستان قومي جوړښت لپاره د واک فاونډېشن شپږ کلنه سروې او څېړنه[ ۱۹۹۱ــ ۱۹۹۶]، ۱۳۷۷/۱۹۹۸، ۱۱مخ
هغه سنجول شوې پلان چې د پښتانه توکم د اکثريت د راټيټولو لپاره د مسعود ــ رباني رژيم (۱۹۹۲ــ۱۹۹۶) لخوا ترسره شوی و، ژر تر ژره د سي. آی. أې د نړيوالو حقايقو په کتاب(۱۹۹۲ جولايي) کې راڅرګند شو. ددغه تاکتيک موخه څه وه؟ دغه کار د پخواني شوروي اتحاد (داوسنئ روسیې)د سیاسې نقشې د خصلت سره ژورې اړيکې لري. د دغه پلان له مخې يې په افغانستان کې د ملي سیاست د زپلو لپاره د اقليتي توکميزو سياستونو ملاتړ وکړ. د افغان پښت يو ټولنيز سياسي شنونکی او ښه ليکوال ، چې په امريکا کې يې تحصيل کړی دی، ډاکټر ستانېزی دی. ده په لنډ ډول په افغانستان کې د شوروي اتحاد ستراتيژي څېړلې ده. زه به دده څېړنيزه کړنلاره په شپږو ګامونو کې وړاندې کړم
لومړی ګام: شورويانو/روسانو د « خورا زيات مقاومتي » قومي ګروپ (پښتنو) راټیټولو ته پام واړاوه ځکه چې دوی عموماٌ د افغانستان په وسله والو ځواکونو کې مخکښ ګروپ وو: پښتانه د افغان ملي مقاومتي تنظيمونو په منځ کې اکثريت و او د افغانستان د ملي هويت کولتوري زړی و. د خپلې خبرې د روښانولو لپاره ډاکټر ستانېزی ليکي چې دمقاومت د«جوړجاړی » نه منونکی قوماندان ذبيح الله مجاهد هغه يواځينی غير پښتون و چې شورويانو «مړ غوښت» او کېدای  شي چې د خپل « نه تسليمېدونکي دريځ»خوند به یې څکلی وي
دويم ګام : شورويانو/روسانو د پښتنود نفوسو د ځواک پر راټیټولوو کار وکړ. دوی د افغانستان  په سوېل کې پر پښتني سيمو خپل پوځي عمليات او هوايي بمبارونه وغځول، په داسې حال کې چې غير پښتني سيمې يې « نسبتاَ  ارامې » او « روغې » پرېښودلې. په حقيقت کې، يو وخت شورویانوغوښتل چې پلازمېنه له کابل څخه په شمال کې د افغانستان دويم ستر ښار مزار شريف ته ولیـږدوی ،نه کندهار ته  چې اصلا دوهم غټ ښار و خوپه کنډواله اوښتی و
درېيم ګام: په کال ۱۹۸۹م کې ، شوروي ځواکونه د دوه  حقايقو له امله ، د افغانستان له شمالي پولو څخه هاخوا بېرته پر شا لاړل: یو داچې د جنګ په مهال یی د پښتنو پاڅون په« پوره »اندازه کمزوری کړی و تر څو په دوی پسې تر مرکزي اسیا نشوای ورتللی. دوهم داچې  د هغه وخت امريکايي ولسمشر جورج ، اېچ ، بوش غوښتل چې  «مهربان او مخ پر ځوړ» شوي شوروي اتحاد ته د جوړجاړی لاس وروغځوي
څلورم ګام: د شمال غير پښتانه اقليتونه په شمالي ټلواله کې تنظيم شوي وو( چې اصلي نوم يې د شمالي سيمو څارونکې شورا يا شورای نظار صفحات شمال و). دا د اقليتونو يو متحد محاذ و چې «د پښتنو د ژوند له ټولو اړخونو» سره وجنګيږي. ډاکټر ستانېزی ليکي:« په دې ډول د ډيورنډ د استعماري تړون « د سليزې په ماښام» چې افغانستان يې پر ۱۸۹۳ م کال سره ووېشه، دافغانستان په « توکميزــ ژبني غولي کې» يو ژور چاود  رامنځته شو

پنځم ګام: دمقاومت پر مهال د شورويانو او د هغوی د پخواني افغان ځواکمن کمونيست مشر ببرک کارمل د جنرالانو په ملاتړ ، د شمالي ټلوالې مشر مسعود د ۱۹۹۲ م کال په اپرېل کې په کابل کې فتحه اعلان کړه او د کارمل د وارث پښتون توکمي ډاکټر نجيب الله پر ځای کېناست. مسعود خپله سوبه  چې  کارمل ورسره توکمیزه اړیکـه لــرله. دغه حرکت په قومي په تاجک شمالي ټلواله پورې وتړله  . سياسي ډګر کې سمبوليک و، په داسې حال کې چې پښتون اکثريت يې کمزوری کاوه، په نښه کاوه او محروماوه. د مسعود تر مشرۍ لاندې شمالي ټلوالې د « بې له پښتونه» اجنډا پلې کوله. مسعود له دوو مياشتو وروسته يو تش په نامه مشر، صبغت الله مجددي، په زوره له دفتره وويست او پر ځای يې يو تاجک توکمی برهان الدین رباني کښیناوه
شپږم ګام: د مسعود ـــ رباني د ډلې په لاس د جوړ شوي تاجک حکومت له پيل سره سم ، یو پښتون- دښمنه فعالیت پیل شو. موخه (هدف) یې دا و چې د پښتون قوم سره چل وکړي، یانې پښتون له خپل پیژاند نه غافل کړي او د دغه پلان  په پلي کیداکې له  خپل دولتي  او موسساتي ميکانيزم نه ګټه واخلي. د بيوروکراتيک چل ول او زور له لارې په افغانستان کې دننه او له پښتونخوا(پخوانی شمال لويديځ سرحدي ايالت۱۹۰۱ــ ۲۰۱۰) څخه د راستنېدونکود يوې لويې برخې پښتنو ته نوې  پیژاند پاڼې (تذکرې) ورکړل شوې چې دوی يې پکې  تاجکان ښودلي وو. دا د مسعود- رباني د رژیم د هغه حساب شوي کمپاين برخه وه چې د پښتنو اکثريتي مقام راټیټ کړي او په مقابل کې په تقلبي ډول د تاجکانو سلنه (فیصدي) جګه کړي. نورو اقليتي ډلو د زور زياتي او ترهې اچولو له لارې پښتانه په نښه کړل. د بېلګې په ډول ، هزاره ځواکونو د پښتنو کورونه په نښه کړل او له پښتنو کورنيو سره يې زور زياتی وکړ ، تر دې چې دوی  یې په زور سره له خپلو کورونو وشړل ـ په ځانګړي ډول دغسې زورزیاتی د کابل ښار په دريمه او څلورمه ناحيه کې تر سره شو. دغه شان ازبک ملیشو هلته په هغو سیمو کې چې په غټه کچه  پښتانه پکې  استوګن وو تالان جوړکړ تر هغه مهاله چې خپل کورونه یې پریښودل او د هیواد په دننه او بهر کې کډوال شول. په «ملي» سویه د« قومي تصفیې عملیات په شمال کې پیل شول او د پښتنو ټـول کلي د ترهه ګرۍ د عملیاتو له لارې تش شول. د  شورویانوسره  د مسعود د زیاتو  اړیکو په اکله ولولئ د افغانستان په اکله د دقیق او باورمن امریکایي  څیـړونکي ، لیکوال او ژورنالست ریچارډسن لیکنې. نوموړي ا فغانستان ته په ۱۹۸۶، ،۱۹۸۷ ۱۹۹۰، ۱۹۹۱ او ۱۹۹۷کې سفرونه کړي وو
په پایله کې د مسعود- رباني په مشرۍ تاجک حکومت نوې احصایٔیې راو توږلې:  په دې ډول چې په سلو کې له نږدې ۶۳  نه ۳۸  ته  د پښتنو شمیر راټیټ کړي، د تاجکانو شمیر په سلو کې له  ۱۲ نه ۲۵ ته جګ کړي  او له دې لارې د  افغان ټولنې په واقعیتونو کې لاس ووهي. د کابل  رژیم دغه تحریف شوې  شمیرنې  د رسمي معلوماتو په څیر بین المللي سازمانونـو تـه ولیـږلې.‎ ډاکتر ستانیزي دغه معلومات له ارواښاد اکاډیمیسن عبدالشکور رشاد [۲۰۰۴-۱۹۲۱]نه لاسته راوړي وو، له هغه چا نه چې په کور کې یې شخصي کتابتون د شمالي ټلوالې د جنګسالارانو له خوا تالا شوی و. پورتنئ تحریف شوې وګړ شمیرنې په ګړندي ډول د امـریکې د مـرکـزي استخباراتو په کلني کتاب (سـي- آې ـ أی ورلډ فکټـبوک: د مرکزي استخباراتو د نړۍ د حقایقو کتاب) کې د ۱۹۹۲ په جولای کې  خپرې شوې، او په غټ  احتمال سره یې  له دغې چینې نه «نیشنل جیوګرافیک ورلډ اتلس» او «ورلډ المنک» ته لار مینده کړه .د امریکې استخباراتو د دغو معلوماتو ټیکلي(سیـډي ) روسي کتابتونونو ته لیـږلي وو( یو افغان چې په روسیه کې استوګن و، هغه مهال یې دغه معلومات  د لویدیزې اروپا په چاپي افغاني میډیا کې خپاره کړي وو). د پورته ذکر شوو شپږ ګامونو په اکله د زیاتو معلوماتو لپاره د ستانیزي لیکنه (۱۶ دسمبر ۲۰۰۹) ولولئ. نوموړې د افغاني او اسلامي چارو یو دقیق سیاسي څیـړونکی دی
ما ته نن(۲۵ اپریل ۲۰۱۳) د بروس  ریچارډسن یوه مهمه لیکنه راورسیده. نوموړی واقعا یـو «پـښتون پیرئ لیکوال»(پشتون ګوست رایـټـر) نه دی، بلکې د افغانستان د موضوعاتو په اکله  یو ارت معلوماته او صادق امریکایي ژورنالیست، لیکوال او چارپوه دی. په ۲۰۰۳ زییز کې د شمالي افغانستان د تخار ولایت د مرکز  د تالقان په غوڼډه کې  په پښتون- ضد پـړپـړه (دسیسه) خبرې وشوې. ښایـې د غه غو ڼـډه د هغې پـړپـړې په موازاتو کې روانه وي چې د امریکې د مرکزي استخباراتو په احصایًیو کې  پکې د ډیرکیو پښتنو شمیر تر ټولو غټ لږه کیانو(اقلیت) ته راټیټ شوی و. دغه پلان موږ ته هغه پـړ پـړه را په زړه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد مشر بریـژنیف په ۱۹۸۱ کې  د افغانستان په ویشلو راڅرخولې وه. دلته وینو چې د تالقان پلان د امریکې د شخصي امـپـریالیـزم او د روسې (  د پخواني ټولنیـز امـپریالیزم د ناستنې) په واسطه  را منځته شوی و. په افغانستان کې د داخلي جنګ د پـیر(۱۹۹۶-۱۹۹۲) تاجک  واکمن  برهان الدین رباني د تالقان په غوڼـډه کې ګډون لاره. دامریکې د واکمن جورج ډبلیو بوش (۲۰۰۹-۲۰۰۱) د ادارې د  پښتون- ضد دریځ په چوکاټ کې، د تالقان کنفرانس د معلوماتو له مخې په ۷۵ ملیون ډالرو تمویل شو. د تالقان په غوڼډه کې« د شمالي ټلوالې ټولې ډلې حاضرې وې د کمونیسټي جنرالانو د  ډلګۍ په شمول،  خو هلته د اکثریتي پښتنو «استازولي[نمایندګي] محرومه شوې وه».
 
د سي. آې.أې دحقایقو په کتاب کې د افغانستان قومي او ژبنئ وګړشمیرنې
 زییز۲۰۱۲-۱۹۸۱ = ۱۳۹۱-۱۳۶۰ لمریز

د امریکې د مرکزي استخباراتو په وینا، د دغه سازمان د نړئ د حقایقو کتاب چې هر کال دجولای په میاشت کې چاپیـږي د د درې ډوله «بشپـړ شوو استخباراتو» (فینیشد اینټیلیجنس)یو ډول دی په دې مانا چې د «استخباراتي دورې» (سایکل) وروستنی تولید دی. له دغې دورې نه مطلب یوه عملیه ده چې  معلومات پکې  (۱) رارسیدلی دي، (۲)د استخبارتو په شکل  تصفیه( څیـړل شوي او تفسیر) شوې دي،   او (۳) سیاست سازانو ته وړاندې شوي دي.د بشپړ شوو استخباراتو دوه نور ډولونه دادي: د ولسمشرلپاره ورځنئ لڼـډیز(ډیلي بریف) او د« ملي استخباراتو اټکل»( نیشنل اینټیلیجنس ایسټیمیـټس). د استخباراتو پخوانی افسررابرټ ل. سیوټینګر وایي چې د ملي استخباراتواټکل «ناچاراَ د حدس قلمرو ته اوړي». په ۲۰۰۲ کې د عراق د وګړیزې تباهۍ د وسلو په اکله استخبارات ډیر زر د دروغو په لړه بدل شول.  له دې جنګ نه وروسته، د امریکې او برتانیې مشرانو خپل جنګ  ته د مشروعیت داسې پرتوګ ورواغوست چې د صدام حسین   د جنګي ظرفیت د ثبوت پر ځای یې د هغه په شخصیت او خصلت (کرکټر) زور واچاوه. د انګریزانو مشر وینسټن چرچل شوروي مشر جوزیف سټالـین ته د تهران په کنفـرانس کې په ۱۹۴۳ کې داسې ویلي وو: «د جنګ په مهال حقیقت دومره ارزښتمند دی چې باید تل د درواغـو د محافظ له خوا وڅارل شي».
د ټولنیزو او سیاسي علومو پوهاند او په ۲۰۰۱ کې د امریکې د سیاسي علومو د ټولنې مشر رابرټ جرویس داسې لیکلي  وو: « موږ ته ډیر ځلې ... استخباراتي اټکلونه ډیر په حکومت کې  د قدرتمندو ډلګیو د ګټو او د بهرني سیاست د میلونو په اکله غـږیـږي نسبت دیته چې مقابل اړخ کومه اراده او[عسکري] ظرفیت لري».  د «تمدنونو د ټکر» په ډکون (متن) کې کولی شو هغه ژبنئ او قـومي وګړ شمیرنې (احصا یٔیې) د څیـړنې لاندې ونیسو چې د افغانستان لپاره  د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا غـوره شوې دي.
لاندې جدول له ۱۹۸۱ نه تر ۲۰۱۲(۱۳۹۱-۱۳۶۰ لمریز هجري) پورې د افغانستان د قومي او ژبنیو ګروپونو اټکل شوې احصایٔیې ښئ. له ۱۹۹۲زییز راهیسې د پښتنو او د دوی د ژبې سلنې                     ( فیصدۍ) په پام وړ کچه د امریکې د مرکزي استخباراتو د نړۍ د حقایقو په کتاب( سي. آې. أې. ورلډ فکټـبوک) کې را ټيټې شوې وې. د زییز۱۹۹۲ په جولای کې چې د امریکې مرکزي استخباراتو د پښتون ولس او د ملي ژبې(پښتو) احصائیې راټيټې کړې، دغه عمل یې په افغانستان کې د مسعود – رباني د تاجک-پلوه رژیم د پیل سره همـمهال و، هغه رژیم چې د ملګرو ملتونو منځمهاله پلان یې ړنګ کړی و
           
                        د سي آې أې د حقایقو په کتاب کې دافغان ټولنې وګـړ شمیرنې۲۰۱۲-۱۹۸۱
Afghan Demographics in CIA World Factbook 1981-2012
Year                Ethnic Group Percentage     Language  Percentage          Total Population
                                 Estimates                                Estimates                        Estimates اټکل                               
   کال      دقومي سلنو اټکل    د ژبنیو سلنو اټکل    ټول وګړي
1981(1360)       Pashtuns      50%                      Pashto                    50%              15,193,000
                          Tajiks          25%                   Farsi(Persian)       35%
                           Hazaras        9%                   Uzbeki,Turkmeni  11%
                           Uzbeks         9%                   all other languages  4%
                           All others      7%

1990(1369)        Pashtuns      50%                   Pashto                   50%            15,862,293
                           Tajiks           25%                   Farsi                     35%
                           Hazaras   12%-15%               Uzbeki,Turkmeni  11%
                           Uzbeks          9%                    all other languages  4%
                           All others  3%-4%

1991(1370)           Same as above                           Same as above                   16,450,304
         
1992(1371)         Pashtuns       38%                   Pashto                    35%          16,095,664
                           Tajiks            25%                    Farsi                      50%
                            Hazaras        19%                    Uzbaki,Turkmeni  11%
                            Uzbeks           6%                    all other languages  4%
                            All others     12%

2001(1381)         Pashtuns        38%                   Pashto                     35%        26,813,057
                           Tajiks             25%                   Farsi                        50%
                            Hazaras         19%                   Uzbaki,Turkmeni    11%
                            Uzbaks           6%                    all other languages    4%
                            All others        8%

2006-2012          Pashtuns         42%                  Pashto                       35%    (31,056,997;
 (1385-1391)      Tajiks             27%                   Farsi(Persian)           50%   31,889,923;
                           Hazaras           9%                   Uzbeki & Turkmeni 11%    32,738,376;
                           Uzbeks            9%                   all other languages     4%    33,609,937;  
                           All others       13%                   ………………………….   29,835,392;
                                                                             July 2012 estimates….       30,419,928).        
       Data collected and organized from the “CIA World Factbook” by Rahmat  Zirakyar

اوس نو دا پوښتنه په ځای ده چې آیا  د سي. آې. أې. د حقایقو په کتاب(۲۰۱۲-۱۹۸۱) کې د پښتنو وګړشمیرنې راټـیټـول د امریکې لپاره ځان- ګټې جنبه لري، یانې د پردې شاته د ۹۱۱ له بخولې(فاجعې) راوروسته په افغانستان کې د اقلیتي واکمنۍ لپاره د واشنګټـن په ملاتړ راڅرخي؟
   
Shedding Light on CIA World Factbook Statistics for Afghanistan
د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو د حقایقو د کتاب په احصا‍یٔیو رڼا اچول

دې ټکي ته باید ګوته ونیسو چې په اتلسمه او نولسمه پیړۍ کې  قوم ویشـنه لومړی په روسـیه کې (قـفـقــاز او مـرکزي اسیا)کې د واکمنۍ د چلونې  لپاره وکــارول شــوه. د افغانستان د نیـواک پـه مهال (زییز۱۹۸۹-۱۹۷۹) شورویانو هڅه وکړه چې هلته د ډیـرکیو(اکثریتي) پښتنو احصایٔیوي اهمیت راټیټ کړي. د څه لپاره؟ د دې لپاره چې افغانستان ویشنـې ته چمتو کړي. دې موخې (هدف) ته د رسیدا لپاره، شوروي پوځي عملیات په غټه کچه  د پښتنو په خوارولو او راټیټولو باندې راچاپـیر وو،خو  په عین حال کې یې غیر- پښتون مسعود، دوستم  او نور استخدام کړل چې په شوروي نظام کې  د افغانستان د شمالي سیمو د خوندي کیدا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. دې موخې ته د رسیدا لپاره دوه لارې شته وې: د افغانستان ویشل،  یا یې د مرکزي اسیا په سوشلیستي جمهوریتونو کې ورننویستل- دا هغــه جمهوریتــونه دي چې د افغـان تاجکـو، اوزبکـو او ترکمنـو قـومیان پکې استوګن دي .
د افغان کمیونیست ببرک کارمل(۱۹۹۶-۱۹۲۹) نوم د شوروي پوځونو له خوا د افغانستان د نیواک(اشغال: ۱۹۸۹-۱۹۷۹) سره هم مانا دی. د ده د واکمنۍ په مهال (۱۹۸۶-۱۹۷۹) پـه افغانستان کې د وګړشمیرنې کمـپین پیل شو د دې لپاره چې د پښتون ولس په وګړشمیرنه کې تقلب وکړي. د دې لپاره چې په اسانۍ سره په وګړیـزواقعـیتونو کې لاسوهنې وکړي، ډیر ځلې به یې  له وګړو نه دا پوښتنه کوله:«به کدام لسان مسلط استید؟»( شــخصي معــلومات چې دهغــه مهــال د واکــمن  سازمان « د افغانستان د  خلکو د دموکراتیک ګـوند» د مرکزي کمیټې یو غـړي را سره شـریک کړي وو‎- زیرکیار). ډیر پښتانه په پښتو او دري(فارسي) غـږیـږي او دغه کفایت پر ځان د پښتنو اعتماد منعکسوي. پورتنئ پوښتنې ته(به کدام لسان مسلط استید؟)  د پښتنو جوابونه چې په ځان اعتماد پکې پـروت دی، په ماهـرانه ډول داسې کنټرول شوی وو چې د پښتنو واقعي شمیر پټ کـړي او د دغــه چل ول لــه لارې  پــه افغانستان کې د تاجکـانـو شمیر جـګ کـړي. پــه دې ډول ، د شــوروي - طلبه کا رمل  د سرشمیـرنې ټـیمونو د پښتنو قـومي هویت یرغمل کړ. د کارمل د ډلې جنرالانود احمد شاه مسعود پلویان شول او مرسته یې ورسره وکړه چې د ۱۹۹۲ زییز په  اپریل کې یې  د قدرت په ګدۍ کښینوي او له دې لارې  په اغیزمن ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو منځمهاله پلان شـڼـډ کړي. په پایله کې، دې ماهرانه غبرګون ( ایتلاف) چې په قـومي او ژبني هویت را چاپیر و، «دوهمې سقاوۍ» ته لار پرانستله چې په انارشۍ (ګډوډۍ) او داخلي جنګ(۱۹۹۶-۱۹۹۲) چلیدله.
په دې پوهیدل مهم دي چې د بین المللي اړیکـو او نړۍ وال سیاست اکاډیمیک منظره یقیناَ د اساسي شکلي بدلون سره مخامخ شوې ده. بلاخره شوروي اتحاد د مړینې په کټ کې پروت و او باید  یو نوې تنظیم را پورته شي ، د دې لپاره چې رامنځته شوې اوښتنې توضیح کړي او د راتلونکو سیاست سازیو لپاره مخلید انځور کړي.  کله چې د ۱۹۸۹  په فبروۍ کې له افغانستان  نه  شوروي پوځونه ووتل،د دې سره جوخت د اسلام او منځني ختیځ د تاریخ د نامتو پوهاند برناډ لویس له قلم نه په ۱۹۹۰ کې «د مسلمانانو د غضب جرړې» په سرلیک لیکنه راووتله او ورپسې په ۱۹۹۳ کې د سیاسي علومو د وتلي پوهاند سامویل هنـټیـنګټـن لیکنه(«د تمدنـونو ټکر»)راووتله چې درې کاله وروسته په ۱۹۹۶کې په عین سرلیک د کتاب په بڼه خپره شوه. عموماَ لویدیز اسلام (رسماَ افراطي اسلام) د «نوي کمیونیزم» په بڼه ومیند. د دغه ډول سیاسي ذهـن په ډکون کې،   د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا د نړۍ والو حقیقتونو په کتاب کې  دافغانانو په قـومي او ژبـنیو احصایٔیو کې لاس وهنې تفسیرولی شو.
د امریکې مرکزي استخبارات  د هر کال په جولای کې «د نړۍ د حقیقتونو کتاب» خپروي. زه غواړم چې د پښتنو او د دوی د ژبې  د احصایٔیو موضوع توضیح کړم. لکه چې پوهیـږو، پښتون- دښمنه شمالي ټلواله د پرچمي ببرک کارمل د کمونستانو په مرسته، د ۱۹۹۲ په اپریل(۱۳۷۱ثور)  کې په کابل کې قدرت ته ورسیدله. له دې پیښې نه څه کم درې میاشتې وروسته، د امریکې مرکزي استخباراتو خپل  د نړۍ د حیقتونوکتاب د جولای په میاشت کې خپور کړ. په دغه کتاب کې د لومړي ځل لپاره د اکثریتي پښتنو او د دوی د ژبې  شمیرنې  په ارته کچه رالویدلې وې: ( له ۵۰ ٪ وګړو نه ٪۳۸ وګړو ته) او د پښتوژبې سلنې له ۵۰ ٪ نه ۳۵٪ ته راټيټې شوې وې. ولولئ:
Zirakyar, 2009, and Richardson, 2009, p. 275
 د سي.آې.أې له  خوا  په افغانستان کې دغیـر- پښتون لږکیانو د وګړو د شمیر پـړسول او په مقابل کې  د  ډیرکیانو پښتنو د شمیر راټیټول څه هدف لري؟ د امریکې د مرکزي استخباراتو او د شمالي ټلوالې تر منځ غځیدلې او پالل شوې اړیکې په دې دلالت کوي چې دواړه خواوې د پښتنو او د دوی د ژبې د احصایٔیو په  راټـیټـولو کې  د یـوبل همکارۍ تــه اړتیـا لـري. د امـریکې د مـرکـزي استخباراتو له خــوا  دا سنجول شوی او ځان- ګټی  کوښښ چې د ډیــرکیانو پښتنو ټـولنیزـ ژبنــئ شمیرنې راټیټې کړي د عامه اړیکیو(پبلیک ریلیشنـز) د چل(دسیسې) څرګندوی دی – دهغه چل چې د ناروا جنګ په ملا تړ راچاپـیـر دی، او د مشروع جنګ پرتوګ وراغـوندي. په بله وینا، د دغه چل تنسته داسې غځول شوې ده چې په افغانستان کې اکثریت(یانې غــیر- پښتون اقــلیت) د اقلیت(یانې  پښتون اکثریت) له تش په نامه ستم نه خلاص کړي. دې ډول  احصایٔیوي- روحي عملیاتو د واشنګـټن سره مرسته وکړه چې په افغانستان کې اکثریتي پښتون قوم محروم او اجنبي کړي. په دې ډول د امریکې د مرکزي استخباراتو(سي.آې.أې)« د نړۍ دحقایقو په کتاب» کې یې په افغانستان کې  د پښتنو د شمیر کچه له اکثرتي مقام نه  غټ اقـلیتې ګروپ ته راټیټه کړه.
دوه  ډ اډوړ افغان پوهانو چې د نومونو ښودل یې لازم نه دي، ما(زیرکیار) ته وویل چې درې  سـړي د پښتنــو د احصایٔیو د راټیــټولو په عملیه کې «دخـیل» وو، یانې لاس یې پکــې لاره: دوه تــنه(ر.ف.  او  ا.ا.) غیر-پښتون افغانان دي چې هر یو یې د داکترۍ علمي درجه(پي. ایچ. ډي) په ژبـپوهنه کې لاسته راوړې دي. دریم سړی(ی. ت.)د افغانستان په چارو کې یو امریکا یي چار پوه دی چې د « زل» سره ښې اړیکې لری. په دوه  غیر-پښتون افغان ژبـپوهانو کې یو یې (ا. ا.) د امریکې په دفاع وزارت کې ژباړن او د (فارسي؟) ژبې ښوونکی دی  او هغه بل یې د افغانستان په پخوانیو حکومتونو کې یو لوړ رتبه مامور و. دواړو د مسعود- رباني د رژیم (۱پریل ۱۹۹۲-سپتمبر ۱۹۹۶)  سره ډیرې ښې اړیکې لرلې. دا معلومات یو ځل بیا زما ادعا کوټـلې کــوي چې تور بي بي (سي.آې.أې) او د مسعود- ربانــي رژیــم د ډیره کیانو(اکثریتي) پښتنــو د شمــیرنو پــه راټيـټولو کې د یو بل همکارۍ ته اړتیا لرله.  مسعود او د ستمي ممبر خادمانو یې له پښتنو نه، په تیره له پښتو ژبې نه  کرکه لرله، ځکه چې پښتو د دې جوهر لري چې د یو دولت  او یو هیواد په څیر د افغانستان ملي پـیژاند (هویت) خوندي کړي. په يو پښتو متل کې راغلي دي چې :ملــنــګ مـــه وژنــه، کچکــول ور نــه واخـــله
ښکیلاک (استعمار) نه یوازې ښکیل شوی ولس د خپل  برلاسي ښکیلاکګـر کلتور د اداره چیانو له لارې په ولکه کې ساتي، بلکې په غیر مستـقـیم ډول يې د ښکیل شوي کلتور د مطیعـو غړو د استعمالولو له لارې هم څارنه کوي. کلونیالیزم او امپـریالیزم دواړه په غټه کچه یو بل ته ورته دي، بلکې یو بل پیاوړی کوي هم: د دواړو شاتـه  هڅه ونکې قوه داده چې له ښکیل شــوو یا په ولکــه کې ساتل شوو ولسونو نه ګټه واخلي. مسعود د مشکل کـــشا په څــیر پــه افغــانستان کې د شــوروي اتحاد،ایران، او  دامریکې د سیاسي اجندې لپاره کار ورکړ
په امریکه کې زیـږیدلی ایریک مارګولیس یو تجربه کار ژورنالیست، لیکوال او معتدل جمهوري  پـلوه سړی دی چې په غټه کچه د منځني ختیز، سهیلي اسیا او اسـلام په اکله لیکنې خپروي.  پــه ۲۰۰۹ کې هغه دې پایلې ته ورسید چې امریکه په افغانستان کې  سوله او استحکام نشي تامینولی خو داچې ډیرکي پـښتانه (۵۵٪) په خپل هیواد کې د حق څښتنان شوي وي، یانې «د طالبانو سـره دې» چې د «پښتون ولس یو برخه ده نیغـه معامله وشي».

لانــدې لښتـلـیک ( جــدول)  په افغانستان کې هغـه قـومي او ژبنئ شمیرنــې ښــئ چــې ارواښــاد اکاډ یمیـسن عـبـد الشکور رشـاد د خپل عکس العمل په څیـر د سي.آې.أې. دحقایقو د کتاب د شمیرنو په ضد راټــولې کړې  او خپرې کړې وې،  ځکه چې هلتــه د سـي.آې.أې په ذکــر شــوو شمیرنـو ( ۱۹۹۲په جولای) کې  د لومړي ځل لپاره   دپښتنو احصائیې له اکثریت نه غـټ اقلیت ته راټیټې شوې وې. جولای ۱۹۹۲ هغه مهال و چې نږې درې میاشتې وړاندې  د همدغه کال په اپــریل کې په کابل کې تاجک – طلـبــه رژیــم  رامنځته شــوې و. د اکاډیمیسن عبد الشکور رشاد  لښـتـلیک پـه لانــدې ډول دی
Title of Book
د کتاب سر لیک
Author
د لیکوال نوم
Date and Place of Publication
کال او خپـریـد ځای
Percentage of Major Ethnic Groups
د  غـټـو قـومونـو سلــنې (٪)




Pashtun
پښتون
Tajik
تاجک
Hazara
هزاره
Uzbek
ازبک

Afghanistan
Prof. M. Ali
1955 Kabul
60
20



Afghanistan
Max Clumborg
1960
60
30
3
3

The National Languages of
Afghanistan
Prof. Aslanov
1964 USSR
60




The World of Geoethnology
M. Mahjub Yawari
1987 (5th Ed.) Iran
60
20
5
5

World’s Largest Languages
McKenzie
1987 Europe
55-65




History and Establishment of
Afghanistan
Abdul Azim Walyan
1987 Iran
70
13



Fundamentalism Reborn?
Afghanistan and the Taliban
William Maley
1998 London
62.73
12.4
9
6

Afghanistan Federal System
M. Enam Wak
2000 Pakistan
62
12
9
6

The World Almanac
Primedia
2000 USA
38
25
19
6

Copyright  HYPERLINK "http://www.hewad.com" www.hewad.com
سمـون
له کیڼې خوا نه د پورتني لښتلیک په دوهم لړ کې دوهم نوم ته پام وکړئ: د افغانستان په اړه  د جرمن- ژبي اطریشي چار پـوه فامیلي نــوم (تخلص) سـم نه دی ښودل شوی(کلَمبورګ). روغ شکل یې (کلیمبورګ) دی. مَکس کلیمبورګ خپلې لوړې زده کړې د هنر په تاریخ او قوم پوهنه کې بشپـړې کړې دي. ما (زیرکیار) نږدې ۴۰ کلونه وړاندې  د مَکس کلیمبورګ یو وتلی کتاب په دې سرلیک لـوستلی و
Max Klimburg, Afghanistan: Das Land im historischen Spannungsfeld
Mittelasiens, 1966.
زه پــه دې ډیــر ډاډه یم چې دا بـه هغه کتاب وي چې په پـورتني لښتلیک کې یې  لـڼـډ سر لیک راغلی دی. اوس به  نوروهغو لویدیزو چینوته راوګرځم چې د افغانستان وګړشمیرنوته پکې ګوته نـیول شـوې ده

په نورو لویدیزو چینو کې د افغانستان د قومي شمیرنو اټکلونه

ګل جانان ظریف د خپلې ډاکترۍ په علمي کتاب کې (۱۹۷۲)  دیته ګوته نیولې چې له ۱۱ تر ۱۲ ملیون افغانانو نه د  نږدې نهه میلیونو مورنئ ژبه  پښتو ده. ایچ.ایف شورمن اټکلوي(۱۹۶۲) چې پښتانه لږ تر لږه د افغانستان دوګړو نیمایي بره خه جوړوي. دغه شان ډي.اِن. ویلبر لیکي(۱۹۶۲) چې پښتانه د افغانستان د وګړو( ۵۰٪تر۶۰٪ ) جوړوي.  د افغانستان لپاره د سیمې په کتاب کې( ایریا هنډ بُک فور افګانستان، ۱۹۷۳، څلورم چاپ) له ۱۶ میلون افغانانو نه له « اته میلون» نه زیات  یې  پښتانه دي. د مګنوی او نبي(۱۹۹۸) د کتاب له مخې، په افغانستان کې پښتانه « خورا مهمم او ښایي خورا غټ قومي ګروپ جوړوي....معیاري اټکل دا دی چې [ دافغانستان] د وګړو ٪۴۰ تر ٪۵۰ » پـښتانه دي. د نړۍ د کلتورونو پوهـنامه(دایــرت المعارف، دریم ټوک، ۱۹۹۲)داسې اټکلوي چې پښتـنو له جنګ نه په وړاندې افغانستان کې«٪۵۰تر ٪۶۰» وګړي لرل. دیـربشایر او دیربشایر(۱۹۹۶) کاږي چې پښتانه د افغانستان« د ټولو وګړو ۵۴سلنې[۵۴٪] جوړوي». د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري« یا  فارسي» دي چې « په ترتیب سره د وګړو ۵۲٪ او ۳۰٪ پرې غږیـږي.» فرید زکریا د په امریکه  کې په سي.اِن.اِن. نومې ټلویژن کې د بهرنیو چارو مهم اووه نیز پروګرام چلوي چې جي.پي.ایس.(نړۍ وال عامه واټ) نومـیـږي. زکریا په افغانستان کې د ملګروملتونود پخوانی استازي پیتر ګلبرست سره په خپله مرکه کې وویل چې پښتانه د افغانستان دوګړو «اکثریت، ۵۰٪» جوړوي( ۱۱ اپریل ۲۰۱۰).  ارنولډ هغه امریکایي استخباراتي مامور و چې په افغانستان، جرمني، سویډن، برما، جاپان او انګلستان کې موظف  شوی و، او بیا په ۱۹۷۹ کې متـقاعد شو. دغه  امریکایي استخباراتي مامور په خپل کتاب(۱۹۸۳:مخ ۲) کې لیکي چې پښتو په افغانستان کې « د نـږدې  ۵۵٪ وګــړو اصلي، بــومي ژبه ده.» خو سره له دې، ارنــولډ په افغانستان کې  یــو بــرلاســي او« نااشنــا» واقعــیت ته زموږ پام راګرځوي چې په خپل هیواد کې:«که څه هم پښتانه د وګړو لـــه  نیمایي  نه غــټه برخه جــوړوي، ژبـــه یــې مغـلوبه ده».
نیراپ او سیکیـنس(۲۰۰۱) کاږي چې په افغانستان کې وګړشمیـرنې پــه غـټه کچه پـه  اټکلونو ولاړې دي. په افغانستان کې  لومــړئ او «خــورا علمي دمـوګرافـیک[جمعیتي] څــیـړنه» پـــه ۱۹۷۴-۱۹۷۲ زییز کې تر سره شوې وه. دغې سروې(څیـړنې) چې  دافغانستان د حکومت په هــمکارۍ سره د امریکې د بـین المللي پرمختیا  د ایجنسۍ لپاره د نیویارک د دولتي پوهنتون له خــوا پلې شـوې وه، لس عـشاریه آتـه(۱۰،۸) میلیون ځای په ځای شوي(مقیم، دایمي)وګړي يې اعـلان کړل. خو د کوچیانو شمیر یې ونه ښود. د کوچیانو شمیر ځانله څه د پاسه یو ميلیون اټکل شــو(مخ ۹۹).  په همــدغه مخ کې راغلي دي چې په ۱۹۹۵ زییز کې د افغانستان د وګړو شمیر اتلس عـ-شاریه څلور (۱۸،۴) میلیون اټکل شوی و. یـو څو مخونه وروسته، موږ په ۱۹۹۶زییز کې د وګـړو دشمیر یو بل اټکل لوستلی شو: «نـږدې» څلویـښت سلنې(۴۰٪) افـغانان پښتانه وو.  پــاتي نور په پـرله پسې ډول ۲۵،۳٪ تاجکان، ۱۸٪ هزاره ګان، ۶،۳٪ ازبکان، ۲،۵٪ ترکمنان وو، اود نــورو پاتی ډیــر کوچنیـو قـومي ډلو انـدازه ټول ټال اووه عشاریه نهه سلنو(٪۷،۹) ته رسیدله چې یوه سلنه (۱٪) قـزلباشان هم پکې راغلي وو( مخ ۱۰۴). په همدې مخ کې د ۱۹۹۵ زیـیز لپاره د پښتنو د شمیر یوې بلې اندازې ته پام وکړئ:د «خورا ستراو رواجاَ په سیاسي لحاظ خـورا قــوي قومي ګروپ»یانې د پښتـنو شمیر په ۱۹۹۵ کې «په اټکل سره لس عشاریه یو» (۱۰،۱) میلیون و(مخ ۱۰۴). که موږ دغه اټکل شوې شمیر(۱۰،۱میلیون) د ټولو وګړو په شمیر یانې په ۱۸،۴ میلیون وویشو، د پښتنو شمیر به نـږدې ۵۵٪ ته جګ شي
       10,100,000 ÷ 18,400,000= 0.5489=55% Pashtuns
نور خو لا څه کوئ چې د امریکې د مرکزي قواو جنرال ټامي فرانکس چې په اکتوبر ۲۰۰۱ کې  د افغانستان او په مارچ ۲۰۰۳ کې د عراق د یرغلونو مشر و، په خپل کتاب کې په «اکثریتي پښتنو»( میجوریټي پشتـونز) غـږیـږي(لاندې ووینئ).
اوس به یو څو فرانسوي چینو ته هم وکسو: په« اینسیکلوپیدیا دې لاګورا» (۲۰۱۳) کې پښتانه ۳۸٪، پښتو ژبه ۳۵٪، تاجک ۲۵٪، «افغان فارسي»(دري)  ۵۰٪، هزاره ۱۹٪، ترکمن ۱۱٪ اټکل شوي دي. په «لی پیتیت لروس» (۲۰۱۱) کې پښتانه ۴۰٪، تاجک ۳۰٪ ګڼل شوي دي. په «لا روس اینسیکلوپیدیک» (۲۰۰۷) کې هم پښتانه ۴۰٪ کڼل شوې دي. د «و.ن.ګ.» د پروګرام (د سبا افغــانستان) له مخې چې په ۲۰۰۱ کې رامنځته شوی و، پـښتانه ۴۰٪، تاجک ۳۲٪،ا و هـزاره ۹٪ اټکل شوی وو. په «اتلس ایکونومیک موندیال» (۲۰۰۰) کې پښتانه ۳۸٪، تاجک ۲۵٪، او هزاره ۱۴٪ اټکل شوی وو. زه (زیرکیار) له ډاکتر عثمان روستار تره کي نه منندوی یم چې زما سره یې د پورتنیو فرانسوي چینو وګړ شمیرنې شریکې کړې(۱۳ مارچ ۲۰۱۳). د افغانستان د قومي او ژبنی  جوړښت  د شمیرنو لپاره د فرانسې په  دریځ باید نوکې رڼـــا واچـــوم: دغــه شمــیرنې په افغانستان کې د یوې  پښـتون- ضد ډلګــۍ او د هغــې د تـش پــه نامـه« افــسانوي» کوماندان مسعود  سره د فرانسې د حکومت کلک تمایل ښئ. د افغانستان لپاره  په پورتنیو  فرانسوي احصایٔـیو کې هغه پښـتون- ضـد دریځ څـرګندیـږ‎ي چې د۱۹۹۲ له  جولای را هیسې د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو د حقایقو په کلني کتاب کې یې تنسته غځول شوې ده. د دغــه ورته والــي دلیــل دادی چې پخــوانئ ښکیلا ک ګره (استعماري) فــرانـسه او اوسنــئ امپریالیستي امریــکه دواړه د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ګډ مخــرج لــــري:  سیـاسي ګـوډاګـی احمد شاه مسعــود. نــوموړي د دې جـرأت لاره چې په  ښکیلاکګــرو او امپـریالیسـتي قـدرتــونو (شوروي اتحاد/روسیې، فرانسې، او امریکې)  او پـه فارسي- ژبــي ګاوڼـډي  ایـران بانـــدې  بې لــه کـوم  تبعــیضه د افغــانستان خــپلواکي، حاکمــیت او د خــاورې بــشـپـړتیا لــیلام کــــــړي.
زما په اند، له ۱۹۹۲زییز وروسته به بـرتانوي او جرمني چینو هم د افغانستان د ټولنیـز- ژبني ترکیب لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو احصایٔیوي قالب کارولی وي
د دې لپاره چې په افغانستان کې  راتوږل شوې (مصنوعي) وګړشمیـرنې ناچله وښیم، دیته اړتیا لرم چې «دافغانستان لپاره د واک موسسې»  مفصله څیـړنه او معلومات وړاندې کړم. دلیل یې دادی چې تر اوسه پورې د وګړشمیـرنې او قومي ترکیب  د شننې (تحلیل) او سروې  دې پروژې په افغانستان کې خورا معتبر او  اصیل سند وړاندې کړی دی

د افغانستان د قومي او ژبنیو ډلو لپاره د واک موسسې احصایٔـیې

د لاسـوند(سند) په څیر، «دافغانستان قـومي جوړښت» هغه ۲۵۵- مخیز کتاب دی چې  د شپـږ کلنې څـیـړنې اوسروې د پروژې په اوږدو کې رامنځته شوی دی(اپریل ۱۹۹۱- جولای ۱۹۹۶). د غــه تحقیقي او څیـړنیزه پروژه په پـیښور(پښتـونخوا )کې د تاسیس شوې « واک مـوسسې» په لارښودنه بشپـړه شوه او نتیجه یې په ۱۹۹۸ زییز ( ۱۳۷۷لمریز) کې خپره شوه. واک موسسه په مالي لحاظ په ځان متکي ( سیلف فنـډینګ)سازمان دی. انجنیر محمد انعام واک چې  د واک موسسې موسس او مشردی ، په خټه تـریـن- پښتون افغان دی، د ننګـرهار ولایت د سره رود  په سیمه کې  په ۱۹۵۴زییزکې زیـږیدلی دی، او د کابل پـوهنتون د جیالوجۍ له پوهنځي نه فارغ شوی دی. محمد انعام واک څوکتابونه په خپله مورنئ ژبه پښتو کې خپاره کړی دي. هغه مهال چې په ایران کې یې کار کاوه، هلته یې  دوه کتابونه په فارسي هم خپاره شوي دي. «په افغانستان کې د قومي جوړښت » کتاب تر نن پورې  د احصایٔیوموثـق او معـتبر اثر دی
په ۲۰۱۲ زییز(۱۳۹۱ لمریز) کې په کابل کې «اریانا دایرة المعـارف» د قـومي جوړښت شمیرنې خپرې کړې چې د واک موسسې د شمیرنو سره یې اړخ لګاوه: پښتون دوه شپـیته عشا ریه درې اویا سلنې(۶۲،۷۳٪)، تاجک دولس عشاریه اته دیرش سلنې (۱۲،۳۸٪)، هزاره نهه سلنې (۹٪)، ازبک شپـږ عشاریه لس سلې (۶،۱۰٪)،ترکمن دوه عشاریه نهه شپـیته سلنې (۲،۶۹٪)، او نور. مـیـرمن ثـریا پوپل چې اوس په کابل کې  د علومو د اکاډیمۍ مشره ده، پورتنئ قـومي  جوړښت یې په ولسي جرګه کې اعلام کړی و. په اریانا دایرة المعارف کې داسې راغلي دي: «دافغانستان ملی اتنیکی جوړښت چې په دې وروستیو کې څرګند شوی او په لاندې ډول وړاندې کیـږي: پښتانه ۶۲،۷۳،  تاجک ۱۲،۳۸ ،هزاره ۹،۰۰، ازبک ۶،۱۰، ترکمن ۲،۶۹، ایماق ۲،۶۸ ....»، اریانا دایرةالمارف، مخ ۴۵۵

د واک مـوسسې د  طریقه پوهـنې(میتودولوجي) اعـتبار

د واک موسسې د تحقیقاتو اعتبار په مفصلو او دقــیقو هڅــو ولاړ دی. د افغان ټولنې د کلتوري نازکیو اود ټولنیـز- قومي نظم پـيژنـدنه، او د  کافي وخت لرل  چې نتیجې لاسته راوړي د دغې تحــقیــقي پــروژې ځانګــړ تیا وې دي.
له څـیـړنې نـه وړانــدې  د افغـان پـوهانــو،روڼ انــدانو، عـزتمندانو، پخوانیو دولتي مامورانو، ښوونکو، او دیني او ولسي مشرانو سره د پروژې په اړه مشورو،  بحثونو او د هغوی نظریو ته غـوږ نـیول د پــروژې د بــریالــیتوب په لوري  مهم ګام و.  دغو بحثونو، نیـوکو او لارښودنو د تحقیقاتي ټـیم د غـړو افـق ارت کړ چې د ځاییزو ټولنو ټولنیزو- کلتوري معیارونو(نورمونو)  ته درنـــاوی وکــړي او د اعتماد په چاپیـریال کې خپله تحقیقي پروژه پـرمخ بوځي. د تحقیقاتي ټـیم غړي د مسلکي کسانو/چارپوهانو له خو روزل شوي وو. سر بیره پر دې، د ۱۹۹۱ ‎زییز په پیل کې سریزه (مقدماتي) سروې په ایران (تهران او مشهد) کې او د پښتونخوا په پیښور او کویټه کې د کــډوالــو افغانانــو په منځ کې پلې شــوې وه. دغه ډول سریزې/ازمایـښتي مرکې د ۱۹۹۱ په لومړیو وختونو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې د پـوهـو خلکو سره هم شوې وې. دا سروې د حـوزې په کچه پـیل شوه او ښکته کلي ته ور وغځیدله. واقعي سروې په افغانستان کې په غـټه کچه  د ولــسوالۍ په ســویه خو په ځینو ځایونو کې د کلي په سویه هم پلــې شوه ( مې ۱۹۹۱ تر سپـتـمــبر ۱۹۹۶).  د واقعــي سروې په مهال، د تحقــیقاتي ټـیــم ځینې غړي په ۱۹۹۵زییز کې روسیې او د مرکزي اسیا هــیوادونو ته لاړل. د دغه سفر موخه(هدف) دا و ه چې هلته د میشتو افغانانو سره د افغانستان  په شمالي ولایتونو کې د مقدماتي سروې معلومات (ډاټا) شریک کړي  او نظر یې معلوم کړي. ځینې مرکې چې د مرکزي اسیا په هیوادونو کې د میشتو افغانانانو سره شوې وې،  واک مــوسسه په دې  قانــع کــړه چې د افغانستان په ځــینو شمالی ولایـتـونو (لکه بغلان، سمنګان او بلخ)کې خپله سـروې تکـرار کړي. د ۱۹۹۶ په لومـړیو کې  د  دغـو ولایتونو  په  یو څو ولسوالیو کې  سروې(څیـړنه) بیـا اجرا شوه
نانــسي هاچ دوپـرې (چې  د امریکې د یو نامتو افغانستان پیـژندونکي پخواني  پــوهــاند لویٔــیس دوپــرې مـیر من ده) د واک موسسې له خــوا« د افغانستان د قـومي جوړښت» د کتاب (۱۹۹۸= ۱۳۷۷لمریز) په اړه په  خپله بـډیـره (تقـریظ، حمایت) کې داسې لیکلي دي:«ډیـر لږ لیدل شوی چې افغانانو به د دغسې اریـانوونکې موضوع سره عـلاقــه ښودلې وي.» له همدې امله میـرمن دوپرې محّمد انعام  واک ته شابسی وایي چې«په دې مهمه هـڅه کې مخکښ دی»( ۱۱ جون ۱۹۹۸، یونیورسټي ټاون، پیښور). په پښتو کې  دغـه ۲۵۵- مخیز کتاب په لڼډه بڼه  په انګریـزي ژبه کې په پـــیښــور کې خــپــور شو (جــولای ۱۹۹۹) چې وروستنئ نسخه یې د میرمن نانسي دوپـرې لــه خــوا کتل  شــوې(ایـډیټ) وه
 
د محّمـد انعام  واک د وژنې هـڅه: ۱ جون ۲۰۰۰

د واک موسسې اغیزمنتیا ته  د  دوه رژیمونو دسیسه سازانو دخطر په سترګه وکتل: په کابل کې دمسعود- رباني رژیم او په پاکستان کې پنجاب – مسلط  حکومت. د دې لپاره چې د دغې مهمې موسسې زړی وچ کړي، د پاکستان  پنجاب- مسلط  حکومت او په کابل کې  د مسعود- رباني رژیم به د واک موسسې د موسس او مشر محّمد انعام واک د وژنې هڅه کړې وي
پــه ۱۹۹۸زیـــیز(۱۳۷۷لمریـــز) کې   په پښتو کې «د افغانستان قومي جوړښت» له چــاپیــدا (زییز۱۹۹۸=۱۳۷۷لمریز) نه وروسته، په جولای ۱۹۹۹ کې په  دغه سرلیک کتاب په لـڼـډه انګریزي بڼه هم خپور شو. د واک دریم کتاب «فدرالیزم په افغانستان کې»په ۲۰۰۰زییز کې خپور شو. په دې  کتاب کې لیکوال د غیرقانونی، بې اتباره او نامشروع «ډیورند لایـن»(۱۸۹۳) په دواړو خواو کې د پښتنو د یووالي  موضوع راولاړه کړې وه. په پیـښور کې میشتې افغان چینې په دې باور دي چې درې ذکر شوو کتابونو د پاکستان استخبارات او مسعود قهرجن کـړي وو. د شمالي ټــلوالې مشر مسعــود درې شیان نــشو زغــملی: (۱) د افغانستان پښتون هویت، (۲) په افغانستان کې د پښتون وګــړو اکثریتي شمیر (څه د پاسه ۶۲ ٪)، او (۳) د ویـشل شـوو پښتنو یووالی ته اړتیا. د پښتنو د یووالي استدلال د پاکستان استخباراتو ته کړاو راپورته کړې وه. د دغه ډول دریځــونـو په رڼا کې ســړی داسې استــدلال وړانــدې کولی شي چې د محّمد انعــام واک  د وژنې پــریکړې ته بــه د ده درې ذکــر شوو کتابونو لارپرانستلې وي. د کار لپاره له خپل اوسید ځای نــه د وتلــو په مهال، د ۲۰۰۰زییز د جون په لومړۍ  په واک  باندې په پیښور کې د خپل اوسیدځای د دړې (دروازې) په مخکې د نامعلومو ټـوپکیانو لخوا برید وشو: دوه مړدکي یې په کـیڼ مټ او یو یې په خیټه ور ننوتل. واک دوه سړي د خـپل استوګنځي په دوه مخکې ګــوټـونو کې ولیدل. کله چې په پیښور کې  له روغـتون نه رخصت شو، ناروې لومړئ هیواد و چې واک د کــډوال په څیــر ومنــي
          د محّمد انـعام واک د وژنې په هـڅه کې د پاکستان د استخباراتو په کچه د مسعـود د لاس  لـرنې احتمال غـټ دی. سربیره پر دې، د پاکستان استخبارات مسلکي قاتـلان لري او دوی ځانونه ډاډه کوي چې په نخښه شوې انسان ژوندی پاتی نـشي.  دا واقعیت چې محمد انعام واک   د ټوپکیانو له بـرید نه ژوندې راووت، د مجـرمانو (ټوپکیانو) بیـړه په ډاګه کوي چې په ګړندي ډول وتښتي  د دې لپاره  چې ځایـیز پولیس یې ونـشي نیولی. که چیرې دغه مجـرمان د پاکستان د استخباراتو سړي وای، هغوي به ځانونه ډاډمن کړي وای چې د محّمد انعام واک ژوند پای ته ورسوي مخکــې له دې چې د جنایت له صحنــې نه ووځي ځــکه د دې پـروا  یې نـه لــرلــه چې ځایـیز پــولیس بـــــه یـې ونیســي

واک مـوسسه تـیرې وګـړشمیـرنې د نیـوکې لانـدې نـیسي

د دې واقعیت پر بنسټ چې افغاني ټولنه ګـډوله( نامتاجانسه) ده، واک موسسې په لاندې دلیلونو د تیرو وګړشمیرنو را ټولـونې د نیوکې لاندې نیولې دي
لومړی، په افغانستان کې په تیرو وګړشمیـرنوکې  د قومي او ژبنیو ګروپـونو تر منځ توپیر نه و شـوی. د بیلګې په ډول، په هرات کې فارسي(دري)ژبي پښتانه د تاجکانو په تول کې تلي وو.  فارسي ویونکي هزاره ګان په قـومي لحاظ هزاره ګان دي، نه تاجکان. په افغانستان کې د شاهي کورنۍ غړو به په خپله راشه درشه کې فارسي(دري) کاروله، خو هغوی به محّمد زایي پښتانه ګڼل کیدل، نه تاجکان. پښتني ټولنه په غټه کچه قـومي ده اوپیـژاند یې هم په غټه کچه د قوم  له لارې خوندي کیـږي. که موږ افغـان ټولنه  د یو نارنج سره پر تله کړو، ژبه د نارنج د پوټکي  په شان ده، خو د پوټکي په منځ کې خـوندي شوې برخې بیلا بیلې دي او بیلا بیل قـومونه او قـبیلې  تمثــیلوي. په افغا نستان کې د ژبني پیژاند (هویت) او قومي پیژاند د ګډولو (مخلوطولو)  له لارې  د قومي سلنو (فیصدیو) ټاکل د دې مشکل سبب ګرځي چې د  قـومي پیژاند اندازه وټاکل شي. د دې  مانا داده چې تاجک قـومي پـیژانـد  نه دي، بلکې یـو نا مشخص ژبـنئ پیـژاند دي( ډیفالټ لــینګـویــستیک آیـډنـټـيـټي). پایله  داه چې په پښتو نه پـوهیدونکي/یا پښتــو نه ویــونکي پښــتانه، د تاجــکو په تـول کې تلـلی وو. فارسي/دري ویونکـو پښتنو خپل کلـتوري پــیژانــد  د نـږدې اته ســلنو (اووه عشاریه درې اویا سلنو/فیصده: ۷،۷۳٪) په کچه تاجکانو ته پریښود. په بله وینا، په افغانستان کې په سلو کې نـږدې اته پښتانه فارسیوان/تاجکان شوي دي یا فارسیوان/تاجکان پښتانه  دي. پښــتانه په قــومي لحاظ، د افغانــستان د وګــړو دوه شـپیـته عــشاریه درې اویــا ســـــلنــې (۶۲،۷۳٪) جــوړوي، خــو په ژبـني لحاظ پنځه پنځوس سلنې (۵۵٪). بیا هم  وینو چې پښتنو د واک موسسې  د وګړشمیرنې د سروې د بشپـړیدا په کال (۱۹۹۶) کې  په قـومي لحاظ او دغه شان په کلتوري لحاظ هم  د افغانستان د ټولو وګړو (۱۷۹۱۸۴۵۴) اکثـریت جوړ کړی دی
دوهم، کوچني قومي- مذهبي لږکیان(اقلیتونه)  لکه اسماعیلي تاجکان او شیعه قـزلباشان د هزاره ګانو په تـول کې تللي دي. په دې  ډول، د هـزاره ګانو شمیــر جګ شو.  د افغانستان پـه اکــله د امــریکي نامتو متخصص پـوهاند لویس دوپـرې (۱۹۸۹-۱۹۲۹ زیـیر) تـیمـنیان په ایماقـو کې شمیـرلي دي. خو هغوی اصلاَ پښتانه دي، نه ایماق. دغه  شان،  په هـرات کې  د فــارسیــبانـانو (فارسي- ویونکو خلکو) ستره برخه پښتانه دي، او یو څه یې ایماق دي
دریـم، په افغانستان کې د ژبې او قـوم  ګـډوله کول( مخلوطول) دوګـړشمیرنې لپاره روغ کار نـه دی. دا روغه ده چې افغان فارسي(دري) د تاجکانو ژبه ده. خــو دا د دې مانــا نــلـري چې ټـول فارسي- ویونکي افغانان دې په هـډ تاجکان وي. په دې اړوند کې  کوټلې پوښتنه داده چې ولې غـیر- تاجک افغانان دیته ترجیح ورکوي چې په خپله راشه درشه کې دې له  فـارسي(دري) نـه کارواخلي؟ د دې وضعې غټ دلیل دادی چې فارسي(دري) د دربار، ادارې، تجارت، مطبـوعاتـو ، او دغــه شان په غــټه کچه د  ښــوونې او پـوهــنې ژبــه وه
څــلـورم، پښتو ژبه په خپل هیواد کې له ټولنیز اتبار او شهـرت( سوشَل پریستیـژ) نه محــرومـه وه، ځکه چې په هـډ پـښتنه شاهي او واکمنه کورنۍ هڅه ونکړه چې پښتو زده کړي، ویې لیکي، ویې لــولي او پرې وغـږیـږي. له همدې امله پـښتو یوه هــیره شوې، غـفلت وهلې  دوهمه درجه ملي ژبـه شــوه. که پاچــا اود کــورنۍ غــړو یې په پښتو کې راشه درشه نه کــوله، ولــې به د  دولت لــومړي وزیر، وزیران، د پوهــنتون استـادان ، د پارلمان غـړي، جــنرالان ، دپــلوماتـان ،والــیان، مطـبوعات ، تجارت،...او عــوام دیته اړتیا ولري چې پښتو د راشې درشې د   لــوښـي (وسیلې) پـه څــیر وکاروي. عـملاَ، پښتانه د دې ارمان له ډکولو نه محروم شوي وو چې په خپل هیواد افغانستان کې د قدرت مقامـونو ته ورسیـږي، خـو داچې فارسي/دري یې زده کـړې وي او لیکل او لوستل پرې کولی شي. په عمل کې د پښتو مخه نیول شوې وه چې ټولنیز اتبار او شهرت  یې په برخه شي او د سیاسي اقتصاد قلمرو ته ورننوځي. پښتو خپل ټولنیز اتبار او شهرت ته د رسیدلو لپاره له- پاس- نه- کښته حل(ټاپ- ډون  سولوشن) ته کلکه اړتیا لـرله او لـري یې. د غه ډول حل پښتوته د دې زمینه برابروي چې د سیاسي اقتصاد په چـوکاټ کې یو اغـیزمن شـریک  شـي. پښتون شاعـرـ فیلسوف ګل پاچا الفت(۱۹۰۹- ۱۹۷۷زییز) په خپل یو بیت کې د پښتـو مخ په ټـیټـیدو ټولنیـز اتبار ته داسې ګوتـه نیـولې وه
سر او کار د خلکو دې د ژبې د سرکار سره               کـله به غـریبه پښتو ژبــه د سرکار شي
[د لته باید په لڼډ ډول د ‎ژبې سیاسي اقتصاد  معــرفي کړم: پښتو ژبــه د افـغانستان د دولـت پــه عـملیاتو( قوانیو، لایحو، راپورونو، تړونونو،... اعلامــیو) کې برلاسې نه وه، او دغــه شــان د اقتصاد په ډګـر کې هم د اموالود تولید، توزیع آو استهلاک په عملیو کې نه کارول کیدله. په بــله وینا، پښتو نه د دولت په عملیاتو کې او نه په اقتصادي عملیاتو کې د روزۍ د ګټلو لوښی و].
پـنـځـم، فارسي/دري  د مطبوعاتو او زده کــړو غــټه ژبه وه. په خورا ډیرو ښونځیو او تقریباَ د لوړو زده کړو په تقریبَا ټولو موسسو کې فارسي کارول کیدله. دغه شان، په جوماتونو او مدرسو کې  د دیني زده کړو په نصاب کې فارسي د  درنې برخې خاونده وه: د دیارلسمې زییزې پیـړۍ د فارس [اوسني ایران] د لیکوال او شاعر سعدي شیرازي په دوه کتابونو (بوستان او ګلستان) کې د ده صوفيانه، ټولنیز او اخلاقي فکرونه انځور شوي وو، او له دې امله په جـوماتـونـو او مدرسو کې تدریس کیدل. [ دغه شان، «پنج ګنج» چې د غټ صوفي استاد شیخ یعـقوب صرفي کشمیـري (۱۵۹۴-۱۵۲۱)  کتاب دی، د اوسنیو طالبانو په تعلیمي نصاب کې نیول شوی دی: دطالبانو دتعلیم او تربیې دکمیسیون مشر الحاج مولوي محمد اقبال د الاماره ویب پاڼي سره په  «اوږده مرکه » کې داسې ویلــي دی: تر څــو چـې په « اطرفو او کلیوالي سیموکې ...د ابتدایي ضروري دیني تعلیماتو لپاره....یو ټاکلی نصاب جوړیـږي... مروج دیني مضامین لکه قاعده، قرآنکریم، شروط الصلات، قدوري، پنج ګنج او د مجاهدینو د وخت د مکاتبو د لومړنیو  درېو صنفونو کتابونه ورته ویل کـیـږي.» - ایمیل  جولای ۲۰۱۳
  له ۱۹۳۵زییز  راهیسې ایران او پخوانی فارس او ژبه یې فارسي لــه پیـړیــو راهسې په بـین المللي سویــه په فـارسي(پرژن) شهـرت لاره، نه په «ایــراني». د یـو قـدرتمــن ګاوڼـډي په څیر،ایران په افغانستان کې ژورکلتوري نفوذ لاره. د دې لپاره چې د لویدیز کلتوري تـولیدات د ایــراني کـلتور د  خیالونو سره اڼـډول (تعـدیل، برابر)کړي، فـیلتر(صاف) یې کــړل  او پــه مناسب چـوکاټ کې  یې بــرابــر کړل.[ د ایران په شاهي دوره او له ۱۹۷۹ راهیسې د ایران په اسلامي جمهــوریتي دوره کې د ایــران کلتوري او مذهبي تولیداتــوپه افغـانسـتان کې د دریمې سـقاوۍ ( د ۲۰۰۱ له اکتوبر)  را هـیسې پـام وړ غـلبه کړې ده].
 دري/فارسـي عـملاَ د افغانستان د ټولو دولتي  مامــوریـنو لپاره اجـباري  ژبـه وه. پښتانه او نور غیـر- تاجک ګروپونه بــه چې کابل ته  د زده کــړو، تجارت او کار لپاره لاړل، بــله لار یې نـه لرله، خو دا چې د فــارسي لا ر ونــیسي.   پــــه افغانستان کې معتبر اخبار (انیس) به په فارسي کې خپریده. د افغانستان په پــلازمینه (کابل) کې د ښځیـنه پښتــوـ ژبـــو لپاره یــو ښوونځی نه و جوړ شوی. په کابل کې یوازې دوه لیسې ( های سکــولز)  د نارینه پښــتو ژبو لپاره جــوړشـوي وو(د خوشحال بابا او رحمان  بابا لیسې).‎‎ « بــې پښتــوارګ د پښتنو ارګ دی»- دا زما زیرکیار چغه وه). د ژبې د اهمیت د شننې(تحلیل)  لـپاره ولـــولئ: زیرکیار،۲۰۱۰ دســمبــر= زییز ۱۳۸۹لینده
ژبې یوا ځې د پوهاوي- را پوهاوي( افهام او تفهیم، ارتباط ) وسیلې نه دي، بلکې  د نفـوذ، قدرت او پـیژاند (هـویت) وسیلې هم دي – په ځانګـړي ډول په سیاسي  تـنظیم شوې ټـولنه  یـانې  ملي دولت کې. تـر هغه مهاله چې په نړۍ کې ملي دولـتونه شتـه وي، هلته به ملي ګټې او ملي ژبــې  هــم شته وي. ژبې د ملي او کلتوري پیژانـد لپاره بنسټـیز ارزښت لـري. د انسان راتـلونکی  په کلتوري پـیژاند او کلتوري تنـوع کې خوندي شوې ده: زیرکیار،  دسمبر۲۰۱۰=۱۳۸۹زییز

په افغانستان کې قــــومـــي او ژبــــنــئ ســـلنـــې (فـیصدۍ)، واک موسسه: ۱۹۹۶-۱۹۹۱        Wak Foundation Research and Survey1991-1996
                   
                        
 Number       Major Ethnic Groups               Ethnicity %                     Language %
 ګڼه             غټ قـومي ګروپونه              ٪  قومي سلنــې                 ٪ ژبنئ سلنې                                   
     ۱                        Pashtun                               62.73                                     55
     ۲                          Tajik                                 12.38                                      33
     ۳                         Hazarah                               9.00                                      00
     ۴                           Uzbek                                6.10                                   5.80
     ۵                          Turkman                             2.69                                    1.4
     ۶                          Aimaq                                 2.68                                     00
په افغانستان کې د وګړو د شمیرنې د معلوماتو لپاره واک موسسې  اووه(۷) سیمې په لاندې ډول ټاکلې وې
For collecting  demographic data in  Afghanistan, seven regions were determined by the
Wak Foundation  as follows:
 (۱)    شمالي سیمه: سمنګان، بلخ،جوزجان، او فاریاب ولایت
 (۲)    شمال- ختیزه سیمه: بدخشان، تخار،کندوز، او بغلان ولایت
 (۳ )   شمال- لویدیزه سیمه: غور، بادغیس، هـرات او فـراه ولایت
 (۴)    ختـیزه سیمه: پکتیا، ننګـرهار، کونـړ او لغمان ولایت
 (۵)    ختیزه- مرکزي سیمه: غزنی، لوګر، وردګ، کابل، کاپـیسا، پروان او بامیان ولایت
 (۶)    سهیلي سیمه: نیمروز،هلمند، کندهار، زابل، پکـتیکا او ارزګان ولایت
 (۷)    کــوچــیــان
Northern Region: Samangan, Balkh, Jozjan and  Fariab province.
North-Eastern Region: Badakhshan, Takhar, Konduz and Baghlan Province
North-Western Region: Ghor, Badghis, Herat and Farah Provice.    
Eastern Region: Paktia, Nangarhar, Kunar and Laghman Province.
East-Central Region: Ghazni, Logar, Wardag, Kabul, Kapisa, Parwan and Bamyan province.
Southern Region: Nimroz, Helmand, Kandahar, Zabal, Paktika,  and  Orzgan.
Nomads    
Ethnicity-Based Percentage of Major Ethnic Groups in Seven Afghan Regions
د  افـــــغـــــــانـــستان د ســــیـمــــو پـــــه کــــچ  د غــټـــــو قـــو مـــــونـــــــو  ســــــلـنـــــــــــې  ٪    
ســــیـــمـــې         پـښتـون                تـاجــک                هـــزاره               ازبــک
Northern               684,532                148,191                253,756                 765,708
                               30%                          6%                       11%                       33%   
North-Eastern      711,194                  981,807                  89,605               283,916
                                33%                          45%                      4%                     13%
North-Western      1,115,037              154,912                  27,166                  6,071
                                  59%                       8%                          1%                      0%
Eastern                   1,994,275               18,237                      879                      0
                                    90%                       1%                           0                       0
East-Central             2,907,405             912,454                 1,000,495          37,388
                                     58%                    18%                        20%                   1%
Southern                    2,047,679               2,812                   239,959               447
                                          87%                   0%                           10%               0%   
Nomads                     1,780,000                   
                                        89%                      0%                            0%              0%       
Total                         11,240,122           2,218,413             1,611,860      1,093,530       
                                       62.73%              12.38%                    9%             6.10%

Considerable  Minorities            Total                   Small Minorities
کوچني لـږکیان/اقلیتونه                         ټـول             پـام وړ لـږکـیان/اقـلیـتونــه     

 ایماق                تـرکمن                                                                              ټولټال/ګرینډ ټوټل
1,305                   378,797             2,232,289                  61,345                  2,293,634
 0%                        17%                     97%                          3%
                             35,149               2,101,671                  71,285                 2,172,956
                                2%                       97%                         3%
478,825                 49,046               1,831,057                   53,053               1,884,110
 25%                         3%                      97%                          3%                  
                                                        2,013,391                   200,462             2,213,853
                                                             91%                          9%   
                              18,694                 4,876,436                 119,535             4,995,971
                                 0%                        98%                           2%
                                                           2,290,897                  67,033             2,357,930
                                                                97%                          3%    
                                                           1,780,000                  220,000          2,000,000
                                                                89%                          11%
 480,130             481,686                   17,125,741                792,713         17,918,454
 2.68%                  2.69%                       95.58%                    4.42%            
اوس نــو بــایـد د شمالي ټــلــوالې د مشــرانــو پــه خــواصــو بـانــدې  یــو څه رڼــا واچــوم
د شـمالي ټـلوالـې  غــټ لــوبغـاړي  د امریکایي جنرالانو او استحباراتي مامورانو په قضاوت کې

 دا مهمه ده چې د شمالي ټـلوالې د مشرانو صداقت او اعتبار راوسپـړو او ګوته ورته ونـیسو ځکه چې د پښتنـو د وګړشمیـرنو په ټګمارۍ کې د دوی مغرضانه او بې شرمه فعالیت د دوی د کـرکټر څرګــندوی دی. لانـدې کرښې د شمالي ټــلوالې د غـټانـو په هغه ارزونې را څرخي چې د امریکې د استخبارتي او پوځي  مامورینو په اقـتباسـونـو ولاړه ده
د ۲۰۰۱ زییز د سپتمبر د نهمې نیټې (۹۱۱) له بخولې نه دوه ورځې وروسته، د امریکې د ملـي امنــیت د جــرګې په غــوڼـډه کې  (۱۳ سپتمبر ۲۰۰۱) ولسمشر جورج ډبلیو بوش غوښتل چې د ســي.آې.أې  د مشرتابه له خولې د شمالي ټـلــوالې د مشرانو په اکله وپــوهيـږي. کوفـر بلک ( په سي.آې.أې کې د ټـروریزم – ضـد مرکز مشر) ورغبرګه کړه: « د [شمالي] ټلوالې یو مهم جنرال عــبدالرشید دوستــم د هـرچا معــاش خــور دی ـ  د روسیې، ایــران، او پاکـــستان»(د اقتباس لپاره ولولئ :وُډوارډ، ۲۰۰۲، مخ ۵۳). وُډوارډ  د  دفـاع وزارت د استـخباراتي ایجـنسۍ (ډي.آې.أې) د « ډیـر پـټ یاداشت» (هایــلي کــلاسیفایــــډ مـیمو) له مخې پــوهـیده چـې په دغــه یاداشت کې «په غــټـه انــدازه په جنـرال فهیــم پـــړه اچــول شــوې وه، اساســاً یــو ډارن ســړی چې ږغــیـږي او ږغیـږي بــه، او بیا د جنـګ ډګــر ته نـــه راوځي»  (مخ ۲۶۸). د امریکې د ملي امنیت د جــرګې پـه ذکــر شوې غــوڼـډه کې د سي.آې.أې مشر ټینـیټ وویــل چې : « د سي.آې.أې. پــه ټـیم او پــه ټـنــونــو پیســو[ شمالي] ټلواله په یوه منسجمه جنګي قـوه اوښتلی شي»(۵۱مخ)
دامریکي د مرکزي قدرت د مرستیال مشر کوماندان جنرال مایکل دیلانګ په وینا ، د شمالي ټلوالې غټ کوماندانانو ( دوستم، خلیلي، فـهیم، او اسماعیل خان) به« بې له پـښیمانۍ جګړه او وژنه کوله» او دا «د هغـوی لپاره د ژوند یـوه لار وه». جنرال دیلانګ زیاتـوي چې د هغـوی «هـر یـوه شخصـا تر  پنځـوس تنو وژلي وو»، او د ۹۱۱ له بخولې(فاجعې) نه وروسته به هغوی «په نظري توګه»  هغه جنرالان وي چې د امریکي د مرکزي قدرت د مشر کوماندان ټامي فـرنکس لپاره بـه په افغانستان کې جنګـیـږي( دیلانګ  د نواه لوکمَن سره، ۲۰۰۴،مخونه ۲۴ـ ۴۷). دغه شان جنرال فـرانکس پــه دې واقعیـت پـوهــیده چې« شمالي ډلــې [ شمالي ټلوالـــه] د اکثـریتـي پښتنــو په ضد جنګـیږي» او دغــه کار بــه په افغانستان کې بل داخلي جنګ راولاړ کړي (  د جنرال فــرانکـس  د ویــنا لپاره ولــولــئ: بیرنتسین، ۲۰۰۵، مخـــونه۲۹۲-۲۸۹). بیرنتسین چې په افغانستان کې د امریکې د مرکزي استخباراتو عملیاتي کوماندان و، د شمالي ټلوالې په اکله زموږ سره خپله تجربه داسې شریکوي: «زه د خپلې تجربې له مخې پوهـیـږم چې ایرانیان او د دوی افغان کاکازي ټول د زړه له کومي غالۍ/قـالین پلورونکي دي». په ضمني توګه، بيرنتسین په دې عقیده و چې د شمالي ټلوالې ټول کوماندانان به افغانستان د یوې غالۍ په شان خرڅ کړي. د ۲۰۰۱ زییز د اکتوبر په ۳۰، د امریکې د مرکزي قواو غـــټ کوماندان ټامي فرانکس تاشکند ته راورسید(دلته ورته فهـیم او دده د خـزانې مــشر عــارف منـــتظر وو). لــه غــوڼــډې نه لـږ وړانـدې، جــنرال فرانکــس د سي.آې.أې.  ایجــنټ  بیرنتسیــن ته داسـې وویل: « د دې وخــت رارسیـدلی دی چې د قالــینــونــو پـه قـیمــت [د شمالي ټــلوالې د دوه مشرانــو ســره]  وغــږیـږو». کــله چې فهــیم ډیــرې پــــیسې وغـــوښـــتلې، جنــرال فرانکـــس د فهــیم دغــه هـڅــه «بــولشـیټ» (چټـیات، مـزخـرفات) وګڼله ( فــرانکـس، ۲۰۰۴،مخونه: ۳۱۱-۳۰۹). زما (زیرکیار) په دې څيـړنه کې لــه ټـــولو وړانــدې شـوو حــقیقـتونو، مفکــورو او خیالونـو نه بـاید لانــدې نتیـجـه راووځي

پـــــــــــايــــــــلـــــــه

ښکـیلاک (استعـمار)اوامـپـریالـیـزم په خپـلو ټولو جیــوپولیـټـیک لــوبوکې د نــورو هــیوادونــوپه لـږکـیانو(اقـلیتونو) باندې اتبار کړی دی. په افغانستان کې یې د «لوي» احمد شاه مسعود د مشرۍ لاندې شمالي ټلواله یوه وتلې بیلګه ده. د امریکې ولسمشر فرانکلین دیلانو روزویلټ ویلي چې «په سیاست کې هـیڅ ناڅاپـي نه پیـښیـږي. خــوکه پیـښیـږي، ډاډ لــره چې حتماَ بــه دغسې پـلان شوی وي»(داقتــباس لپاره ولولئ: مـوور او سلاتر، ۲۰۰۳،مخ ۳۲۳). روزویلټ په یوه معـتبره/اشرافي وزمه  سیاسي کورنۍ کې زیـږیدلی و؛ په هاروارډ پوهنتون کې د حقوقو پوهـیدونکی (محصل) و، د اقتـصادي اتحادیـو حقوقـپـوه و؛ ایالتي سیناټـُـرو؛ د بحري قواو مرستیا وزیر و. دغـه شان، دی د نــیویــارک ایـالت والــي (ګــورنر) و او دامــریکې یــواځـینئ ولسمشر وچــې څــلورځلــې ټاکــل شـــوی و ( ۱۹۴۵-۱۹۳۲زییز). ســربـیره پر دې، د ده په لارښــودنه امــریکـا له سختـو وختونـو ( له غټ اقـتصادي رکود، او دوهمې نړۍ والې جګړې:۱۹۴۵-۱۹۴۱)نه راووتــله
روزویلټ  په یوغـشي دوه مرغۍ وویشتلې: ده په دوهمه نړۍ واله جګړه کې د امریکې د ګډون له لارې غټ اقتصادي رکود او هـیټلر ته ماتې ورکړه.  د ولسمشر روزویلټ د ارتې سیاسي تجربې له مخې، زه د ده له پورتني اقتباس نه مخ نشم اړولی. د ده په اقتباس کې خوندي شوې هوښیارتیا، قــضاوت او سیاسي پــوخوالی زما فـرضیه غښتلې کوي چې: له ۱۹۹۲زییز راهیسې، د امریکې مرکزي استخباراتو په غـور اوتـفکر سره، د پاڅون والو اکثریتي پـښتنو ټولنیزې- ژبنئ احصایٔیې را ‎ټیټې کړې. خو په مقابل کې یې د افغانستان د لږکــیانو (اقــــلیـتونـو) قـومي او ژبنئ احصایٔیې وپـړسـولې     ځـکه چې په غټـه انــدازه د امریکې امپراتـورانه اړتیاو ته حاضر وو.  د مسعـود د مشرۍ لاندې، پښتون ـ ضد شمالي ټلـوالې په افغانستان کې د شوروي/روسي ګټـو د پـلـي کــولــو  لپاره عـین رول لـوبـولی و. عـملاَ مسعـود د افغان ملت د غـبرګون د کمزوري کولو لپاره د بهرنیو قدرتونو «پنځـم غـوڼـډ» و.[پټ غوڼـډ/پټ پلویان چې په انګریزي کې ورته « فـیفت کالم» وایي. پنځم غوڼډ عموماً هغــه چـاته ویل کیـږي چې په خپل هیواد کې د بل چا د ګټـو لپاره لګیا وي. دغه ټکي د هسپانیې د داخلــي جنــګ (۱۹۳۹-۱۹۳۶) په مهال هسپانوي جنرال اِمیلو مولا ویـدال ته منسوب شـوی دی. نوموي دغه ټکی په ۱۹۳۶ کې  د یو ژورنالست په شتون کې وکاراوه، په د ې ډول چې د نوموړي جنرال څــلور غـوڼــډونه به په پــلازمینه( مادرید) بر ید کوي او د ده له پټـو پـلویــانو جوړشوی پنځم غـونډ به په مادریـد کې جـمهوري حکـومت له دنــنه کـمزوری کــوي].
د سي.آې.أې له خوا د افغانستان د قـومي او ژبنـیو شمیرنو اټکل د ډیـرکیو (اکثریتي) پښتنو لپاره  کلک عـواقـب لري. د دوی شمیرنې د امریکې د مرکزي استخـباراتـو له خوا  د ۱۹۹۲ په جـولای کې را ټیـټې شوې وې، او دا  په هغه کال کې چې د غـټ شوروي- پـلوه ببـرک کارمل د ډلـې  د کمونیست جنرالانو په مټ د مسعود- رباني  تاجک- پلوې ډلګۍ په کابل کې قدرت کې تښتـولی و. د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا اټکل شوې شمیرنې به په افغانستان کې د یوې نوې ممتازې خو نوکرې سروالې پټې په ټاکلو کې کارول کیـږي. د بیلګې په ډول،  یو افغان- امریکایي  چې د امریکې د ستانـفـورډ په نـوم د یـو وتـلي پـوهنـتون د انـګړ(محوطې) سره اشنا دی، ماته په ۲۰۱۲ زیـیز کې  داسې معـلومات راکـړل: پــه دغـه پـوهــنـتون کې د افغـانســتان  د پـو هیـدونکـو (محصلینو) په منځ کې «یـو بې اهمـیته شمیـر» («تعـداد نـاچیـز») پښتـانه وو. کــه څه هـم د کابل اوسنئ رژیم اليکـرترونیک پیژاند پاڼې  (الیکترانیک آیډیـنــټــیټــي کاردز) ویشـي ، کیدی شي چې  د فساد او تقـلب احتمال ډیرجګ وي ځکه چې اوسنئ رژیـم په اغیـزمن ډول د تیر احمد شاه مسعود  د ناسـتنانو (قایم مقامانو)  په ولکه کې دی (لانــدې مل وګـورئ). الیکـترونیک پیژاندپاڼې بـاید هغه مهال ترتیب او اداره شي چې اوسنئ رژیم د بهرنیو قـواو او شمالي ټلوالې له منګـولو نه خلاص شوی وي. بیا نو د ټـولنیزو- ژبنیو شمیـرنو مشکل د الیکـټـرانیک پـیژاند پاڼـو له لارې له منځه تللی شي. خو دا اوسنئ ښکیلاکـګر، نوکر اوڅوڅـڼـډیزه فاسد رژیـم د دې تـومنه نـه لري چې ملي ایلیکـتـرونیک پـیـژانـدپاڼې راوباسـي او ویـې ویشـي. یـو مـشروع، ویـا ړمـن او  باورمن ملي حکومت به د دې تومنه ولري چې ذکر شوې پیژاند پاڼه خپره کړي او ویې ویشي. په ملي ایلیکترو نیک پیژاند پاڼـو کې باید لاندې  ټکي خونـدي شـي: (۱) د پـیژاند دواړه برخې: قـوم او ژبـه؛ (۲)  په پــیژاندپاڼــه  کې باید دخــپل خاونـد د ګــوتې ټـاپــه خـونـدي شـوې وي (فـیـنګــر پـریــنـټـید)؛ او (۳) په پـیژانـدپاڼه کې خــوندي شــوې  ژونـد نـامه (شــرح حـال:بـــایـوګــرافـیکل ډاټــا) بـــاید  پــه ماشــین/کـمـپـیـوټـرکې د ولاړولـو (لوستلو) وړ وي. د ایلیکترونیک ژوند پاڼې د  وړاند یـز د  زیاتې روښــانــتیا لــپاره لانــدې نــمــونــه وړانــدې کـوم
     
AFG8KR, RE-PN9ZSF93837456
Name: Zalanda Samsor
Gender: Female
Nationality: Afghan
Ethnicity:  Pashtun,Hazara, etc
Language: Pashto, Turkmani, Uzbaki, etc.
Mother Language: Pashto, Degani, etc.
Father: Sambal Redai
Born: 1352(1973) in Asmar, Kunar

AFG stands for Afghan; 8 is the number assigned to Kunar province, KR stands for
Kunar province; 9 is the number assigned to the neighboring province Nangarhar; RE stands for Region East; PN stands for Pashtun; and ZSF stands for Zalanda Samsor, Female, 93837456 is the national electronic ID card number issued to  Zalanda Samsor  in  the Kunar province.
افغ۸ک ړ،خ س- پ ن۹ځ س ښ۹۳۸۳۷۴۵۶
نوم: ځلانده سمسور
جنس: ښځینه
ملیت: افغان
قوم: پښتون،...هزاره...یـا
ژبـه: پښتو،...ازبکي...یـا
مورنئ ژبه: پښتو،...دیګانې... یا
پــلار: سمبال ریـدی
زیـږیدنه: ۱۳۵۲لمریز(۱۹۷۳)اسمار، کونړ

پــه پورتنئ پښتـو نمونه کې:«ا فغ»  افغان تمثیلوي؛« ۸» هغه عـدد دی چې کونـړ ولایت تمثیلوي؛ دغه شان «ک ړ» هم کــونړ ولایت تمـــثیلوي؛ «خ س» ختیزه سیمه تمثیلوي چې کونړ ولایت پکې غځیدلی دی؛ «پ ن» پښتون تمثیلوي؛ « ۹»هغـــه عـدد دی چې  د کونــړ ګاوڼـډی نـنګـرهــار ولایت تمـثیلوي؛ «ځ س ښ» ځلانده سمسور ښځینه تمثیلوي، او« ۹۳۸۳۷۴۵۶» په کونړ ولایت کې  د ځلاندې سمسور لپاره  د ملي پیژاند پاڼې ولایتي شمیره ده

مـل د کـره کـتــــنـې لانــدې

لاندې هغه پـیژاند پاڼه («تـذکره») وینئ چې په کابل کې د ګوډاي رژیم د دنـنـیو چارو د وزارت له خوا وړاندې شوې ده.د پـیژاند پاڼې په تندي  باندې چاپ شوی متن یواځې په دري ژبه دی، که څه هـم د کابل رژیم د استعماري اساســي قانــون په ۱۶ ماده کې لومړی پښتو او ورپسې دري د دولت رسمي ژبې ګــڼل شوې دي. د پــیژاند پاڼې نــور معلومات لومړی په فارسي- دری او ورپسې په پښتوژباړه کې چاپ شوي دي
________________________________________________________________________
 

  ما د پورتنئ پیژانــدپاڼې  په پــښتو متن کې څـلور تــیروتنې ومینـدلې اوپه ګــوټــیــنو لینـدیــو کې مې په دې ډول وښــودلې:«د هیواد د وګړو معـلومات چې د کــورنــیـو چـارو [د]وزارت پـه معـلوماتي مرکز»...د ولسوالی [ولسوالۍ]کوډ».« د...زیـژیـډلـو [زیـږیدنې/زیـږیدلو]کال».  په رسمي/ دولتي لاسـوَنـد  (سند)  کې دغــه عــیـبونــه، نه یواځې د غـفلت بیلګې دي بلکې د پښتو ژبې  د ټولنیز او سیاسي اتبا د راټـیټـولو قـصد هم منعکـسوي- دهغې ژبې چې د افغانستان د مي پـیژاند لپاره کورنئ اِنرجي لری.دغه شــان پــه پـیژاند پاڼــه کې د «وګــړو» ټکی پــه مشکل ســره د «اتــباعــو» مفــهــوم  تمثـیلولــی شي.  د «وګـړي» ټکی په غټه کچه د خلکو او ولس سره اړخ لګوي- تبعه (وګـړی)، اتـباع (وګـړي= ولس، خلک). زما په آند د «هـیوادوال» ټکې پـوخ سیاسي مفهـوم لري، یانې  د «شهــرونـد» په شان په ښار کې نــه، بلکې  پــه خـپل هــیواد کې د بـرخې، مسـولیت، سیاسي ګـډون او پریکړې خـاوند. د تبعه ټکی  یا په اوسني بلواک افغانستان کې د «شهــروند» ټکی د هــیــوادوال په شان کــوټــلی ســیاســي او اصـلي ماهیت نلري.[په افغانستان کې به د ۱۹۹۰ کلونو پورې د بلـدیې ریٔیس ته «ښاروال» ویــل کــیده او د ښار خلکو ته به ښــاریــان]. ځــما وړانــدیـز دادی چې تـــذکــره دې «پـیـژانـد پـاڼــه» وګـڼــله شــي، او تبعــه/اتــباعـو/وګـړو تــه دې «هـیوادوال/هــیواد والان» وویــل شــي. ګــونــدې پــه دې اکـله پـښتــو ټـولــــنه خـــپله چارپــــوهــنه  او  خلاقــیــت وکــارولـی شــي
یـوه یادونه
دا لیکنه زما د انګریزي لیکنې ژباړه ده. لومړي څلور مخونه یې په افغانستان کې د «اوښتـون» د  دوه ځوانانوله خوا ژبا ړل شوي دي. زه د دواړو د خدمت  او پـيرزوینــې  ډیــرمـننــدوی یــم. د انګریزي لیکنې  پاتی نورمخونه پخپله ما ژباړلي دي.  په لـینـدیو [    ] کې نیــول شـوی مـتن مــا د وضاحت لپاره ورزیات کړی دی. زیـرکیار، ۲۵ جولای ۲۰۱۳

My Biography
I am of Salarzai-Pashtun/Afghan heritage with a Ph.D. in political science from the Free University of Berlin, Germany. I taught in Afghan, German and U.S. universities, currently a U.S. based independent scholar. Most of my publications are in Pashto, followed by English.  
 
 HYPERLINK "mailto:zirakyar1234@yahoo.com" zirakyar1234@yahoo.com

Bibliography

Afghan, Samsor, The Second Saqawi [anarchy, chaos]. (First ed. 1998, 2nd ed. 2001), in Pashto. Second edition includes 414 pages.

سمسور افغان، دویمه سقاوي. لومړئ چاپ ۱۳۷۷ لمریز(۱۹۹۸)، دوهم چاپ ۱۳۷۹ لمریز(۲۰۰۱). خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني. دوهم چاپ په ۴۱۴ مخونو کې  
Afghan, Sayed  Jamaluddin (1837-1897), in his book “Tatmatul Bayan Fi Tarikhul Afghan”, referenced in: Sediqullah Reshtin, New Research (Peshawar/Pashtunkhwa, 1979, p. 98), quoted in Wak (1998)/see below.

صدیق الله رښتین، نوې څیـړنې(پیښور، پښتونخوا، ۱۹۷۹، مخ ۹۸ )/ د افغانستان  قــومي جوړښت د افغانستان لپاره د واک فونډیشن شپـږ کلنه(۱۹۹۶-۱۹۹۱)  سروې او څیـړنه. لمریز  ۱۳۷۷=   ۱۱مخ، ۱۹۹۸

Area Handbook for Afghanistan (Washington, DC, 4th edition, 1973).

Aryana Encyclopedia (da aryana daieratul ma’aref, Kabul 2012):
«دافغانستان ملی اتنیکی جوړښت چې په دې وروستیو کې څرګند شوی او په لاندې ډول وړاندی کیـږي: پښتانه ۶۲،۷۳، تاجک ۱۲،۳۸، هزاره  ۹،۰۰، ازبک ۶،۱۰، ترکمن ۲،۶۹، ایماق ۲،۶۸....»- مخ ۴۵۵، اریانا دایـرة المعارف

Arnold, Anthony, (Afghanistan’s Two Party Communism: Parcham and Khalq( Stanford  University, California,  1983).  

Berntsen, Gary,  Jawbreaker: The Attack on Bin Laden and Al-Qaida( 2005).

CIA World Factbook  (1981-2012 = 1360-1391 Solar Hijri).

DeLong, Michael  with Noah Lukeman, Inside the CentCom: The Unvanished Truth about the Wars in Afghanistan and Iraq, 20004).

Derbyshire, J.D. and Jan Derbyshire (Political Systems of the World. First published in 1989 by W & R Chambers. Second edition-revised and expanded-published in the United Kingdom 1996 by Helicon Publishing Ltd. First published in the USA in 1996 by St. Martin’s Press in New York.

Encyclopedia of World Cultures, Vol. III (South Asia/Paul Hockings volume editor. Boston Massachusetts: G.H. Hall & Co/Macmillan Inc, 1992).

Franks, Tommy, American Soldier. (New York, NY: 2004).

French sources:
Encylopedia de L’Agora (2013); Le petit Larousse (2011); Larousse Encyclopedique (2007); Atlas Economique Mondial (2000).

 HYPERLINK "http://www.hewad.com" www.hewad.com  has published the late Afghan Academician Abdul Shakur Rashad’s tabulation as a reaction to the false demographics published in the CIA Word Factbook in July 1992.
Huntington, Samuel , “The Clash of Civilizations?” (Foreign Affairs, summer 1993-expanded to a book in 1996).

Jervis, Robert, “Intelligence and Foreign Policy,” International Security( winter 1986-1987).

Lewis, Bernard, “The Roots of Muslim Rage” (Atlantic Magazine, 1990).

Magnus, Ralph H. and Eden Naby, Afghanistan: Mullah, Marx and Mujahid. Boulder Colorado: Westview Press/Perseus Books, 1998.
Margolis, Eric, American Raj: Liberation or Domination? Resolving the Conflict Between the West and the Muslim World (Key Porter Books, 2008).
Moore, James and Wayne  Slater, Bush’s Brain.  (John  Wiley and Sons, 2003).

Nyrop, Richard F. and Donald M. Seekins (Afghanistan: A Country Study. 2001. Electronic Version (2012).
Reshtin, Sediqullah (see above: Afghani, Sayed  Jamaluddin ).  
Richardson, Bruce G., who traveled to Afghanistan in 1986, 1987, 1990,1991and 1997, has many Afghanistan-related publications, such as  these important to my research paper:  Afghanistan: A Search for Truth (New York: Free Forum, 2009); Afghanistan, Ending the Reign of Soviet Terror (Bend, OR: Maverick, 1996); From Archives: In Quest for a ‘Greater Tajikistan’ (May 31, 2011); Ethno-centric Russian and U.S. Strategies in Afghanistan; Redrawing Map, Altering the Ethnographic Character of Afghanistan (2012); “A Noteworthy Narrative, Dispelling Partisan and Politically Expedient Mythology” (April 14, 2013); Discriminatory Ethno-Centric Russian and U.S. Strategies Imperil Afghanistan (April 25, 2013).

Sarif, Gul Janan , Das Afghanische Schulwesen (Ph.D. thesis), Von Goethe University, Farnkfurt am Main, Germany, 1972.

Schurmann, H.F., The Moghl of Afghanistan,1962.

Stanizai, Zaman,“From Identity Crisis to Identity in Crisis in Afghanistan”. Electronic version: December 16, 2009   HYPERLINK "http://www.stanizai.org/" http://www.stanizai.org/     [November 15, 2012].    

Wak, Mohammad Enam, The Ethnic Composition of Afghanistan: A Six-year Survey and Research project: 1991- July 1996.Peshawar, Pashtunkhwa (Sapi’s Center for Pashto Research and Development), 1998= 1377 A.H. (In Pashto). Its compact English version was published in Peshawar, Pashtunkhwa (Khatiz Organization for Rehabilitation, July 1999).
 
Wilber, D.N., Afghanistan: Its people, its society, its culture, 1962.

Woodward, Bob, Bush at War, Simon and Schuster, 2002.

Zakaria,  Fareed, the host of “Global Public Square” program at CNN (April 11, 2010) was discussing with Peter Galbraith (former U.N. Representative to Afghanistan).

Zirakyar,Rahmat“Pashtun-Bashing in Kite Runner: A Psychological Operation?”, December 2009   HYPERLINK "http://www.dawatfreemedia.org/english/index.php?mod=article&cat=pashto&article=134" http://www.dawatfreemedia.org/english/index.php?mod=article&cat=pashto&article=134
Zirakyar, Rahmat  Language from Adam to Present, in Pashto (December 2010 = Linda 1389 Solar A.H.). Electronic version, published by   HYPERLINK "http://www.nahimi.dk/pashto/" www.nahimi.dk/pashto/
زیرکیار، رحمت ربی، ژبه له بابا ادمه تر دې دمه ( لینده ۱۳۸۹ لمریز= دسمبر ۲۰۱۰).
الیکترانیک نسخه په لاندې لیکه کې  
 HYPERLINK "http://www.nahimi.dk/pashto/" www.nahimi.dk/pashto/