داګودر دامزديګر
14.11.2015 19:41څمره ښائسته دى مازديګرزموږدکلى*
ښاپيرى چه پکشى ناستى دا ګودر زموږ دکلى*
هره ورځ چه شنه منګى پکشى قطار شى*
جوړدشنوبنګړيوشوراوشرنګهارشى*
سپينه سپينه هرطرف رڼارڼا شى*
که شوټيک دسورسالونه را بهر زموږ دکلى*
څومره ښائسته دىمازديګرزموږدکلى*
بلبلى په سندرو کى تا ستائي*
ربابي دتار په غږکى له تا وائي*
دشپلى اواز له کومو غرونو راشى*
چه رايادکړم چنارونه کوزاوبرزموږدکلى*
څومره ښائسته دى مازديګرزموږدکلى*
سورسالو که سرى لمبى پکشى بليژي*
لکه ستورى هره پيغله پکي ځليژي*
د(شمال)په زړه وږمى پکى چليژي*
هره پيغله اوځلمى ئي دزړه سرځموږدکلى*
داڅومره ښائسته دىمازدىګر ځموږدکلى*
ښاپيري چه پکى ناستى داګودر زموږ دکلى*