د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څه باید وشي؟

ډاکتر ماخان شینواری 11.11.2015 12:33

څه باید وشي؟ ډاکتر ماخان ،، ميږي،، شینواري

ګرانو هیوادوالو!
له ما څخه هم لار ورکه ده، چې څه وکړم او څنګه د هیواد هغو ستونځو ته لاس رسی پیدا کړم، چې حل یې زما د لاسه پوره دۍ. ځنې ستونځې داسې وي، چې یو څوک یې د حل لارې ورته په داسې اسانۍ نه لري، خو دې ته چې لار شته ګران هیواد وال دې مرسته شي.

څه باید وکړو؟

څو ورځې د مخه زما یوه لیکنه د درنو ن جالونو پشتونخوا، روهي او ټول افغان خپروونکو له خوا – چې ډېره مننه ترې کوم- ګرانو لوستونکو ته وړاندې شوه، چې د شمیرپوهنې یا ریاضي نوو کتابونو د خورولو مخ دې – د ناسمون له امله- ونیول شي.

نو څه باید وشي؟
کتابونه باید سم او معیاري شي.
د دې دندې لپاره ما خپل چمتووالی ښوولی.
دا کار څنګه مخ ته بیولی شو؟
ما هلته هم د دې لپاره وړادیزونه خپاره کړي وو، چې شونتیا ته یې دلته یوځل بیا ګوته نیسم:
غوره او ګټوره لار یې داده، چې دا کتابونه د پوهنې وزارت په څلوردیولي کې ولیکل او خپاره شي، چې دې کار ته ما خپل چمتووالی ښوولی.
دا د کتابونو په نړیوال معیار لیکلو لپاره مواد راټول شته، خو دا باید د نورو استادانو سره شریک شي، چې هغوی یې بیا د ښووڼخیو استادانو پورې ورسولی شي او دا هم په ښه توګه او له بلې خوا دا څه تغیرات یا داسې څه اړین زیاتونونه چې په کې راځي، دا هم باید د زده کوونکو لپاره د زغم وړ وي، چې دا کار هم د یو ټیم په مشورې سرته رسیدلی شي.
وګورو، چې د افغانستان مسولین په دې هکله څه د ویلو لري او که نه؟

نیسو چې مسولینو په دې هکله څه د کولو و نه ښوده، نو بیا څه؟
په دې حالت کې زه چمتو یم، چې دا کار زه ځانله سرته ورسوم، چې لیکنې به ښې او معیاري وي. دلته هم زه د ګرانو هیوادوالو او د شمیرپوهنې مینه والو مرستې ته اړتیا لرم. هغه مسلکي کارونه به یې زه کړم، خو یو ټیم که وي، دا به ځکه ښه وي، چې مشورې سره شریکې کړو او د یو بل د کارونو پوره کیدو او ساده کیدو کې باید سره ملاتړ شو، زما موخه دا ده، چې ما ځانله مه پريودۍ.
زه به و هڅیږم، چې دا شمیرپوهنې لیکنې د ن ج څخه هم خپره کړم او که د دې موخې لباره د شمیرپوهنې یوه ټولنه مڼخ ته راوړو، چې شمیرپوهنیزې ستونځې سره ګډي او د اوبیونو شونتیا یې وګوري، نو دا به ګټور وي.

که چيرې زموږ هیوادوالو هم په دې هکله خپل ملاتړ اعلان نه کړ، نو زه به بیا له دې څه پوه شم او بیا به څنګه مخ ته لاړشم؟
دا حالت به ما وزوروي او هغه په لاندې دلیلونو، چې زورېدونکي دي:
۱ - زما په لیکنو ناباوري ، دا په دې معنا چې په ما هم ناباوري؟
د دې خو سړی هم باید پوښتنه وکړي، چې څنګه ځان باوري کولی شي. که دا هر ډول پوښتنه یا نظر وي، زه پرې
خپه کیږم نه، دا دې راته ولیکل شي. زما موخه ستونځوبی یا د ستونځو حل دۍ او نه بل څه.
۲ – له دې سره به د ګرانو هیوادوالو کومه مینه نه وي، چې په هکله یې یواځې زما له خوا څه کول ناشوني دي.
۳ - که خبره د ترې پوهیدلو او پرې پوهولو وي، د دې ستونځو لپاره هم اوبی شته، خبرې به پرې وکړو.
په هر حال زه به بیا هم دا کار سرته رسوم او د ګرانو لوستونکو سره به یې شریکوم. دا کار زه د دې لپاره نه کړم، چې وستایل شم او یا یوڅوک راته څه راکړي، دا زما مرض دۍ او دا کار به ـ که لوي څښتن راته دومره وخت راکړ- همداسې مخ ته بیایم.
د دې لپاره چې له تاسو سره په اړیکو کې پاتې یم، دا دۍ زما د برېښنالیک پته:
Smakhan1946@gmail.com

او زما د کتابونو د خورونو پاڼې:
Kitantoon.com
Makhan.ml
هغه لیکنه چې د ښوونخي کتابونو باندې لیکل شوې په لاندې پاڼه کې ده:
Ketabton.com

ستاسو له ستونځو مننه. ستاسو ماخان ستاسو د ګڼو مشورو او ملاتړ په هیله.