د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولس ته د ٨٥١٢ ميليونه ډالره زيان وراړول ستر ملي خيانت دى

نوررحمان لېوال 10.11.2015 21:25

د لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګو، غزني او کندهار ميليونونه ولس ٣ کاله نور له پرمختګه غورځول او ٨٥١٢ ميليونه ډالره زيان وراړول ستر ملي خيانت دى.
د اسيا پراختيايي بانک له ترکمنستان څخه د ٣٠٠ ميليونو ډالرو په پانګونه د برېښنا په راواردولو وتوانېده، چې د متفکر اشرف غني او ډاګټر عبدالله په حکومت کې د مظلومو افغانانو څخه په لسو کالو کې د خپلې پانګونې٣٣٢٪ ګټه ترلاسه کړي او حکومت به د ٣٠٠ ميليونو ډالرو په خپلولو په لسو کالو کې ٨٥١٢ ميليونه ډالره نغد او نور ډېر زيانونه افغانانو ته واړوئ.
د تړون لمخې د برېښنا ۵۰۰ کيلوواټه مزي به د ترکمنستان آقينه، شبرغان، اندخوی، بغلان او کابل له لارې لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګو، غزني او کندهار ته په راتلونکو درې کلـونو کې وتړل شي او د ترکمنستان څخه به ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا راوړي، د ۱۰ کلونو لپاره به افغانان مجبور وي چې دغه برېښنا په لوړه بيه واخلي.
دغه پروژه به په روان ميلادي کال کې پيل شي او د ۲۰۱۷ کال تر پايه کېداى شي په بشپړېدو يې لوګر، پکتيا، خوست، غزني، ميدان وردګو او د کندهار ولس ته د برېښنا ژمنه ورکول کېږي، چې درې کاله نور به ددغو ولايتو خلک له پرمختګ څخه لرې وساتل شي.
ددغې پروژې مالي لګښت چې شاوخوا ۳۰۰ ميليونه ډالره اټکل شوی، د اسيايي پراختيايي بانک د مرستو تر نامه لاندې پانګونه ده، چې ترکمنستان او اسيايي بانک به د مجبورو افغانانو څخه ٣٦٠زره ډالر په ساعت، ١٠٫٨ ميليونه په مياشت، ١٢٩٫٦ ميليونه په کال او ١٢٩٦ ميليونه په لس کاله کې اخلي. د هر کيلوواټ نرخ پنځه سنټه ډالر يا نېږدې ٣٫٥ افغانۍ به ترکمنستان اوکېداى شي، اسيا پراختيايي بانک اخلي.
د برېښنا شرکت همدا اوس په هېواد کې برېښنا کورنيو ته له ٤-٧ افغانيو او کاروبار ته له ١٥-٢٠ افغانيو يو کيلوواټ ساعت ورکوي، په اوسط يو کيلوواټ ساعت ١١ افغانۍ پرېوځي. په لسو کالو کې به د ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا ټول لګښت ٤٣٨٧ ميليونه ډالره کېږي، چې د مظلومو افغانانو څخه به په لسو کالو کې ددغې پانګونې څخه ٣٣٢٪ ګټه ترلاسه کړي، يانې پر هر ډالر پانګونه به نېږدې ٤ ډالره له افغانانو ګټي.
لومړى خو دا د اسيايي پراختايي بانک مرسته نه بلکې پانګونه ده، هرڅوک چې برېښنا خرڅوي، د رسولو لګښت يې د برېښنا خرڅوونکي پغاړه دى. بيا هم که ٣٠٠ ميليونه ډالر په ريښتيا مرسته وي ، اوکه د مرستې تر نامه لاندې اوږمهاله پور وي، نو افغانانو خداى مو مل شه، کړوسي به مو هم دا پور او ددې سود پرې نکړي. د برېښنا اړوند ادارې بايد ددغه تړون شرتونه له ټولو سره شريک کړي، همدارنګه ولس ته چې د ټولو ملي تړونونو د کتلو قانوني حق لري بايد ورکړل شي، ويل کېږي چې د کرزي حکومت داسې ډېر پورونه کړي چې وروسته به يې افغانان تاوان ورکوي.
دغه ډول مرستې شاته ډېرې ناړوه اغېزې لري يو څو يې لاندې ليکم:
هېوادوال پر بل چا متکي کول
د برېښنا صنعت وژل
د درې کالو يا ډېر انتظار زيان رسول
د کوم ټوپکي، مافيا يا جنګسالار د برېښنا پر ستنوګوزار سره ټوله شبکه ناکاره کېدل
په ترکمنستان کې سياسي بدلون.
ورته نورې پېښې پرځاى پرېږدم، د نغدې ګټې خبره کوم، لبدمرغه موږ چې نغدې ووينو د هر ډول شرتونو سره يې منو، که زما خبره رښتيا نه واى، نو موږ به کله هم د اسيا پراختيايي بانک او نورو ورته زبېښګرو دغه ډول پروژې نه منلاى، نو ځکه نغده ګټه ولس او حکومت دواړو ته ورپه ګوته کوم.
په نړۍ کې هغه هېوادونه چې د اوبو، تېلو، ګاز او ډبروسکارو، څخه خپله بسيا انرژي جوړوي، روانه لسيزه کې خپلو هېوادو ته پروګرام ټاکلى چې تر ٢٠٢٠ ميلادي کاله بايد خپله ډېره برخه انرژي، نويو سرچينو لکه لمر، باد او بيلوژيکي توکو څخه پلاس راتلونکې انرژۍ ته واړوي. پدغه لړ کې متحده ايالاتو او اروپا ٢٠٪، سويډن ٦٠٪ د خپلې برېښنا نويو سرچينو ته د اړولو موخې ټاکلي او نورو هېوادو ورته ژمنې کړي، خو د افغانستان نوم پکې نشته!
دغه ټاکنه په تېره لسيزه کې شوې، خو د هېواد د تېرې لسيزې او اوسني چارواکي د خپلې ناپوهۍ او يا غدارۍ له امله، پدې سترګې پټې کړي، چې د نړۍ پرمختګونو ته وګوري او هغه په زغرده د خپل حکومت او ملت لپاره خپل کړي. يوه ښه بېلګه ددغې ناپوهۍ يا غدارۍ د نويو سرچينو څخه د برېښنا لاسته نه راوړل دي. افغانستان بايد تر هرچا وړاندې نويو سرچينو څخه بريښنا جوړول خپل کړي واى، ځکه چې اړتيا يې ورته درلوده، خو د هېواد چارواکي ٤٠ کاله زاړه فکر خاوندان وو، نو ځکه دوى په زړو لارو روان دي.
د لمريزو دړو ( شمسيو) يو واټ برېښنا نن سبا په نيم ډالر پرېوځي، چې يو مېګاواټ يې پنځه لکه ډالر کېږي او شپږ ساعته برېښنا ورکوي، که د ساتلو او وړلو لګښت يې چې د لومړۍ پانګونې ٢٫٥ برابره دى، ورواچو نو ٢٤ ساعته يو مېګاواټ لمريزه برېښنا په ١٫٢ ميليونه ډالره برابرېږي.
همدارنګه د شپې او لمر نشتون لپاره که د بادي برېښنا يو مېګاواټ چې تر يو ميليون ډالرو لګښت لري، له لمريزو برېښنا کوټونو سره يوځاى شي، نو په ډېره اسانۍ يو نيم مېګاواټ برېښنا په ٣ ميليونه ډالره پانګونه په څو اوونيو يا مياشتو کي تر لاسه کولاى شو، چې ورته تجربې په هېواد کې ترسره شوي او همدا اوس يوه يې په باميانو کې لمريز برېښنا بريښناکوټ خلکو ته برېښنا ورکوي.
که د ترکمنستان څخه د برېښنا راوړولو پر ځاى دغه د ٣٠٠ مېګاواټه اړتيا پر١٫٥ مېګاواټه برېښنا کوټونو ووېشو او ٢٠٠ د برېښنا خصوصي شرکتونو ته جوازونه ورکړل شي، د هر جواز څخه يو لک ډالره فيس واخيستل شي، نو حکومت ته په څو مياشتو کې٢٠ ميليونه نغده ګټه په لاس ورځي او د راتلونکو ٢٠ څخه تر ٣٠ کالو لپاره موږ پخپله کور کې جوړه شوې برېښنا بسيا کېږو.

که د ترکمنستان په نرخ ٠،٠٥ ډالره حکومت او ملت په خپل کور کې د خپلو خلکو له دغه خصوصي شرکتونو نه برېښنا واخلي نو هره ورځ يو نيم مېګاواټ برېښنا کوټ ١٨٠٠ ډالره په ورځ ٥٤٠٠٠ ډالره د مياشتې ګټه کوي، چې په پنځو کالو کې برېښناکوټ خپل سر وباسي او ١٥ کاله نور ٨ لکه ډالره ګټه کوي .
که د برېښنا شرکت په ظالمانه نرخ يانې نېږدې ١١ افغانۍ يو کيلوواټ ساعت برېښنا خرڅه کړاى شي، دغه برېښناکوټونه په يو کال کې خپل سر وباسي او ٢٠٠ برېښنا کوټونه د ورځې ١،٢ ميليونه او په مياشت کې ٣٦،٧ ميليونه، په کال کې٤٤٠ ميليونه او په لس کالو کې٤١٥٦ ميليونه ډالره د ترکمنستان پرځاى خپلو هېوادوالو سره پاتې کېږي.
دغه ډول نوښت له حکومت څخه هېڅ پانګونه او لګښت نه غواړي بلکې په يو ساعت کې په يو فرمان پورې تړلې خبره ده، په څو مياشتو کې ميليونونو هېوادوالو ته برېښنا رسېږي، په زرګونو خلکو ته کار پيدا کېږي، په هېواد کې د بادي او لمريز برېښنا کوټونو صنعت پياوړى کېږي، ددغې تجربې پر بنسټ، دغه کمپنۍ کولاى شي، نورې نړۍ څخه په زرګونو ميليونه ګټه لاسته راوړي، د اورپکو او ورانکارو ټولې شبکې ته زيان رسول د نشت برابر کېږي، هېواد او ملت پرځان بسيا کېږي، تر ٢٠ کالو پورې دغه برېښنا کوټونه کار کوي چې ټوله ګټه يې ٨٥١٢ ميليونه ډالره افغانانو ته رسېږي. دغې پانګونې ته په زرګونو افغانان تيار دي، خو خاين حکومتي چارواکي د خپلو څو لکو ډالرو فساد په بدل دا زيان ټول ملت ته اړوي.
اى د کابل چارواکيه! که ته ٨٥١٢ ميليونه ډالره زيان او درې کاله په ميليونونو افغانان د پرمختګ څخه شاته غورځوې ، ايا خيانت نه کوې؟
د افغانستان پتمن اولسه! ما خپل مسئوليت ادا او پرتاسې مې غږ وکړ، نور مو خوښه خپله، که تاسې زما سر همکار شي، ورته په زرګونو پروژې به پلې شي، او نن به ستاسې ځوانان د تېښتې پرځاى نړيوالو خپله وربلل، مرسته او د کاروبار غوښتنه به يې ورڅخه کوله.
د افغانستان د پتمن ولس د پرمختګ پهيله.
نوررحمان لېوال
د لېوال ملي مړښت پروګرام
د وړانديزونو څخه
“چې يې نه کوى خاين دى”