د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حق لار

ډاکټر محمدآجان مرزئ 25.10.2015 13:31

د ریا لارې مې بندې ميخانو ته یم روان
رخصت اخلم له فکرونو لېونو ته یم روان
نه اوبه د کوثر غواړم نه دعا کوم د حورو
راسره شراب د مينې بتخانو ته یم روان
په عالم د بېخودی کې پروا نکوم د عقل
د موزي له دنیا ځمه درخانو ته یم روان
له جاګير د ظالمونو د ناخوالو تړم کډه
د سرور د مطرب مستو ترانو ته یم روان
د زاهد د حکمتونو د رڼا شمعې نه غواړم
زنداني د پاکې مينې جېلخانو ته یم روان
مبارک دې شه واعظه د خیالونو انځورونه
زه راهي د حق د علم ګلخانو ته یم روان