د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنجاپ ته د جګړې لیږد ، یوه ستره اړتیا

احمدجان تڼی 24.10.2015 01:17

اوس مهال په نږدې په ټول افغانستان کې جګړه روانه ده.
دا جګړه هغه مهال پراخه شوه چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو د پیل څخه مخکې په زرګونو وسله وال ( عربان ، چیچینیان ، ازبکان ، تاجکان ، ...) افغانستان ته د ناوې ولسوالی ، پکتیکا او په نورو لارو افغانستان ته( د پنجاپی استعمار په امر او مرسته سره) را واړول شول .
دعینی شاهدانو په قول دې وسله والو پښتو ژبه نه وه زده . مګر په ډیرو مدرنو وسلو سره سمبال او د زغره والو ګاډو درلودونکي و. خلک وایی چې په دې وسله والو کې میرمنې هم شته دی چی دوی هم جنګي روزنه لیدلي ده.
همدا وسله وال د هیواد په مختلفو برخو په ځانګړي توګه په شمال کې خواره شول او د منظمو پوځي قطعاتو په تشکیل کی یی فعالیتونه پیل کړي دي.
همدرانګه پنجاپ ځينی وسله وال چی د داعش نوم یی پرې کیښود ، د ننګرهار په ولایت کې ځای په ځای کړل تر څو دوی وکولی شی د داعش د نوم څخه په کار اخیستلو او ویره اچولو سره جلال اباد ونیسي.
پنجاپي استعمار په شمالی وزیرستان کې پوځي عملیات ددې له پاره پیل نکړه چی هلته بهرنی وسله وال وځپي بلکی د دی عملیاتو څخه د وزیرستان د خلکو ځپل و. پنجاپي پوځ په شمالی وزیرستان کې د میرامشاه او میرالی ښارونه په بشپړه توګه ړنګ او د ټول کلي یی په کنډوالو باندې واړول.
پنجاپي استعمار په افغانستان کې د جګړو د پاره د پوره تیاري نیولو وروسته خپلو وسلوالو ته د پراخې جګړې امر ورکړی دی . پنجاپ غواړي په دی جګړې سره د افغانستان په اولسمشر باندې فشار راوړي تر څو د پنجاپی استعمار ناوړو غوښتنو ته تسلیم شي.
اوس د پنجآپ له خوا په افغانستان کې جګړه ډيره پراخه شوی ده د پامیر څخه نیولي تر بولانه او د اچین څخه نیولی تر فاریابه په ټولو پښتنی سیمو کې د اورونو لمبې پورته کیږي.
هره ورځ په سلګونود افغانستان خلک په تیره بیا پښتانه د پنجاپ د ناوړي استعماری توطیی خوراک کیږي. پنجاپ نه یوازی :
• هڅه کوي چی افغانستان بې ثباته او نا ارام کړي.
• له دی لارې د پښتنو ټولې کورنۍ په غم ککړې کړي او لدې لارې د وطنپالنې روحیه ووژني
• د افغانستان اقتصادی بنسټونو ویجاړ کړی
• د جګړو له امله په افغانستان مالي فشار زیات کړی
• د اوسنی اولسمشر په وړاندې عمومی نا رضایتی را وپاروي.
بهرنی وسله والې ډلې چې د ډلګیو او ټولیو د تشکیلونو په درلودلو سره ، د فوق العاده جنګي مانورونو په تر سره کولو سره ، په مختلفو سیمو کې خپل ګوزارونه کوي او کوشش کوي د افغانستان کمزوري ټکی تر برید لاندې ونیسي.
دا پنجاپی قواوې د هیواد په مختلفو سیمو کې فعالې دي او دوی وکولی شول تر یوې اندازی هیواد نا ارام کړي. مګر د افغانستان ملی امنیتی او دفاعی قواو په پڼجاپی ځواکونو ( بهرنی وسله وال) باندی مرګونی ګوزارونه کړي دی.
پنجاپي پوځ په افغانستان کې د خپلی جګړې د پرمخ بیولو د پاره اړ دی چی زیات مالي منابع ولري. د کتونکو په باور پنجاپی پوځ د افغانستان په ضد په جګړه کې د هغو روپیو زیاته برخه لګوي چی د امریکا څخه یی د تروریزم په ضد د جګړې په نوم تر لاسه کوي. مګر کیدای شی ددې پراخې جګړې د تمویل د پاره د پنجاپی اردو منابع کافي نه وي او کیدای شی دا هیواد د ستر اقتصادی بحران سره مخامخ شی.
د امریکا متحده ایالات د پنجاپی استعماري – تروریستی نظام سره په اقتصادی، مالی او سیاسی مرستو سره نه یوازی تروریزم په سیمه او نړۍ کی کمزوری کوي ، بلکې هغه ځواکمن کوي.
دا ځکه چې د پاکستان سره مالی ، اقتصادی ، سیاسی او پوځي مرسته د تروریزم سره مرسته ده.
ددی په اړخ د افغانستان په ضد جګړه کې پنجاپ ، په پاکستان کې د جوړو شوو ملیشایی- سیاسی ډلو څخه چې ځانونه د دولت پلویان بولی او په دولت کې د پراخ نفوذ لرونکی دی ، د پنځم ستون په توګه کار اخلي.
دا پنځم ستون خپل فعالیتونه په مختلفو اړخونو کې مخته بیایی: چی کیدای شی د سیاسی ، پوځي او تبلیغاتی اړخونو یادونه وکړو.
همدا خبره ده چې افغان ولسمشر په دې وروستیو کې د وینا په ترځ کې وویل چې دی به هیڅکله د دوی ( پنجاپی استعمار) فشارونو ته تسلیم نه شي.
خو څه چې مهمه ده د دښمن په وړاندې پاسیفه دفاع سره نه شی کیدای ثبات او امنیت ټینګ کړل شی او هم د خاورې بشپړتیا تامین کړی شي.
د پنجاپ په وړاندی باید افغانستان د ځانه فعاله دفاع تر سره کړی: یعنی د هیواد په دننه کې د پنجاپ ټولې رالیږل شوي ډلې محوه کړل شی او هم هغه شبکی او ډلې چې د پنجاپ د پاره د پنځم ستون په ډول کار کوي له منځه یووړل شي.
د دښمن په مقابل کې فعاله دفاع په دی مانا ده چې په خپله په دښمن باندی ( د هغه په زړه کې په اهدافو ) ګوزارونه وشی تر څو دښمن فلج او له منځه یوړل شی.
هر افغان سیاستوال او مشر چې پنجاپی استعمار ته د دوست او یا د دوست کیدلو په نظر ګوري هغه په بشپړه توګه ساده او یا د پنجاپی استعمار مزدور دی.
دا ځکه چې تر هغې چې د افغانستان خاوره ( تر ملتان ، جیهلم ، ګوادر ) د پنجاپ تر اشغال لاندی وي پنجاپی استعمار هیڅکله د افغانستان دوست نه شی کیدای.
له همدې امله هغه جګړه چې پنجاپ افغانستان کې روانه کړيده باید بیرته پنجاپ ته ولیږدول شي.
د کابل په اداره کې د ملي ارادې نشتوالی ددی سبب شوی دی چې هیواد د سترو ستونزو سره مخامخ شي او افغان دښمنه ګاونډیان په دی بریالی شی چی دا هیواد د پښو وغورځوي.
یا په بله مانا ، په افغانستان کی د جګړو اصلی سبب په کابل کی د ملی ګټو ته نه ژمنتیا ، تسلیم طلبی او د غلطو ایدیولوژیو او پالیسیو څخه پیروی د دې سبب شوي ده، چې افغانستان ونه کولی شی د بهرنیو مداخلو او تیریو په وړاندې ودریږي.
د ساري په توګه د کابل اوسنی اداره چې امریکا د پوځی مداخلی په پایله کی را منځته شوی ده وایی چی افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم قربانیان دي.
کابل تل هڅه کوي چی ووایی چې اسلام اباد دی تروریستانو په وړاندی عملی ګامونه پورته کړي. که چیرې د کابل د چارواکو څخه وپوښتل شی چی هغه وسله وال چی په خپله د پنجاپی پوځ له خوا تنظیم شوی دی کیدای شی د پنجابی استعمار له خوا و ځپل شی؟
ددی پوښتنې ځواب ( نه ) دی.
نږدې څلویښت کاله کیږی چی په افغانستان کې جګړه روانه ده. د افغانستان ټول خلک په دی باور دی چی دا جګړه د پنجاپی استعماری نظام له خوا پلان شوی ده او مخته ځی .
د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې د افغانستان د کورنیو ،سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په څیړلو سره په دی بریالی شوی دی چی ددې جګړي په پایله کې نه یوازی د افغانستان هیواد کمزوری کړي بلکی ددی جګړي په مخته بیولو سره یو شمیر مهم ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړي.
د افغانستان خلک ددی له پاره چی پنجاپ له خوا د افغانستان اشغال شوي خاوره د هغه د منګولو څخه وژغوري او هم خپلو نړیوالو موخو ته ځان ورسوي باید د پنجاپی استعماری رژیم په وړاندی دقیقه او سنجول شوي ستراتیژی را منځته کړي.
باید ووایو چې د دا ډول ستراتیژی نشتوالی ددی سبب شوی دی چې افغانستان د تباهی خواته ولاړ شی. مرکزی اداره ونه کولی شی د هیواد کورنی او بهرنی امنیت خوندي کړي.
د اوسنیو شرایطو په ژور تحلیل او د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د جوړښت او همدارنګه ددی ادارې تر واک لاندی د خلکو ژوند ته په کتو سره ، د افغانستان دپاره ډیره اړینه ده چې د پنجاپ په وړاندې د جګړي په اړوند ستراتیژي ترتیب کړي .
پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سرههه دې پایلی ته رسیږو ، چی که چیری افغانستان غواړي د پنجاپی استعماري – تروریستی اداری مداخلی پای ومومي د پای او هم خپلو سترو ستراتیژیکو موخو یعنی د پنجاپ د اشغال څخه د افغانی خاورې د ازادی او د یوه متحد افغانستان د جوړیدو یوازینی لار د پنجاپ له خوا د پیل شوی جګړي ، لیږد بیرته پنجاب ته ده.
په تیرو نږدې څلویښتو کلونو کې د افغانستان خلکو او پښتنو یوازې او یوازی د مړیو په خښولو او د فاتحو په اخیستلو سره تیر کړل. د پښتنو کلي وران شول ، کروندی یی شاړې شوې ، په میلیونو خلک بی ځایه او یا بهرنیو ملکونو کې کډوال شول.
دا ځکه چې د پنجاپ استعماری ادارې خپله ګټه او بقا په سیمه کې د جګړو اور ته لمن وهلو او په ځانګړي توګه د افغانستان او پښتنو په ضد جګړه کې وینی .
د دې جګړو د مخته بیولو د پاره د راز راز پلمو او طریقو څخه کار اخیستل کیږی.
د سیمی او د پنجاپی استعماری دولت د حالاتوپه څیړلو سره دا په ډاګه کیږي چې د پنجاپ د استعماری نظام بقا په سیمه کې په جګړو ، مداخله او د تروریستی ډلو په صدور کې ده.
که چیری پنجاپ د ګاونډیانو او په ځانګړي توګه د افغانستان او پښتنو په وړاندی جګړه ودروي دده خپل شته والی د ګواښ سره مخامخ کیږي.
دا ځکه چې په خپله د پنجاپ استعماری ادارې تر واک لاندې سیمو کې حالات په چاودیدو دي پښتانه ، بلوڅ ، سندیان ، کشمیریان او نور توکمونه نه غواړي د پنجاپ د استعماری ژغ لاندې ژوند وکړي.
پنجاپ تل هڅه کوي چی د یوې خوا یاد شوی توکمونه په بی رحمانه توګه وځپی او د بلی خوا د ګاونډیو هیواد په چارو کی د مداخلی له لاری د هغه هیواد خلکو پام د کورنیو ستونزو څخه بهرته واړوي.
د افغانستان او پنجاپی استعماری اداری تر منځ نه پخلا کیدونکی دښمنی وجود لری پنجاپ د افغانستان زیاته اندازه خاوره لاندی کړي او دې ته تیار نه دی چی بیرته یی افغانستان ته وسپاري.
د ډیرو سیاسی څیړونکو په وینا په افغانستان کې روانه جګړه ، د ذوالفقار علي بوټو د واکمنی په مهال پلان شوه. د پاکستان د استعماری اداری لومړی وزیر ذوالفقار علی بوټو ددی حقیقت په نظر کې نیولو سره چې د ډورینډ د منحوسی کرښې د سلو کلونو په پوره کیدو سره ، امکان لری چي افغانستان د ډیورینډ د منحوسې کرښې د ړنګیدو له پاره راودانګي.
ددې د پاره چې افغانستان ونه کولی شی د ډیورینډ د منحوسی کرښی د ړنګیدو ادعا وکړي ، اړینه ده چې افغانستان نا ارام او کمزوری کړل شی او دا هغه مهال کیدای شی چی په دی هیواد کې د جګړې اور بل شي.
همدا خبره وه چې قاضی حسین احمد په پټه کابل ته راغی او دلته یی زیار وایسته چی یو شمیر د کابل دولت مخالفین پیدا او تنظیم کړي. قاضی حسین احمد په څو څو وارې دا خبره کړي ده چې نوموړی په کابل کې شپږ میاشتی تیرې کړې تر څو خپلې موخې ته ورسید.
نوموړي په دې بریالی شو چې په افغانستان کې د ناارامی بنسټ کیږدی له بلی خوا د پاکستان د استعماری ادارې مشر د صوبه سرحد ګورنر جنرال بابر ته دنده وسپارله چې د کابل اداری مخالینو ته هرکلی ووایی او د راتلونکو فعالیتونو ته هغوی وهڅوي.
د پنجاپ دا ستراتیژیک پلان د یوه کال او یوې مودې د پاره نه دی طرح شوی بلکی دا پلان تر هغه به تر اجرا لاندې وي تر څو چې افغانستان او یا پاکستان وجود لري . که په دې دواړو هیوادونو کې یو ړنګیږی بیا د دې پلان عملی کول خپل مفهوم د لاسه ورکوي.
د افغانستان او پښتنو په وړاندې د پنجاپ جګړې په تیرو نږدې څلویښتو کلونو کې مختلف نومونه ورکړل شوي دی. په مختلفو بڼو سره مخته بیول شوی ده او کیږی چي د دې ټولو جګړو یوه موخه ده او وي به:
جهاد افغانسان ، دفاع پاکستان
دلته دفاع پاکستان په دوه مفهومو سره استعمالیږي:
لومړی: ددې له پاره چې افغانستان په خپله د هیواد په د ننه کې د لانجو او ستونزوسره مخامخ وي تر څو ونه کولی شی چی د پنجاپ له خوا د تاریخی افغانستان د نیول شوو ځمکو پوښتنه ونکړي.
دوهم : د افغانستان په ډیر کمزوری کولوسره ، ددی هیواد د تجزیی د پاره زمینه برابرول
دریم : د امکان په صورت کې د پاتې افغانستان د خاورې څخه د ځینو برخو او یا ټول اشغال
یو شمیر د پنجاپی تنخواه خوړونکی او د پنځم ستون سیاسی کارکونکی وایی چې د پنجاپی استعمار په وړاندی د افغانستان له پاره مقاومت ستونزمن دی او حتی ناشونی دی.
دوی وایی چې پاکستان د لوړ پوځي قوت لرونکی دی ، مدرنې وسلې لري ، اقتصاد یی قوي دی ، د لویدیز او په تیره بیا د امریکا ملاتړ وسره دی . له دې امله د کابل حکومت باید د پاکستان غوښتنی ومني.
همدارنګه د پنجاپی دولت تر واکمنی لاندې د جوړو شوو تنظیمونو یو شمیر غړی هم دا په نارسمی محفلونو کې څرګندوي چی پنجاپ اسلامی ملک دی او موږ باید د هغه هیواد سره اسلامي ورورولی وپالو. یعنی د دوی په خبره د پنجاپ په وړاندی د خپلی خاورې د ادعا څخه د پڼجاپ په ګټه تیر شو.
په دی اړخ کې یو شمیر په لږکیو پورې تړلي متعصبی کړۍ ( ښایی په پټه د پنجاپي استعمار له خوا یی ملاتړ وشی) تل په غیر رسمی محفلونو کې څرګندوی چی دولت باید د پنجاپ په وړاندی د ډیورینډ د منحوسې کرښې څخه تیر شی.
پورتني درې واړه کړۍ د پنجاپ په ګټه د خلکو ذهنیت د برابرولو د پاره کار کوي.
یوازی د دی ذهنیت په برابرولو کې پورتنې ډلی شاملی نه دی بلکی یو شمیر دولتی ارګانونه او رسنی هم د پنجاب د اجندا سره سم کار کوي. دوی د افغانستان ملی ګټې او د افغانستان خاورې څخه سترګي پټوي او په دې ډول په رسمی او یا نا رسمی محفلونو کې دوی د ډیوریند کرښې ها خوا خاوره د پاکستان د خاورې په توګه بولي.
حتی د دولت رسمی ویاندان هم نوموړي ټکو ته پاملرنه نه کوي. دا په دې مانا دي چی دا ویاندان یا نه پوهیږی او یا دوی ته د دولت رسمی پالیسی معلومه نه ده اویا دوی هم د پنجاپی استعمار ډنډورچیان دي.
باید ووایو چې پنجاپي کوماندويی پوځونه ( په افغانستان کی بهرنی وسله وال) اوس د ماتي سره مخامخ شوی دی او ددی له پاره چی پنجاپ د خپلی ماتی څخه د خلکو مخ بلی خواته واړوی . نوازشریف د کندز ولایت ته د غنمو د لیږلو امر کړی دی. ( ته به وایی چی کندز د نواز شریف د حکومت یو ولایت دی).
همدارنګه د پنجاپی استعمار په افغانستان کی د پنځم ستون سیاسی کړۍ ، اوس مهال ډیرې فعالی شوی دی او هڅه کوي چی په مختلفو نومونو سره په اولسمشر باندی فشارونه زیات کړی تر څو دوی د یوی خوا خپل امتیازات تر لاسه کړی او بلی خوا د پنجاپی استعمار د توطیو د شنډولو په لاره کی د اولسمشر ذهنیت ګډوډ کړي .
اوس راځودې خبری ته چی افغانستان خلک تر هغه د پنجاپی استعماری رژیم د نه اعلان شوی جګړې څخه نجات نه مومي تر هغه چې پنجاپی استعماری اداره موجوده وي.
دا په دې مانا چې د افغانستان خاوره ( تر جیهلم او ګوادر ) د پڼجاپی استعمار تر نیواک لاندې وي او په لسګونو میلیونه افغانان ( پښتانه) د پنجاپ تر واکمنی لاندې د مرییتوب ژوند تیروي، تر هغه به افغانستان ارامه یوه ورځ هم تیره نه کړي.
یعنی دا چې د افغانستان ابادي د پنجاپی استعمار د تباهی سره تړلی ده . او دا خبره معکوس هم ده یعنی د پنجاپی استعمار شته والی د افغانستان په تباهی کې دی.
همدا خبره ده چی پنجاپی استعمار به یوه شیبه هم د افغانستان په ضد جګړه ونه دروي .
دلته د تروریزم تیوری یوه احمقانه تیوری ده چی د کابل چارواکی هم پرې شخوندونه وهی .تروریزم د ځمکی څخه نه دی را ټوکیدلی او یا نه د اسمانه راکښته شوی.
په سیمه کې تروریزم په خپله وده نه ده کړي . بلکې دلته تروریزم رامنځته کړل شوی دی. دلته د تروریزم ایجادونکی ، مخته وړونکی پنجاپی استعمار دی. پنجاپی استعمار د تروریزم څخه نه یوازی د افغانستان په ضد کار اخلی بلکی په تروریزم باندی د ولاړ سیاست په توګه په سیمه او نړۍ کی هم کاروي.
پنجاپی استعمار د خپلو بهرنیو ګټو د تامین د پاره تروریستی ډلی ، چین ، منځنی ختیز، منځنی اسیا ، هند او لویدیز ته لیږي. مګر له بده مرغه د نړی زیاتره هیوادونه د پنجاپی استعمار په دی تروریستی پالیسی باندې سترګې پټوي.
مشروع او فعاله دفاع د افغانستان حق دی . د بلې خوا د افغانستان دولت د پنجاپی استعمار لاندی خلکو په وړاندی ملی ، تاریخی او انسانی مسوولیتونه هم لري چی باید هغه ادا کړي.
د کابل اداره مسوولیت لری چی د افغانستان د هغو خلکو چې د پنجاب تر نیواک لاندې ژوند کوي د هغوی دمبارزو هر اړخیزه ملاتړ وکړي.
د پنجاب تر نیواک لاندی پښتانه ( افغانان) په ډیرو ستونزو کې ژوند کوي دوی په ډیره بې رحمانه توګه د پنجاپي استعمار د پوځ له خوا وژل کیږی ، کلي ،ښارونه او سیمی یی تباه کیږی.
د افغانستان حکومت دا ملی مسوولیت لری چی د پنجاپی نیواک لاندې پښتنو ( افغانانو) د نجات او بیرته د افغانستان سره د دوی د یوځای کیدو د پاره کار او هڅه وکړي.
د کابل حکومت باندی د پنجاپی استعمار لاندی د ازادی له پاره پښتني مبارزینو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او هم په سیاسی توګه د دوی مسله په نړیواله سویه مطرح او ترې ملاتړ وکړي.
تر څو چی د پنجاپی نیواک لاندی افغانانو ( پښتنو ) خپله ازادی تر لاسه کړي نه وي او د افغانستان خاوره بیرته د خپل وجود سره یو ځای شوی نه وي تر هغه په سیمه کې سوله اوامنیت ناممکن دی.
نو لدې له پاره چې پڼجاپی استعمار اړ شی چې تر نیواک لاندی خاوره پریږدی، پنجاپی پوځ او اداری ترې ووځی او د دوی خپلواکی په رسمیت وپیژنی ، افغانستان ته را صادره شوی جګړه بیرته پنجاپ ته ولیږدول شی.
یعنی د پنجاپی استعمار لاندی د ټولو سیمو نا ارام کول او په خپله د پنجاپ ایالت ته د دی اور انتقال ، د اسلام اباد واکمنان دې ته اړ کوي چې د افغانستان او د پنجاپی استعمار لاندې خلکو غوښتنو او حقوقو ته غاړه کیږدي.
د پنجاپی استعمار په وړاندی د افغانستان د خلکو ( پنجاپی استعمار نیواک لاندې تر جهیلم او ګوادر) جګړه او مبارزه عادلانه ، روا او اسلامی ده
د یادولو وړ ده چې د پنجاپ تر نیواک لاندی خلک د پنجاپی استعمار د نیواک څخه تر پوزې راغلی دی دوی خپل روا حقوق غواړي ازادی غواړی
پنجاپ د هیواد واک لاندې سیمو کې د خلکو په ضد ډيره وحشیانه جګړه روانه کړي ده د پښتنو ستر ښارونه لکه میرامشانه ، میرعلی او نور په بشپړه توګه له منځه ولاړل او په سلګونو زره پښتانه د پنجاپی وحشی پوځ له خوا په شهادت ورسیدل او دا بهیر روان دی
د پنجاپی استعمار په ضد د پښتنو او بلوڅو جګړه تروریستی جګړه نه ده بلکی ولسی او د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو د پاره ده. د کابل اداره او رسنی هم د پنجاپی په وړاندی جګړه کونکو ته تروریستان وایی چی دا نا انصافی ده او په غیر مستقیمه توګه پنجاپی استعماری تروریزم ته د برات ورکول دي.
د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره هغه مهال سقوط کوي چی د پنجاپ ایالت څخه د اورونو ، بمونو لوخړې پورته او هلته ټولې ودانی ورانی او ویجاړې شي. لکه چی پنجاپی دیکتاتور واکمن جنرال ضیاالحق د کابل د ورانیدو خوب لیده او د هغه د مزدورانو له خوا رښتیا شو. د پنجاپی استعمار اوسنی مشران ( میا نواز شریف ، رحیل شریف، او نور) هم د افغانستان د تباهی خوبونه وینی او د دی خوبونو د رښتیا کولو د پاره پراخه بیرحمانه جګړه د افغانستان په وړاندی مخته بیایی.
پنجاپی استعماری رژیم ستنې سستې او په یو کوچنی ګوزار سره ړنګیدونکی دی. دا ځکه چې د هیواد په داخل کې تر استعمار لاندی ټول خلک د هغه خلاف دي او د دې استعماری نظام د ړنګیدو د پاره مبارزه کوي.