د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان والي سيلاب قول اردو روغتون کې د امنيتي ځواکونو د زخميانو پوښتنه وکړه

امیرزېب 19.10.2015 12:29

لغمان والي عبدالجبارنعيمي د ٢٠١سيلاب قول اردو له روغتون څخه د ليدنې پرمهال د امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو د زخميانو چې په بيلابيلو ولايتونو کې خپلې خاورې او ولس ته د خدمت په مقدسه لاره کې زخميان شوي وو، پوښتنه وکړه او د دوى د قربانيو،اتلوليو او خدمت درناوى يې وکړ.
 د دغه ليدنې پرمهال د سيلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري ،د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال نورالله قادري،امنيه قوماندان پاسوال مطيع الله ساپي،د ملي امنيت رئيس جنرال فضل الرحمن سالارزي، د ولايتي شورا منشي الحاج محمد ظاهرحسين خيل او يو شمير نورو مشرانو هم حضور درلود.
لغمان والي د روغتون په بيلابيلو واټونو کې د امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو د زخميانو سره د خبرو پرمهال د دوى قربانۍ،اتلولۍ د ولس او خاورې لپاره يو داسې مقدس خدمت ياد کړ چې تاريخ به يې هيڅکله هير نه کړي.
لغمان والي زياته کړه چې همدا د امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو د مقدس خدمت،شجاعت ،قربانيو او اتلوليو پايله ده چې په دې خاوره کې د پوهنې او پرمختګ ډيوه بله ده او ملي بيراغ د هېواد په ټولو هسکو مېنو،دنګو غرونو،سيمو او بانډو کې رپانده او ولسونه د عزت ژوند کوي.
لغمان والي له زخميانو سره دخپلو خبرو پرمهال د هېواد او ولس د خدمت د حق لارې ټولو شهيدانو ته د فردوس جنت او کورنيو ته يې دجميل صبر غوښتنه وکړه او دوى ته يې په خطاب کې وويل چې تاسو په ملي مينه،وطن دوستۍ او لوړ مورال سره هغه دښمن شرمنده او کمزورى کړى چې د اسلاميت او بشريت پرضد جګړه کوي.
لغمان والي د افغانستان ټولې هغه کورنۍ د درناوي او افتخار وړ وبللې چې اولادونه يې دې خاورې او ولس ته د خدمت او دفاع په سنګرونو کې شپه او ورځې تيروي د خپل سر او وينو په قميت سره خپل هېواد،ملي ګټې او ملي نواميس ساتي.
څو تنو سر بازانو چې د خاورې او ولس د مقدس خدمت په سنګرونو کې يې د خپل ملي بيراغ تر چتر لاندې د وطن دوستۍ وينه تويي کړې وه داسې وويل: څو چې ژوندي وو خپل ولس او خاوره به وساتو او د هغه دښمن خوله به له خاورو ډکه کړو چې د افغان مسلمان ولس او نظام پرضد جګړه کوي، دوى دا هم وويل چې په زخمي حالت کې هم چمتو دي چې بيرته خپلو سنګرونو ته لاړ شي او دخپل ولس د ساتنې او دفاع سنګرونو ته ودانګي، ټولو زخميانو له لغمان والي او ورسره مشرانو څخه مننه وکړه چې د دوى پوښتنه يې وکړه.
د ٢٠١سيلاب قول اردو قوماندان د روغتون د حالت او امکاناتو په اړه لغمان والي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې په خپل وخت سره د زخميانو معالجه کوي او په دې برخه کې شپه او ورځ په خدمت بوخت دي.
لغمان والي په روغتون کې د ښه مديريت،په خپل وخت د زخميانو درملنه او له زخميانو سره د ډاکټرانو د ښه چلند څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د قول اردو دقوماندان کارونه يې تقدير کړل.
لغمان والي په روغتون کې له زخميانو سره نقدي مرسته هم وکړه، د يادونې وړ ده چې په دغه روغتون کې د بيلابيلو ولايتونو زخميانو درملنه کيږي.
افغانستان-لغمان
ولايت مقام-مطبوعاتي دفتر
نيټه:٢٦-٧-١٣٩٤