د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او افغانفلم د پخوانیو کارکوونکو لومړنۍ نړېواله غونډه وشوه

یوسف هېواددوست 16.10.2015 12:09

بې له شکه ټولو هېوادوالو ته په ښه توګه څرګنده ده چې په افغانستان کې د راډیو او ورپسې د افغانفلم او بیا د تلویزیون د جوړېدو او له دې لارې د خلکو د خبرتیا او پوهاوۍ لپاره نږدې یوه پېړۍ وړاندې لومړني ګامونه واخیستل شول او د هېواد د ژورنالیزم ـ هنر او ادبیاتو دغې پیاوړې څانګې په خپله غېږ کې یو شمېر پیاوړي ژورنالیستان ،پروګرام جوړونکي ( پرودیسران ـ ډایرکټران )، هنرمندان، نطاقان ، انانسران ، ممثلین ،لیکوالان ،فلم جوړونکي ،سناریستان ،کمره مینان ، لایټمینان ،د آواز د برخې کارکونکي ،د سیارو واحدونو تخنیکران ، د ستدیوګانو تخنیکران ، مبصرین ، مفسرین ،مستند جوړونکي، مدیران ،د چارو متخصصین ، د اداري برخې کارکونکي او نور راټول او په ښه توګه وروزل ، خو له بده مرغه هېڅکله هم د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، د شاهي ، جمهوري ، دموکراتیک ، تنظیمي ، طالباني او اوسني دموکراسئ پلوه فرهنګي چارواکو هېڅکله هم  د راډیو تلویزیون او افغانفلم د کارکوونکو او د هغوی د درناوي نه ډکو خدماتو یادونه هغه شان چې لازمه ده و نه کړه .په ځینو وختونو کې شخصي  مرکزونو او یو شمېر تاجرانو د ځینو اواز خوانانو او شاعرانو غونډې نیولي خو هېڅکله هم د راډیو تلویزیون او افغانفلم د دا نورو برخو ( ژرونالیستانو ، پرودیسرانو ،دایرکټرانو ،نطاقانو ،لیکوالو،ممثلینو ، تخنیکي کارکوونکو ، فلم جوړونکو او اداري کارکوونکو ) له اغېزمنې ونډې تش یو یاد هم و نه کړ .یو ځل ډېر پخوا د ډاکټر نجیب الله په وخت کې د ښاغلي سید یعقوب وثیق(په هغه وخت کې د راډیو افغانستان ریُس ) په ابتکار د راډیو افغانستان د پنځوس کلنۍ په ویاړ یوه غونډه د راډیو افغانستان په تالار کې نیول شوې وه چې هغه هم یوازې د راډیو افغانستان تاریخچې ته منحصره شوې وه ، خو په هر حال هغه هم یو نوښت او د ستایلو وړ کار و، اما له هغې وروسته د راډیو ـ تلویزیون او افغانفلم مسُولینو هم تر ننه بیا ددغې سترې اطلاعاتي ، فرهنګي او هنري رسنۍ او څانګې او د هغو د کارکوونکو ، مخکښانو ،وفات شویو نومیالیو ، شهیدانو ،زخمیانو ، بندیانو ، تبعید شویو ژورنالیستانو او کارکوونکو،ممثلینو ،نطاقانو او پروګرام جوړونکو هسې تش یو یاد هم و نکړ.ښایي همدغې خلا او تشې زه دې ته اړ کړم چېد یو پیشنهاد په بڼه  د راډیو تلویزیون او افغانفلم د پخوانیو کارکوونکو یوه نړېواله غونډه خپله موږ جلاوطني همکاران جوړه کړو او چېرته په کوم هیواد کې سره راټول شو .که څه هم په دې برخه کې د نطاقانو د اړخ یو شمېر همکاران څوکاله وړاندې په جرمني کې په یوه محدوده ناسته کې سره راټول شوي ول خو د ټول راډیو تلویزیون او افغانفلم د ټولو کارکوونکو د یوې سراسري او نړېوالې غونډې اړتیا لیدل کېده چې بنده دغه ابتکار په لاس کې واخیست او د یو شمېر همکارانو سره له مشورې وروسته مې د فیسبوک او یو شمېر نورو رسنیو له لارې د دغه ډول یوې غونډې د جوړېدو وړاندیز وکړ .له نیکمرغه له دغه بیشنهاد او تصمیم څخه  ترټولو لومړی ګران او زموږ قدرمن مشر همکار او استاد ښاغلي نبي پاکطین ، محترم احمدشاه شهاب ، آغلې سهیلا حسرت نظیمي،ښاغلي فرید شایان ،آغلې زرغونه عطا ژواک ،ښاغلي اسماعیل فروغي ،محترمې فوزیه میترا ،ښاغلي هارون یوسفي ، ښاغلي عمر ننګیار ،ښاغلي ظاهر کاظمي ،اغلې ستوری منګل ،، محترمې جمیله شفق ،ښاغلي نامحق ځیرک ، محترم لطیف کبل ، محترم بشیر حسیني او یو شمېر نور همکارانو تود هرکلی وکړ او وپتیل شوه چې د تدارک کمسیون ورته جوړ شي .په دې برخه کې مو د ګډې فیصلې له مخې د فیسبوک يوه پاڼه جوړه کړه او هلته مو له همکارانو وغوښتل چې خپله خپل ځان د تدارک کمسیون ته کاندید کړي چې په دې ډله کې یوسف هیواددوست ، سهیلا حسرت نظیمي ،ظاهر کاظمي،زرغونه عطا  ژواک، لطیف کبل ، فوزیه میترا،هارون یوسفی او یو شمېر نورو ځانونه کاندید او په کار پیل وکړ .لومړنۍ خبره د ځای او نېټې خبره وه .ډېرو همکارانو ویل چې په هامبورګ او یا هم فراګفورت کې ونیول شي ، خو سهیلا جانې نظیمي یوه ورځ وړاندیز وکړ چې دوی ته نږدې د آلمان د کریفیلد ښار کې یو ښه صالون دی او امکانات یې هم ښه دي  ، نو وروسته له لږو خبرو اترو  په همدې ښار  تقریبا ټول متفق شول او وپتیل شوه چې د راډیو تلویزیون او افغانفلم د پخوانیو همکارانو  دغه لومړنۍ نړېواله غونډه دې د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر پر ۲۶ نېټه د آلمان د کریفیلد د ښار د  ( لا پلایس) په هوټل  کې ترسره شي .بیا نو د همکارانو د خبرولو وظیفه شوه چې هر یو په خپل وار په دغه امر کې صادقانه او فعاله برخه واخیستله ، په فسیبوک کې هم ډېر اعلانونه وشول او د تیلفون او بریښنالیک له لارې مو هم تقریبا ټول همکاران ( دننه په افغانستان ، د شوروي اتحاد په پخوانیو جمهوریدونو ، اروپا ، امریکا ، کاناډا ، آسترالیا ،هندوستان ، پاکستان او نورو سیمو کې ) خبر کړل او تقریبا ټولو خپل چمتووالی او د راتګ اطمینان ورکړ .د تدارک کمسیون په خپلو بحثونو کې د هنرمندانو او تخینکي امکاناتو خبرې هم په صمیمانه فضا کې حل کړې چې له ما سره په دې برخه کې د ټولو همکارانو په تیره بیا د سهیلا جانې  حسرت نظیمي ونډه د یادونې او مننې وړ ده .غونډه پر ټاکل شوي تاریخ او نوموړي صالون کې په بري سره ترسره شوه .غونډه کې چې د نطاقۍ برخه یې آغلې سهیلا حسرت نظیمي په لاس کې درلوده ،د پخواني راډیو تلویزیون او افغانفلم  یو زیات شمېر کارکوونکو برخه واخیسته .دوي د نړۍ له بېلا بېلو هېوادو راغلي ول .غونډه د راډیو افغانستان د پخواني ریُس ، د کابل پوهنتون استاد او نومیالي لیکوال ښاغلي لطیف ناظمي په وینا سره پیل شوه .ښاغلي ناظمي د خپلې وینا په ترڅ کې د دغه شان یوې غونډې جوړېدل یو تاریخي نوښت وباله او د دغو ټولو لسیسزو په موده کې یې د راډیو تلویزیون او افغانفلم د کارکوونکو له ارزښتناکو هڅو په قدردانۍ سره یادونه وکړه .په غونډه کې د وفات شویو همکارانو روح ته دوعا وشوه او بېلا بېلو همکارانو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د خپلو کارونو او خاطراتو یادونه وکړه .په ویناوالو کې ما ( یوسف هېواددوست) د همکارانو د لیدو له خوښۍ څخه وروسته  د خپلې وینا په یوه برخه  کې  درې وړاندیزونه وکړل : لومړی  ـ موږ باید خپله یوه مسلکي ټولنه جوړه کړو .دویم ـ دغه شان غونډې ګرځنده او هر کال ونیول شي . دریم ـ که ممکنه وي همکاران راډیویي او ټلویزیوني خپرونې ولري .په دغه غونډه کې  پیاوړو  نطاقانو او ژرونالیستانو هر یو  محترمې جمیله زمان انوري،  محترم احمد شاه شهاب ، محترمې زرغونه عطا ، محترم ظاهر کاظمي، محترمې فوزیه میترا ، محترم اسماعیل فروغي ، محترم نثار بهین ، محترم هیبت صیب ، محترم هارون یوسفي ، محترم فرید شایان ، محترم عارف شینواري ، غوره ممثلینو محترمې حمیده عبداله ،محترمې ستوری منګل اومحترمې جمیله شفق ، دغه راز  غوره کمره مین بشیر حسیني د افغانفلم پیاوړي استازي محترم سید موجود حسیني،محترمې آسیی محرابي او یو شمېر نورو نطاقي ویناوې او د شعرونو دیکلمې وکړې .په غونډه کې په هالند کې د افغانانو د یوې ټولنې استازي هم وینا وکړه . ما د خپلې وینا په ترڅ کې  له ټولو همکارانو وغوښتل چې کال ته هم دغه شان یوه غونډه ترسره کړي او په ځانګړې توګه مې ښاغلو احمدشاه شهاب او هارون یوسفي ته خطاب وکړ چې په دې برخه کې مخکښ شي ، نو ځکه خو دا دی دلته له دې لارې یوځل بیا خپل وړاندیز تکراروم چې  په ۲۰۱۶ کال کې به له خیره د ټولو همکارانو په ګډون ددغه شان غونډو لړۍ وپالو اوپه دې برخه کې باید ووایم چې له یو شمېر همکارانو سره د سلا ـ مشورو نه وروسته وړاندیز شوی چې دغه غونډه د جولای د میاشتې په وروستیو اوونیو کې د آلمان د فرانګفورت په ښار کې چې څه ناڅه ټولو ته مرکزیت لري ترسره شي .غونډه باید زموږ خپل همکاران جوړه کړي چې رسمي او سیاسي بڼه به نه لري .په دې باب د تدارک د نوي  کمسیون پیشنهاد مو کړی چې یوشمېر همکارانو ورته ځانونه کاندید کړي .هیله ده ټول متفقانه د همکارانو د یادونو په دغه غونډه کې هم یوځل بیا خپله ونډه ، خپل پیوستون، او نوښت څرګند کړو .زه ددغې غونډې د نوښتګر او له ۱۳۴۷ لمریز کال څخه د راډیو تلویزیون د یو همکار په توګه ستاسو ټولو همکارانو او په تېره بیا د لومړنۍ غونډې د تدارک د کمسیون له ټولو غړو د زړه له کومې مننه کوم او هیله لرم د تدارک په نوی کمسیون کې دواطلبانه خپل نومونه ولیکو . تر بیا لیدو .ستاسو خدمتګار یوسف هېواددوست