د رحمان بابا په یو غزل کی د عالمانو مقام
16.10.2015 12:06هیر به نکړو چه رحمان بابا وایی:
" عالمان دي روښنایي د دي دنیا
عالمان دي د تمام جهان پیشوا
که څوک لار غواړی خدای و هم رسول ته
عالمان دي د دي لاري رهنما
کیمیاګر که دکیمیا په طلب ګرزی
همدیی د عالمانو ده کیمیا
په مجلس د عالمانو به سره زر شی
که څوک کانړي وي یا لوټه د صحرا
جاهلان دي په مثال د مردګانو
عالمان دي په مثال د مسیحا
چه مرده یی له نفس ژوندي کیږی
عالمان دي واړه هسي اولیا
هر سړي چه رتبه نه لري د غلم
سړي نه دي خالي نقش دی ګویا
زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم یم
که اعلی دي که اوسط دي که ادنا "
----------------------------------------------------------------------------
د سولی، ثبات، ترقی او رفاه په هیله
و من الله التوفیق