د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسي ترهګري

روح ا لأمین( حسن) 13.10.2015 11:14

سیاسي ترهګري؛ چې د( Political Terrorism‌) او( الإرهاب السیاسي ) په نومونو هم یادیږي د ترهګرۍ Terrorism) )یو ډول ګڼل کیږي. مخکې لدې چې دې موضوع ته ورننوځو، غوره ده چې د ترهګرۍ تعریف له ځان سره ولرو. 
د ژبنیز اړخه؛ ترهه( ارهاب ) یا( Terror) ویرې، ډار او ناارامۍ ته ویل کیږي. که دا ویره، ډار او ناارامي، هر ډول وي. که فزیکی وي او که معنوي. 
له فني اړخه ترهګري( Terrorism)دیته وايي چې؛ يو څوک  یا یوه ډله د خپلو ځانګړو موخو لپاره په ټولنه کې په فردي یا اجتماعي ډول؛ ویره، ډار او ناارامي رامنځ ته کړي چې د نظام د ګډوډۍ لامل شي. او ترهګر پکې خپلو موخو ته ورسیږي.
د سیاسي ترهګرۍ موخه سیاسي وي. د ترهګرۍ او ډار له لارې د خلکو په فکرونو کارکول او بیا یې د ځان په ګټه کاروي. سیاسي ترهګرۍ ته فکري ترهګري لار خلاصوي. او ترهګر ددې لارې ځان سیاسي ساحې ته ننباسي. 
وسله وال ترهګر په فزیکي بڼه په ټولنه کې ویره، ډار او ناارامي خپروي. او سیاسي ترهګر په فکري بڼه . سیاسي ترهګري چې د فکري ترهګرۍ زیږنده ده؛ تر ډیره بریده په رسنیز او مطبوعاتي ډول پرمخ وړل كيږي. یانې سیاسي ترهګر، فکري ترهه د چاپیزو، غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې خپروي او په ولسي ذهنونو کار کوي. او خپلو سیاسي موخو ته ځان رسوي. پدې ډول سیاسي ترهګر د ولسي وېرې او ذهني ناارامۍ څخه ګټه پورته کوي او څه ناڅه د ولس ملاتړ هم خپلولای شي. 
په افغانستان کې د پخوا څخه، د نورو ترهګریو ترڅنګ د سیاسي ترهګرۍ هم ګټه پورته کیږي. 
په تیر حکومت کې هم ځینې کړۍ وې چې د کرزي د حکومت د ناپیداره کیدو او د لا سستیدو لامل کیدې او ددې لپاره یې کار کاوه، که څه هم کرزی صیب په څرګند ډول دا کار رسنیزه ازادي ګڼله، خو په پټه یې دوی ته د ارګ د بې حسابه مال د لارې غوړ باج ورکاوه. په مادي او معنوي بڼه یې د ډیرو خولو ته پیوندونه واچول او قلمونه یې ورته مهار کړل.
د اوسني حکومت په وړاندی هم سیاسي ترهګر شته، چې په لاندی دریو ډولونو دي. 
۱_ پخواني مافیایي کړۍ، لوړپوري فسادي سیاسي چارواکي. 
۲_ د لوی سیاسي موقف خوب لیدونکي. 
۳_د پخواني او او اوسني حکومت مخالفین.
پورته درې واړه ډلې یوشان لنډمهاله موقف  او موخې لري چې هغه په ټوله کې د شته نظام سستوالی، ضعیفوالی او د لمنځه وړل دي، دې موخې ته د رسیدو لپاره هره یوه ډله خپل د وسې پوره هڅه کوي، خو د هرې ډلې پکې بیا خپلې اوږدمهاله ګټې او موخې نغښتي دي. 
پخوانۍ مافیایي کړۍ او لوړ پوړي فسادي سیاسي چارواکي ددې لپاره ددې موقف ملاتړي دي چې ددوی بې دریغه کړي فسادونه، او ناوړه کارونه په نوي حکومت کې راونه سپړل شي، د پخواني حساب او کتاب ځینې خلاص شي. او د بیاځلي فساد او نادودو نوی زمینه ورته برابره شي، پدې ډول نوې سرمایداري او زړه محافظه کاري وکړي. دا خلک که څه هم څه، ناڅه د سیاسي محور څخه ویستل شوي، خو دوی دا نشي زغملای، دوی ته سیاست میراث بریښي. او ددې میراث د لاس ته راوړلو لپاره هرې نادودې ته لبیک وایي، او د تیرو ناسمو کړنو لا امتیاز غواړي.دوی د مختلفو لارو پر حکومت ډول، ډول فشارونه راوړي تر څو حکومت دیته اړ کړي چې ددوی غوښتنې ومني، ښه بیلګه یې روان امنیتي حالات دي. 
دوهمه ډله هغه ده چې په نوي حکومت کې یې ځانونه وار دمخه په سترو سیاسي موقفونو ګمارلي یو، ځینو یې کومه سیاسي تجربه هم نلرله، خو بیاهم لیواله وو. په همدې موخه یې د نوي حکومت د پیل کیدو د مخه د ښاغلي غني لمنه نیولې وه، هغه مهال یې ځانونه خورا اخلاصمند، ریښتیني، خواخوږي، هیواد مین او کادري ښودل، خو وروسته، وروسته یې اصلي رنګونه رابرسیره شول، چې څوک د وزارت، څوک د معینیت، څوک د لویو ریاستونو، څوک د سفارتونو او څوک د ولایتونو په تمه وو. چې تمې یې پوره نشوې، نو په خورا سپین سترګۍ یې په یوه پاینسه کې دوه پښې دننه کړی او په مختلفو نومونو او شعارونو یې د شته حکومت مخالفت ته مټې بډ وهلې. پخوا یې شخصي ګټې هلته لټولې او اوس یې دلته لټوي. دوی خپل موقفونه لکه د مازیګر د نمر په څیر بدل کړل. اوس دوی د هرې لارې د شته نظام د سستوالي، ناکامۍ او بالاخره د ړنګولو ناوړه کتلستي هڅې پیل کړي. هریو یې تر خپلې وسې پورې پکې ښه مخکښ دی. پدې موخه اور او  اوبه هم سره یوځای شوي، هغه ډلې چې پخوا یې یو دبل پلونه په تورو وهل اوس ددې هدف لپاره یودبل سره ګرمې ناستې پاستې لري. 
دوی د ګډ حکومت هره کوچنۍ او ستره ناوړه کړنه او خلا یواځې او یواځې تر ولسمشره رسوي او نور ټول ترې مبراء ګڼي. دوی دومره خمار دي چې د حکومت سمې او وړې کړنې ورته هیڅ نه ښکاري ، دوی ځانګړې فرمایشي غوښتنې لري او ورته په رسیدو یې خپل موقف عیاروي، ددوی غوښتنې د افغانستان او ملت تر غوښتونو خورا لوړې دي.دوی ژبنیزې، توکمیزې، عقیدتي او داسې نورې بهانې لټوي او یايي پیدا کوي چې ترڅو ترې خپل هدف لاس ته راوړي او ولس متحرک کړي. 
دریمه ډله چې د پخواني او اوسني حکومت  وسله وال مخالفین او له پخوا پدې هڅه کې دي چې په مطلق ډول د نظام واګي په لاس کې واخلي او په نوي نوم بیا نوی حکومت اعلان کړي، دوی ددې موخې لپاره د سر په بیه جنګیږي او دا جنګ دوی ته عقیدوي ورپیژندل کیږي 
اوس نو په مختلفو نومونو او مختلفو ډلو دا مبارزه روانه ده او مبارزین یې پخپلو کې هم سره یو ندي. خو د یو ايډیال( اسلام) په نامه جنګیږي. اسلام یو، خو ګویا چې د هرې ډلې ترې جلا، جلا تعریف وي. ځکه خو یو دبل په مرګ هم دریغ نه کوي. دوی خورا مجهز او منظم دي، دا تجهیز او تنظیم خدایي نه کیږي. بلکه په اصطلاح خاصه غوسه او سرچینه لري. نو ځکه تل د هغو غوښتونو او پلانونو ته لبیک ویل کیږي او میدان ګرم ساتل کیږي. د کلیو، ولسوالیو، ښارونو او بالاخره په ولایتونو حملې کول پرته د د قوي مرستې په عادي ډول نه کیږي. جنګ ستر مالي سپورټ ته اړتیا لري. که تصور دا وي چې روان جنګ په عادي شکل دی د ایماني جذبې او د ملایکو په مرسته روان دی نو؛ دومره مقدس جنګ هم ندی! دا جنګ دلته انسان د شیطاني انسان په مټ کوي، نه د ملایکو ! 
اوسني حالاتو کې دریواړه ډلې یوشان رول لوبوي؛ دریواړو ډلو د ولس څخه لار ورکه کړی، او د ترهې له لارې یې هره ډله د خپلولو هڅه کوي،ولس د وسله والې ترهګرۍ نیولې تر فکري ترهګرۍ پورې د سیاسي ترهګرۍ ښکار دی. د خدای روی ته وګورئ غمجن او کړیدلی ولس هوسا کړئ! باید د ترهې، ډار او وحشت پرځای د بل وړ او مناسب بدیل څخه کار واخلي. ترهګري د حل لار نده، خورا بدې او ناوړه پایلې لري. سمه ده چې ستونزې به وي، ستونزې په ستونز نه حلیږي، بلکه نورې سترې ستونزې ترې پیلیږي، د ترهګرۍ تیر شئ او د نړوونې پرځای د رغونې رول پرځای کړئ.