د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نیکمل ځاځی 12.10.2015 15:35

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

راته جوړ دې چې په خپل زړه کې محل کړ
دا زما نیمګړی ژوند دې مکمل کړ

بیا زما په ژوندانه خور شوې جانانه
په تورمخو رقیبانو دې اور بل کړ

د سپرلي زیری دې راوړ ګل ورینې
چې ښایسته دې په ګلونو تور اوربل کړ

تصور کې مې د ستا ښکلی تصویر بیا
ډیر د زړه په مینه راوړ بیا مې ښکل کړ

نن یې بیا د لیونو پایلې اعلان کړې
خو د ستا نیکمل یې واړو کې اول کړ