د وطن حال
12.10.2015 15:26خلکو ګورئ د وطــن کښــتئ ډوبیږي
زړه می دلته خپل ټاټوبي ته ځوریږي
نا امنی د ښـــار کــوڅــو تــه رسیدلې
کندوزاوس هم په اورونوکی سوزیږي
لـوټمــاران د وطــن لارې دي نــیولي
لارویان بی پــته کیـــږي وژل کیږي
هره ورځ د وطــن پلونه ســـړکونــه
د پنجاب په امرسـوزي او ورانیــږي
کــاراوکـــسب دی په ټــپه دریــدلئ
عام وګـړي نن د دی حالت کړیـږي
د وطن ځوانان ناهیلئ بی روزګاره
وطن پریږدي پردیسئ ته روانیږي
تمه دا وه چی کــارونـه به سمــیږي
د بدلون وړانګی به هرلورته خپریږي
مافـیائی کــړئ به نـورهلـته ختمیږي
ګران وطـــن به آبادیږي زرغونیږي
خوافسوس چی چاری لاپسی شړیږي
خدایه نور به پدی خلکو څه چل کیږي
زه خالد داسی مـشرانـو ته حــیران یم
نه بلــیږي نه یو بل ســــره جوړیـږي
۲۰۱۵ / ۱۰ / ۱۱
ح خالد / ویانا