د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تربیتی اروا پوهنه

محمدشفیق شرفزی 07.10.2015 13:03

تربیتي روانشناسي (Educational psychology)

دتربيتي ارواپوهني مفهوم:

دتربيتي ارواپوهني مفهوم دښووني او روزني دعلمي څانګي دمنځ ته راتلو علتونه دعلم سيستيماتيکه وده اوټولنيز بدلون په منځنيوپيړوکي دټولني علمي اوفني اړتياونسبت پخواته بدلون وموند په ابتدايي،مسلکي ،ثانوي اوحتاپه علي سويه دفني اوعا لي مهارتونو دروزني لپاره درسي اصولواوسايلوته اړتیا پيداشو په دغه وخت کي ځينوپوهانو پامرنه ارواپوهني اودښووني اوروزني پوري مربطومسايلوته راواوښت چي په پایله کي ښوونيزسيستم، اساساتو د بدلون سبب وګرځيد چي ددي بدلونو په اساس تربيتي ارواپوهنه رامنځته شوه .

تربيتي ارواپوهنه ،تربيتي اصول اوقواعد مطالعه کوي اونوموړي قواعد په ښوونه اوروزنه کي تطبيق کوي پدي ارواپوهنه پوهيدل ښوونکوته حتمي اوضروري دي اوپدي وسيله کيداشي زده کوونکودځانګړتياوو په باره کي معلومات په لاس راوړو دتربيتي ارواپوهني اکثره اړيکي دعقلي،هيجاني اوحتي جسمي ودي سره رابطه پيداکوي اوښوونکوسره مرسته کوي ترسوخپل معلومات اواطلاعات څرنګه زده کوونکي ته اولیږدوی چی دغه.کړنه دښوونی او روزنی بنسټ جوړوی . یواپوهني

دوخت په تيريدوسره د نورو علوموپه شان تربيتي ارواپوهنه کی هم پرمختګ رامینڅ ته شوه نو ددی ضرورت پیدا شوه چی ارواپوهنه هم باید پرمختګ وکړی نه یواڅی ښوونکو ته لازمه لارښونه کوي بلکي په کارخانوکي دکاردانتخاب او ښووني اوروزني په بهيرکي مونږته اودکار په توليديد ولپاره انسانانو ته مشوري ورکوي نوځکه په مختلفو څانګو کي په رواني اوتحقيقاتي مرکزونه تاسيس شول .

پخواچي ارواپوهان په دي مطالعه مشغول وو اواوس دي نتيجي ته ورسيدل چي ډليزي ستونزي دفردي ستونزوپه شان حل کيداشي په دي اساس دارواپوهني مختلفي تخصصي څانګي منځ ته راغللي نن ورځ دارواپوهني څخه په تعليمي موسساتو کي په زياته اندازه کاراخستل کيږي داکثره اروابوهانو مسلک ښوونکي تشکيلوي يوشمير يي دتعليم په څنګ کي علمي تحقيقات سرته رسو ي اما دډيروارواپوهانو دکارساحه مشورتي کار تشکيلوي يعني اشخاصو سره مرسته کوي ترڅوخپل شخصي مشکلات اومسايل حل کړي .ددي ډلي څخه يوشمير په صنعتي موسساتو کي کار کوي چي په تربيتي چاروکي مشوري اودشغل انتخابول ددوي ددندو څخه شــــــــــــــــميرل کيږي .

دتربیتي ارواپوهني وده بايد دنورو علومو په شان په فلــــسفه کي ولټول شي البته بشردتاريخ په اوږدودخپل اولاد په روزنه کي کوښښونه وکړل اودتل لپاره هڅه وکړه چي دخپلو اولادونو دښووني اوروزني هغومتيودنو اولارو څخه کار واخلي چي ماشوم په تربيه کي مثبته نتيجه ولري.



محمدشفیق شرفزی