د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندوز جګړه او د دښمن پلي کېدونکې موخې

فریدون خوځون 04.10.2015 16:10

جګړې او تاوتریخوالی، یا بغاوتونه او اعتراضونه د خاصو اهدافو او موخو لپاره پيلېږي.
په افغانستان کې جګړه نوي ابعاد خپلوي. جګړه اوس تر پخوا ډېره پېچلې شوې او که وضعیت همداسې دوام وکاندي، د جګړې اصلي طراحان او تیوریسن به ګټونکي وي.
سږ کال له پيله د جګړې تکیتک بدل دی. هغه چې د افغانستان د جګړې رهبري پر غاړه لري او یا د حکومت مخالفې وسله والې ډلې په خپله ولکه کې لري، د جګړې لوری داسې ټاکلی، چې «په یوه تیر دوه مرغۍ ښکار کړي».
سره له دې چې د جګړې اصلي تمرکز یې په ختیز او شمال ختیز کړی، ورسره هممهاله یې داسې اپشنونه فعال کړي، چې له جګړې ډېر مضر او خطرناک دي. د داسې اپشن د کارونې او فعالولو لپاره دښمن له کلونو کلونو راهیسې هڅې کړې وې؛ خو د افغانانو په یووالي همیشه شنډې شوې وې. مګر اوس برېښي چې دښمن په خپله دې چاره کې تر یوه ځایه بریالی دی.
دا اپشنونه په هېواد کې د مذهبي او قومي جګړې رامنځته کول  دي.
د کندوز له جګړې او سقوط را وروسته ځينې کسان په شعوري او یا غیر شعوري ډول د دښمن د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلل. هغوی دې جګړې ته د قومي جګړې نوم ورکړ، په داسې حال کې چې د کندوز په جګړه کې عرب، چینچنایان، پښتانه، د ازبکستان او تاجکستان جنګالیو هم شتون درلود.
خو د دې جګړې له پيل او بیا شدت سره سم دښمن ځینې تبلیغاتي هڅې هم وکړې. په ټولنیزو شبکو کې په پراخ ډول طالبانو د کندوز له جګړې ملاتړ وکړ، ان شېبه په شېبه یې په خپله ګټه معلومات خپرول.
دې تبلیغاتو زموږ په یوشمېر هېوادوالو اغېز وکړ او د قومي تورونو، قومي ملاتړ او قومي نفاق اور ته یې لمن وهل پيل کړل. دې اور ته په لمن وهلو کې ټولو قومونو خپله ونډه ادا کړه. هيڅوک ترې استثنا نه ول.
د دښمن له لوري په فیسبوک کې شوي پوستونه، د جګړې پر مهال شوې وېډیوګانې، د نیول شویو مخالفانو وېډیو شوې څرګندونې او نور د قومي استازولۍ په توګه وړاندې شول، په داسې حال کې چې د کندوز د بېرته نیولو لپاره ټولو قومونو په ګډه یا د جګړې په لومړی لیکه کې مبارزه کوله، یا یې د هېواد له ګوډ ګوډ ان له هېواده بهر نه یې د کندوز او کندوزي ولس لپاره د دعا لاسونه لپه کړي ول یا یې د کندوز د ټپیانو لپاره خپله وینه نذرانه کوله.
د کندوز د دفاع لپاره سلګونه او حتی زرګونه سرتېرو خپلې وینې توی کړې، هیچا دا تفکیک ونه کړ، چې پښتانه دي، که تاجک، که هزاره یا ازبک. ځکه دا خاروه د ټولو افغانانو نه ده او په ګډه یې ساتي. له همدې ځایه زموږ د یووالي ښه ننداره کېدای شي. دا چې ځينې کسان دې جګړې ته د قومي جګړې نوم ورکوي، د دښمن د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي دي.
د کندوز او یا د ټول شمال له جګړې د دښمن یوه موخه همدا وه، چې په افغانستان کې قومي شخړې رامنځته شي، هغه څه چې تر اوسه یې ساری نه درلود.
پاکستان او د جګړې نورو تمویلوونکیو له پخوا هڅه وکړه چې افغانستان د عراق او یا هم د پاکستان د کوټې په څېر په مذهبي شخړو اخته کړي. د دې کار لپاره یې په کابل کې پنځه کاله وړاندې د ابوالفضل په زیارت کې ځانمرګی برید وکړ، چې زموږ کابو سل تنه هېوادوال په کې شهیدان شول.
خو له نیکه مرغه چې د شیعه او سني پوهو او هوښیارو دیني عالمانو په مرسته دا دسیسه شنډه شوه. ټولو دا پېښه بهرنۍ دسیسه وبلله او د یووالي لپاره یې نورې هم مټې را ونغاړلې.
اوس هم اړتیا ده، چې له هماغې تجربې ګټه واخیستل شي. ټول هغه مشران په ځانګړي ډول سیاستوال، لیکوال، دیني عالمان او جهادي مشران چې د دښمن په دسایسو پوه دی، باید خپل غږ پورته کړي. د یووالي او وحدت هڅې وکړي. اجازه ورنه کړي، چې زموږ یوشمېر احساساتي ځوانان او هېوادوال چې په هر قوم پورې اړوند دي، د «دښمن ژرندې ته اوبه واچوي».
دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی ولو که په هر قوم، ژبې او سمت پورې اړه ولري. ځکه ترهګري قوم، ژبه، مذهب او سمت نه پېژني.
که څوک په دې فکر وي، چې زما سیمه خوندي ده، یا زه خوندي یم او له ترهګرۍ باید ګټه واخلم، د نورو هېوادوالو پر وړاندې یې پالي؛ دا به په حقیقت کې یو غلط تفکر وي. ځکه ترهګري هېڅ قوم ته ګټه نشي رسولی. افغانستان د یوه بدن حثیت لري که هره سیمه یې ناروغه وي، نا امنه وي او تاوتریخوالی په کې وي، په حقیقت کې به ورسره د افغانستان ټول بدن نارامه او نا امنه وي.
موږ ټول باید په دې فکر وکړو، چې څنګه سره لاس په لاس د طالبانو او طالبي مفکوري خلاف ودرېږو، خپل غږ پورته کړو او دا پدیده له منځه یوسو. دا یوه افغاني پدیده نه ده، دا یوه بهرنۍ رامنځته شوې ستونزه ده، چې د بهرنیانو په ځانګړي ډول د پاکستان د ګټو او اهدافو لپاره کار کوي. په دې کې شک نشته چې یو شمېر خلک به په نظام کې له طالبانو ملاتړ وکړي او زمینه سازي به ورته کوي؛ خو دا زموږ مسوولیت دی چې دا خلک افشا او له نظامه یې وباسو. مخه یې ونیسو او اجازه ورنه کړو، چې زموږ بې ګناه هېوادوال یې له امله شهیدان شي.
د پښتنو طالبانو خلاف لومړنۍ مبارزه باید پښتانه وکړي، ځکه طالبانو تر هر چا ډېر پښتانه ځپلي دي. همدارنګه په بدخشان کې چې تاجک جنګیالي جګړه مخ ته بیايي باید لومړی تاجک ورونه پسې را پاڅي، همدارنګه زموږ د ټولو په یووالي او اتحاد سره کېدای شي طالبان او طالبي مفکوره له منځه یوسو.  هغه ډول چې د کندوز د جګړې لپاره ښاغلی مراد علي مراد ( هزاره ) جنرال عبدالحمید ( پښتون ) جنرال جلال یفتلي ( تاجک‌) همدارنگه د فاریاب او سرپل ولایتونو لپاره جنرال دوستم ( ازبک ) او د اردو نور قوماندانان چې په مختلفو قومونو پورې یې اړه درلوده، مګر د کندوز ساتنه او دفاع یې کوله.
موږ باید په دې فکر وکړو چې له دې ستونزې څنګه ځان خلاص کړو. هغه پښتانه چې په شعوري او یا غیر شعوري ډول له طالبانو ملاتړ کوي او هغه کسان چې غیر پښتانه دي او پښتانه ټول طالبان ګڼي، په حقیقت کې له طالبانو ستر خیانت دوی ترسره کوي او دوی دي، چې له طالبانو ډېر زیان افغانستان ته اړوي.
موږ باید ټول سره لاس په لاس د طالبانو خلاف ودرېږو. ولو که طالبان پښتانه وي، که عرب وي، که تاجک وي، که چیچن.
په دې برخه کې د سیاستوالو، خبریالانو، مدني فعالانو او دیني عالمانو ونډه خورا مهمه او اړینه ده، باید خپل دا ملي او انساني مسوولیت ترسره کړي.