د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندز مرکز نیول بهرنۍ استخباراتي پروژه ده

محمد انور ولید 03.10.2015 13:18

دا خو ټولو ته معلومه ده چې مل له کوره نه وي ـ غل پردي کور ته نه شي ننوتلی . د کندز ښار په سقوط کې له بهرنيوغلو سره کورنیو معامله ګرو لاسونه یوکړي او دا پېښه را مینځته شوه . که نه نو هېڅ امکان یې نه ؤ چې داسې دې وشي .
دا چې د کندز ښار د نیولو په اړه پلانونه چېرته ، څه ډول او د چا له خوا جوړ شوي او ولې کندز د مخالفینو د حملو ستراتیژیک محراق جوړ شو ، دا بیا بېل لاملونه او بېلې خواوې لري چې په لاندې توګه څېړل کېږي :
۱:ــ  کندز د شمال شرقي او شمال غربي ولایتونو تر مینځ د اتصال یوه داسې سترا تيژیکه سیمه ده چې د شمال د (۹ ) ولایتونوکورنۍ ، سیمه ییزې او نړیوالې لارې سره مښلوي . دا په دې مانا چې په کور د ننه له سالنګونو دېخوا مرکزي او جنوبي ټول ولایتونه سره تړي . په سیمه کې د منځنۍ آسیا هېوادو ته هم د شېرخان بندر له لارې پرانستې لاره لري . همداسې د حلقوي سرکونو له لارې د تور غونډۍ ، اسلام قلا ، نیمروز ، کوژک ، بادیني ، ببرک تاڼې ، تورخم ، شاه سلیم او واخان له دروازو د سیمې هېوادونه او نړۍ سره تړي .
لنډه دا چې کندز په سترا تیژیکي لحاظ د ټول افغانستان ، منځنۍ آسیا او ټولې سیمې له پاره د اتصال او انفصال یوه تر ټولو مهمه سوق الجیشي نقطه ده چې هم د ورېښمو او لاجوردو ملي او بین المللي لارې پرې تېرېدای شي ، هم د شمال د پطرولیم اومعدني حوزې مدیریت له دې ځایه کېدلی شي او هم له بهرنۍ نړۍ سره جیو پو ليټیکي او سوداګریزې اړیکې پرې ټینګېدلی شي .
خو دا چې ولې ترورېستانو د خپل لومړي ګام پورته کولو په موخه کندز خپل لومړی تارګېټ ځانته غوره کړی ؤ ، ددې تر شا ځانته نور لاملونه دي :
الف : ــ څوکاله وړاندې د پخواني ؤلسمشر په حکومت کې خپله کرزي صیب د مطبوعاتو له لارې وویل چې کندز ته په چورلکوکې د افغان دولت مخالفان له شرقي ، جنوبي او غربي ولایاتو څخه وړل کېږي . وروسته بیا جرمني ځواکونو پرعامه بېګناه خلکو بمباري وکړه ، ډېر خلک یې شهیدان کړل ، په ملګرو ملتوکې د کندز د قربانیانوپه استازیتوب یوه افغان رسمي عریضه وړاندې کړه ، خو متأ سفانه چې سره له ثبوته د ملګرو ملتو تش په نامه محکمې د جرمني د ملامتو ځواکونو ننګه وکړه او غرامت یې دکندز د قربانیانوکورنیو ته ور نه کړ چې بیا له هغې وروسته د خلکو کرکه او نفرت ورځ تر بلې د بهرنیو ځواکونو او حکومت پر ضد ډېرېده ، حکومت هم د هغو خلکو پر حقوقو باندې سترګې پټې ونیولې وې ، ځکه هلته په کندز کې پښتانه ډېر دي ، او پښتانه په شمالي ولایاتوکې د ځينو متعصبینو په نزد شپږمه ګوته شمېرل کېږي .
ب : ــ بل لورته پاکستان د انګرېزانو په دستور او د امریکې په مالي او پوځي ملاتړ په افغانستان کې ځانمرګو بریدونو او نورو تخریبي کارونو ته زور ورکړی ؤ ترڅوافغان چارواکي په افغانستان کې د پردۍ تپل شوې جګړې پرمټ ددوی دخپلې خوښې فرمایشي شرطونوته غاړه کېږدي . ځکه خو پاکستان له یوې خوا ناټوځواکونو ته په کوټه او پېښورکې دوې پوځي هوایي اډې په افغانستان کې د عملیاتو له پاره د پیسو په بدل کې ورکړې ، او له بل پلوه یې د اکمالاتې کتارونو د تلو راتلوله پاره له حق العبور ورکولو سره سره ځمکنۍ لاره ورکړه ، خو بل پلو یې همدغه اکمالاتي کتارونه دهغو پاکستاني طالبانو په نامه خپله لوټ کول او بیا به یې اور ورکړ چې دوی خپله ورته جوړ کړي وو ، هم به یې ترورېستانوته ځای ورکاوه ، هم به یې ترورېستان روزل ـ اکمالول او افغانستان ته به یې را رالېږل ، او هم به یې القاعده ډله ساتله او له عربي شیخانو به یې باجونه او پیسې پرې اخیستلې ، له همدې کبله به پاکستاني چارواکو تل د افغانستان په اړه له خپلو پخوانیو دوستانو( انګرېزانو ) سره سلا مشورې کولې ، هغوی به لارې او چلونه ور ښوول ، توطیْې به یې په ګډه د افغانستان پرضد ور سره جوړولې ، انګرېز چارواکو به پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د ترورېستي جګړې د پرمخ بېولوله پاره رهبري کول ، د ( آی اس آی ) استخباراتي ملایانو به په افغانستان کې د جهاد کولو فتواګانې ورکولې چې په دې هېواد کې یې تر نن پورې پردۍ جګړه توده پرې ساتلې ده ، خو په پاکستان کې به یې بیا جهاد ناروا باله او انګرېزان به خپله له پاکستان څخه د دفاع له پاره د امریکې پر ضد ولاړ ؤ . ځکه خو پاکستان تردې دمه د ناټوله ایتلافي ځواک څخه بچ پاتې شوی دئ .
ج: ــ  خوسږکال یې د طالب په نامه اجاره او پروژه نوره ځکه په پاکستان کې پای ته ورسوله چې د توطیؤ جوړولو په هغه هېوادکې نوره د القاعدې او طالب پروژه نه چلېدله ، ځکه پټ کړی مړ شوی اسامه اسلام آباد ته څېرمه د پوځي چاوڼۍ ترڅنګ مشکوک او بد ووژل شو ـ  اوملا عمر دکراچۍ په کوم روغتون یا زندان کې مړ یا ووژل شو . نور دا هېواد بدنام ؤ . ځکه خو یې د طالب پروژه افغانستان ته را واړوله او پر داعش او طالب دوو ډلو یې سره ووېشله ، چې پر یوه ډله یې د امارت او پر بله یې د خلافت نوم کېښود ، جنډه او څېره دواړه یې ور تور ې کړې . له مذهبه منکرسلفیان یې دداعش په نوم په مشرقي او شمال شرقي ولایاتو او فراه کې خوشې او خپل پوځیان یې په کې ورګډ کړل ور پسې یې دستور ورکړ چې پرکانونو او اپینو باندې کنټرول ترلاسه ، مکتبونه وتړي او زیارتونه او مقدسه اماکن ټول ونړوي ، په خلکوکې وېره او ډار واچوي .بل لور ته یې پرکونړ او نورستان باندې خپله د افغانستان د اوبو خپلولو له پاره توغندیز بریدونه کول . خود جنوب غرب حوزې له لارې یې بیا پخوانیو افغان او پاکستاني متعصبو طالبانو ته ترمشر ټاکلو وروسته دستور ورکړ چې د تریاکواو نورو ملي منابعوکنټرول دې ترلاسه کړي .
داسې ګنګوسې هم روانې وې چې په فراه او ځینو نورو سیموکې د داعش خلک د بهرنیو ځواکونوترڅنګ اکمالېدل ، ډوډۍ ورکول کېده  او په چورلکو کې د افغانستان شمالي او شمال غربي ولایاتوته انتقالېدل .
د : ــ پاکستان پر افغان حکومت باندې  ( اته ) داسې شرطونه د سولې په خاطرکېښودل چې د هغې منل د یوې مسؤولې مرجع په صفت هېڅ امکان نه لري ، ځکه دوی په دغه ډول شرطونو سره پاکستان ته د افغانستان له لارې خوشې او پرته له ټکس ورکولو ترانزیتي لاره غوښتله ، هغه اوبه یې غوښتې او د افغانستان بندونه جوړول یې نه غوښتل چې پاکستان ته بهېږي ، د ډېورنډ دکرغېړنې کرښې په رسمیت پېژندل یې غوښتل ، په سلوکې یې (۳۴٪ ) په افغان ملي اردوکې د پاکستان په خوښه د افغان پوځیانو ګومارل غوښتل ، د طالبانو امارت په رسمیت پېژندل یې غوښتل ، له هند سره د افغان حکومت دیپلوماتیکې اړیکې خرابول یې غوښتل ، طالبانو ته په واک کې د نیم په نیمه ور ګډول یې غوښتل ، اوداسې نور .
و : ـــ پاکستان د مخه دا پلان درلود چې خپلې دې موخې ته د رسېدو له پاره یې د شاه سلیم له لارې بدخشان نا آرامه کړ ، تر څو له دې لارې دوی یوه برخه د طالبانو په نوم د ځان کړي ، چې پر مټ یې بیا وکولای شي د واخان د ورېښمو لاره له مینځه یوسي ، او منځنۍ آسیا ته د خپلو اړتیاوو وړ خام او پاخه مواد په آسانۍ سره پرته له کوم ټکس ور کولو څخه خپل هېواد ته پرې راوړي او هم خپل پاخه مواد له همدې لارې په منځنۍ آسیا او نورو هېواد کې وپلوري . ځکه خوکېدای شي دا همغه پروژه وي چې ښایي د انګرېزانو په مرسته به پاکستان په کندزکې د پیسو او وسلو په زور عملي کړې وي .
ک : ــ  څرنګه چې کندز د افغانستان د غلو دانو کندو بلل کېږي ، ښایي پاکستان او په دې پروژه کې نورو ذېدخلو خواوو په افغانستان کې دکورنیو تولیدي او واردوونکو خوراکي توکو د کمښت او د افغان دولت د سقوط ، او همداسې له دې ځایه د شمالي په نورو  ولایاتو باندې د نیواک او کنټرول په خا طر دکندز نیول اړین بللي وي . چې له دې پېښې سره کېدای شي طالبانو ته د بغلان د ډنډ غوري ؤلسوالۍ سپارل هم تړلي وي ، تر څو له دې لارې طالبان له بدخشان څخه تر جنوب غرب ولایتونو پورې د ارتباتي او اکمالاتي کانال په توګه کار واخلي .
ق : ــ پاکستان له روسانو سره هم اړیکې ټینګې کړې وې ، او روسانو د ترورېزم په پلمه خپل ( ۲۵۰۰۰ ) پوځونه دامریکې له ډاره د تاجکستان پر پوله واچول  پوځي مانورې یې هم وکړې . خو بل لور ته بیا په تاجکستان کې د هغه هېواد د اسلامي حزب په نوم مشران اوګوندونه سر را ټوکوي چې په بدخشان کې د قاچاق او مخدره موادو پر سر وژل کېږي او مړي یې افغان ځواکونو ته په لاس ور ځي ، د القاعده او داعش غړي له چیچینستاناتو څخه افغانستان ته را ځي ، او پرون بیا ویل کېږي چې له درېیو خواوو پرکندز باندې حمله وشوه او ښار شقوط وکړ . ع : ــ دا حمله هم له همغې ورځې سره مصادفه وه چې په هغه ورځ  یعنې د (۲۰۰۱ ) زیږدیز کال د میزان په شپږمه د طالبانو حکومت سقوط وکړ، اوس په همغه ورځ بیا له سره طالبانو پر همغه ځای باندې حمله وکړه ـ کوم چې په هغه ځای کې پر طالبانو باندې د ناټو ځواکونو له خوا حمله پیل شوې وه .یعنې پر دې حملې سره طالبانو له ناټو ځواکونو او افغان حکومت څخه خپل غچ واخیست .
ص : ــ  دا هم خپله یو ښکاره ثبوت دئ چې روسیه ، پاکستان او ایران دری دواړه د انګلیسلانو په منځګړتوب د افغانستان په دغه ډول جګړو کې په یو ډول مستقیماً ښکېل دي . ځکه په کندز کې طالبانو برید کړی او طالبان دداعش پر ضد ایران هم تقویه کوي . ددې خبرې د ثبوت له پاره دا لاندې خبر وګورۍ :
 (( د منځنۍ اسیا یوه وسله واله ډله د افغانستان پر شمالي پولو د کنټرول ادعا کوي
•          Friday, 25 September 2015 19:51
•          خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د اسلامي جهادي اتحاد په نوم وسله واله سخت دریځه ډله ادعا کوي چې د تاجکستان پولې ته څېرمه یې د افغانستان په شمال کې پراخه سیمه تر کنټرول لاندې ده.
دې ډلې، چې له القاعده او طالبانو سره نژدې اړیکې لري، همداراز د خپلې یوې وړې جنګي ډلې عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې هغوی د افغانستان له کندوز ولایته پر امو دریا تاجکستان ته اوړي.
د لانګ وار ژورنال خپرونې د راپور له مخې، دا عکسونه، چې پنځه یې ښه کیفیت نه لري، د اسلامي جهادي اتحاد ډلې په صدیق لر (Sodiqlar) ویبپاڼه کې خپاره شوي دي.
دوی په کوچنیو بېړیو کې د امو دریا د غاړې په شګو کې لیدل کېږي او یوه ډله یې د ورځې په مخه تاجکستان ته اوړي.
دقیقاً نه څرګندېږي چې دوی د تاجکستان کومې برخې ته اوړي، خو داسي ښکاري چې د افغانستان لور ته د کندوز د قلعه ذال ولسوالي وي.
 
د کندوز د امام صاحب او ارچي ولسوالۍ هم د امو دریا پر غاړه دي او داسي ښکاري چې په کندوز کې له شېرخان بندر پرته، چې تاجکستان ته د افغانستان اصلي بندر دی او پر امو پُل هم لري ، د کندوز ولایت او تاجکستان نورې پولې د وسله والو سخت دریځو په کنټرول کې وي.
د اسلامي جهادي اتحاد ډله وايي چې له تاجکستان سره په پوله کې د افغانستان د خاورې زیاتې برخې یې په لاس کې دي.
دوی دا ادعا د عکسونو له خپرولو سره یوځای کړې ده.  ))   
 
 
ل : ــ  د وسلو پلورلو ستر دونران هم د خپلو وسلو د پلورلو له پاره په دې جګړه کې ښکېل دي ، ځکه دوی د نیمه پر مخ تللو وسلو د پلورلو له پاره همدغه ډول بازارونه لټوي . ځکه که چېرې جنګ جګړې نه وي ، نو دوی خپلې وسلې چېرې او پر چا یې وپلوري . او خپل جنګي تباه کوونکي تولیدات چېرې و آزمایي . دوی خپلې ولې او مهمات  پر متخاصمو او جنګي ډلو  او پر استخباراتي ګروپونو پلوري ، وړي یې هم هغوی ، او مقابل لوري ته هم هغوی وسلې ورکوي . ځکه په افغانستان او ټوله سیمه کې دا جګړه ټوله استخباراتي او د وسلو د سترو کمپنیو جګړه ده .
ی : ــ دا جګړه سلفي ، سني مذهبه  او شیعه مذهبه اړخونه  هم لري . ځکه سني مذهبه او شیعه مذهبه فرقې دواړه په اصطلاح د بې سرحده خلافت پر ضد په افغانستان او سیمه کې مبارزه کوي چې د افغانستان او منځنۍ آسیا زېرمې د خپلې جوړېدونکې واکمنې جغرافیې په محدوده کې بل څوک ترې خپلې نه کړي .
۲ : ــ بل لامل یې د سیمه ییزواو نړیوالو سیالیو دئ چې په دې کې د امریکې په مشرۍ ټوله ناټو ټلواله ، روسیه ، چین ، هند ، ایران او سعودي عربستان په یو ډول شامل دي . ځکه دوی ټولو د افغانستان او منځنۍ آسیا زېرمو ته د خپلو اړوندو موخودوربینونه اچولي او هر یو یې زیار باسي چې دا زېرمې او د افغانستان سترا تیژیک موقعیت د خپل ځان کړي . په افغانستان کې د خپل نفوذ زیاتولو په خاطر ديپلوماتیکې او استخباراتي لاسوهنې کوي ، ځکه خوکله په یوه ولایت ، او کله هم په بل ولایت کې دا ډول پېښې را مینځته کېږي .
افغان دولت او ټولو افغانانو ته په کار ده چې خپل قانون او خپل نظام ته درناوی وکړي . دولتي چارواکي دې له خپل موقف څخه د ملي ارزښتونو پر ضد خپله شخصي ګټه نه پورته کوي . خپل ملي یووالی دې پرته له کوم تو پیره په بشپړه توګه وساتي . ناوړه خلکو ته دې په دولت کې ځای نه ور کوي . تر روابطو دې ضوابط غوره وګڼي . ځکه دا ددوی مسؤولیت او رسالت دئ چې کورني او بهرني دښمنان دې لومړی په ژوره توګه وڅېړي او بیا دې هغه ټول ملت او راتلونکو نسلونو ته د مېډیا او تعلیمي نصاب له لارې ور وپېژني ـ  تر څو آزمویل شوي ستر ملي خایْنان او د هغوی ناخلفه ځوځات یو ځل بیا زموږ پر مظلوم ملت او دغې سپېڅلې خاوره باندې د تکراري میراثي توطیؤ او معاملو په ترڅ کې د واک پر ګدۍ باندې ور کښې نه ني . د خپلواک ، با امنه ، هوسا او بسیا افغانستان په هیله .