د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د «ارذل العمر» مخنیوی

الحاج مولوي زین الله منلی 30.09.2015 17:23

بسم الله الرحمن الرحیم

قرآن عظیم الشأن د الله تعالی هغه ستر، ګټور کتاب دی چې د خپلو بندګانو د لارښونې له پاره یې راستولی دی او بیا یې خپل استازي، رسول الله صلی الله علیه و سلم، ته امر کړی دی چې د ده بندګان د قرآن کریم په لارښونو پوه کړي چې ښه او بد د دې ستر کتاب په واسطه وپېژني؛ ښه وکړي، له بدو ځان وژغوري، د دنیا او اخرت ښیګڼې خپلې کړي او ځانونه په متقیانو او پرهېزګارانو کې حساب کړي.

الله تعالی د خپل کتاب، قرآن کریم، په اړه وایي: « ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ  » (دا کتاب – قرآن کریم – داسې کتاب دی چې شک او کڼه په کې نه شته او د ځان ژغورونکو متقیانو له پاره ډېره ښه لارښونه ده)

الله تعالی خپلو بنده ګانو ته وایي چې ستاسو چارې زه په خپله سر ته رسوم خو ځینې چارې مې تاسو ته درسپارلې دي، د دې له پاره چې ځانونه وړیاخواره ونه ګڼئ، هغه لور او پېرزو چې زه یې پرتاسو کوم هغه د خپل عمل نتیجه وبولئ او داسې وګڼئ چې دا بې شمېره نعمتونه چې ماته الله راکړي دي، دا یې زما د نېکچارۍ په بدل کې راکړي دي. د نېکچارۍ او بد چارۍ لارې چارې هم الله تعالی تاسو ته په قرآن کریم کې درښوولې دي او ستاسو کار یې اسان کړی دی.

الله تعالی وایي: «  وَاللّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لاَ يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ » - سورة النحل، آیت ۷۰ - (الله تاسې له نشت څخه شته کړي یاست او بیا مو وفاتوي. په تاسو کې ځینې هغه ډېر ارذل او ټیټ عمر ته رسول کېږي چې څه یې زده وي هغه ټول ورڅخه هېر شي. بې شکه الله ډېر پوه او د ډېر زور او قدرت ځښتن دی).

الله تعالی ځینې وګړي هغه عمر ته رسوي چې تر پوهې وروسته داسې ناپوهه شي چې په خپلو ښو، بدو نه پوهېږي او کله چې الله تعالی دوی ته خپل نعمتونه ورکړي نو دا ډېر عمر ته رسېدلي خلک دا ټول ورکول شوي نعمتونه وړیا بولي او د خپل عمل نتیجه یې نه ګڼي، ځکه چې خپل اعمال ورڅخه هېر دي.

د قرآن کریم په ډېرو ښیګڼو کې یوه ستره ښیګڼه دا ده چې که څوک یې همېشه لولي او عمل ورباندې کوي، له ارذل العمر سره نه مخ کېږي، تر مرګه پورې پوه پاتې کېږي او پوهېږي چې تر مرګ وروسته چېرته ځي او دا نوی سفر په خوښۍ او خوشالۍ استقبالوي. په دې اړه عکرمه رضی الله عنه ویلي دي: «من قرأ القرآن لم یرد الی ارذل العمر» (څوک چې قرآن لولي ارذل العمر ته نه ورګرزي).

الله د خپلو بندګانو پر نېکچاریو ښه خبر او پوه دی، د ښه عمل د بدل پر ورکړه او د بد عمل پر بخښنه ښه قدرت لري.

اللهم ارزقنا تلاوةالقرآن برحمتک یا ارحم الراحمین.

کابل – د ۱۳۹۴ د میزان ۷

[عِکرَمه د ابو جهل زوی و. کله چې مکه فتح شوه دی یمن ته وتښتېد. مېرمن یې – ام حکیم د حارث بن هشام لور – مسلمانه شوه. د هغې په خاطر رسوالله عکرمه ته امان ورکړ. عکرمه بېرته مکې ته راغی، ایمان یې راوړ او د رسول الله په څنګ کې پاتې شو. د حنین  په غزوه کې یې برخه واخیسته او د هجرت پر دیارلسم کال د یرموک په جنګ کې، د ۶۲ کلنۍ په عمر ومړ