د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کندز سقوط وکړ؛ ملامت څوک دی؟

اجمل درمان 30.09.2015 11:44

طالب جنګیالیو تیره ورځ سهار وختي له څو اړخونو د کندز پر ښار باندې برید وکړ چې د همدې ورځې تر لمرپریوتو وړاندې يې د ښار محکمه، روغتون او دولتي ودانۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې او کندز یې سقوط کړ. ویل کیږي طالبانو په دې برید کې د کندز له مرکزي زندان څخه نږدې ۷۰۰ بندیان هم ازاد کړي دي. دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې لومړی ځل دی چې طالب جنګیالي په دې توانیږي چې د یوه ښار مرکز له امنیتي ځواکونو څخه په بشپړ ډول ونیسي. له دې وړاندې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکړل شوي، خو په تېره یوه نیمه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې یو ولایت د طالبانو لاس ته لویږي.
د وسله والو طالبانو له لوري د کندز سقوط کیدل؛ د ګډ حکومت په لمن تور داغ او د ولسمشر، اجرایوي ریس، کورنیو او دفاع وزیرانو او اړوندو امنیتي ادارو لپاره د شرم ټاپه لګول دي. د ګډحکومت چارواکي د تل په څېر د یو ورځني برید په پایله کې د ولایت سقوط د سیمه ییزو استخباراتو کار بولي. دوی تل خپله نیمګړتیا د سیمې استخباراتو تر شا پټوي. تل چې برید وشي امنیتي چارواکي وروسته په رسنیو کې راښکاره شي او خپلې تکراري خبرې شروع کړي چې دا برید د سیمې د استخباراتو کار دی، برید له پولې هاخوا پلان شوی و، د نظام دننه پنځم ستون ځای لري، له بریده وړاندې امنیتي چارواکیو خبر درلود او ...
خو هیڅکله یې د ستونزې اساسي حل په اړه فکر نه دی کړی، هیڅکله یې د سیمې د استخباراتو لاس نه دی لنډ کړی، برید چې له پولې هاخوا پلان کیږي؛ دوی یې هیڅکله د مخنیوي او او بالمثل ځواب هڅه نه ده کړې، هیڅکله یې د نظام دننه پنځم ستون افشا نکړ او چې د برید له واقع کیدو وړاندې هم خبر وي نو د مخنیوي اړوند یې هیڅکله هم اړین چمتووالی نه دی نیولی چې قیمت یې دا دی د ملي اردو او پولیسو سربازان، افسران او ولس پرې کوي.
ولس پوښتنه کوي چې د هیواد د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه په ځانګړي ډول د کندز ولایت اړوند؛ د یو ولسمشر او اعلی سرقوماندان په توګه غني څه کړي دي؟
د هیواد په راس کې د دویم شخص او د حکومت د اجرایوي ریس په توګه عبدالله څه کړي دي؟
د هیواد او ولس د ساتونکې مرجع په توګه دفاع او کورنیو چارو وزیرانو څه کړي دي؟
ملي امنیت، ولایتي مقاماتو او محلي امنیتي ادارو څه کړي دي؟
په ملي شورا کې د ولس د استازو په نامه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو څه کړي دي؟
په ولسي جرګه کې د کورني امنیت کمیسیون څه کړي دي؟
له دې ورهاخوا د هیواد ستراتيژیکو دوستانو څه کړي دي؟
له هغوی سره چې امنیتي او دفاعي تړونونه او تفاهم لیکونه لرو؛ هغوی څه کړي دي؟
هغوی چې په جګړې د کنټرول وړتیا او توان لري لکه امریکا، بریتانیا، پاکستان او نور... څه کړي دي؟
پوښتنې ډیرې خو ځواب یې یو دی، دوی هیڅ یو هم د ولس او د خاورې په مقابل کې خپل مسولیت نه دی ادا کړی او یوازې یې خپله د واک تنده ماته کړې ده.
که امنیتی بنسټونه چاڼ نه شي او پنځم ستون افشا نه شي، ښايي ډېرې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي. د هېواد امنیتي حالت کړکېچن ‎او د اندېښنې وړ دی، د افغان سرتیرو میړانه او سرښندنه د ستایلو وړ ده، افغان سرتېري سرښندنې کوي خو رهبري یې کمزورې ده. نظامي چارې څو ناتوانه کسانو ته ورکړل شوې دي. د ګډ حکومت مشران په خپله خوندي دي او کورنۍ یې هم له هیواده بهر ایستلي دي، دوی د ملت غم نه خوري او په خپل منځي اختلافاتو بوخت دي، اصلا ګډ حکومت د طالبانو د مهارولو له پاره هېڅ پلان نه لري. حکومت د امنيتي ستونزو د حل له پاره نه لاس په کار کیږي، د ګډ حکومت مشران په همدې بوخت دي چې د چا کس مقرر کړي او څوک لرې کړي له چا پيسې واخلي، دا هغه حکومت دی چې دوی په خپل منځ کې په جګړه بوخت دي دوی ملت ته وخت نه لري.
د روان حالت د کنټرول لپاره ښه به دا وي چې :
که د ګډ حکومت مشران د روان حالت کنټرول نه شي کولی نو له خلکو دې بخښنه وغواړي او په ښه خوشحالۍ دې استعفاوې وکړې
بې کفایته امنیتي چارواکي دې له دندو ګوښه او د قانون منګولو ته وسپارل شي
نړیوالو ستراتیژیکو دوستانو سره دې امنیتي تفاهم لیکونه لغوه اعلان شي
له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په ستراتیژۍ دې له سره غور وشي
هغوی چې په هیواد کې د روانې جګړې اور یې بل ساتلی او د دغې بدمرغې جګړې د کنټرول او دفاع توان لري لکه، امریکا، بریتانیا، پاکستان او نور زیدخل هیوادونو سفیران دې په احتجاجي ډول احضار شي.