د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان اقتصادي اړیکې

سهراب ویسا 29.09.2015 13:32

افغانستان ېو غرنۍ هیواد دی چې سمندر ته لاره نه لرې او په وچه باندې محاط دی، افغانستان د مینځنی آسیا، د هند براعظګمي او مینځنی ختیځ ترمینځ واقع شوي دی، د دي هیواد اکثره وګړي په کرهڼو، مالداریو بوخت دي، لکه څنګه چې جوته ده د ېوي ټولنې اقتصادي او ټولنیز تحول او بدلون د هغې په اقتصادي اړیکو پورې تړاو لري. د نړۍ زیاتره هیوادونه د تولید د عواملو د نا متوازنې توزیع له کبله ېو له بل سره تړلي دي او دا یادې اړیکې دومره غښتلي وي چې حتی په زیاتره مواردو کې د سرحدې ستونزو او سلیقوی اختلافاتو شتون هم نشي کولي د تجارتي اړیکو د لارې خنډ واقع شي.لکه څنګه چې وویل شول د ټولنو اقتصادي انکشاف او پرمختګ د هیوادونو ترمنځ د روابطو په تحکیم پورې اړه لري، او د روابطو د تحکیم لاره یواځي تجارت کیدلي شي، ځکه چې سوداګري او تجارت د هیوادونو د نژدیوالي عمده عنصر او د هغوی له باندني سیاست سره نه شلیدونکي اړیکي لري، او د هیوادونو د اقتصادي ودې په ګړندي توب کې تجارت د یوې مهمي وسیلې په توګه عمل کوي.
د افغانستان تاریخې سابقې ته په کتنې سره د وریښمو لار چې په افغانستان باندې تېره شوي ده او د پیړیو په اوږدو کې په همدې لاره د ختیځ او لویدیځ تجارتي کاروانونه تیرېدل او همدا لاره د دې کاروانونو مسیر وه نو له همدې کبله افغانستان په عنعنوې توګه د شیانو د لیږد رالیږد او تبادلې په برخه کې بشپړه سابقه لري، د سمندري مواصلاتو له کشف نه وړاندې د تجارتې مالونو حمل او نقل یواځي د وچې له لارې تر سره کیده او هغه مهم معبر چې د پخواني زمانې په تجارتې پراختیا کې یې رغنده رول درلود د وریښمو لار ګڼل کیږي. له دغې لارې څخه په وریښمو برسیره په افغانستان کې معدنې، نباتې او حیوانې محصولات هم مختلفو هیوادونو ته صادریدل، چې بیا وروسته د سمندري لارو له انکشاف سره دغه مسیر متروک شو او د ډیرو کلونو لپاره له ګاونډیو هویادونو سره د افغانستان تجارت محدود شو، ځکه چې افغانستان سمندر ته لار نه درلودله او د وریښمو په لار تګ راتګ هم محدود، حتې له مینځه لاړ، له بلې خوانه په افغانستان کې کورنۍ جګړې، او بهرنیو زور واکو هم یرغل کوه ترڅو هند ته لار پیدا کړي او په څنګ کې به یې افغانستان هم له خاورو سره سم کړ.
پاتې دي نه وي د وریښمو لار تر اتلسمې پیړۍ پورې دوام وکړ یعني تر اتلسمي پیړې پورې تجارتې کاروانونو په دې لار باندې تګ راتګ کوه، بیا په نولسمه پیړۍ کې د هیواد تجارت له سره وده وکړه او د تنباکو، بادامو، پستو، مندکو، میوو، ژوندیو حیواناتو، چاقوګانو، غالیو، وړیو، پوستین، ټغرونو او پنبې په څیر د افغاني توکو صادرېدل بهرنې نړي ته پیل شول. په همدې ترتیب په هغه زمانه کې د افغانستان واردات لکه څنګه چې Fisher د افغانستان او منځنۍ اسیا د مسلي تر عنوان لاندې پخپله رساله کې یادونه کړیده، شالونه، جامې، وړین توکي، چاي، قند، چیني لوښي، هګۍ، د وریښمو چینجي او داسې نور شیان د وریښمو په لار به د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته صادرېدل او له هغه ځایه به د اړتیا وړ مصرفي توکې بیرته د افغانستان په لاره نورو هیوادونو ته تلل او افغانانو به هم د اړیتا وړ توکې خپل هیواد ته را واریده ول. افغانستان د جنوب شرق له لور تر هند، د شمال شرق له لوري تر چین، د شمال له لوري تر روسیې او د غرب له لوري تر ایران پورې تجارتي روابط درلودل. په 1919 زیږدیز کال کې د افغانستان د استقلال له تامین کیدلو وروسته د نورو تحولاتو ترڅنګ د هیواد تجارتي روابطو هم پراختیا و موندله، له بیلابیلو هیوادونو سره تجارتي تړونونه لاسلیک شول، ېو شمیر شرکتونه رامینځته شول او تجارت خورا ښایسته بڼه غوره کړه. د تجارتي قوانینو له تدوین سره په ځینې تجارتي توکیو باندې محصولات لږ شول او د ځینو نورو پر وړاندې خو بیخې له مینځه ولاړل. د کورنیو محصولاتو د حمایت او ژغورني په موخه د ورته یا مشابه وراداتو په وړاندي ګمرکي محصولات او تعرفې اضافه شوي، او د دي تعرفو یواځني لامل دا ؤ چې افغانان پخپل هیواد کې له خپلو توکو استفاده وکړي ترڅو د هغه توکو یا شیانو له مصرف څخه مخه ونیول شي چې له بهرنیو هیوادونو څخه واریدیدل او دننه په هیواد کې هم له لوړ کیفیت سره تولید دیدل، د یادوني وړ ده د هیواد اقتصادي اړیکي له ګاونډیو هیوداونو سره د زماني په مختلفو نقطو کې تجارتې روابط متفاوت دي. له ګاونډیو هیوادونو، خصوصاً له پاکستان، ایران او روسیې سره د هیواد تجارتي اړیکو څرنګوالې رغنده رول لوبولای دی. یواځنۍ هیواد چې زمونږ په ګاونډ کې پروت دی هندوستان دی، چې سیاسي او اقتصادي اړیکي یې تل روښانه او پرمختلونکي دي، له چین سره د ورته اړیکو په برخه کې ویلی شو چې په دې وروستیو کلونو کې زیات ښه والي پکې رامنځته شویدي. او پاتې نور هیوادونه لکه پاکستان، ایران، روسیه، د دي هیوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکي تر ډیره د نیوکو لاندې راغلي او تر نن ورځي پورې د افغانستان دولتې چارواکې ورڅخه سر ټکه وي او تل یې د افغانستان د بربادي په وړاندې ستر ستر ګامونه پورته کړي، پاکستان یواځینی هیواد دی چې افغانستان یې له خاورو سره سم کړی او له دي حقیقت څخه هیڅوک سترګې نشي پټه ولي، ځکه داسې ډیر ښکاره حقیقتونه مونږ ټولو د رسنیو له لارې اورېدلي او لیدلي دی چې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په ډاګه سره د افغانستان د ویجاړیدو په هکله خبري کړي او حتي دا یې ویلی چې د افغانستان روغ حکومت مونږ له مینځه وړي.
اوس به ېوه لنډه کتنه د افغانستان په موجوده سوداګریزو اړیکو باندې واچو چې زمونږ هیواد له ګاونډیو هیوادونو سره څه ډول سوداګریزي اړیکي لري او دا اړیکې تر کومه حده زمونږ په ګټه دي.
هغه اهمیت ته په کتو سره چې اقتصاد په نړیوالو روابطو او تحولاتو کې پيدا کړې دی، د هر ېوه هیواد استازي هڅه کوي ترڅو ېو تر بله خپلمنځي سوداګریزي اړیکي او روابط سره نږدې کړي، افغانستان هم د هغو سیاسي تحولاتو د اثر له کبله چې په دي وروستیو کې رامنځته شوي دی، دومره یې وکړای شول چې له خپلو ټولو ګاونډیو هیوادونو سره غوره سوداګریزي اړیکي ولري. اوله همدې امله د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د صادراتي مالونو میزان له حده ډير زیات شوی دا ځکه چې افغانستان د خورا ښه اقتصادي ظرفیت لرونکي دی او په ډیره لږه موده کې یې د ګاونډیو هیوادنو ترمنځ د تجارتي فضاء د رامنځته کیدلو په برخه کې مهم رول تر سره کړ. خو افغان لورې ته د ګاونډیو کتل او بدل ذهنیت د پاملرني وړ موضوع ده چې ګاونډیان تر ډیره افغانستان ته له اقتصادي لید لوري څخه نه، بلکې له سیاسي اړخ څخه ګوري. که چیرته په تجارتي او اقتصادي اړیکو کې سیاسي علاقي او سلیقي کمرنګه شي د دغو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ورته اړیکي پیاوړي کیدلای شي او افغانستان په سیمه کې د تجارتي فضا د بهبود په برخه کې خپل مهم نقش ترسره کولای شي، خو له بده مرغه دلته دننه په افغانستان کې داسي ېو اداري نظام مونږ نه لرو چې خپلې شته اړیکې له ګاونډیو هیوادونو سره په برابره توګه پرمخ بوځو، بله مهمه موضوع چې باید زمونږ دولت ورته پاملرنه وکړي هغه د افغانستان کورني تولیدات دي، نن ورځ افغانستان کې داسې ډیر مصرفي توکې شته چې تولیدیږي خو د افسوس ځای دا دی چې بازار ورته نه لرو او نه د دولت به له خوانه ورته پاملرنه کیږي، هغه مصرفي توکې چې زمونږ په هیواد کې تولیدیږي دولت ته په کار ده چې بازار ورته برابر کړي او بازار به هغه وخت ورته برابریږي چې دولت د ورته کورنیو تولیداتو په شان بهرني شیانو باندې ګمرکې تعرفی ولږه وي ترڅو د هیواد کورني تولیداتو ملاتړ وګرځي او دننه په افغانستان کې ورته منظم بازار پیدا شي. د دي ترڅنګ بله مهمه موضوع چې زمونږ دولت یې باید په پام کې ونیسي هغه د نن ورځي د افغانستان سوداګریزي چاري دي نن ورځ د تجارت یا سودګری په برخه کې افغانستان ېو لیبرال هیواد دی، په داسي حال کې ګاونډي هیوادونه یې له حمایوی تجارتي سیاست څخه پیروي کوي او دغه سیاست په افغانستان کې د داخلي تولید او استخدام د زیاتوالي هڅې له ستونزې سره مخ کولای شي، او څنګه چې جوته ده نن سبا د هیواد کورني تولیدات له همدا ډول ستونزو ښکار دي.
له پاکستان سره تجارتي اړیکي
پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې له فرهنګي او مذهبې لحاظه سره تړلي دي خو له سیاسي لحاظه تل یو د بل په مقابل کې قرار لري. د غه سیاسي تقابل د هغوی تر منځ په تجارتي اړیکو باندي منفې سیوری غوړولی دی. د افغانستان او پاکستان تجارتي اړیکې په تیرو وختونو کې د ساړه جنګ دسیاسي دلایلو له کبله چندان تودې نه وې، خو له حاکم رژیم څخه د پاکستان ملاتړ د دغو دواړو هېوادونو د دوستانه روابطو د برابرولو لپاره لار هواره کړه چې په اساس یې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارتي بهیر هم تغیر وکړ، د دغو دوو هیوادونو تر منځ اوسني تجارت د ورته اړیکو پایله ګڼل کېږي. هغه احصایه چې د ډیلي ټایمز په اخبارکې پاکستان کې نشر شوې ده، د دې ښودنه کوي چې په 2005 کال کې له پاکستان څخه افغانسنان ته صادریدونکو توکیو ارزښت 66 ملیونه امریکائی ډالرو او یا 71200 بلیونه پاکستانیو روپیو ته رسیده. چې په دې لړ کې له پاکستان څخه د وریجو د صادارتو ارزښت 2,412 بیلیون پاکستانیو روپوته رسیده چې د 2004 کال په پرتله د 645 میلینو زیاتوالي ښودنه کوي. په ورته توګه په 2005 کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته د وریجو د صادارتو کچه 5,421 بیلیون روپیو ته رسیدله چې د 2004 کال په پرتله 2,687 بیلیونه زیاتوالی په کې لیدل کېږي که چېرته له پاکستان څخه افغانستان ته د صادریدونکو توکیو لست ته ځیر شو، لیدل کيږې چې دا یو اوږد لست دی چې په 2006 کال کې یې مجموعي ارزښت 418.77 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیده. پاکستان ته د افغانستنان صادرات هم مخ په زیاتیدو دي. پاکستان ته د صادراتو رقم د افغانستان د صادراتو د جدول په سر کې ځای لري. په 2005 ام کال کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو مجموعه 264.6 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیدله چې تر ټولو ستره برخه یې له لاندې صادراتي توکیو څخه تشکیلیدله: پنبه 1.21 زره ټنه چې مجموعې ارزښت یې 1.37 میلیونه امریکایې ډالرو ته رسېده، وړۍ او پوستکي 0.67 زره ټنه چې ارزښت یې 1.34 ملیون ډالروته رسیده، کولمې 5.45 زره حلقې چې ارزښت یې 0.19 میلونه ډالرو ته رسیده،شحمي حبوبات 0.38 زره ټنه چې ارزښت یې 0.32 ملیون ډالر، طبې بوټي 7.29 زره ټنه چې ارزښت یې 5.93 زره ډالرو ته رسیده، وچې او تازه میوي 95.56 زره ټنه چې ارزښت یې 85.66 ملیون ډالروته او بلاخره غالۍ او ټغرونه ول چې شمېر یې 1445.5 زره متر مربع او ارزښت یې 143.7 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیده. سمندري لارې ته د افغانستان نه لاس رسی او په وچه باندې د دغه هېواد چاپیره کیدل د افغانستان له سترو تجارتي ستونزو څخه شمېرل کېږي. سمندر ته افغانستان د رسیدلو تر ټوله اسانه او نژدې لاره له پاکستان څخه تېریږي او په ځانګړي توګه د کراچۍ له بندر څخه عبارت ده. سره له دې چې په 1958 ام کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو لړمهم ترانزیټي قرار دا دونه تر سره شوی او مرعې الاجرا دي، خو په عمل کې لا هم خورا زیاتې ستونزې شتون لري. د یادونې وړ ټکی دا دې چې د پاکستان دولت له همدغې ترانزیټي لارې څخه د افغانستان په ضد د اقتصادي او سیاسي فشار د وسیلې په توګه استفاده کوي، په داسې حال کې چې په راتلونکي کې دغه کړنلاري یا میتود زیات ګټور نشی ثابت دیلای. ځکه لکه مخکې چې ورباندې بحث وشو افغانستان د منځنۍ او جنوبې اسیا تر منځ د تجارت د لارې په سر باندې واقع دی ، نو پاکستان هم د ورته سیاست د تعقیب کولو په صورت کې نشي کولاې خپل مالونه د افغانستان له لارې څخه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادر کړي. د دې تر څنګ د چابهار د بندر د تاسیساتو د رغونې هڅې د افغانستان لپاره د ترانزیټ او سمندر ته د لاس رسي یو غوره بدیل دی، نو د همدغه اجبار او واقعیت له کبله دغه هېواد، پاکستان اړ دی چې افغانستان ته دترانزیټي لارې په اوږدو کې کوم خنډ او ستونزه ایجاد نکړي. یوه بله موضوع چې د بحث وړ ګڼل کېږي، دا ده چې د هغو مالونو یوه زیاته برخه چې د افغانستان لپاره یا د افغانستان په نامه واردیږي، په افغانستان کې نه مصرفیږي، بلکې پاکستان ته قاچاق کېږي. سره له دې چې افغانۍ تجار له ورته معاملې څخه سود مند کېږي، خو په نهایت کې دغه معامله د دواړو هېوادونو په ګټه نده. څه چې غواړو اضافه کړو دا ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت او نسبې سولې له ایجاد سره د نړیوالې ټولنې په مرسته د زیاتو تجارتي روابطو زمینه برابره شوی ده او افغاني سوداګر کولای شي نړیوالو بازارونو ته لاس رسی پیدا کړي.
له ایران سره سوداګریزې اړیکي
د ژورو کلتوري او فرهنګي اړیکو له کبله ایران د افغانسان د روابطو په برخه کې ځانګړی مقام لري. په دې برسیره چې ایران د افغانستان د تجارتي لوریو یو مهم هېواد دی، د طالبانو له سقوط او په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام د کار له پیل وروسته له غربي ګاونډیانو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا د یادونې وړ ده. په 2006 م کال کې له ایران څخه افغانستان ته د وارداتو مجموعه 188.68 میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیدله چې له چین، جاپان او پاکستان څخه ورسته د وارداتو څلورم ستر رقم دی. په 2006 کال کې د ایران له هېواد څخه افغانستان ته په عمومي توګه ماشین آلات او ترانسپورتي وسایط وارېدېدل چې ارزښت یې 6.8 ملیونه ډالرو ته رسیده، د نفتي موادو او روغنیاتو ارزښت یې 30.6 ملیون ډالرو ته رسیده، د فلزاتو او فلزي محصولاتو ارزښت یې 42.2 میلیونه ډالرو ته رسیده، د ټایر او ټیوب ارزښت یې 3.34 ملیونډالر، د ساختماني موادو ارزښت یې 4.1 ملیونډالرو، د ارتزاقې موادو ارزښت یې 7.97 ملیونډالرو، د منسوجاتو ارزښت یې 1.7 ملیون ډالرو، د درملو ارزښت یې 4.1 ملیونډالرو، البسه یې 1.26 ملیونډالرو، قرطاسیه یې 0.33 میلیون ډالرو او تلویزیون یې 7.4 میلیون ډالرو ته رسیدل. خو ایران ته د افغانستان د صادراتو کچه نژدې له نشته سره برابره ده . په 2006 میلادي کال کې له افغاسنتان څخه ایران ته د وړیو د صادراتو مقدار 0.32 زره ټنو ته چې مجموعې ارزښت یې 0.54 ملیون ډالره کیده، د پنبې صادارات چې مجموعې مقدرا یې 0.6 زره ټنه او ارزښت یې 0.06 ملیون ډالر،شحمي حبوبات چې مقدار یې 4.3 زره ټنه او ارزښت یې 3.12 ملیون ډالر، طبې بوټي چې مقدار یې 0.45 زره ټنه او ارزښت یې 0.28 ملیون ډالره، وچه میوه چې مقدار یې 0.11 زره ټنه او ارزښت یې 0.11 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیده، صادر شوی دي. چې له افغانستان څخه ایران ته د صادر شویو توکیو مجموعې ارزښت 5.44 میلیون ډالرو ته رسیده. پدې صورت کې که چیرته له ایران سره د افغانستان تجارتي بېلانس محاسبه کړو، نو په 2006 م کال کې یو بدمرغه کسر په کې لیدل کېږي.سره له دې چې زموږ د شرقې ګاونډي په توګه ایران تل غواړي زمونږ بازارونه په خپله ولکه کې وساتي چې د نوې نظام په لمړیو کې ایران ته له اړوند موخې سره په تړاو غوره فرصت برابر وو، خو وضعیت ورځ تر بلې تغیرکوي او فعلاً د افغانستان په مارکیټونو کې د ایراني توکیو اخستونکي مخ په کمیدو دي چې تر ټولو څرګند دلیل یې له نورو هیوادونو څخه د باکیفیته او ورته ارزانه موادو واردیدل او د ایراني تولیداتود کیفیت ښکته کیدل دي. د دې تر څنګ دوهم دلیل له افغانستان سره د ایران د ناسمې تجارتي پالیسي اثرات هم د یادوني وړ دي.

د چین له هېواد سره د افغانستان تجارتي روابط
له چین سره د افغانستان تجارتي اړیکي نژدې دوه زره کاله سابقه لري. دوریښمو مشهوره لاره چې د چین دتجارتي مالونو کاروانونه به د افغانستان له لارې تیریدل، نن ورځ د چین هېواد د یوه نوي اقتصادي ځواک په څیر را څرګند شوی دی. چینایې امتعې دنړې لري بازارونه هم تسخیر کړی دي. افغانستان هم د چینایې مالونو ښه مشتري یا اخستونکی دی. د افغانستان د ګاونډیانو له ډلې څخه چین هغه هېواد دی چې صادرات یې له افغانستان سره صعودي قوس لري او کال په کال ښه والی په کي را منځته کېږي. څنګه چې په 2005 م کال کې افغانستان ته د چین د صادراتو کچه 3.7 میلیونه ډالره وه، په 2006 ام کال کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته صادراتو کچه نژدې 474.59 ډالر ته زیاته شوی ده چې د ګاونډیانو په منځ کې دغه د صادراتو تر ټولو ستر رقم ګڼل کېږي. په عمومي توګه د چین له هېواد څخه افغانستان ته صنعتي توکي، استهلاکي مواد او ساختماني مواد صادریږي. چین ته د افغانستان صادرات تر دریو قلمونو زیات نه دي چې مجموعه یې په 2006 ام کال کې ایله 24 میلیونه افغانیو ته رسیدله چې پدې لړ کې د وړیو ونډه 0.08 میلیون ډالره، د پوستوکو ونډه 0.14 میلیون ډالري او د غالیو او ټغرونو ونډه 0.02 میلیون ډالرو ته رسیدله.
له تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان تجارتي اړیکي
تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي چې نژدې 500 کیلو متره اوږده پوله ورسره لري. د شوروې اتحاد د حاکمیت په وخت کې چې دغه هېوادونه یې هم برخه ګڼل کیده، سیاسي او تجارتي روابط د ماسکو له لوري تامین کیدل. کله چې شوروې اتحاد ړنګ شو، دغو هېوادونو د مستقل هېواد په څیر خپل هویت تر لاسه کړ. دغو هیوادونو د داخلي جنګ په کلونو کې تر ډیره ځایه د سیاسي نفوذ له ویرې زموږ له هېواد سره غړنده تجارتی روابط پآلل، یوازنی هېواد ترکمنستان و چې له طالبانو سره یې سیاسي او تجارتي اړیکې پرانیستي وې چې په دې برخه کې هم ممکن له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګازو د نل لیکي د غزولو هیلو رغنده رول درلود چې د مختلفو هیوادونو ګټی په کې نغښتی وي.په افغانستان کې د موقت حکومت له استقرار څخه وروسته له پورته یادو شویو هېواددونو سره د افغانستان اړیکي مخ په ښه کیدو شوې چې له افغانستان سره یې د تجارتي معاملاتو او تبادلاتو مجموعه په لاندې ډول تخمین شوي ده، له اوزبکستان ، تاجکستان او ترکمنستان څخه د وارداتي اقلامو مجموعه په ترتیب سره په 2005 ام کال کې 204 ملیون 30 ملیون و 33 ملیون ډالره وه. معمولاً له دغو هېوادونو څخه ترانسپورتي وسایط، نفتي مواد او روغنیات، ساختماني مواد او وسایل، خوارکي توکي او داسي نور شیان وارېدېدل. افغانستان دغو هېوادونو ته وچې او تازه میوي، غالۍ او ټغرونه، پوستکي او طبې نباتات صادرول. پاتې دي نه وي چې له یادو شویو هېوادونو څخه د بریښنا د انرژۍ واردول د دغو هېوادونو مهم صادراتي قلم تشکیلوي. نن ورځ د تاجکستان برق په لمړي سر کې کابل او له هغه وروسته هغو ولایاتو ته وغزول شو چې د برق لین ور څخه تیرشوي. له هغو ټولو اړیکو سره سره چې پورته ور څخه یادونه وشوه، له دغو هېوادونو سره د پراخو امکاناتو با وجود تجارتي اړیکو چندان پرمختګ ندی کړی چې علت یې یوازې په سیاسی مسایلو کې لټولای شو.
د هند له نیمي وچې سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې
له هندوستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې تل غښتلي پاتې شوی دي او یوه اوږده سابقه لري. د وخت له تیریدلو سره د پام وړ پر مختګ په کې تر سترګو کېږي. د تیرو وختونو په متمادې کالونو کې هند د افغانسان په خارجې تجارت کې لمړی ځای درلود، د هند بازارونه د افغاني میوه جاتو او طبې بوټو د خرڅلاو لپاره تر ټولو مناسب بازارونه دي . هغه توپیر چې د ګاونډیو هیوادونو په پرتله له هند سره په تجارتي اړیکو کې لیدل کېږي دا دې چې په افغانسان کې د حکومتونو او نظامونو څرنګوالي پدې ډول اړیکو باندې چندان اثر نه دی کړی او دغه اړیکې په ورته توګه ثابتې پاتې شوی دی. البته د طالبانو د رژیم په وخت کې دغه اړیکې نسبتاً غړندې وې چې هغه هم د هند او پاکستان تر منځ له سیاسي ترینګلتیا څخه منځته راغلي وې. د هند او افغانستان تر منځ د تجارتي اړیکو د پراختیا په لاره کې تر ټولو ستر خنډ له ترانزیټي ستونزو څخه عبارت دی. لکه مخکې چې هم ورنه یادونه وشوه، د پاکستان او هند تر منځ ترینګلي سیاسي روابط د دې لامل ګرزي چې له هند څخه افغانستان ته او یا له افغانستان څخه هند ته د مالونو د لیږد را لیږد پروسه ټکنۍ کړي. په دې صورت کې دغه دواړه هیوادونه یا خو له هوایې لارې خپل تجارت ته دوام ورکوي او یا د ایران د بندر عباس له لارې څخه استفاده کوي چې د فاصلې د لري والي او ترانسپورتي لګښت د زیاتوالي له امله د شیانو په قیمت باندي منفې تاثیر غورزوي. په 2006 ام کال کې له هند څخه افغانستان ته د وارد شویو توکیو ارزښت نژدې 124.7 میلیونه امریکایې ډالرو ته رسیده او په ورته توګه له افغانستان څخه هند ته د واردیدونکو توکیو مجموعې ارزښت 79.36 ملیون ډالرو ته رسیده چې د نورو ګاونډیو هېوادونو په پرتله د تجارت د غوره بېلانس څرګندونه کوي.
له روسیې سره دافغانستان سوداګریزې اړیکي
د افغانستان او روسيې تجارتي اړیکي تاریخي سابقه لري. دغه اړیکي د طالبانو له حکومت څخه پرته په بل هر نظام کې مناسبې پاتي شوی دی. د دغو اړیکو د ښه والي په برخه کې بېلابېل عوامل رول لري چې دترانزیټي ستونزو نه شتون، سیاسي اړیکي، د بیلابیلو قرضونو ورکول او په ځانګړې توګه غوره تجارتي اړیکي چې له دواړو لوریو د صادراتو تضمین کوي، د یادولو وړ دي. څنګه چې په شوروي اتحاد کې د مرکزي اقتصاد سیستم حاکم وو، نو همدغه لامل وو چې ټول تجارتي روابط د حکومت له لوري تامین کیدل، همدغه لامل و چې هغه وخت کې له روسیې سره سوداګریزې اړیکي د دولت له لوري تر سره کیدلې، خو نن ورځ دغه تجارت د هغه هېواد له خصوصي شرکتونو سره تر سره کېږي. هغه مهم صادراتي اقلام چې افغانستان یې روسیې ته استوي، له وچې میوې، زیتون، غالیو، پوستکو او داسې نورو څخه عبارت دی. له روسیې څخه زموږ د هېواد واردات په عمومي توګه له نفتي موادو، اهن چادر، سیخ ګول، غوړیو، بورې، صابون، برقې سامان آلاتو او داسې نورو څخه عبارت دي. په 2005 کال کې د افغانستان له لوري روسیې ته د صادریدونکو اجناسو مجموعي ارزښت 13 میلون ډالر وه چې په همدې کال کې له روسیې څخه د افغانستان د وارداتو ارزښت 227 میلیون ډالر ته رسیده.
د مرکزي آسیا او جنوبي اسیا تر منځ د ترانزیټي لویې لارې په توګه د افغانستان اهمیت:
افغانستان نن ورځ غواړي یو ځل بیا د خپل جغرافیایې موقیعت له نظره د اسیا د محور د ارتباطي پله په څیر هغه ډول رول تر سره کړي، لکه په پخوانیو وختونو کې چې د وریښمو مشهور معبر یا لاره يې در لوده. افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د شیانو د لیږد را لیږد تر ټولو غوره لاره ګڼل کېږي. منځنۍ آسیا چې نژدې څلور میلیونه کیلومتر مربع خاوره احاطه کوي، د نفتو، ګازو، اوسپني، مسو، سرو زرو، سربو، یورانیمو، المونیم، قیمتي تیږو، او داسې نورو په څیر له طبعې منابعو څخه تر لاسه کیدونکي پراخ صادراتي اقلام لري او همدا شان د شیانو د بازار له لحاظه پراخ اهمیت لري. همدغه لامل دی چې بېلابېل هېوادونه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاس رسي او ننوتلو هڅي کوي. افغانستان له سوداګریز پلوه د خپل ستراتیژيک موقعیت له کبله چې لري یې، د یوه مناسب مدیریت په ترڅ کې کولای شي د لیوالو هیوادونو له اقتصادي او تجارتي غرایزو څخه غوره استفاده وکړي او په پایله کې د سیمې له هیوادونو سره تجارتي، کلتوري او د پانګې اچونې روابط منځته راوړي. افغانستان هڅه کړی ده تر څو پدې برخه کې امکانات او اسانتیاوې برابري کړي. د حلقوي سرکونو اعمار چې ګاونډي هیوادونه یو له بل سره نښلوي، خورا اهمیت لري. له ازبکستان څخه د تورخم تر سرحد پورې د اوسپنې دپټلۍ غزولو، له ایران څخه تر هر ات پورې د ورته پټلۍ غزولو او له پاکستان څخه تر چمن یا سپین بولدک پورې د اورګاډي د پټلۍ غزولو په څیر عملي اقدامات د ورته مدعا څرګندي بیلګې دي. افغانستان د جغرافیایې موقیعت له مخي منځنۍ اسیا ته د ننوتلو تر ټولو اسانه او مهمه لاره ده او کولای شي له منځنۍ اسیا څخه جنوبې اسیا ته د تجارتي پوتانسیل په لیږدولو کې مهم رول تر سره کړي. زمونږ د ټولو هیوادوالو همدا غوښتنه ده چې ېو غښتلي او پياوړي حکومت ولرو ترڅو خپل هیواد د یادو لاسته راوړنو جوګه وګرځه ؤ.