د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتیمورشاه او شاه زمان واکمني

ثناءالله صالحي 19.09.2015 14:53

د احمد شاه بابا د مړينې نه وروسته د هغه دويم زوی تيمور شاه د پلار ځای ناستی ونیو، تیمورشاه په (۱۷۴۶م) کال د دسمبر په مياشت مشهد کې زېږېدلي دی، نوموړي د خپل پلار سره په دربار کې روزنه موندلې وه، او په زياترو جنګونو کې هم ورسره ملګری ؤ، په داسې شرايطو کې دی لوی شوی ؤ، چې د خپل وطن خوی، بوی، آداب او د دودونو د زده کړې موقع په لاس ورنغله، په ځوانۍ کې د پنجاب په حکوت باندې ګمارل شوی ؤ او وروسته د هرات په حکومت وګمارل شو، نو په دې اساس د ايراني تهذيب نه زيات متاثر ؤ، تيمور شاه ډېر سر زوره سړی ؤ، خو احمد شاه بابا هغه ته په دې خاطر زياته پاملرنه ساتله، چې په زياترو چارو کې به يې تدبر او زړورتيا ښودله. نو ځکه يې مهم کارونه ورسپارل، همدارنګه عياش او بې پروا هم ؤ، نو احمد شاه بابا به دده په اړه تشويش هم کاوه، کله چې احمد شاه بابا په (۱۷۷۳م) کال په کندهار کې د خپلې ناروغۍ څخه ډېر په تکليف شو، نو د دولت لوی مشران او اميران يې راوغوښتل او په غونډه کې يې د تيمورشاه له پاره بيعت واخيست، دا چې سليمان يې مشر زوی ؤ، خو هغه يو سست او بې رحمه شخص ؤ، همدارنګه د پاڅونونو د غلي کولو او د فتنو د تدبيرولو استعداد يې نه درلودو، نو په دې اساس احمد شاه بابا تيمور شاه په وليعهدۍ وټاکه او اميرانو د هغه فيصله ومنله، تيمور شاه په هرات کې ؤ، چې هغه ته د پلار د ناروغۍ خبر ورسېد، هغه سمدلاسه د پلار د ليدو له پاره روان شو، کندهار ته نه ؤ رسېدلي چې ورته د پلار له خوا حکم وشو او هرات ته ستون شو، په دې وخت کې تيمور شاه د هرات او خراسان دواړو حکمران ؤ.
کله چې احمد شاه بابا وفات شو، نو د هغه لوي وزير شاه ولي خان شهزاده سليمان مېرزا د پاچا کولو کوښښ شروع کړ، ځکه چې دا د هغه زوم ؤ او نورو اميرانو ددې تجويز مخالفت وکړ، شاه ولي خان خپل کوښښ کې لګيا ؤ، چې تيمور شاه د هرات نه د لوي لښکر سره په کندهار را روان شو، نو شاه ولي خان په خپل مقصد کې ناکام شو او له دې وروسته تيمور شاه د خپل فوځ سره په کندهار کې داخل شو او ټول قام هغه په اتفاق سره په پاچاهۍ ومانه.
کله چې تيمور شاه پاچا شو، لومړني فعاليت يې دا ؤ چې پايتخت يې د کندهار نه کابل ته انتقال کړ، په لومړي سر کې تيمور دا کار د خپل ذاتي امنيت په خاطر وکړ، خو وروسته د کابل د مستې هوا او عياشۍ په خاطر يې دا کار تر سره کړو، د پښتو پر ځای يې په دربار کې فارسي رواج کړه او د پاچاهۍ د مضبوطولو له پاره يې د لويو سردارانو اختيارات کم کړل او په خپل زړه کې د درانيانو په وفادارۍ شکمن شوی ؤ، همدارنګه تيمور شاه بعضې اشخاص په دنده وګمارل، چې له هغې جملې څخه يې سردار پاينده خان چې د بارکزو مشر ؤ ورته يې سرفراز خان خطاب وکړو، دلاور خان يې سپه سالار التفات خان يې خزانه چې او د جواهرو محافظ وټاکه، عبداللطيف خان خراساني يې د محصولونو جمع کولو افسر مقرر کړو او نور محمد خان ته يې ماليات ورحواله کړل، همدغه اميران د نظامي جرګې غړي هم وو، چې ددې اميرانو په جرګې سره به هغه د حکومت چارې فيصله کولې، ددې اميرانو نه علاوه هغه د خپل حفاظتي فوځ ټولی د اسحاقزو نه مرتب کړو، چې په دُرانيانو کې يوه کمزورې قبيله وه او د قزلباشو دولس زره فوځ يې د سردار محمد خان بيات په مشرۍ په خپل محافظه فوځ کې شامل کړ، تيمور شاه په خپله دوره کې مالياتو ته ځانګړې پاملرنه وکړه او ماليې وصولولو انتظام يې په ښه طريقه وکړ او هغه خپل شاهي اخراجات کم کړل، خو د فوځونو تنخواګانې يې زياتې کړې دا چې ده د خپل مملکت ښه انتظام کړي ؤ، خو بيا هم د سلطنت سرحدي برخو د خپلواکۍ هڅې شروع کړې، چې لومړي ايراني خراسان درې ځلې بغاوت وکړ او هغه يې ارام کړل، په داخل کې عبدالخالق خان چې د تيمور تربور ؤ، په (۱۷۵۵م) کال کې بغاوت وکړ، خو نوموړي په جنګ کې ماتې وخوړه، بيا په کال (۱۷۷۹م) کې د تيمور شاه د قتل سازش وشو، په دې سازش کې علاوه له نورو اميرانو فيض الله خان او محمدي صاحب د څمکنو او ملک ارسلا خان مومند شامل وو، بالاخره سازش کوونکو د خپل لښکر سره په بالاحصار باندې حمله وکړه، تيمور شاه سمدستي شاهي پوځ ته اشاره وکړه او فوځ کلا ته راغي او د سازش کوونکو مخه يې ونيوله او فيض الله خان او د هغه زوی يې ووژل.
په (۱۷۸۱م) کال کې د ملتان ګورنر چې د تيمور شاه له خوا مقرر شوی ؤ، هغه ددغې ښار کلا سکانو ته حواله کړه، د هغې کلا د نیولو له پاره يې لښکر ورواستوه او هغوي يې د غرونو سرونو ته اوچت کړل، کله چې کندهار ته راغی، نو بيا د تالپورې قبايل د غرونو نه راکوز شول او سيند يې ونيوه، تيمور شاه د نورو مهمو معاملاتو په وجه د سند نيولو ته لاړو، په کال (۱۷۸۶م) احمد خان نورزي په مشرۍ لښکر سند ته استوي، خو دی ناڅاپه راګېروي او ماتې خوري. له دې وروسته آزاد خان په کشمير کې بغاوت وکړ او سردار مدد خان يې د هغه د سرکوبۍ له پاره واستوه، د آزاد خان په خلاف يې په بهادرۍ سره جنګ وکړو او هغه ته يې ماتې ورکړه، په (۱۷۸۹م) کال تيمور شاه يو لوي لښکر د بلخ په لورې روان کړو، د بخارا پادشاه شاه مراد بیک هم په جيحون راپورېوته او دواړه فوځونه يو د بل سره مخامخ شول، په دې وخت کې شاه مراد د شولې وړانديز وکړو خو تيمور شاه د هغه وړانديز ونه مانه او د بلخ شاو خوا سيمې د تيمور شاه په سلطنت کې شاملې پاتې شوې، له دې وروسته تيمور شاه د پېښور نه د کابل په لور روان ؤ، چې په لار کې ناروغه شو او په (۱۷۹۳م) کال د مۍ په شلمه نېټه وفات شو، چې لس مېرمنې يې درلودې.(۲۴) يې زامن او (۱۳) لوڼې وې، چې له دې وروسته حکومت شاه زمان په لاس کې ونیو.
د تيمور شاه د مړينې په وخت کې د هغه د ځاي ناستي تصميم ونه نيول شو او په خپله يې هم وليعهد ونه ټاکلو، د تيمور شاه هر يو زوی غوښتل چې پاچا شي او دې هدف ته د رسېدو په خاطر يې سرداران له ځانه سره ملګري کړي وو، شاه زمان يو قوي سردار چې پاينده خان نومېده له ځانه سره ملګری کړی ؤ، هغه د هیواد وګړو ته اعلان وکړو، ټول خلک او د قومونو اميران په يو قصر کې راجمع شول ، لومړی پاينده خان او ورپسې شاه زمان له قصر نه ووتل او د قصر دروازې يې بندې کړې او دغه قصر يې د سرتيرو په واسطه محاصره کړو او اميران يې مجبور کړل، تر څو شاه زمان سره بيعت وکړي.
دا چې شاه زمان سره ورونو بيعت ونه کړو، نو خپل ټول ورونه يې په بالاحصار کې نظر بند کړل، غیر له همايون او محمود نه، نو له دې دواړو نور ورونه شاه زمان ته تسليمیږي، که څه هم سيالانو يې څه د کمزورۍ له امله او څه هم د وخت د غوښتنو له مخې موافقې ورسره وکړې، خو وار وخت ته يې لار څارله، شاه زمان چې څنګه د ورونو له شخړو بېغمه شو او واکمني يې ټينګه شوه، ورو ورو يې په خپل سلوک کې بدلون راوست او د سردارانو اختيارات يې کم کړل، هغوي يې بې لاس او بې پښو پرېښودل، زياتره سرداران يې ونيول، حتی تر پاينده خان چې د هغه په برکت شاه زمان تخت حاصل کړی ؤ هغه يې هم بې اختياره کړو او پر ځای يې وفادار خان د وزارت پر ګدۍ کېناوه، چې يو فریب کار، خوږ ژبې، ډارن او کبرجن سړی ؤ، چې د ځاني ګټو پرته يې بله موخه نه درلوده، او شاه زمان ته ډېر نژدې شخص ترې جوړ شو او د هغه فکر يې دومره خړ پړ کړو، چې د ملي مشرانو سره يې مخالفت راواخيست، چې دغه کار د شاه زمان يوه تېر وتنه وه او ددې تر څنګ دده د واکمنۍ په هره خوا کې بغاوتونه وشول، خو ده په خارجي او کورنۍ دواړو جبهو کې مېړنۍ مقابله وکړه، ولې مطلوبې پايلې په لاس نه ورتلې، کله چې به ده پر يوه خوا حرکت وکړ، نو له بلې خوا به بل بغاوت پېل وکړ او دی به مجبور شو چې ددغه وژلو په خاطر مخکې پلان پرېږدي، په دغه وخت کې انګرېزان په هند کې وو او د دسيسو له لارې يې له شاه زمان سره مقابله وکړه، انګرېزانو له ايران سره تړون وکړو، که چیرته شاه زمان په بريتانوي هند بريد کوي، نو ايراني لښکرې به پرافغانستان یرغل وکړي او بيا انګرېزانو د ورونو رقابت تندولو ته لاس وغځاوه، په ايران کې د شاه زمان تختېدلی ورور او د پاينده محمد خان زوی فتح خان يې وهڅول چې له شاه زمان سره وجنګېږي، بالاخره هماغه ؤ چې دوی د ايرانيانو په مالي او نظامي مرسته فراه، سيستان تر کندهاره ونيول، شاه زمان د مقابلې له پاره غزني ته ورغی، خو په جنګ کې مات شو او د محمود په امر د وزير فتح خان په واسطه په سترګو ړوند کړای شو او انګرېزانو يو لوی رقيب د خپلو ورونو په واسطه له منځه يوړو په دې کې شک نشته چې د احمد شاهي امپراطورۍ په بيا ژوندي کولو کې شاه زمان ناکامه شو، خو دا لومړۍ ناکامي نه وه، چې خارجي عامل په کې عمده لاس ؤ.