د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ وزیرستان ، د پنجاپ ګورستان

احمدجان تڼی 17.09.2015 12:15

د دوه زره څوارلسم کال د جون د میاشتی په پنځلسمه د تکبیر په نارې ( الله اکبر ) سره د پنجاپ اردو په شمالی وزیرستان برید و کړ.
د ځینو معلوماتو له مخې په شمالی وزیریستان کی د عملیاتو د پاره دیرش زره پلی کوماندوی ځواک ګومارل شوی چی د سلګونو الوتکو او شوبلو یی ملاتړ کیده په ډیره بی رحمانه توګه د شمالی وزیرستان څخه سور تنور جوړ کړ.
د سیمی په تاریخ کې دا بیساری پوځي عملیات دی چی په دومره کچه پوځيان ، په ډير عصری جنګی تخنیک سره په کې برخه اخلی.
د پوځي اوصولو له مخې په دومره کچه پوځي عملیات د ورانکارو ګروپونو په وړاندی نه تر سره کیږی.
بلکې په دومره کچه د پوځ ګډون په عملیاتو کی یوازی د منظمی اردو سره د جګړې او یا د یوه ستر دفاعی ستراتیژیک مرکز د نیولو د پاره پلان کیږی.
د دوی په ژبه د تروریستی ډلو د ځپلو د پاره د دومره اندازه د پوځي قوت استعمال د جګړې د پلان کونکو په احمق والی باندی دلالت کوي. او یا کیدای شی دا قوت د یوه ستر ستراتیژیک هدف د پاره چی دوی یی ځانته ټاکي د تروریزم تر پړدې لاندې استعمال شي.
د بلی خوا د پنجاپ پوځ مشر ، سرتیرو ته په یوه وینا کی ویلی دی چی دوی به د وروستی تروریست په وړاندی هم کرار نه کینی. خو دلته پوښتنه پیدا کیږی چی د تروریست په وړاندی دومره پراخ عملیات کول په کومه مانا دی.د یوې او یا څو تروریستی ډلو په وړاندی د څو قل اردو استعمال څخه د پنجاپ موخه کومه ده؟
دا چی د دی قوت د استعمال څخه د پنجاپ پوځ د پينډۍ د قرارګاه مطلب څه دی ښایی په دی ډول وي:
• نړۍ او د سیمی خلکو ته ښودل چی وزیرستان د پنجاپ د استعماری اداری تر واک لاندی خاوره ده او دوی په ډاډه زړه په کی عملیات کولی شی.
• د دا ډول عملیاتو د پلان کولو څخه ښایی د کابل د حکومت ( چی د دیوریند کرښه نه مني) د غبرګون معلومول وي.
• همدارنګه ښایی په دومره کچه د عملیاتو پلانول د کابل حکومت ویرول وي تر څو خپلی غوښتنی په کابل ومني.
• ددی عملیاتو د پلان څخه ښایی د بنجاپ موخه نړیوالو ته دا ښوول وي چی اسلام اباد څومره د تروریزم ؟ په وړاندی په جګړه کې څومره جدي دی.
• ددی عملیاتو د پلان څخه د وزیرستان د خلکو ځپل وي چی تر څو د پنجاپ په وړاندی د بغاوت بیرغ پورته نکړي.
• د دی عملیاتو څخه د پنجاپ موخه د هغه حکومت تر کنترول لاندی د نورو مظلومو خلکو ویرول واوسي.
د پنجاب استعماری ادارې خپله نوي جوړه شوي بی پیلوټه الوتکه د شمالی وزیرستان د شوال په سیمه کی وازمویله .
دی الوتکی درې تنه هغه کسان چی د جوارو په پټیو کی په کار لګیا و ، په ډیره وحشیانه توګه په شهادت ورسول.
اوس په شوال باندی جګړه روانه ده د پنجاپ هوایی ځواکونه په دی غرنی سیمه باندی په منظم ډول په زرګونو کیلو ګرام بمونه غورځوي .
د پنجاپ د وحشی او تیری کونکي پوځ د رپوټ له مخی دلته په تیرو ورځو کی په لس ګونو جنګیالي وژل شوی دی او هغوی ته زیات زیان رسیدلی دی.
مګر د هغه ځای د عینی شاهدانو له قوله ویل کیږی چی دا وژل شوی کسان ټول ماشومان او میرمنی دي چی په خپلو کورنو کی په شهادت رسیدلی دي.
د شمالی وزیرستان جګړه ډيره خونړي او ورانونکی ده. دلته د میرالي ، میرامشاه او نور ښارونه او په سلګونو کلي په کنډوالو بدل شوی او د ورانی بهیر روان دی.
مخکې ددی څخه چي پلی پوځونه سیمی ته ننوزی اف شپاړس جیټ الوتکو ، زرګونو کیلو ګرامو وزن په درلودلو سره د بمونو په غورځولو پیل وکړ . چی ورسره جوخت څرخی الوتکو د ځمکې په مخ د خلکو د ښکار د پاره منظمې الوتنی پیل کړې.
د وزیرستان په کلیو او بازارونو باندی د توپچی او توغندیو بارانونه جوړ شول. د وزیرستان په خلکو باندی د قیامت ورځ راغله .
په زرګونو خلکو د خپلو کورونو د چتونو او دیوالونه لاندی شول. او پاتې یی نه پوهیدل چی کومې خواته ځانونه خلاص کړي.
په لسګونو زرو کورنیو دا امکانات نه درلودل چی د جګړې د ډګر څخه ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. د ډیرو میندو څخه خپل اولادونه ورک شول او د ډیر ماشومان په زانګو کی د میندو څخه پاتي شول.
چی د دې هوایی بمباریو او توپونو د ډزوڅخه دوې ورځي وروسته ، پلي پوځونه سیمې ته ننوتل. د پنجاپی اردو پلیو ځواکونو د پاره هر ژوندی موجود ټارګیټ و او دی.
دې وحشی پوځ نه یوازی په انسانانو رحم ونکړ بلکې په څارویو او کروندو باندی یی هم رحم ونکړ.
د پنجاپ وحشی پوځیانو هر ژوندی موجود په نښه کاوه او د وزیرستان خلک اړ شول په ډیرو ستونزو سره ځانونه د جګړو ډګر وباسی زیات شمیر یی د بنو د بکاخیل دښته کی ځای په ځای شول .
دا کیمپ د پنجاپی پوځ له خوا رامنځته شوی دی او په لکونو د وزیرستان خلک په کی د بندیانو په توګه ساتل کیږی. دا کیمپ چی په یوه سوځنده دښته کی جوړ شوی دی هیڅ ډول د ژوندانه اسانتیاوی پکی نه شته. په زرګونو ماشومان د ګرمی او خوار ځواکی له امله مړه شول او کیږی.
په دی کیمپ کی په زرګونو کسان د یوې ګولې ډوډی د ترلاسه کولو د پاره کتار ودریږی مګر زیات شمیر یی ددی په ځای چی څه ترلاسه کړي بیرته خپلو کیږدیو ته ستنیږي.
د پنجاپ پوځ هڅه کوي چی په دی ډول سره د کیمپ اوسیدونکی تحقیر او توهین کړي د کیمپ څخه د کورنیو وتل ناممکن دی او دا زرګونو کورنیو د پاره لوی زندان دی. د پنجاپ پوځ نه یوازی په شمالی وزیرستان کی خلک په بی رحمی سره ووژل بلکی په بکاخیلو کیمپ کی یی په زرګونو کسان یرغمل کړل.
په دې ډول د وزیرستان زیات شمیر خلک ، کورمه ، دیره اسمعیل خان، پیښور ، خوست او پکتیکا ته د خپلو سرونو د خوندي کولو دپاره ولاړل.
د پنجاپ استعماری اداره هڅه کوي چی دا په ډاګه کړی چی دا جګړه د تروریستانو په وړاندی ده . د پنجاپ د اردو د ویدیویی او چاپی خپرونو څخه معلومیږی چی پنجاپ ددی جګړي د پاره سخته تیاری نیولی ده او هڅه کوي چی نړۍ دا وښیی چی دا هیواد د یوې لویی جګړې سره مخامخ دی.
پنجاپی اردو وایی چی د دوی دا جګړه د تحریک طالبان پاکستان، د حقانی ډله ، د ختیز ترکستان ډله ، د ازبک جنګیالو او القاعده په خلاف دی. دا پوځ په ډاګه کوي چی دا ټول تنظیمونه په شمالی وزیرستان کی ځای په ځای شوي دی.
خو د عینی شاهدانو له قوله ویل کیږی چی مخکې له دې په شمالی وزیرستان کی د پنجاپ پوځ جګړه پیل کړي، نږدې پنځه زره بهرنی وسله وال(ازبک ، چیچین، عرب ، تاجک...) چی په ډيرو عصري وسله سره سمبال او حتی زغره وال ګاډی یی درلودل هیواد ته داخل او د افغانستان مختلفو سیمو ته واستول شول.
همدارنګه نور جنګیالی د پوځ د عملیاتو د پیل څخه مخکی خبر کړل شول او د نورو سیمو ته د هغو په لیږد کی مرسته ورسره وکړل شوه.
یعنی کله چی شمالی وزیرستان د جنګیالو څخه تش شو ، ورسته د پنجاپ پوځ په دی سیمه باندی د ځمکی او د هوا څخه بریدونه پیل شول.
د ضرب عضب د عملیاتو د عملیاتو په ترځ کی د تیر یو نیم کال را پدې خوا یوولس زره څخه زیات پوځي بریدونه( تاکتیکي) تر سره شوي دي چی دا د نړۍ په جګړو بیساري دی چی یوه ځواکمنه اردو په ډیر لوړ جنګی تخنیک سره یی د یوې ولسوالی په وړاندی تر سره کوي.
تر اوسه جګړه روانه ده هره ورځ په شمالی وزیرستان باندی جنګی الوتکی درانه بمونه غورځوي په سلګونو خلک وژل کیږی اوس هلته ولاړ دیوال نه دی پاتی شوی.
داسې ښکاری چی د پنجاپ پوځ خپل عملیات جنوبی وزیرستان ته هم غزولی دی او په هغه باندی د نجات د عملیاتو نوم ایښی دی.
د پنجاپ د استعماری اداری تیوریسن سرتاج عزیز وویل چی اوس نوي سلنه عملیات بشپړ شوی دی او پاتی عملیات هم روان دی. د بلی خوا راپورونه ورکول کیږی چی په شمالی وزیرستان کی مقاومت روان دی هره ورځ په لس ګونو پنجاپی اردو وحشی عسکر وژل کیږی او کله وار د جیټ الوتکو د ویشتل کیدو راپورونه هم ورکول کیږی.
دا په دی مانا چی پنجاپ خپلی موخې ته چی د وزیرستان د خلکو ځپل و ، نه دی رسیدلی.
د پاکستان تر نوم لاندی هیواد کی د پنجاپ دیکتاتوری – استعماري نظام واکمن دی هلته دموکراسی او د بشر حقوق تش په نامه دي د پنجاپي استعمار په وړاندی ډیر کوچنی مقاومت په ډیره بې رحمانه توګه ځپل کیږي.
باید وویل شی چی د پنجاپ د استعماری اداری تر واک لاندی سیمو کی ازادی رسنی نه شته تر څو په هغه هیواد کی د پیښو په هکله خلکو او نړیوالو ته سم راپورنه ترتیب او خلک تری خبر کړي.
په هغه هیواد کی دولتی او نادولتی ټولې رسنی په ښکاره او یا په پټه د هغه هیواد د پټو سرویسونو له خوا کنترول کیږی . دا سرویسونه د یوې خوا رسنیو چلونکو ته مادی امتیازات ورکوي او د بلې خوا په دی رسنیو کی کارکونکو ته ځانګړي اجندا ورکړل شوی او د هغه اجندا څخه د باندی ګام نه شی ایښودلی . که چیری کومې رسنی او یا ژورنالست د هغه اجندا څخه د باندی ګام کیښود د ډیرو سختو پایلو سره مخامخ کیږي.
په دی ډول د بهرنیو رسنیو کارکونکی تر سخت څار او کنترول لاندی دی که د دوی څخه کوم یوه د پنجاپ د استخباراتی اجندا د باندی کار وکړ، شړل او یا وژل کیږی په تیرو څوارلسو کلونو کی زیات شمیر بهرنی ژورنالستان او یا بهرنیو رسنیو ته کارکونکی وژل شوی دی.
په هغه هیواد د ټولو امنیتی پیښو په هکله داخلی او بهرنی رسنی هغه څه خپروي چی د پنجاپ د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا ددوی په واک کی ورکول کیږي.
نږدی یو نیم کال تیر شو ، په شمالی وزیرستان کی نږدی څلویښت زره پوځیان په جګړه لګیا دی هره ورځ په سلګونو پوځی الوتنی کیږی په زرګونو د توپونو ګولۍ فیر کیږی. مګر یوې بهرنی او یا کورنی رسنی شمالی وزیرستان ته سفر ونکر تر څو په دی سیمه کی د موجوده واقعیت په هکله خلکو ته راپور ورکړي.
د پوښتنی وړ دا خبره ده چی په دی هکله نړیوال هم چوپ دی او په دی هکله د پنجاپ په استعماری اداره باندی انتقاد او یا اعتراض نه کوی چی ولی رسنیو ته اجازه نه ورکوي چی د شمالی وزیرستان او یا نورو قبایلی سیمو او یا د جګړو د ډګرونو څخه راپورونه تیار کړي.
په افغانستان کی هم رسنی په هغه څه باندی شخوند وهی چی د پنجاب د وحشی پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا خپریږی یعنی که هلته ماشومان ، میرمنی ، بوډاګان او عادی خلک وژل شوی وي مګر پنجاپ استعماری اردو هغه ته تروریستان وایی او همغه عبارت باندی د کابل رسنی هم شخوند وهي.
د کابل رسنیو تر اوسه دا هڅه نه ده کړي چي په قبایلی سیمو او وزیرستان کی د واقعیتونو په هکله راپورونه تیار کړي په داسی حال چی دا ممکنه ده. د کابل رسنی د مختلفو لارو څخه کولی شی چی هلته د روانی جګړی ریښتینی تصویر خلکو او نړیوالی ټولنی ته وړاندی کړي.
په وزیرستان کی د پنجاپ د وحشی اردو له خوا زړه د بشریت ضد زړه بوګنونکی جنایتونه تر سره شوی او تر سره کیږی خو د دی جنایتونو په هکله داخلی او نړیوال د بشری حقوقو د ملاتړ سازمانونه ټول چوپ دی او کوم غبرګون نه ښایی.
د شمالی وزیرستان جګړه د پنجاپی وحشی اردو د پاره ډیره اوږده ، د تلفاتو ډکه او قیمتی تمامه شوی ده د ځینو راپورونو له مخی نږدی دوه بیلیونو څخه زیات ډالر په دی عملیاتو کی لګول شوي دی.
په دی کی شک نه شته چی د پښتنو ضد جګړه د پنجاپ له خوا مخته بیول کیږی چی مالی ملاتړ یی د امریکا له خوا کیږی. په دی کی شک نه شته چی د وزیرستان جګړه د پنجاپیانو د پاره یو کال نه بلکی کلونه کلونه ونیسی او په دی به نه بریالی کیږی چی په وزیرستان کی حالات کنترول کړي.
په دی مانا چی وزیرستان هغه د پولادو څخه جوړې شوې نینې دي چی د ستوني څخه به تیره شی خو هضمول یی ناممکن دی او ډیره ممکنه ده چی ګیډه څيرې کړي.
دا په دی مانا چی په وزیرستان کې د پنجاپ د وحشی پوځ پښه بنده پاتی شوی ده . که چیری دا پوځ د وزیرستان څخه وځي په هغه صورت کی به وزیرستان په یوه ازاده سیمه تبدیل او د پنجاپ په وړاندی به د مقاومت ټینګ مورچل وګرځي.
او که د پڼجاپ پوځ وغواړي په وزیرستان او نورو قبایلی سیمو کې پاتې شي په هغه صورت کې به دا پوځ هره ورځ مرګونی تلفات زغمی په جګړه کې به پرسونل او جګړایز تخنیک د لاسه ورکوي او د اقتصادی لحاظه به د هغه ملاتړ کونکی ( امریکا) د پاره هم د توان څخه ووځي .
دا هغه تجربه ده چی د انګریزانو پوځ د وزیرستان او نورو قبایلی سیمو څخه تر لاسه کړي ده. د انګریزانو پوځ په لسګونو کلونو په وزیرستان او قبایلو کی جګړه وکړه مګر یوه جګړه یی هم نه ګټله . تر څو د لوی اتل حاجی میرزالي خان تر کوماندی او مشری لاندی د ازادی مبارزینو وکولی شول چی انګریزان مات کړي او انګریزان اړ شی چی د هند نیمه وچه پریږدی.
باید سرتاج عزیز چی ځانته د پاکستانی استعماری – تروریستی اداری ستراتیژیست وایی په دی پوه شی چی په وزیرستان باندی د پنجاپ د پوځ برید یوه لویه تیروتنه وه.
د پنجاپ پوځ په وزیرستان باندی برید ددی له پاره تر سره کړ چی د پښتنو د ازادی دا ستر مورچل وځپی . دا ځکه چی د پنجاپ استخباراتو ونه کولی شول چی د وزیرستان د خلکو روحیه د تروریستی ډلو په ځای په ځای کولو سره له منځه یووسی. یعنی په تروریستی ډلو سره د وزیرستان د خلکو د ځپلو ستراتیژی ناکامه شوي وه.
د تیر یو نیم کال د پنجاپ د پوځ عملیاتو وښودله چی دا پوځ هم د ماتي سره مخامخ دی که څه هم د امریکا متحده ایالاتو په مالی او تخنیکی ملاتړ سره د پنجاب شا وروتړله مګر بیا هم اوس د پنجاپ پوځ په کړکیمي ( تلک ) کی بند پاتی شوی دی.
د وزیرستان څخه د پنجاپ پوځ وتل هم ورته مرګونی پایلې لري او پاتی کیدل یی ورته زړه بوګنوکی تراژیدي رامنځته کوي.
باید ووایو چی د کابل اداری ته اړینه وه د پنجاپ پوځ پرینږدی چی په وزیرستان کی عملیات وکړي دا ځکه چی د وزیرستان خلک افغانان دی او د وزیرستان په ډيرو سیمو د افغانستان بیرغونه رپیږي .
د وزیرستان خلک د یو اټومی او په ډیر مډرن تخنیک باندی د سمبالی میلیونی اردو سره په جګړه بوخت دی دوی هیڅ ډول امکانات د بهر څخه نه تر لاسه کوي. د دوی ډډه یوازی په لوی څښتن باندې ده.
د پنجاپ پوځ ددی له پاره چی خپله ماتي پټه کړي نو اوس هڅه کوي چې:
• تش په نامه مشرانو ،چی د پنجاپ له خوا تنخوا اوامتیازات تر لاسه کوي نمایشی جرګی او مرکې کوي او وایی چی اوس وزیرستان امن شوی دی او پوځ خپل عملیات بریالی سرته رسولی دی نو له دی امله دی بی ځایه شوو خلکو ته اجازه ورکړي ترڅو خلک خپلو کورونو ته ستانه شی.
• همدارنګه یو شمیر کډې بارول کیږی او وایی چی دا کډی خپلو مینو ته ستنیږی خو وروسته ایشاره کیږی چی دوی د جنوبی وزیرستان دی.
د عینی شاهدانو په قول چی زیات شمیر کډی چی په خپله خوښه په شمالی وزیرستان کی کورونوته ستنی شوي وی د پنجاپ د پوځ له خوا په ډيره وحشیانه توګه وژل شوي دی او داسی څوک نه شته چی د دوی مړی خاورو ته وسپاری .
اوس د شمالی وزیرستان ټولو بی ځایه شوو خلکو ته په ډاګه شوی ده که چیری دوی خپلو سیمو ته وګرځي دوی به هم د نورو په شان په بی رحمانه توګه ووژل شی.
نو لدی امله د شمالی وزیرستان ټولې بی ځایه شوی کډې دې ته انتظار وباسی تر څو پوځ د شمالي وزیرستان څخه ووځي او دوی بیا خپلو کورونو ته ستانه شي.
د شمالی وزیرستان خلک د پنجاپ او نړیوالی ټولنې څخه په کلکه غواړی چی دا وحشی پوځ د وزیرستان څخه ووځي . اوس د خلکو او د ازادی له پاره د جنګیالو فشار په پنجاپی پوځ زیاتیږی مګر اوسی د پنجاپ پوځي ستراتیژستانو د پاره دا مشکله ده چی د وزیرستان څخه د پوځ د ایستلو تصمیم ونیسي.
د وزیرستان څخه د پنجاپ د پوځ په وتلو سره د پنجاپ استعماری نظام ړنګیدل پیل کیږی او د انګریزانو په شان د ټولو اشغالی سیمو پښی سپکوي.
که چیرې په وزیرستان کی د پنجاپ پوځ پاتیږی ، په هغه صورت کی د درندو تلفاتو په زغملو سره دا پوځ به کمزوری او د هیواد کنترول به دلاسه ورکړي. چی دا هم د پنجاپ د پاره تباهی راولی.
په تیرو نږدې څلویښتو کلونو کې پنجاپی استعمار د پښتنی سیمو د ځپلو د پاره پراخ پروګرام ترتیب او دا پروګرام یی د ځينو مزدور ډلو په واسطه او د لویدیز په مرسته عملی کړ او دا بهیر روان دی.
په سیمه او افغانستان کی نور توکمونه نسبتا ارام ژوند لری ، زده کړې کوي او د پرمختیا خواته روان دی مګر د پنجاپ او د هغه د مزدور ډلو له امله پښتانه یوازی مړستونونه کیني او مړي خښوي.
خو اوس حالات بدلون مومي پښتانه هم پوهیږي چی د دوي په وړاندی یو تور ایتلاف را منځته شوی دی دا ایتلاف د افغانستان د ننه او په سیمه کی د پنجاپ او پارس په ګډون او د لویدیز په همکاری په ډيره بی رحمانه توګه د پښتنو د ټولوژنی پروګرام مخته بیایی. چنګیز هم په بامیانو کی سهاک ، بامیزی ، داودزی ، خلیل او نور قومونه ووژل ګوډ تیمور هم د پښتنو د پښتنو سیمو کې زیاتي ټولوژنی وکړې . بابر هم د پښتنو د ککریو څخه منارونه جوړ کړل مګر پښتون قوم تر اوسه ژوندی دی او وي به.
وزیرستان یوه ستراتیژیکه سیمه ده . وزیرستان د سیمې د زړه حیثیت لري .هر هغه څوک چی د وزیرستان کنترول په لاس کی لري هغه سیمه کنترولوي.
له دی امله ده چی مغولو او انګریزانو ددی سیمی د کنترول د پاره په کلونو کلونو جګړې وکړې مګر ددی سیمی اولس خپله ازادی وساتله . تیری کونکی په شرمونکي ماتي محکوم شول.
وزیرستان د پښتنو کلک او نه ماتیدونکی مورچل دی.
د اوسنیو پوځي او سیاسی حالاتو په څیړلو سره دا پایله ښکاره کیږی چی همدا وزیرستان به لکه د انګریزانو او مغولو په شان به د پنجاپی استعمار په ګورستان باندی بدل شی .
د پنجاپی استعمار د وحشي پوځ ماتي به د وزیرستان څخه پیل او په لاهور کې به بشپړه شي.
په هغه مهال کی به د سیمی سیاسی جغرافیا هم بدله شي