د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قرار قضاوت ولې ناسم و؟

عاشق الله رحیمي شمسزی 12.09.2015 14:27

د ۱۳۹۴ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په ۱۷ مه نېټه تاند ویب پاڼې د "لاریون ولې ضروري نه و؟" تر سرلیک لاندې د لیکوال او شاعر مجید قرار یوه لېکنه خپره کړې. په ټوله کې، دغه ليکنه په دریو برخو څرخي. په لومړۍ برخه کې یې د افغان کلمې د اهمیت او ارزښت او نورو مسایلو په اړوند څو کرښې کاږل شوي. په دویمه برخه کې لیکوال هڅه کوي څو د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په اړوند د ولسمشر منډې ترړې توجیه کړي او په دریمه برخه کې لیکوال د ځینو کړیو په فرمایش په پلازمینې کابل کې د افغانیت او اسلامیت د داعیې د ملاتړ کوونکو پراخ لاریون تر نیوکې لاندې نیسي.
په دې لېکنه کې (د قرار قضاوت ولې ناسم و؟) هڅه شوې څو درې واړو برخو ته په سړه سینه او منطقي ډول ځوابونه ورکړل شي څو په راتلونکې کې څوک دا شان بې ځایه قضاوتونو ته زړه ښه نه کړي.
د لیکنې په لومړۍ برخه کې لیکوال ځینو حقایقو ته اشاره کړې او تر ډېره بریده په کې د افغانیت د داعیې د ملاتړ کوونکو حقانیت ترسترګو کېږي. ددې برخې د لیکلو په وخت کې په لیکوال کې ملي روحیه ژوندۍ ده، لیکوال په دې باور دی چې افغانیت د افغانستان وجودي فلسفه تمثیلوی، دا ملت چې ملت دی تر یوه نامه لاندې ملت دی او...
خو له بده مرغه، وروسته – وروسته بیا د هرې کرښې او پاراګراف په لوستلو سره لوستونکي ته دا په ډاګه کېږي چې د لیکوال احساس ددې لیکنې تر پایه پورې د ځینو باندنیو فکټورونو له امله مړ ژواندی کېږي او په تدریج سره د لیکوال د احساس جنازه په اوږو باریږي.
په لیکنه کې د لاریون د زیانونو او تاوانونو په اړوند لیکوال وايي چې لاریونوالو نظام افغان ضد معرفي کړ، دلته د لیکوال منطق ډېر کمزوری برېښي. حقیقت دا دی چې د افغانستان نظام له درې ګونو ځواکونو جوړ دی. دا چې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون له افغانیته پرته تر دې مرحلې رسېدلی دی، ملت هم حق لري چې درې ګونو قواوو (نظام) ته افغان ضد ووايي. ځکه اجرائیه، مقننه او قضائیه قوې، درې واړه په دې قضیه کې ښکېلې دي. د لیکوال په وینا د وخت د عدليې وزیر د افغان کلمه وویسته، پارلمان تصویب کړ، قضائیه ځواک هم نظر پرې ورکړ چې یاد قانون له اساسي قانون سره په تضاد کې نه دی او ولسمشر هم توشیح کړ. د ولسمشر له واکونو څخه یو هم د قوانینو او فرامینو توشیح کول دي، خو له نېکه مرغه د اساسي قانون په ۶۶ مه ماده کې راغلي چې: " جمهور رئیس په دې اساسي قانون کې د راغلو واکونو د عملي کولو په برخه کې د افغانستان د خلکو لوړ مصلحتونه په پام کې نیسي." له دې امله، باید وویل شي چې د افغان له کلمې سره نظام لوبې وکړې او خلک هم ځان ته دا حق ورکوي چې نظام ته افغان ضد وایي نه په افغانستان کې میشت قومونو ته.
په همدې توګه لیکوال په دې باور دی چې لاریون بې وخته ترسره شو، دا چې په کابل کې نړیواله غونډه وه د افغانیت ملاتړ کوونکو باید لاریون ځنډولی وای. خو بر عکس زما نظر بیا دا دی چې د لاریون فلسفه دا ده چې په بېلابېلو برخو کې اغېز ولري او لاریونوال باید مطلوبو پایلو ته ورسیږي، دا چې د برېښنايي پېژندپاڼو د ویشلو د پروسې تمویلوونکي د همدې غونډې ځینې ګډونوال دي، نو هغو ته هم باید دا جوته شي چې کومه پروژه چې هغوی یې تمویلوي د هېواد قاطع اکثریت ورسره مخالفت لري او په پروژه کې باید بنسټیز بدلونونه راشي. سربېره پردې، لیکوال په لېکنه کې کاږلي چې د افغانیت مسئاله د یو شمېر استخباراتي کړیو له خوا رامنځته شوې څو له دې لارې د افغانانو ترمنځ درز پیدا کړي او د نفاق اور ته لمن ووهي. موږ هم همدا خبره کوو، موږ هم نفاق نه غواړو، موږ هم ملي وحدت غواړو، موږ هم غواړو چې په هېواد کې د تربګنۍ مخه ونیسو او د ورورولۍ او صمیمیت په فضا کې ژوند وکړو. ښه شوه چې د نړۍ د اویا هېوادونو استازو دلته حضور درلود، هغوی به د هېواد د رښتینو او اصیلو بچیو د یووالي او اتفاق غږونه د خپلو مشرانو تر غوږو ورسوي او د مغرضو هېوادونو پښې به ورپېږي.
د یادولو ده چې د افغان کلمه له لاریونونو مخکې ښکار شوې وه هغوی چې دغه کلمه یې ښکار کړې ده له لاریونونو مخکې هم په کراتو- کراتو له خپل افغانیت څخه لاس په سر شوي وو، تل یې د افغان کلمې مخالفت کړی او ځان ته یې خراساني او افغانستاني ویلي. قرار لا د کوڅې او د پشتونستان واټ توپیر نه شي کولی، د کوم کلي په کوڅه کې لاریون نه دی شوی، لاریون په پشتونستان واټ کې په لاره اچول شوی و. د لاریون لپاره پشتونستان واټ ښه موقعیت وو، ولسمشر د ټول دولت د مشر په توګه د لاریون والو طرف دی، د اساسي قانون د ۶۰ مې مادې پر بنسټ ولسمشر د درې ګونو ځواکونو مشریت په غاړه لري. د لاریون ګډونوال هم د ولسمشر ادرس ته لاړل، دلیل دا دی چې ولسمشر کولی شي چې دې ستونزې ته ورسیږي. د اساسی قانون په شپېتمه ماده کې داسي راغلي: "جمهور رئیس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په سر کې دی چې خپل واکونه په اجرائیه، مقننه او قضائیه برخو کې ددې اساسي قانون له حکمونو سره سم عملي کوي."
د لیکوال په باور د افغانیت او اسلامیت ملاتړ کوونکو دې باید پرېښي وای چې د افغان د کلمې مخالفینو لاریون کړی وای. خو زه بیا وایم چې هغوی خو توانېدلي څو په بېلابېلو دستګاوو کې له خپل نفوذ څخه کار واخلي او افغانیت ښکار کړي، دا چې هر څه د هغوی په خوښه دي نو هغوی ولې لاریون وکړي؟
د خپلې لیکنې په یوه برخه کې ښاغلي قرار ځینې پښتونپالې څېرې د هغوی له ډلې څخه استاد پوهنمل محمد اسمعیل یون منفورې څېرې بللي. زما په اند له مدارکو او اسنادو پرته چاته د منفورې څېرې خطاب کول ښه عمل ندی، تر اوسه لا کومه سروې ترسره شوې نه ده چې دا خبره دې په ګوته کړي چې ګواکې یادې څېرې منفورې دي او کنه. که چېرې په ښاغلي مجید قرار کې د اوتوماتیک سروې کومه آله نصب وي چې وخت په وخت ورته منفورې څېرې په ګوته کړي هغه نو بیا بېله خبره ده.
تر کومه ځایه چې زه مالومات لرم، ښاغلی استاد یون د پښتون ضد عناصرو او افغان ضد کړیو د سترګو اغزی او په پښتني ټولنه کې مبارز شخصیت دی. یون د ځینو نورو منصب طلبه او ارګ طلبه پښتنو یا په نوم فرهنګیانو په څېر مضر احتیاط کار نه دی، تل یې د پښتون ضد کړیو د ماتولو په موخه له منطقي، عقلي او قانوني روشونو څخه کار اخستی او ددې هېواد د قاطع اکثریت له روا حقونو څخه یې په مېړانه دفاع کړې. استاد ته په دې لاره کې د لا نورو بریالیتوبونو هیله کوو او هغو ته چې استاد یې د سترګو اغزی دی دا وایو چې استاد یون یو منفور نه بلکې برعکس یو ټولمنلی شخصیت دی.
له بله اړخه، مجید قرار په ډیرې سپین سترګۍ د افغانیت او اسلامیت په ملاتړ لاریونونه د زر یا یونیم زر کسانو لاریون بللی، پداسې حال کې چې د هېواد په ګڼ شمېر نورو لویو ولایتونو کې هم د یادې داعیې په ننګه او ملاتړ پراخ لاریونونه ترسره شول او قرار پرې سترګې پټې کړي.
قرار ته به دا خبره مالومه وي چې د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې هم د یادې داعیې په ننګه او ملاتړ پراخ لاریون وشو او پخواني ولسمشر د یاد قانون توشیح وځنډوه. خو کله چې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د یو تړون پر بنسټ د حکومت واګي په لاس کې ونیولې نو سمدستي یې دوه قانونونه توشیح کړل چې یو یې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون وو.
د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په توشیح کولو سره ولسمشر د افغانانو پر غوښتنو ملنډې ووهلې او حتی د موضوع حساسیت ته یې هم هیڅ ډول پاملرنه ونکړه. آیا کله چې د پخواني ولسمشر کرزي په زمامدارۍ کې په دې اړوند پراخ لاریون ترسره شو په هاغه وخت کې اوسنی ولسمشر په افغانستان کې نه وو او په دې اړوند باندې یې هیڅ مالومات نلرل؟ آیا د خپلې دې کړنې عواقبو او پایلو ته یې هیڅ پام نه و کړای؟ آیا د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شوری د برېښنايي پېژند پاڼو د ویشلو ورځ هم مالومه نه کړه؟ خبره داده چې ولسمشر د افغان ولس هیلې او ارزوګانې په اوبو لاهو کړې. اوس نو ولس باید په خپله لاس په کار شي لکه څنګه چې یې د یادو پېژند پاڼو د ویشلو امتحاني دوره وځنډوله باید چې په مېړانه له افغانیت څخه دفاع وکړي، خپلو مبارزو ته دوام ورکړي او پرېنږدي چې افغان ضد کړۍ که هغه په ارګ کې وي او که له ارګه دباندې خپلو شومو هیلو ته ورسیږي، هغوی باید خپلې هیلې له ځان سره ګور ته یوسي.