د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوځل بیا د مرګ او ژوند پرپوله

پروفیسور کابلي والا 11.09.2015 12:51

افغانستان نور د نړۍ د نقشې پرمخ د داسې یوه سره ټکي په څیره کې ځان ښیي چې هرڅوک پوهیږي  دا د سخت خطر علامه ده ، خوڅومره  یوکال ، لس کاله ، شل کاله ، او څلویښت کاله ؟  ځکه نودغې سرې خطري علامي نور دهرلیدونکي په وړاندې خپل خطري اهمیت له لاسه ورکړي او چې سترګې یې پرې ولګیږی ، بیا یې هم دافسوس احساس نه پاریږی اونه ځوریږی ، مانا داچې نورنوانسانی احساسات ددغه سره ټکي په وړاندې له حسه لویدلي او ستړي شوي دي.
هرچا فکر کاوه چې له اشرف غنی سره به پردغه ملک دخدای لور وشي او هغه څه چې دلته  داوږدې مودې په ترڅ کې روان دي هغو ته به دحل یوه لاره پیدا شي، غرب هم د لوی او نومیالي مفکر او متفکر ډنډوره ورته خوره کړه چې بس دی او ټول ثمرخیل ، دی دی او د دنیا ټول نبوغ ، خو زه چې ټوله ورځ منډې وهم ، پوهنتون په پوهنتون ګرزم ، دنوبل له جایزه وړونکو سره  ناسته ولاړه لرم ، تراوسه هم پوه نشوم چې دده نبوغ په څه کې دي او داکومه رشته ده چې دنړي  په پوهنتونو کې پوهانو دده په نامه څوکۍ جوړې کړې دي او څیړنې په کې کوي ، رښتیا کله کله یو شمیر ځیرک پوهان  له ما دده ددغه نبوغ په اړه پوښتنې هم کوي ، خو په والله که  زه  دده د هیوادوال په توګه  په دغه برخه کې هیڅ هم ویلای شم ، ځکه نو په دغه برخه کې دخپلې ناپوهې څرګندونه ورته کوم . خو اوس اوس داسې ښکاري چې دده په سردرګم راتګ سره خبره نوره هم  لاړه او ډنډوره شوه ...
 دده خپله خبره ده چې یو مهال مې په هندوستان کې ترې وپوښتیدل چې ډاکترصاحب  دوطن د آبادۍ لپاره دي پروګرام څه دي ؟  دی پوهیده چې زه دادب شاګرد یم او سروکارمې له ادبیاتو سره دی ، په رډه  یې ځواب راکړ چې  :  زه خپل  پروګرام لرم ، خویوه ټکی دي پام وي چې زه وطن په شعر شاعرۍ  نه جوړوم ...   دده دغه ځواب ما ته هم خوند راکړ، لږ نورهم ورته جدی شوم  او کلک مې ونیوچې باید خپل پروګرام راته ووایي ، ده خپل پروګرام دیوې لویې طرحې په ترڅ کې را ته تشریح کړ ، چې غټ ټکي یې داوو : باید په جنوب کې دتیلو چینې را وخوټوم ... مرکزي او جنوبي آیشیا سره وصل کړم ... دټیکه دارانو واکمنۍ باید ختمه کړم ... خارجیان باید په خپل ځای کینوم ... یوملي دولت باید جوړکړم ... اشرارسالاری او جنګ سالاري باید پای ته ورسوم ... شمالي او جنوبي ، شرقی او غربي ټلوالې باید نورې نه وي ... مرکزي عایداتی سستم باید پیاوړي کړم ...   ماپه منځ کې وروترپل چې د ښوونې او روزنې او فرهنګی برخه مو له یاده ووته  !  خو ده راته کړل چې دابرخه کرزي صاحب کلکه نیولي ، دابرخې زما د پرو ګرام په لومړیتوبونو کې نه راځي ...   کله یې چې داټولې راته تشریح کړې  نوبیایې په ډیره وچه لهجه راته وویل چې : اوس پوه شوې چې زه څه وایم  او څه پروګرام لرم ... زه ورته موسکی شوم  ، اودخپلې  نیمګړې پوهې اظهار مې داسې ورته وکړ :  داکترصاحب ، هرڅه دمنم ، ښه پرګرام دي خو خدای مه کړه داسي نه شی  چې لکه د سیدجمال الدین د پروګرام په شان چې امیرشیرعلی خان ته یې وسپارل او خپله له وطنه ووت ، بله داچې زه چې د افغانستان عینې حالت ته ګورم ستا پروګرام  ته خو زما لمسي اوکړوسي  هم  نه شي امیدوارکیدای ، زه اوزما زوی خو لا څه کوې ، اوس دم ګړۍ  دغه ملت ستا نسخه څه ده ؟  موږ شاعران خوچې کله چا ته یوشعرمیر وایو که په هغه باندې یو چا ته ډوډۍ نه شو ورکولای کله یې چې  ورته لولو نو دیوې شیبې لپاره  که خوښ یې وي که  نه  دا راته وایی چې کوردي آباد د څو شیبولپاره دخوشاله کړو ...  خو ستا له دغو لویو خبرو سره زموږ لپاره داسې یوه دشونډو دسر خوشالي چیرې ده ؟ ده بیا راته وویل چې : ... صاحب  ګوره ما درته وویل چې زه افغانستان په شعراوشاعرۍ نه جوړوم ...  دسیمینار غونډه پیل شوه او تالار ته  ننوتو ...
له هغې ورځې را په دیخوا ډیرکلونه تیرشول ، کال وړاندې  چې ده ته واک په هرډول چې و(  موږ اوتاسې خو پوهیږو ) ، وسپارل شو  زه هره لحظه په همدغه فکرکې وم چې ډاکتر صاحب به  خپل پروګرام پیل کړي ، ددغه پروګرام لپاره خو کارپوهانو ته اړتیا ده ، خامخا د افغانانو دغه ځوان نسل چې په خارج کې په کار اوڅیړنو بوخت دي  نورو ته کارکوی ، هغه به راوغواړي ، یو شور به وي او یوه هلهله ، رښتیا درته وایم ما خو ځان دومره آرام نیولي و چې باید  ددغو لوړوپروګرامو دعملي کیدو په برخه کې موږ (ادیبان او شاعران او یاهم ادبپوهان او ژبپوهان ) خو باید پرغوږونو څادر راکش کړو ځکه چې  د ډاکترصاحب په لوی پروګرام کې  د موږ والو لپاره ځای نشته هسي نه چې دده په وړاندې د ماجرا غوښتونکو په دریځ کې وشمیرل شو ، لکه چې اوس همداسې هم وشول ...  

اوس داده خبره تریوکال هم واوښته ، که زه ووایم چې ستا اوښاغلي کرزي  د واکمنۍ ترمنځ  ډیره زیاته فاصله  ده ، هغه هم نشته ، امریکا ته  ، ته باید ترهغه ځوان هم ورنژدی او د سترګو توروای ، هرڅه چې دوی وغوښتل او هرڅه چې دوی وویل هغه دي هم ورسره ومنل، ملت دې د خونړۍ امریکا په اشاره په سل رنګه تعصبي بلاوو ورمخه کړ ،  په یوه حکومت کې د  دوه هغه جوړکړل ،اوس دلته په لویدیزکې هرخارجی او امریکایی  سیاست وال  داخبره کوي چې   : Ghani is not our last goal …  که خبره داسې وي ، زما پوښتنه داده چې آیا ته کولای شې او یا ستا ملت کولای شي ، هغه څه چې تا ویل او هغه څه چې دهغو له مخې ته خلکو وپيژندلې ، هغه ته ترسره کولای او یایې هم دغو خلکو ته ورکولای شې ؟ زه خو اوس هم درته وایم چې تر تا موږ شاعران ښه یو ، اوس مو هم شعر ته خلک غوږ نیسې ، خو له تايې هغه امید چې و نور په هراړخیزه توګه پرې شوې دي ، ښايی ته یې لاملونه هم وغواړې ، زه دا ټول دلایل لرم ، خو یوازې  دومره درته وایم چې ستا دهغو غوښتنو لپاره  دا ډله چې تا اوس د وزیرانواو مشاورانو په نامه تر ځان راټول کړې ، په دوی کې دغه توان نه شته او نه به په کې پیدا شي چې له تاسره مرسته وکړي  ؟  زه دیو چا په ښه سړیتوب او بدسړیتوب نه خبره کوم او نه هم دا زما لپاره دقناعت وړ څه کیدای شي ، خو دومره درته وایم چې کومه ډله چې تارا وړاندې کړه ، په دوی کې دومره بي کفایته انسانان هم شته چې له عادی سواده هم بې برخې دي ، دا سره ، شنه ، تور اوګلابی مشاورین خو دې یوځل و آزمویه ؟یوکوچنی مثال :  د ښوونې او روزنې  او لوړو تحصیلاتو وزیران دی پوښتیدلي چې دوی څه پروګرام لري ؟  یوڅو ورځې خوتا هم دکابل پوهنتون ریاست  کړې ته اوس دپوهنتون له علمي حالته خبریې ؟   ته خو په دي پوهیږې چې ستا دوطن یو پوهنتون هم  دنړې د  (۲۰۰۰ ) پوهنتونو په لست کې هم نه راځي . ستا د تحصلات عالی په پروګرام څو لومړۍ  مسوول  دلوړو زده کړو په دغه  رمز باندې پوهیږی ؟  او یا تاسو درانه ولس مشر پوښتنه ترې کړې ده چې په دغه برخه کې څه باید وشي ؟  ستا د ښوونې او روزنې وزیر ته  ما څو څو ځلې وړاندیز وکړ چې له هند سره موږ اوږده دوستې لرو ، دوی تر ۱۲ ټولګی پورې دنړۍ ترټولو ښه تعلیمی کریکولم  داسې چې ان تر امریکا او کانادا هم موږ ته  کاري او ګټور دي باید هغه په افغانستان کې عملي کړو، ترننه یې نه ځواب راکړ او نه په دغه فکرکې شو .  
یو مهال د هندوستان یوه کالج ته موږ  ۲۲ تنه  دکمپیوتر ساینس د دزده کړې لپاره واستول شول، خو دیو سمستر په ترڅ کې  ټول ناکام وو ، دوی دهند په اسام ایالت زده کړه کوله ، زه ورغلم ، د دوی دناکامی لامل مې وپوښته ، یوداچې دوی په ژبه نه پوهیدل ، داخو یو عام مشکل و ، خو بله مهمه خبره داوه کومه ریاضي چې نن سبا په کامپیوتري پوهنو کې کاریده ، دهغې له نامه سره زموږ په تعلیمي کریکولم کې څوک آشنا نه وو ، ځکه هغه زده کونکي ټول ناکام بیرته  څوک هیواد ته راستانه شول او چاهم خپل رشته بدله کړه .
    دیوه افغان پوهنتوني په توګه ، دافغانستان د یوه خدمتګار په توګه ، د داسې یوه افغان په توګه چې ستا په ګډون مې اته واکمنانو ته لاس ورکړی ، له دوی سره مې خبرې کړې او دوی ته مې خپل نظر په ډاګه ویلي ، د دوی د ناوړو کړو په وړاندې مې قلم چلولي او خلکو ته مې دهغوی  بدۍ یوه یوه ور په ګوته کړې ، تاته هم ځولۍ غوړوم او درته وایم چې نورنو هیواد په ډیربد حالت کې دی  زموږ دوطن د ژوند بیړې په ډوبیدو ده او درته وایم چې :
۱: دخپل خولۍ په کچه نمړۍ  او دخپل توان په اندازه خبرې اووعدې کوه ، ځکه خلک درپسې دي ستا دم او قدم دواړه له دوی نه خطا کیږي ، عمل او نظر دې  دواړه یو شان نه دي ځکه نورنه پرتا او ستاپردولت دباورڅه له خلکو سره پاتې دي .
۲:  کومې وعدې او کوم څه چې تا لیکلي او ویلي ، هغه ټول دروغ وختل ، یوځل صادقانه کتنه پرې وکړه او له ملته دخپلو غلطو وړاندوینو له امله چې په کې پاتې راغلې  بښنه وغواړه چې ملا دې درماته نه کړې .
۳ : دوه سرې واکمنۍ نوره پای  ته ورسوه اوکه نه نور دا وطن بربادیږي او ددې وطن ټول تاریخ باید له سره ولیکل شي .
۴:  په کوم خونړي زور چې ته اوس ویاړې او هغه ته پرته له هرڅه تسلیم یې ، له هغه دخپلې تسلیمۍ اجر وغواړه ، هغوی تاته خیرات نه درکوي ، هغوي ستا دوطن ملیونونه انسانان دخپلې لوړتیا غوښتنې قربانی کړي ، داد هغوی د وینو بیه ده چې دوی یې باید ټول عمر دهغې قربانۍ په بدل کې ورکړي .
۵:  وطن دې د سختې تجزیې عملیي ته سترګې په لاره کړی دي ، پرته ددې وطن له اکثریته نورټول ددغه وطن د بربادۍ او د توتو په بیه پلورنې ته په  دوو پښو ناست دي ، هغوی ته چې ستا له څنګه  دبیلتانه او تجزيی ګواښونه کوي  یا قناعت ورکړه او یايې دخپل ملت په مرسته په خپل خای کینوه ځکه چې دا د ورستي چانس دی چې بیا ته او یاران دې دهغو په ارمان چغي ونه وهئ .
۶:  پردغه اداره دی  دکوچي ماما خبره  چې ( بار نه شي وړای اویوازې پچې کوي ) کتنه وکړه ، په دو ی کې نه ملي څیرې لرې او نه هم د ملت جوړونې په چل  پوه ملي کسان ، دوی په  وطن  کې ډیره بده اوبدنامه سابقه لري اوکه د باورنه راځي  ، یوځل یې پوښتنه وکړه او پروني ریکارد یې وګوره .
۷ :  هرواکمن یوځل راځي او بیرته ځې ، خو له ځینو ښه اودپاملرنې وړ نوم پاتې کیږي تاسي په دغه برخه کې دومره څه کړې اویامو په دغه اړه تراوسه فکرکړي ؟
۸ : که غواړې چې ملت دې هیرنه کړې ، اوکه غواړې هغه ژمنې چې ماته دې په ځوښ او شور سره ویلي دعملی کیدو خیال په رښتیاهم درسره وي ، دهغو دعملی کیدو په خاطر دمالیزیا له مهاطیر محمد څخه یوڅه زده کړه اوکه هغه هم نه شې کولای داښاعلي کرزي دي په څنګ کې دي ، په خپله دوره کې ېې تر شپیته زره زیات ځوانان بیلابیلو هیوادوته ولیږل چې لاهم هغه په زده کړو بوخت دي  او ستا په دوره کې اوس دغه لړۍ په ټپه  ودریده . تاسو باید په دې پوه شئ چې وطن په معامله ګرو، ناکامو او درواغجنو سازشونو نه جوړیږي یوازې ځوانان دی چې دا کاریې له وسه پوره دی چې کرزی  له شکه پرته ترتاپه دغه برخه کې مخکښ دی او دغه اداره ولوکه  ستاسې په وینا هغه فاسده کړي وه ،خوتاترهغه هم  بدتره کړه . خو بیاهم اوسنۍ اداره پرهم هغو کادرونو ولاړه ده .
۹ :  هڅه وکړه څه چې نن وایي چې سبا پرې پښیمانه نه وې . له بده مرغه چې  ته په دغه برخه کې دغه یاد فراموشي لرې .
۱۰ :  خارجیان دي کله هم په ګټه نه دي ، تردوی په ملت تکیه کول ویاړ دی .
۱۱:  هیڅکه مه وایه چې وطن په شعراو شاعرۍ نه جوړیږي ، ځکه ستا پوچو وعدو خو موږ پرشعرونو هم شکرګذارکړو .
۱۲ : که غواړې چې امان الله خان درنه جوړشي ،  افغان وژنه بنده کړه اوپه ډاګه ووایه چې  تر وژلي ورور پریښی ګومل ښه دي . دابه ترهغه چې په کومه کوڅه کې په برښنا یې لکړه زانګې لوی ویاړ وي .  
۱۳ :  له میرمنې دې هیله وکړه چې یو خو ستا په باره کې په عامو غونډو کې خبرې ونه کړي او بل داچې زموږ ځوانان باید دنورو دخدمت کولو په لور ونه هڅوي ... پریږدئ چې په خپل وطن کې دسرلوړۍ او په نورو هیوادو کې د ذلت ژوند غلامان نه شو .  
۱۴: دشهید ورځ نمانځل  په داسې حال کې چې دشهید بي عزتي په کې کیږي نوربند کړه ، موږ نورنه شو کولای چې د وږو تږو دخولي ګوله د دوی ډنډورو ته وقف کړو دا جاسوسان چې په خپلو مجللو کورو نو کې دخدای قهرورباندې نازلیږي او مري ولي د ملت په سرمایه او دبیت المال باندې وپنځول شي . په دغو پیسو باندې د رښتینو شهیدانو د بچیانو لپاره یو ټولګی جوړکړه .  

۱۵:  ملت ته ځواب  ورکړه او ورته ووایه هغه کوم څه دي چې تا تر کرزی ښه وکړل  ؟ هغوی چې کرزي قی کړل تا بیرته په خپل څنګ کې ونیول او ودی پنځول .
۱۶: څومره چې اسلامي او افغاني ویاړونه ستا په  دغه یوه کال کې توهین او تحقیرشول ، ساری یې زموږ په تاریخ کې نه لیدل کیږي . زه فکرکوم چې داد ملت طبعیی حق دی چې په دغه اړه له تا پوښتنه وکړي او ستا د پټې خولې په مقابل کې راوپاریږي .
۱۷: پرګاونډیو باندې باور او له هغو د ښو تمه لرل ، دځان غولولو په مانا  دي ، دوی ته باید به رډه ځواب ورکړې او که نه دابه بیا رښتیا وې چې ګواکي اسلافو دې د پاکستان دجوړولو پرمهال له هغوسره د افغانانو په مقابل کې دریدلي وو او ته هم هغې ژمنې ته وفاداري څرګندوې ...


۱۸:   دپښتنو په مقابل کې ستا دادارې ناوړه دریځ هغه څه دی کوم چې دپښتنو دښمنان یې عملآ  د دوی په وړاندې کاروي ، نه په اداره کې ځای لري ، او نه هم د افغانستان د اکثریت په شان چلند ورسره کیږي ، په اوسني نړۍ کې ددموکراسي مانا داکثریت خبره اوریدل اودهغو نظر منل دي خو له بده مرغه چې دوی په تیرو څلورو لسیزو کې له هرڅه لرې وساتل شول . او داهغه پروژه وه چې  په نامه پښتنوواکمنانو پرپښتنو وتپله او اوس ته هم په سرلوړئ د بشري دموکراتیکو ازرښتونو خلاف په خورا بې رحمۍ سره پرې روانه ده . یوازې یوټکي دي باید په پام کې وي او هغه دا چې هر چا ددغه قام سپکه غوښتې هغو خپله سپک شوي او دتاریخ بدنامي يی پرنصیب شوې ده . که ستا او ستا د کینه ناکو او مردودو متحدانو دغه ناکردې زموږ په وړاندې همداسې  روانې وي ، نو موږ هم بله چاره نه لرو چې خپل غږ پورته کړو :  پښتانه چې نورڅه فکر کړي ناپوه دي   ـ  بې له تورې خلاصی نشته په بل کار
۱۹ : مه پریږده چې ګاونډي ملکونه په کابل کې را ته کیني  او خدای مه کړې یوه ورځ داسې راشې چې پس له  ۱۲۲کالو بیا په زور دهمدومره کالو لپاره مو  د دیورند دپه شان پر زړه باندې بله چاړه را کش کړي  او یوه بله تاریخي مخې تورې ستا په نامه دغه ملت ته ور پاتې شی .
۲۰ :  هیله من چې په اوونۍ کې یوځل د اعلحضرت ضیآالملت و الدین  نامتو اثر تاج التواریخ  درواخلې او یوازې پنځه پنځه پاڼۍ یې ته خپله او یاهم  کوم فرهنګی مسوول  چې که په فارسي پوهیږي درته وايی . زه فکرکوم چې که دا کار وکړئ ، نو په دي به پوه شې چې په دې وطن کې څوک ، ددې وطن دی او څوک په دې وطن کې له اوږدې مودې ددغه وطن بربادۍ ته په دوپښو ناست وو او تل لکه دنن په شان له ویشه په تالان راضی وو  !
بس اوس همدومره  !