د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استقلال

سمیع الله خالد سهاک 09.09.2015 12:23

استقلال
له مینی ډک، له شوره ډک ګوره آواز د استقلال
له پلوشو نه په سینګار لړلی ناز د استقلال
هڅی ګران او خوږ آواز دی چی غوږو کی ګرځی
سینه کړی څیری، بیا ملحم شی په ګداز د استقلال
هڅی بی وخته ناروا کاندی آواز غلیمان
بیا به روان شی ها کاروان د سوز او ساز د استقلال
ډیر مو نابود کړل،شرم نشته بیا یرغل کړی په موږ
تاریخ مو ډک له غیرتونو او شهباز د استقلال
خالده صبر کوه، بیا به مو آزاد شی وطن
خیر دی په غوږ کی راته وایه هر یو راز د استقلال
د اګست ۲۵، ۲۰۱۵ میلادی کال
مونتری، کالیفورنیا

راپــاڅـــیـــږي
ځوانانو!
داسی ویده یي لکه مړه
له مړو هم غږ نه خیږی
پاسي ولاړ شي
کفن کړي سیري
او قبرونه کړې ویجاړ
همدا اوس
له خاورو پاڅیږی
وطن آباد، آزاد کړی
ترڅو به خوب کوي څنګلو په سر
له خوبه پاڅیږي
او هغه خاوره چی لعنت کړی هر وخت
له سر آباده او ښیرازه کړي
او ځان لری وساتي لمسون له بیګانه وو ځینی
وطن آباد کړي
لږ همت په کار دی
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د سپتامبر ۲۲ ، ۲۰۱۵ کال