د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي مسایل په ملي اجماع هوارېږي

عبدالغني (هاشمي) 08.09.2015 11:30

په برښنايي پېزند پاڼو کې د (اسلام) او (افغان) کلمو لیکلو او نه لیکلو په اړه له اوږدې مودې راهیسې په بېلابېلو رسنیو، ډلو او ټولنو کې بېلابېل اختلافي بحثونه راوان دي، خو په دې وروستیو کې دې مسئلې دومره زور واخست، چې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زموږ زرګونه هېوادوال واټونو ته راووتل او په کابل کې خو تېره ورځ زرګونه اعتراض کوونکي ان د و لسمشرۍ ماڼې دروازو ته هم ورنږدې شول، چې چغې او شعارونه به یې ښايي ولسمشر او اجرائیه رییس هم اورېدلي وي.
دولت ولې تراوسه چپه خوله دی؟
په داسې حساسو سیاسي او امنیتي شرایطو کې د افغانستان ملت ترمنځ یوه کوچنۍ اختلافي مسئله هم کېدای شي پردیو استخباراتي شبکو او د هغوی لاسپوڅو ته د تخریب ستر امکان په لاس ورکړي، په داسې حال کې چې په برښنايي پېژند پاڼو کې د اسلام او افغان کلمو لیکلو په اړه د ملت د بېلابېلو قومونو او دولت ترمنځ اختلاف له دوو کلونو هم اوړي، خو په دومره موده کې دولت دې اختلافي مسئلې ته د حل یوه داسې غوره او قانوني لار پیدا نه کړه، چې ټول افغان ملت پرې قانع کړي، چې دا په خپله د دولت کمزورتیا څرګندوي، که دولت د بهرنیو زبرځواکونو تر فشار لاندې دې مسئلې ته غاړه ایښې، نو بیا ودلت ته خو د خپل هیواد ملي ګټې تر هرڅه لومړیتوب لري، ښه ګوري چې ددې مسئلې پر سر د افغانستان قومونو ترمنځ اختلاف ان د فزیکي نښتو تر بریده رسېدلی، بیا هم دولت چپه خوله ناست دی او ننداره کوي، دلته ملت ته شک پیدا کېږي، چې دولت په لوی لاس غواړي د افغانستان قومونو ترمنځ د اختلاف اور ته لا لمن ووهي، نو دولت ته په کار ده، چې له خپلو نړیوالو متحدینو سره په تفاهم او همغږۍ دې مسئلې یوه غوره لار پیدا کړي.
ملت او برښنايي پېژندپاڼې:
د ملي مسائلو په اړه د لاریونونو په ګډون په بېلابېلو ډولونو د غږ پورته کول د یوه ملت قانوني او ملي حق دی، خو زما په اند زموږ ملت هم باید د خپل هېواد حساس شرایط او د خپلو غږونو پورته کولو د عواقبو او پایلو په اړه ژور فکر وکړي او په داسې حساسو او ترینګلو شرایطو کې باید په دې اړه په هوښیارۍ او ځيرکتیا ګام پورته کړي.
تجربو ښودلې چې په ډېریو لاریونونو او نورو اقداماتو کې چې د ګډون لاره پکې پرانستې ده، هر ډول احساساتي خلک آن د هېواد دښمنان هم پکې ګډون کولی شي، نو بیا هم شرایطو ته په پام داسې کړنې له بېلابېلو ننګونو او خطرونو ډک وي، ځکه له یوه لوري پکې د خوست په څېر د خطرناکو او خونړیو پېښو شونتیا شته او له بله پلوه ځینې احساساتی خلک په ځانګړي ډول ځوانان او همداراز هېواد دښمنه څېرې او ډلې په داسې لاریونونو کې داسې هېواد ضد شعارونه ورکوي، چې زموږ د هېواد د ورونو قومونو ترمنځ د اختلاف اور لا پسې ژبغړاندوي او د دولت او ملت ترمنځ واټن لاپسې پراخوي، البته دا د لاریونونو د تنظیموونکو هدف نه وي، خو په هیڅ ډول یې مخه نشی نیولی او همدا شعارونه په هغوی پورې حسابېږي، د هېواد نور قومونه او نړیواله ټولنه یې اوري او قومي اختلافات لا پسې زور اخلي.
ځکه نو له هېوادوالو څخه زموږ تمه اوهیله داده، چې هڅه وکړي د ملي مسایلو د هواري په موخه داسې منطقي او قانوني لارې چارې ولټوي، چې په اصطلاح «هم لعل بدست اید و هم دل یار نرنجد».
له بېلابېلو خطرونو او ناوړه پایلو لرونکو ډکو لاریونونو سربېره، داسې نورې ډېرې لارې چارې هم شته، چې هم هدف ترلاسه شي او هم د اختلاف پرځای د ملت ترمنځ شته فاصلې رالنډې کړي.
برښنايي پېژندپاڼې او رسنۍ:
له بده مرغه د قانون په پلي کولو کې زموږ د دولت د کمزورتیا له امله زموږ د هېواد ځینې رسنۍ په قومي او سیاسي بنسټونو جوړې شوي او د ځينو بهرنیو افغانستان دښمنو استخباراتي شبکو په سلا او مشوره خپرونې کوي.
د برښنايي پېژندپاڼو په اړه له ډېرې اوږدې مودې راهیسې په بېلابېلو رسنیو کې د ګردي مېزونو، بحثونو، خپرونو، لیکنو، تحلیلونو او تبصرو له لارې بېلابېل پروګرامونه جوړېږي او ددې پرځای چې د ملي مصالحو په پام کې نیولو سره ددغو پروګرامونو له لارې دې مسئلې ته یوه منطقي او قانوني حل لاره ولټوي، برخلاف د هېواد بېلابېلو قومونو ترمنځ د اختلاف اور ته لا پسې لمن وهي.
د ملي مصالحو په پام کې نیول او د هغه د پیاوړتیا لپاره د بېلابېلو پروګرامونو له لارې سالم او رغنده تبلیغات او په ټوله کې په خپلو ټولو فعالیتونو کې دې بنسټیزې ملي مسئلې ته پاملرنه، د ټولو رسنیو ملي وجیبه او قانوني مکلفیت دی. موږ د ټولو رسنیو له چلوونکو په کلکه غوښتنه کوو، چې د پردیو پر اهدافو خپل ملي مصالح غوره وګڼي او ددې پرځای چې خپل هېواد په لوی لاس د تباهۍ کندې ته ورغورځوي، چې په خپله به یې هم له خطر څخه خوندي نه وي؛ له دې خطرناک وضعیت څخه د هېواد د وتلو لپاره هڅه او هاند وکړي او په دې لار کې هرراز قربانۍ ته چمتو شي.
لاریونونه او ملي حساسیتونه:
په داسې حساسو شرایطو کې چې زمو هېواد په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نورو بېلابېلو برخو کې له ډېرو نوو پرمختګونو ملي دریځونو او امکاناتو لاسته راوړلو په درشل کې دی او همدا پرمختګونه او ملي دریځونه ددې لامل شوي، چې زموږ د هېواد بېلابېل قومونه د اختلاف پرځای یو ټولیز همغږي دریځ او ملي اجماع ته سره ورسېږي، دداسې اقداماتو ترسره کول د هېواد رغول شوی لوخی بېرته له ماتېدو او پاشل کېدو سره مخ کوي، نو له ټولو هېوادوالو څخه مو تمه او هیله داده، چې د هرې ملي مسئلې په اړه له منطقي حرکت، هوښیارۍ او ځیرکتیا څخه کار واخلي او پرې نه ږدي، چې ددوی د احساساتي کړنو له لارې زموږ د هېواد د کورنیو، بهرنیو او نړیوالو دښمانو تبرونه لاستي پیدا کړي او پرې زموږ د هېواد د پرمختګ او سمون د هیلو او ځواکمنو خوځښتونو ټوکېدلو شنو ونو ښاخونه او ریښې ووهي.
زموږ تمه له خپلو هېوادوالو په ځانګړي ډول سیاسي مشرانو څخه داده، چې د ملي مسائلو د هوارولو په خاطر داسې منطقي سیاسي لارې چارې ولټوي او داسې طرحې اووړاندیزونه وړاندې کړي، چې په پایله کې یې د ملي مسائلو هواري لپاره ملي اجماع رامنځته او مسائل یې په رڼا کې په ډېرې اسانۍ او خوښۍ سره هوارې شي، احساساتي کړنې له یوه لوري مسائل نه شي حلولی او له بل لوري، د هېواد بېلابېلو ورونو قومونو ترمنځ د اختلاف شته درزونه لا پسې ډېروي او لګېدلو اورونو ته، چې انکار ترې نه شي کېدای، لا پسې لمن وهل کېږي.